Categories

اعلان

Loading…

بېړۍ ضد توغندی | زکریا رحیمي

Anti-ship missile

بېړۍ ضد توغندي هدایت کېدونکي توغندي دي، بېړۍ او لویې کیشتۍ پرې په نښه کیږي. په زیاتو ډولونو کې د انفرارېډ او رادار د مخنیوي وړتیا شته یادې وړتیا ته انګرېزۍ کې (sea skimming) نوم اخلي خو زیات ډولونه یې د جبري قومندې یا لارښونې (inertial guidance) او فعال رادار په ذریعه بېړۍ په نښه کوي. ځینې ډولونه یې د انفرارېډ په ذریعه د بېړۍ تولید شوې تودوخه تعقیب کوي خو په راډیو یې هم لارښونه امکان لري.
 
تر ټولو لمړي د بېړۍ ضد توغندي د جرمني نازیانو جوړ کړي وو او د راډیو په ذریعه هدایت کېدل. د ۱۹۴۳–۴۴ کلونو ترمنځ نازیانو په (Mediterranean Theater) عملیاتو کې خپل (Henschel Hs 293) توغندي وکارول او ۳۱ بېړۍ یې پرې ویجاړې کړې او همداسې یې په خپل بل توغندي ( Fritz X) باندې اووه بېړۍ له منځه یوړې.
 
د بېړۍ ضد زیات شمېر توغندي د وسلو له مختلفو سیستمونو توغول کېدی شي لکه له چورلکې، الوتکې، له بېړۍ څخه بېړۍ په نښه کول انګرېزۍ کې له بېړۍ څخه بېړۍ په نښه کولو ته (surface warships) وایي، اوبتل او داسې نور… که چېرې بېړۍ ضد توغندی د اوږد واټن وي د بېړۍ ضد کروز توغندی ورته ویل کیږي.
 
د بېړۍ ضد توغندیو لپاره په اوس وخت کې د توغندیو ضد توغندي هم جوړ شوي خوکنټرول یې ډېره ستونزمنه چاره ده. هغه بېړۍ چې الوتکې په ځان کې انتقالوي د خپل ځان ساتنې لپاره د دفاعي سیستم تر څنګ په بېړۍ کې ناستې الوتکې په اوونۍ کې اووه ورځې ۲۴ ساعته کاروي او په دې الوتکو کې رادار سیستم موجود وي کوم چې سیمې ته د بلې الوتکې، بېړۍ او یا توغندي داخلیدو مخنیوی کولای شي.
 
په دوېمه نړیواله جګړه کې د ۱۹۴۳–۴۴ کلونو تر منځ لمړي بېړۍ ضد توغندي د لنډ واټن هدایت کېدونکي توغندي وو کوم چې نازیانو په مدیترانې کې له خپلو بم غورزونکو الوتکو په مخالف لوري وکارول. او متحده ایالتونو او ایټالیا ته یې لوی زیان واړوه. ټولو توغندیو د هدایت لپاره په توغونکو الوتکو کې د راډیو سیستم لره. د نازیانو بریدونه تر هغو بریالي وو تر څو چې مخالف لوري د راډیو جام کوونکی سیستم نه وو جوړ کړی. په ورته وخت کې متحده ایالتونو هم د بېړۍ ضد بم (SWOD-9 Bat) جوړ کړ کوم چې د رادار په ذریعه هدایت کېدونکی وو. یاد بم لمړۍ د بېړۍ ضد په رادار هدایت کېدونکې وسله ګڼل کیږي او بلاخره د ۱۹۴۵ کال په اپریل کې یې پر جاپانیانو هم وکاروه.
 
د سړې جګړې پر مهال د شوروي اتحاد هم سمندري وسلو ته پام شو او ډېر کار یې د اوبتلونو په جوړولو، سمندري ماینونو او بېړۍ ضد توغندیو وکړ. د بېړۍ ضد لمړی تولید یې (SS-N-2 Styx missile) توغندی وو. له دې وروسته یې نورو تولیدونو ته هم ادامه ورکړه او ډېر ژر یې د شوروي اتحاد د هوايي ځواک په (Tu-95 Bear and Tu-22 Blinder bombers) الوتکو کې نصب کړل. په ۱۹۶۷ کې د مصر (Komar-class missile boats) کیشتۍ لمړۍ د اسرایلو بېړۍ په نښه کړه او بلاخره ډوبه شوه.
 
د پاکستان او هند د ۱۹۷۱ کال په جګړه کې هند دوه ځلې په کراچۍ کې د پاکستان پر سمندري ځواک برید وکړ په جګړه کې یې خپلې (OSA 1-class missile boats) د بېړۍ ضد توغندي لرونکې کیشتۍ وکارولې چې پایله کې یې د پاکستان له ۳ برخو ۲ برخې سمندري کیشتۍ او ځواک له منځه یوړ. په دې جګړه کې له کیشتیو پرته د تیلو ذخیرې هم په کراچۍ کې په نښه شوې.
Martel TV-Guided Missile - Elvington - BB
A Martel TV-guided missile. Photo by Brian Burnell
Exocet AM39 P1220892-detoured
Exocet AM-39 anti-ship missile. By Rama
Hiddensee P-20 missile
A P-15 SS-N-2c Styx SSM is unloaded from the No. 4 missile tube aboard the USNS HIDDENSEE. Photo by DON S. MONTGOMERY

255 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *