Categories

اعلان

Loading…

مالیې وزارت د مالیې دودولو لپاره مالیاتو اوونۍ ونمانځله

مالیې وزارت نن د سلواغې میاشتې په ۲۰ مه نېټه په هیواد کې مالیه ورکوونکو ته د پوهاوي او مالیې ورکړې کلتور دودولو په موخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مالیاتو اوونۍ په انټرکانټینینټال هوټل کې ونمانځله.

په دې مراسمو کې د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي عبدالله رقیبي، د عوایدو لویې رئیسې اغلې امنې احمدي، د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو، مستوفیانو او عوایدي امرینو، د بېلابېلو دولتي ادارو استازو، د خصوصي سکټور استازو، د ټولنو مسؤلینو او یو شمېر مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.

د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي عبدالله رقیبي، له ګډون کوونکو څخه د مننې ترڅنګ په پرانیستې وینا کې وویل: ” د مالیاتو یوه اوونۍ کمپاین چې موږ یې نن ورځ د پیل شاهدان یو، د عامه پوهاوي، د مالیاتي چارو اصلاح، د ملي عوایدو ښه انسجام او په هیواد کې د مالیې ورکړې کلتور دودولو په موخه تر سره شو. موږ هیله لرو، چې د مالیې وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال عوایدي پلان او موخو د تحقق، مالیه ورکوونکو ته په وخت د مسلکي خدمتونو وړاندې کولو، د ملي عوایدو ښه او په موقع راټولېدو، د باقیاتو ورکړې او نورو اړوندو مسائلو لپاره  دغه مالیاتي کمپاین مرسته وکړي.”

نوموړي زیاته کړه،” د افغانستان له ټولو وګړو څخه هیله کوم، چې خپلې مالیې د هیواد نافذه قوانینو سره سم په خپل وخت ورکړي او د هیواد ځان بسیاینې په لور خپله فعاله ونډه واخلي. د دې په بدل کې زموږ دنده ده چې مالیې یې په رڼه توګه را ټولې کړو او د دولت خزانې ته یې تسلیم کړو، د روڼتیا، موثریت او مثمریت او لومړیتوب لرلو اصل په نظر کې نیولو سره د حساب ورکړې په شکل ولګوو. “

د پلټنې عالي ادارې معین ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد، وویل، چې یو مالیه ورکوونکی باید د مالیې ورکړې په څرنګوالې خبر وي او همدا شان باید پوه شي چې مالیه یې په کومو سیمو کې لګول کېږي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند، په افغانستان کې د نړیوالې سوداګرۍ خونې مؤسس غړي او عامل پلاوي رئیس ښاغلي عبدالقدیر بهمن، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیسې اغلې منېژې وافق، او د افغانستان د پیشه ورانو ټولنې رئیس ښاغلي محمد حسن سپاهي، د دې پروګرام د ملاتړ ترڅنګ د مالیاتو اوونۍ د موخو، اهمیت او عامه پوهاوي ارزښت په تړاو ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

د مالیاتو اوونۍ د ۱۰۰ تنه بایسکل ځغلوونکو په سیالۍ د عوایدو او ګمرکونو له معینیت څخه پیل او تر انټرکانټینینټال هوټل پوري دوام پیدا کړ، چې د مخکښو لوبغاړو لپاره د مالیې زوارت رهبري له لوري نقدې جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.

همداشان د مالیاتو اوونۍ په اوږدو کې ټاکل شوی ده د عامه پوهاوي او د مالیې ورکړې کلتور د پیاوړتیا په موخه بېلابیل تبلیغي او تنوري پروګرامونه د ټولنیزو شبکو، دولتي او خصوصي راډیو تلویزیون او نورو ټولنیزو ارتباطي وسایلو له لارې د هیواد په کچه په لاره واچول شي.

د یادونې وړ ده چې د مالیاتو اوونۍ له نمانځنې او پرانیستې څخه موخه د مالیه ورکوونکو د پوهې کچې لوړول، د مالیاتي کلتور پیاوړتیا، د مالیه ورکوونکو زده کړه او پیاوړتیا، د اطاعت پذیرۍ کچه لوړول، د عوایدو په پروسیجرونو کې اصلاح او بدلون او مالیه ورکوونکو ته په وخت او موقع د مسلکي خدمتونو وړاندې کول دي، څو له یوه اړخه د مالیاتي جریمو مخنیوی وشي او له بل پلوه ملي عوایدو په ښه توګه را ټول شي.

748 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2