Categories

اعلان

Loading…

د ارسلا وروستی منظر/ تواب غورځنګ

د دارالامان ویجاړۍ ماڼۍ او د ملي شورا د نوې ودانۍ ترمنځ پر یوه کوچنۍ هدیره د افغانستان بیرغونه رپیږي. د سپینو شناختو دا هدیره د هغه جنګ ډالۍ ده، چې لاهم اساسي تعریف نه لري. په دې هدیره کې هغه خلک خښ دي، چې د افغانستان د وروستۍ لسیزې ارزښتونه یې ساتل. د هدیرې د مړیو له ارواوو د خپلو قاتلانو هویت د ورور طالب، عزیز طالب او غولېدلي طالب په افادو کې ورک دی. دا هدیره د هغه ولس د تراژیدۍ تابلو ده، چې د یوه نا تعریف شوي دښمن د ناکردو له امله ځپل کېږي.

د دې هدیرې لومړني مړي د سید مصطفی کاظمي په ګډون  د ملي شورا د پخوانۍ دورې د اقتصادي کمېټي غړي وو. وروسته پکې نور وکیلان، والیان او قوماندانان هم خښ شول. د ارسلا جمال لژند جسد پکې تر اوسه وروستی هغه دی، چې خاورې پرې واړول شوې. دا هدیره به نوره څومره پراخېږي؟ قبرونه به څومره ډېرېږي؟ شناختې به څومره لګېږي، مرثیې به څومره ویل کېږي؟  غولېدلی طالب به کله لارې ته راځي او د ورور او دښمن ترمنځ به د قرمز خطونه کله وضع کېږی؟

دا هغه هدیره ده، چې د یوه بد چانسه ولس د سر خلک پکې خښ دي. دا ولس د سر خلکو د ساتلو بخت نه لري. دا هدیره د یوه ولس د غم ستر مظهر دی. دا هدیره لکه اژدها د لویو خلکو په خوړولو پایي. زه په دې هدیره کې یوازې د یوې جنازې د خاک سپارۍ دمراسمو شاهد وم. باور لرم، چې دلته به دجنازو نور مراسم هم همدومره غموونکي وي.

د ارسلا ژوبل ژوبل جسد، په پوځي چورلکه کې راوړل شو. په داوړ چورلکو کې موږ له ده سره کابو د خوست ټولو ولسوالیو ته د بیارغونې پروژ د پرانېستو لپاره تللي یو. نن چابک او ګړندی ارسلا یو محکوم مړی دی او د ژوندیو ارادې ته پروت دی.

 اشرف، ذکریا، احسان الله، ایوب خاورین، فیض محمد ځلاند، حلیم فدایي، فرید ماموندزي او متین بیک ته د ارسلا مرګ لا هم یو بدمرغه خوب ښکاري، خو هغه څه چې څو شیبې وروسته به پېښ شي، هغه نه بدلېږي. پر ارسلا لویې لویې تبۍ کېښودل شوې.

 د ځلاند وروځې او باڼه له دوړو ډک دی. د ماموندزي شونډې وچې دي، ایمل فیضي هک پک دی. کبیر حقمل زنې ته لاس نېولی، د امان الله ایمان سترګې سرې، سرې اوړي او اشرف سلګۍ وهي. مولوي دعا کوي، دده اروا ته لوړ جنتونه غواړي، هغه لالهانده اروا چې د خپل قاتل تفریف ترې په ګڼو افادو کې ورک دی.

دا زموږ پر ځمکه د هغه چا د حضور وروستۍ منظر دی، چې د یوې لویې افسانې له رامنځته کولو سره  یې خپل پر ثمره ژوند پایته ورساوه. د ارسلا  د سرې تورې مرګ به د وطن د ټولو ارمانجنو اولادونو لپاره د قربانۍ او سرښندنې تلپاتې عنوان شي. دده د وینو څاڅکي به د مرګ د بلاوو په بېدیا کې لکه ارغواني فصلونه زرغونه نه شي او د سرې تورې د مرګونو بلاوې به وکوچېږي.

هو… د ارسلا لپاره به د نېکمرغه افغانستان ارمان ته د ځان قرباني اسانه وه، خو غم یې زموږ لړمونونه یې خوړین کړل.

تواب غورځنګ

2013-10-19

208 total views, 2 views today

4 comments

  1. سید الرحمن زیارمل Reply

    څومره ښه ویلیدی چه:سرپه وطن ورنکړی پښتون مه ورته وایه ارسلا دخدای وبخښی دده کرنا می به تل پا ته وی همدومره ویاړ ی بس نه ده؟ مرګ هر سړی پسی ده خوشاه دهغه په حال چه خلک ی په ښو یادونه وکړی.

  2. اوښتون Reply

    داهغه هدیره ده چی ټول هغه کسان په کشی ده چی دمرګ بعدی بیاهیچاحال ندی کړی چی وارثان ی ده سه برخلیک سره مخ کیژی

  3. عبدالولی اصف Reply

    کور دی ودان تواب جانه خدای دی تاته ددی لیکنی اجر درکړی واقعا دردونکی لیکنه ده ، خدای خبر چه ترسو به مو نور درانه پشتانه وژل کیږی ، خدای دی مرحوم والی صیب اوبجشی او جنت فردوس دی نصیب شی لیکن زه وایم چه دده د مرګ پوشتنه باید د کرزی نه وشی چه بی کفایته کسان په داسی مهمو پوستونو مقرر کړیدی او مهم کسان او پشتانه پری وژنی

  4. نوراجان احمدزی Reply

    ډیره دردونکې لېکنه وه سترګې یې را لندې کړې
    والي صیب ته دې الله پاک جنتونه ورکړ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸