Categories

اعلان

Loading…

د فرانسې انقلاب | زکریا رحیمي

د فرانسې انقلاب ته د ۱۷۸۹ انقلاب نوم هم اخلي. یو انقلابي خوځښت وو کوم چې د ۱۷۸۷ – ۱۷۹۹ ترمنځ فرانسه ولړزوله. یاد خوځښت خپل اوج ته په ۱۷۸۹ کې ورسېد. له همدې مخې ” د ۱۷۸۹ انقلاب ” چې یوه دودیزه اصطلاح ده په فرانسه کې د پخواني رژیم پای ته رسېدل ښيي او د انقلاب دوه نورې پېښې چې ۱۸۳۰ او ۱۸۴۸ کې شوي جلا کوي.

 
د انقلاب ریښې
د انقلاب تر ټولو لوی او عام لامل په غرب کې ټولنیز جوړښت وو. د فیوډال رژیم په اروپا کې په تدریجي توګه کمزوري شوی وو او د اروپا په ځینو برخو کې له منځه تللی وو. په ورته وخت کې سوداګرو، مسلکي خلکو او تولید کوونکو کومو ته چې بورجوژا (bourgeoisie) نوم اخیستل کېده د سیاسي واک تر لاسه کولو هیلې پیدا کړې له بلې خوا هغو بزګرو چې کافي زده کړې یې کړې وې، خپل ژوند یې یو څه معیاري کړی وو غوښتل یې چې د فیوډال رژیم په پاتې شونو برلاسي شي تر څو د ځمکې لرلو پوره حق ولري او د شتمنۍ لرلو ازادي ولري. د پورته دواړو طبقو هیلو انقلابي خوځښت ته لار هواره کړه.
 
په ۱۷۳۰ کال کله چې د ژوند معیار ښه شو نو د غټانو د مړینې شمېر هم ورسره کم شو کوم چې د اروپا په نفوس کې زیاتوالی رامنځته کړ. په فرانسه کې دا چار په ۱۷۸۹ کې دوه برابره شوې وه او په همدې کال کې یې تقریبا ۲۶ میلیونه نفوس لره او د اروپا تر ټولو زیات نفوس لرونکی هېواد ګڼل کېده. ډېرو خلکو یې د ښو خوړو او د مصرف لپاره د ښو توکو غوښتنه لرله.
 
په ۱۷۳۰ کال کې، په برازیل کې د سرو زرو یوی نوی کان کشف شو کوم چې د نرخونو لوړوالي ته لار هواره کړه کوم چې د اقتصاد سوکالي ښیي. په ۱۷۷۰ کال کې یاده اقتصادي سوکالي مخ ښکته لور ته روانه شوه، اقتصادي بحران رامنځته شو او دا بحران د پاڅون لپاره د خطر زنګ شو. هغه فیلسوفان او لیکوالان کوم چې د ۱۷ پېړۍ د نظریاتو لیکونکو اغیزمن وو لکه د (Descartes, Spinoza and Locke) له نظریاتو د ټولو لیکنو کې ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي حلارې بې پایلې شوې. په دې وخت کې یو انقلاب رامنځته کېدل اړین ښکارېدل تر څو یو انقلابي خوځښت د (Montesquieu, Voltaire, or Rousseau) نظریات پلي کړي.
 
په اروپا کې حکومتونو هڅه وکړه چې حکومت شتمن کړي او د دې لپاره یې په اشرافو او روحانیونو لوړه مالیه ولږوله یادې دوه ډلې تر اوسه هم په ځینې هیوادونو کې له مالیې ورکولو معاف دي. د مالې تر لاسه کولو لپاره حکومتونو د (enlightened despots) اعلامیې بهانه کړې. دې چارې په ټوله اروپا کې د روحانیونو او اشرافو غبرګون ته لار هواره کړه. په شمالي امریکا کې هم دې سیاسي غبرګون انقلاب ته لمن ووهله.
 
خو پوهانو د فرانسې د انقلاب لاملونه داسې لنډیز کړي دي: لمړی ټول سوداګر او مسلکي خلک چې د بورژوا په نامه یادېدل له دې امله ناخوښ وو چې له سیاسي واک څخه محروم پاتې شوي؛ دوېم بزګر له دې ډېر ښه خبر وو یا په دې ډېر ښه پوهېدل چې له خپلو حقونو محروم دي او هره ورځ یې د درانده فیوډال سیستم ملاتړ بس کوه؛ درېم تر ټولې نړۍ د فلسفیانو لیکنې په فرانسه کې زیاتې لوستل کېدې؛ څلورم د فرانسې د حکومت د امریکا په انقلاب کې ګډون وو کوم چې د فرانسې حکومت افلاس ته ټېل وهه او دخپلو پورونو د ورکړې وړتیا یې پکې ختمه کره؛ پنځم لامل یې فرانسې ډېر زیات نفوس لره او په ۱۷۸۸ کې د فرانسې له کرنې کم حاصل، له پاسه راتلونکې اقتصادي ستونزو خلکو کې نا ارامي ته لمن ووهله؛ شپږم مخکې په فرانسه کې پاچایانو خلکو ته ذهن کې دا ورکړي وو چې دوي د خدایي پوځ په ځمکه کې پیدا شوي افسران دي او دوي د خدای له لوري پاچایان ګمارل شوي، هیڅوک یې له واکه د لرې کولو حق نلري او هر هغه کس چې دا هڅه وکړي له مرګ سره باید مخ شي خو په دې وخت کې فرانسویانو نور په دې باور نلره او د پاچانو مطلق واک لرلو سره مخالف وو، پاچایان په دې کې پاتې راغلي وو چې خلک په دین وویروي.
 
د اشرافو پاڅون ۱۷۸۷– ۸۹
په فرانسه کې هغه وخت انقلاب شکل واخیسته کله چې د ۱۷۸۷ کال په فېبرورۍ کې د مالیاتوعمومي کنټرول کوونکي ( Charles-Alexandre de Calonne) د احضار یوه شورا د (notables) په نامه ترتیب کړه. په دې شورا کې د کلیسا مشران، اشرافو یو څو مسلکي کسان او سوداګرو چې د بورژوا په نامه یادېدل بلنه ورکړل شوه تر څو د مالیاتو په لوړولو د بودیجې کسر له منځه وېسي او په هغو خلکو هم مالیه لوړه کړي چې د لوړ کلاس خلک ګڼل کیږي لکه اشراف، روحانیون او سوداګر یا بورژوا. یادې شورا د اصلاحاتو د مسولیت په غاړه اخیستل رد کړل او غوښتنه یې وکړه چې اصلاحاتو لپاره دې (Estates-General) شورا راوغوښتل شي کومه چې له روحانیونو، اریستوکراتانو او ترډ اېسټېټ یا عامه خلکو (Third Estate) جوړه شورا وه. دې شورا له ۱۶۱۴ خپله کې کومه غونډه نه وه کړې.
 
په دې وخت کې د فرانسې حکومت د مالي اصلاحاتو د تحمیل هڅه وکړه سره له دې چې د لوړ کلاس خلکو له مقاومت سره مخ وو. په ورته وخت کې د (edict of May 1788) فرمان د (parlements) واک کم کړ کوم چې د فرانسې تر ټولو اړینه د عدالت محکمه ګڼل کېده. د ۱۷۸۸ کال په پسرلي او اوړي کې د (Paris, Grenoble, Dijon, Toulouse, Pau, and Rennes) ښارونو په خلکو کې نا ارامي پیدا شوه. په دې وخت کې شپاړسم لویي (Louis XVI) پاچا باید د خلکو غوښتنو او نیوکو ته ځواب ویلای وای. د ځواب لپاره یې د اصلاحاتو فکر لرونکی (Jacques Necker) بیا ځلې د مالیاتو وزیر وټاکه او وعده یې وکړه چې د ۱۷۸۹ کال د مې میاشت په ۵ نېټه به مقننه (Estates-General) جرګه جوړه کړي. همداسې یې چاپي رسالو ته ازادي ورکړه کوم چې فرانسه کې د رسالو خپرېدو سیلاب رامنځته کړ او دې رسالو کې د دولت بیا جوړونې غوښتنه کېده. د مقننه قوې (Estates-General) لپاره د ۱۷۸۹کال د جنورۍ او اپرېل ترمنځ ټاکنې وشوې کومې چې له تاوتریخوالي سره مل وې او په ورته وخت کې په ۱۷۸۸ کې د کرنې حاصل هم ډېر بد وو. د ټاکنو له بهیر څخه د وېستنې لپاره کوم قانون نه وو موجود او نوماندانو د (cahiers de doléances) په نامه د شکایت کتابچې جوړې کړې وې کومو کې یې چې خپلې هیلې او ناهیلۍ لیکلې وې. په ټاکنو کې ۳۰۰ نوماندان له روحانیونو وو، همداسې ۳۰۰ اشراف او ۶۰۰ عامه خلک موجود وو.
 
 
د فرانسې په انقلاب کې د ۱۷۸۹ پېښې
د (Estates-General) شورا د ۱۷۸۹ کال د مې په پنځمه نېټه غونډه وکړه او سم د لاسه خپله کې په بنسټیزو مسایلو سره ووېشل شو. د جون په ۱۷ نېټه د دې شورا استازو خپل ځانونه ملي شورا اعلان کړل. کومو خلکو چې دا چاره کړې وه د پاچا لخوا له دې شورا ووېستل شول او دوي هم (king’s indoor tennis court Jeu de Paume) ونیوه دلته یې بله شورا جوړه کړه او د دې تر څنګ یې قسم وکړ چې تر څو یې فرانسې ته بل اساسي قانون نه وي جوړ کړی تر هغو به له دې ځای نه ځي.
 
په دې وخت کې پاچا له خپګانه په ډکې ماتې منلو پیل وکړ، له روحانینو او اشرافو یې غوښتنه وکړه چې شورا کې ونډه واخلي خو په ورته وخت کې یې د ستونزې د حل لپاره سرتیري هم راغونډ کړل. د درواغو دوه میاشتو کې د غلو او خوړو ساتنه هم روانه وه کومې چې د ښار خلک په غسه کړل. په ورته وخت کې اوازې وې چې د اشرافو او پاچا پلان ده چې شورا کې د خلکو ونډه زیانمنه کړي.
 
په ولایتونو کې هم بزګرو د خانانو ضد پاڅون وکړ. په دې وخت کې (National Constituent Assembly) د ۱۷۸۹ کال د اګسټ په ۴ نېټه له بزګرو سره ولیدل او په کرنه کې د عشر ورکولو او د فیوډال رژیم لغوه کول یې اعلان کړل. د اګسټ په ۲۶ نېټه یې د انساني حقوقو او ښاروند حقونه اعلان کړل په کوم کې چې ازادي، برابري او دملکیت لرلو حق او د ظلم ضد د مقاومت حقونه وو. کله چې له پاچا په دې نوښتونو د لاسلیک غوښتنه وشوه پاچا رد کړل. د اکتوبر په ۵ نېټه د پاریس خلک بیا سره راغونډ شول او د وېرسی (Versailles) په لور روان شول. د پاچا له پرزولو وروسته (National Constituent Assembly) د نوي اساسي قانون جوړونه پیل کړه.
 
کوم سیاسي کلتور چې انقلاب رامنځته کړ ټولو فرانسویانو په فعاله توګه ګډون پکې کوه. لسګوه غېرې سانسور شوې رسنۍ خپرې شوې، سیاسي کلبونو خلکو ته اجازه ورکړه چې نظریات خپاره کړي، خلکو په کلیو کې د ازادۍ په نامه ونې وکرلې.
 
نوي رژیم فیوډالیزم لغوه کړ، د نرانو ترمنځ یې برابري اعلان کړه (خو د فرانسې په مستعمرو کې غلامان ساتل کېدل)، پر خپل نیم نفوس یې رایه اچونه اجباري کړه، خو یوازې ډېر کم اقلیت د استازي کېدو وړتیا لرله. د دې تر څنګ رومان کتولیک عیسویانو ځمکې ملي شوې او د ځمکو وېش له سره وشو. د ځمکو د وېش پر وخت سوداګرو او خانانو ډېر ځمکې په پیسو واخیستې خو بزګرو هم وتوانېدل چې ځمکې واخلي. همداسې یې د کلیسا ګانو مالي سرچینې له منځه یوړې، په سیستم کې نوی اداري جوړښت رامنځته شو په کوم کې چې قاضي د رایو له لارې ټاکل کېده.
 
د (National Constituent Assembly) هڅه وکړه چې سلطنتي رژیم رامنځته کړي په کوم کې چې مقننه او اجرایوي ځواکونه واک له پاچا سره ګډوي. دې سیستم ممکن کار کړی وای خو پاچا زړه نا زړه وو او له بلې خوا له خپل اریستوکرات مخالف سره زندان کې وو. د ۱۷۹۱ کال د جون په ۲۰ یا ۲۱ نېټه یې هڅه وکړه چې له هېواده بهر تېښته وکړي خو په (Varennes) کې بېرته ونیول شو او زندان ته راوستل شو.
 
د فرانسې انقلاب هغو پاڅونوالو ته چې بلجیم، سویزرلنډ کې یې هڅې کړې وې، په انګلستان کې د بدلون غوښتونکي وو، ایرلنډ، اتریش، جرمني او ایټالیا کې انقلاب ته هڅېدلي وو یو نوې هیله ورکړه.
 
د فرانسې هغه وګړي چې د انقلاب ضد وو له فرانسې ګډوال شول او د فرانسې شمال ختیځې پولې سره نږدې له مېشت کېدو وروسته وسله والې ډلې جوړې کړې او له اروپایانو یې د فرانسې ضد مرسته وغوښته. د اروپا حکومتونه په پیل کې د فرانسې انقلاب ته بې تفاوته وو خو وروسته یې چې کله د انقلاب نړیوال اصول اعلان کړل (خلک د خپل ځان د تعینولو حق لري) نو د اروپا واکداران یې ووېرول. د همدې اصولو له مخې د سپټمبر په ۱۳ نېټه د (Avignon) سیمه بېرته له فرانسې سره یو ځای شوه. د ۱۷۹۲ کال د اپرېل په ۲۰ نېټه فرانسې له اتریش سره جګړه اعلان کړه او پاچا له زندان هڅه وکړه چې د تاوتریخوالي ملاتړ وکړي. د تاوتریخوالي د ملاتړ لامل پاچا ګمان کوه چې د پردیو پوځیانو په مرسته به یا بېرته واک ته ورسیږي او یا به له زندان ازاد شي او له فرانسې به تېښته وکړي.
 
د جګړې په لمړي پړاو کې کوم چې د ۱۸۹۲ کال د اپرېل او سپټمبر ترمنځ وو فرانسویان له ماتې سره مخ شول د ماتې لامل د پروسیا له اتریش سره په جګړه کې یو ځای کېدل وو او د دواړو پوځ د فرانسې له پولو تېر شو د پاریس لور ته په ډېره چټکۍ روان شول. په دې وخت ماري انتوانېت چې د فرانسې ملکه وه خپل ورور دوېم لیوپولډ د بلجیم پاچا وهڅوه چې د اتریش پوځ ملاتړ وکړي او په فرانسې برید وکړي. د فرانسې انقلابیانو په هغې کلیسا برید وکړ چېرې چې روحانیون او سلطني کورنۍ زنداني وه او ټول یې له مخې قتل کړل. په دې وخت کې د فرانسې ټول ځوانان له خپل پوځ سره یو ځای شول او انقلاب ټولو فرانسویانو کې وطنپالنه پیدا کړه. د جګړې په دوېم پړاو کې فرانسویان وتوانېدل چې د اتریش او پروسیا پوځ ته ماته ورکړي او خپلې سیمې بېرته ترې ونیسي.
 
د انقلابیانو تر منځ وروسته اختلاف رامنځته شو او په دوه ډلو سره ووېشل شول یوه ډله یې (Girondins) چا چې په فرانسه کې د بورژوا یا سوداګرو او شتمنو خلکو جمهوریت غوښته او ټوله اروپا کې یې د انقلاب ملاتړ کوه دوېمه ډله (Montagnards) وه دې ډلې غوښتل چې د فرانسې عامه خلک په اقتصاد او سیاست کې بشپړ ګډون وکړي او بې وزله پاتې نشي. په دې وخت کې جیرونده ډلې د پاچا د خلاصون ډېرې هڅې وکړې خو له هڅو سره سره د ۱۷۹۳ کال د جنورۍ په ۲۱ نېټه د خیانت په جرم له محکمه کېدو وروسته اعدام شو. له ماري انتوانېت چې د پاچا ښځه وه ۹ میاشتې وروسته سر پرې کړل شو.
 
د جګړې په درېم پړاو کې انګلستان، بلجیم او ټولې اروپا د فرانسې ضد یووالی وکړ او په فراسې یې برید وکړ. په دې وخت کې د (Montagnards) حکومت په لاس کې واخیست د دې ډلې مشر (Robespierre) وو او دجیرونده مشر تېښته وکړه. دې ډلې دوه کاله حکومت وکړ د خپل حکومت پر وخت یې په شتمنو زیاته مالیه تحمیل کړه، د معیبینو لپاره یې اسانتیاوې رامنځته کړې، زده کړې یې وړیا کړې، په نرخونو یې کنټرول وکړ تر څو د خوړو او نورو بنسټیزو توکو قیمت لوړ نشي، په حکومت او اقتصاد کې یې د عامه خلکو ګډون ممکن کړ. کوم خلک چې د انقلاب ضد وو او تېښته یې کړې د فرانسې ضد یې جګړه پیل کړې وه د دوي ټولې شتمنۍ یې وپلورلې. دې چارې د حکومت ضد ځینې خلک وپارول کوم چې د حکومت له کلک غبرګون سره مخ شول او د رېن اف ټېر ر په نامه (Reign of Terror) جګړه پیل شوه. په دې جګړه کې تقریبا ۳۰۰۰۰۰ نفر ونیول شول، زیات یې په زندانونو کې مړه شول، ډېر یې پرته له کومې محکمې د شک پر بنسټ مړه شوه او ۱۷۰۰۰ کسانو ته د اعدا جزا ورکړل شوه. په ورته وخت کې حکومت د یو میلیون کسانو پوځ چمتو کړ کوم چې د جګړې څلورم پړاو پیل کړ او اتریش ته یې کلکه ماتې ورکړه.

413 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸