Categories

اعلان

Loading…

Aero L-159 Alca | زکریا رحیمي

د غږ له سرعت څخه یې سرعت کم (subsonic) ده، برید کوونکې جیټ ده، د روزنې لپاره هم کاریږي، د یو پیلوټ لپاره یې د تولیډ ډول (L-159A) ده او د دوه پیلوټانو لپاره یې د تولید ډول (L-159B) نومیږي. د چیک په جمهوریت کې تولید شوي. په ۲۰۰۳ کال کې د چیک جمهوریت پرېکړه وکړه چې د خپل هوایي ځواک یادې الوتکې تر ۲۴ پورې کمې کړي او نورې په عراق وپلوري چېرې چې وروسته د عراق هوایي ځواک د داعش ډلې ضد وکارولې. په ۲۰۱۷ کال کې د چیک جمهوریت خپل هوایي ځواک ته د تولید (L-159T2) ډول او د عراق هوایي ځواک ته د روزنې لپاره د تولید (L-159T1) ډول صادر کړ.
 
جوړونکی شرکت یې (Aero Vodochody) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۹۷ کال د اګسټ په ۴ نېټه کړې، کارونه یې د ۲۰۰۰ کال په اپرېل کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Czech Air Force and Iraqi Air Force) دي، د ۱۹۹۷–۲۰۰۳ اند ۲۰۱۶–۲۰۱۷ کلونو ترمنځ تولید شوي تر اوسه د (L-159A) ډول ۷۲ الوتکې تولید شوي او په ۲۰۱۵ کال کې د یوې الوتکې ارزښت ۹.۵ میلیونه ډالر وو. د متحده ایالتونو او هنګري هوایي ځواکونو هم پېرلي.
 
پیلوټان : د (L-159A) ډول کې یو پیلوټ او د (L-159B, L-159T1/T2) ډول کې دوه پیلوټان
اوږدوالی : ۱۲.۷۲ متره
د وزرو راخوالی : ۹.۵۴ متره
لوړوالی : ۴.۸۷ متره
د وزرو سطحه : ۱۸.۸۰ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۴۳۵۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۸۰۰۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Honeywell F124-GA-100 turbofan, 28.2 kN (6,330 lbf)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۹۳۶ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۲۲۲۰ فټه
 
وسله :
درې (ZVI PL-20 Plamen)، د مهماتو د نښلونې لپاره ۷ ځایونه لري درې د هر وزر لاندې دي او یو د تنې لاندې برخه کې ده په کومو کې چې تر ۲۳۴۰ کیلو ګرامه پورې وزن انتقالوي
 
راکټونه
LAU-5002 rocket pods (each with 6 × CRV7 70 mm rockets
LAU-5003 rocket pods (each with 19 × CRV7 70 mm rockets
 
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
AIM-9 Sidewinder
IRIS-T
AIM-132 ASRAAM
AIM-120 AMRAAM
 
له هوا نه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي
AGM-65 Maverick
بمونه
CBU-87 Combined Effects Munition
Mark 82 general-purpose bombs
Mark 83 general-purpose bombs
GBU-12 Paveway II
GBU-16 Paveway II
نور
L drop tanks
برېښنایي سیستم
Grifo-L Radar
 
N265EM AERO VODOCHODY AEROSPACE AS L-159E ALCA C-N 156020 (36891432910)
L-159E ALCA C-N 156020 By Tomás Del Coro from Las Vegas, Nevada, USA
Cockpit-L159
Cockpit-L159 By Yxen at Czech
Aero L-159 Alca scheme
Aero L-159 Alca scheme By Arz

382 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸