Categories

اعلان

Loading…

څوارلس کلن افغانان د اسیا غوره فوټبالران

تاند- د افغانستان د فوټبال د څوارلس کلنو لوبغاړو لوبډله د آسیا د شپاړس غوره لوبډلو په کتار کې راغله.

د افغانستان د فوټبال فدرېشن نن په یوه خبرپاڼه کې د دې خبرې تر څنګ ویل شوي چې د اسیا د څوارلس کلنو د فوټبال غوره ټیمونه به په ۲۰۱۴ کال کې په ازبکستان کې رسمي سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان د څورلس کلونو زلمکو د فوټبال لوبډله د سږکال په لومړیو کې په نیپال کې سیالۍ وکړې چې په نتیجه کې یې نیپال او بوتان ته ماته ورکړه او پر تاجکستان یې وبایلله.

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم سږ کال د جنوبي اسیا جام وګاټه.

د فوټبال په برخه کې له وروستیو بریالیتوبونو  داسي ښکاري چې افغانان له کرکټه وروسته په دې سپورتي څانګه کې هم د پرمختګ په حال کې دي.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *