Categories

اعلان

Loading…

شاعرانه تعالي/ اجمل ښکلى

شاعرانه تعالي يې پخوا دې ته ويله، چې يوه شاعر به خپل ځان پر نورو بر باله. شاعرانه ورته ځکه وايي، چې د دروغو او رښتياوو په تله يې نه شې تللى. ضرور نه وه، چې دا شاعر به رښتيا هم تر نورو ممتاز و.

په پخوانۍ بديع کې شاعرانه تعالي صنعت و؛ خو اوس ورته ځکه صنعت نه وايي، چې شاعرانه ارزښت نه لري. له شاعرانه تعالي نه لوستونکى د تجنيس يا مدعاالمثل غوندې خوند نه شي اخيستى، ځکه صنعت نه دى. شاعرانه کمال هم نه دى، ځکه چې دا به لا څه کمال وي، چې يوه شاعر تر نورو ځان غوره بللى وي او ته دې ورته خوشحاله وې، چې کمال يې کړى. مثلا: د رحمان بابا د دې  بيت به څه خوند وي:

خوشالا او دولتا مې غلامان دي

زه رحمان په پښتو ژبه عالمګير يم

په پخواني ادب کې شاعرانه تعالي ځکه ډېره وه، چې شاعري کمه وه. ګوتشمېرو کسانو به شاعري کوله؛ نو ځان به ورته په ټولنه کې تر نورو وګړو ممتاز برېښېده او عام خلک به ورته خلي هم نه ښکارېدل. دې احساس پکې له بل نه د ځان د درناوي تمه پياوړې کړه او چې څومره يې خلکو درناوى زيات کړ، هغومره يې دا احساس په بلا واووښت؛ نو که به يې په مقابل کې بل چا سر راپورته کړ او ده ته به يې ځان تر سيوري لاندې ښکاره شو، يا به يې په شهرت کې خلل راغى؛ يا يې شاعرانه تعالي ته مخه کړې يا هجوې ته. په پخوانو ټولنو کې چې غيب ګويانو د خدايانو او انسانانو ترمنځ د ارتباط کار ترسراوه، مبهمې منظومې خبرې به يې کولې. خلکو به فکر کاوه، چې له ده سره کوم مافوق الطبيعت موجود دى. بيا د شاعر په اړه هم دا مشهوره شوه، چې دى ځکه تر عامو خلکو غوره دى، چې خارق العاده ځواک ورسره وي او الهام ورته کېږي.

ځينو شاعرانو خو لا دا دعوه هم کړې، چې پېرى ورته راځي او شاعري ورته وايي. اوس هم چې په ولسونو کې څوک شاعري کوي، خلک وايي، چې د فلاني شعر جاري شوى. يعنې دا د ده اراده نه ده، د خداى ورکړه يې بولي. له همدې امله ورته شاعر هېښنده او عجيب و غريب مخلوق ښکاري او ځان ورسره نه برابروي.

پخوا سواد هم کم و. د شاعرۍ لپاره علم پکار و او علم په اسانه نه ترلاسه کېده، خلک به تر هنده او لرې وطنونو تلل. بيا به يې د شعر رموز زده کول، هله به يې شاعري کوله؛ نو ځان به ورته خود تر نورو لوى برېښېده او عامو خلکو ته به هم تر اشا کم نه و. زه چې وړوکى وم، ډاکټران راته ځيرک خلک ښکارېدل، چې د طب دومره پنډ پنډ کتابونه لولي او لېوني کېږي نه او هر ځيرک سړى به راته دومره لوى و، چې فکر به مې کاوه، چې اسمان يې درناوي ته راټيټېږي ولې نه او دا ځمکه يې په ګرځېدو چوي ولې نه.

له شاعرانه تعالي نه د شاعرانو زياته موخه د ځان لوړاوى(تعالي) نه، بلکې د  بل سپکه وه، شاعرانه تعالي د شاعرانه تحقير شريف نوم دى.

خو اوس چې شاعري زياته شوې او شاعران د غرور له بامه راکوز شوي او ځان ورته عادي مخلوق ښکاري، شاعرانه تعالي هم نادره شوې او که څوک يې کوي هم، د بل تحقير پکې نه کوي.

ارواپوهان وايي، چې شاعرانه تعالي له نارسيسزم(نرګسيت) نه پيدا کېږي. وايي، چې په لرغوني يونان کې د narcissus(نارسيوس) په نامه يو ښکلى ځوان و، چې خپلې څېرې ته دقيق شوى نه و. يوه ورځ پر لار روان و، په اوبو کې يې خپل مخ وليد او پر ځان دومره مين شو، چې بل څوک يې نه ليدل. په ادبياتو او ارواپوهه کې يې ورته نارسيس يا نرګس ووايه او دې ناروغۍ ته يې نارسيسزم(نرګسيت). په ادب کې نرګس پر ځان د مينتوب سمبول شو.

ارواپوهان دا هم وايي، چې په خپل قدر د پوهېدو او پرمختګ لپاره انسان بايد له نورمال نارسيسزم څخه برخمن وي، که نه د کمترۍ احساس به کوي، ځان به ورته (احقرالعباد) ښکاري او هيڅ پرمختګ به ونه کړاى شي؛ خو که دا حس تر عادي حالته پياوړى شي، سړى د بربادۍ کندې ته غورځوي، له ټولنې يې شکوي او مغروره کوي يې.

له شاعرانو نه د نارسيسزم توقع ډېره وي. پوهانو ته شاعران جوړ(نورمال) نه ښکاري، ځکه چې د ټولنيزو ارزښتونو پرخلاف له خپلې فردي شاعرانه زاويې نه ټولنې ته ګوري او قضاوت کوي. اپلاتون به ويل، چې شاعر په خود کې نه وي، عقل يې ورک وي، چې شعر وايي. دى پخپله دا کار نه کوي، بلکې الهام ورته کېږي. په دې وخت کې پر ده د لېونتوب څپه خپره وي. دغسې حالت ته يې چې شاعر پکې شعر ليکلى شي، ځان ورکاوى ووايه. مطلب د شاعر شعور پکې ورک شي او مستقيما د خپل زړه(دلته لاشعور) خبره پکې په اسانۍ کولى شي.

داسې شاعران هم تېر شوي، چې د ښه شعر ويلو لپاره يې د شرابو په زور پر ځان دا حالت راوستى، چې په اند يې په شرابو کې يې لاشعور راويښېږي. د يوه اردو شعر مفهوم مې په ذهن کې دى، چې ”زما د شعور څېره ځکه داسې رڼه ده، چې له مودو مودو مې په شرابو مينځلې”. ابن خلدون وايي، چې شراب او مينه د شعر لپاره ضرور دي.

ارستو به ويل، چې ستر شاعران ماليخوليا وي. فرويډ د هنر ايجاد ته د ورځې خوب ويلى. وايي چې شاعر د مينې، څوکۍ او شتو له محروميته د رواني اختلال د ناروغانو غوندې په ويښه خوبونه ويني او د هنر په مټ بيا د دې محروميتونو تسکين کوي. بل ځاى وايي، چې هر پنځګر د نارسيسزم په ناروغۍ اخته وي او د لېوني او هنرمن توپير تش دا دى، چې لېونى په خپلو خيالونو کې ورک شي، خو شاعر ترې واقعي نړۍ ته بېرته راګرځېداى شي.

په شاعرۍ کې پر شاعرانه تعالي سربېره په مقطع کې د خپل نوم يادول، په نورو بيتونو کې د (ما) ضمير کارونه هم په نارسيسزم کې راځي، ځکه چې ځان ښوونه له دې ټولو سره مله ده؛ خو دا ځان ښوونه د زغملو ده؛ خو شاعرانه تعالي ځکه منفوره او بې کمالي ده، چې په دې کې (اناييت) ډېر دى او شاعر درباندې ځان وچ درتپي. بدي يې دا ده، چې لوستونکى د کمترۍ په احساس اخته کوي او درنه زړه تورى کوي يې.

پخوانو شاعرانو به مقطعې هرومرو ليکلې. خپل نوم به يې هرومرو په وروستي بىت کې راوړه. ځکه خو په پخوانيو شعرونو کې مقطعې تر نورو بيتونو کمزورې دي او دا کار له دې امله هم کېده، چې څوک درنه پر غزل زورګير نه شي. اوس چې د شعرونو غلا کمه شوې، مقطعې هم څه نا څه کمې شوې.

259 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸