Categories

اعلان

Loading…

نړیوال بانک له افغانستان سره ۲۳۵ ملیون ډالره مرسته وکړه

تاند- نړیوال بانک له افغانستاان سره د انکشافي چارو او د اقتصادي ودې لپاره ۲۳۵ ملیون ډالره مرسته وکړه.

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي پرون /پنجشنبه/ وویل چې نړیوال بانک دا وړیا مرسته د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختیايي چارو لپاره کړې ده.

د مالیې وزارت وايي چې ښاغلي قیومي او په افغانستان کې د نړیوال بانک ريیس شوبهم چودري د دې نوې مرستې موافقه د چهارشنبې په ورځ لاسلیک کړه.

د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي  چې دا مرسته به د افغانانو د اقتصادي پیاوړتیا او د حکومت پر اړتیاوو ولګېږي.

1,215 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸