Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر د مومندو قوم د مشرانو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د مومندو قوم یو شمېر مشرانو او استازو سره نن مازدیګر په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

په پیل کې د ولسي جرګې استازي فریدون خان مومند د ولس او امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډه همکارۍ له دښمن څخه د پاکو شویو ولسوالیو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او وې ویل، د ننګرهار ولسونه د نظام ټینګ ملاتړي او د قانون د تطبیق غوښتونکي دي.

نوموړي د یادو ولسوالیو امنیت او بیارغاونې ته د پاملرنې په موخه سیمې ته د باصلاحیته پلاوي د ور استولو وړاندیز وکړ او وې ویل، دغه سیمې چې زیات وخت د دښمن په لاس کې وې، سختې ځپل شوي، نو د خلکو ستونزو ته دې رسیدګي وشي.

ورپسې قاري فضل الرحمن جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل، ستاسو د کړنو، سپېڅلې ارادې او اوربندله برکته زه او زیات شمېر نور طالبان له ولس او دولت سره یو ځای شو، چې اوس د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د دښمن پر وړاندې مبارزه کوو.

هغه زیاته کړه، ستاسو د اوربند او ښه مدیریت له برکته امنیتي او دفاعي ځواکونو، وسله والو طالبانو او عام ولس یو بل ته د ورورۍ غېږې ورکړي او هیڅ ستونزه پېښه نشوه او په ۴۰ کالو کې لومړی وار ستاسو له برکته ټولو هیوادوالو د سولې خوند وڅاکه. هغه زیاته کړه، د ننګرهار ولسونه د خپل نظام ترڅنګ ولاړ دي او د دوی د ستونزو حل ته دې پام وشي.

جمهوررئیس غني د هیواد د دفاع او د نظام  دملاتړ په برخه کې د ننګرهار د ولسونو مېړانه، ژمنتیا او سرښندنې وستایلې او د ملي امنیت عمومي ریاست رئیس ته یې لارښوونه وکړه، چې ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د مومندو مشرانو سره په ګډه دې د امنیت په برخه کې د دوی وړاندیزونو ته رسیدګي وکړي.

جمهوررئیس د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې  د تصفیه شویو ولسوالیو د وضعیت د ارزونې او د بیارغاونې چارو د پیلولو لپاره دې باصلاحیته پلاوی واستوي. هغه زیاته کړه، د تصفیه شویو ولسوالیو د امنیت د تامین لپاره دې مهم تدابیر ونیول شي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د ګوشتې ولسوالۍ ابادولو ته د اساسي پاملرنې په موخه دې د ټرانسپورټ وزارت پلاوی واستول شي. همدارنګه یې له قاري فضل الرحمن څخه له دې امله مننه وکړه چې بېرته له خپل ولس سره یو ځای شوی. هغه ته یې سپارښتنه وکړه چې خپل نور ملګري دې هم د پردیو په لاس د وطن له ویجاړولو راوګرځوي.

همدارنګه د مومندو مشرانو جمهوررئیس ته د عزت پګړۍ ور په سرولو پرمهال هغه ته د اوږد ژوند او په چارو کې د لا ډېرو بریاوو هیله وکړه.

613 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2