Categories

اعلان

Loading…

د سرطان د اسانه تشخیص اله جوړه شوه

تاند- په بریتانیا کې څېړونکو داسې اله یا ماشین جوړ کړی چې د انسان په بدن کې د سرطان ناروغي د هغو له سا ایستلو څخه معلوموي.

د سرطان د ناروغۍ د درملنې تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې ډېر ځلې سرطانونه په وخت نه تشخیص کېږي خو دا نوې اله، چې ټاکل شوې ده په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه او ازمېښت ورڅخه پیل شي، دا ستونزه تر ډېره کمولی شي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا اله، چې د کیمریج پوهنتون د څېړونکي بیلي بویل په مرسته جوړه شوې، د سرطان د تشخیص په برخه کې ستر پرمختګ ګڼل کېدای شي.

د بیلي بویل مېرمن په ۳۶ کلنۍ کې د سرطان په ناروغۍ مړه شوې ده.

دا اله د سرطان د لومړنیو نښو د پېژندلو لپاره جوړه شوې او په سلو کې ۵۰ د بایوپسې اړتیا کموي.

د ډاکترانو په وینا دا اله هر کال د زرګونو انسانانو د مړینې مخه نیولی شي.

دا اله د سرطاني دانو اړوند د کیمیايي موادو څرک هم لګولی شي.

دا ټکنالوژي به په دوو کلونو کې پر ۱۵۰۰ ناروغانو وازمویل شي. څېړونکي هیله لري چې په راتلونکو لسیزو کې به دا اله د سرطان د تشخیص د اوسنیو طریقو ځای ونیسي.

د بریتانیا د سرطاني څېړنو د مرکز غړي ډیوید کروزبي وايي«دا اله د سرطان په پېژندلو کې ډېره اغېزمنه ده. که سرطان په لومړنیو پړاوونو کې تشخیص شي، د درملنې چانس یې ډېر دی. په ډېرو مواردو کې دا ناروغي په لومړي پړاو کې نه پېژندل کېږي ځکه چې سرطان په پیل کې کومه نښه نه لري.»

په دې اله د ازمېښت لپاره له ناروغ څخه غوښتل کېږي چې ۱۰ دقیقې د الې په منځ کې سا واخلي.

په څېړنه کې ویل شوي چې دا اله د معدې، پښتورګو، پروسټېټ، ځیګر او ستوني سرطان تشخیصولی شي.

843 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *