Categories

اعلان

Loading…

تېر، اوس او راتلونکی نه وینو | محمد عارف رسولي

د نورو ویښو ملتونو خلاف موږ افغانان له خپل تیر او اوسني تاریخه او تاریخي سترو ملي پېښو څخه د اوس او راتلونکی لپاره د درس اخیستلو کلتور نلرو او یا بیخي کمزوری دی. تاسو به نه وي لیدلي چې زموږ دولت، مورخینو، ملي شخصیتونو، د پوهنتونو استادانو او لیکوالانو به د کوم ګډ څېړنیز کار په بهیر کې د هیواد د مختلفو ناخوالو د راسپړلو، د لاملونو د موندلو او ورنه د درس اخیستلو کومه دوامداره او ګډه هڅه کړې وي چې ټول ملت یې د یوې ملي وثیقې په توګه ومني.

د مثال په توګه د انګریزانو او روسانو سره د جګړو، مذاکراتو، سولې او نظام جوړولو په وخت موږ څه تیروتنې وکړې، ولې مو وکړې، ریښه ایز او ریښتیني لاملونه یې څه وو، څنګه مو سمه لاره غوره کړې وای، ولې مو دا کار ونه کړ او نور او د اوس لپاره کوم درسونه ورنه زده کولای شو؟ که موږ د دوو لسیزو مخکې د ژینیوا د مذاکراتو سمه ارزونه کړې وای، تاوانونه او تیروتنې مو څیړنې وای او تېروتنې مو یې په ملي کچه تشریح کړې وای، د سولې د اوسنیو مذاکراتو لپاره به یې ښه زمینه برابره کړې وای. خو په خواشینۍ سره همغه بده پرېکړه چې تر اوږدو شخړو وروسته مو د مذاکراتو په میز اختیار روس، امریکې او پاکستان ته ورکړ او هغوی هم داسې فرمولونه راته وکارول چې یوازې د همدوی ګټې پکې نغښتې وې. بیا مو د نظام جوړولو واک پاکستانیانو ته ورکړ، هغوی زموږ مشرانو ته د پېښور په ګورنر هاوس کې د حضرت صاحب لپاره د دوه میاشتو او د رباني صاحب لپاره د څلورو میاشتو د واک پرېکړه وکړه. دوی ښه خبر وو چې تر اوږدو شخړو او دښمنیو وروسته به داسې ویش بیا له سیاسي تجربو بې خبره افغاناني مشران سره واچوي او له روسانو سره جهاد به یې په قومي جګړه واوړي، پاته نهادونه او زیربنا بې یې هم وشړیږي او همداسې هم وشول.   دلته یوه عامیانه او غیرعلمي خبره داده چې موږ ټوله پړه او ملامتي په شخصیتونو او ګروپونو ورواچوو، او هغه شرایط چې دا شخصیتونه او ګروپونه یې داسې رامنځته کړې نه څېړو. هغوي ملامت دي، خو باید تاریخ ته یې پرېږدو او موږ د په خپلو سیاسي او ټولنیزو کمښتونو ځان پوه او ورنه درس واخلو. خو له موږ نه خبره سیاسي او ایدیولوژیکي ناندریو ته ووزي، ځینې یوې خوا او نور بلې خواته شي او لاره رانه ورکه شي.

په داسې حالاتو کې اړتیا وي فکر وکړو او د دې لاملونه راوپلټو چې ولې زموږ چپي ګوندونو په روسانو دومره زیات باور وکړ چې روسانو به هرڅه ورته ویل، له نور ملت سره به په جنګ اچول خو په خپل منځ کې به یې هم سره لور او واښه، چاړه او غوښه کول، څو یې د خپل منځي اختلافاتو له کبله د افغانیت رګ ویده وساتي او کنترول یې کړي، له خپلو خلکو سره یې وجنګوي، په ملیونو خلک له هېواده کډه او خپلو دښمنانو ته پناه وروړي، د سرحدونو وزارت په نهو خپلواکه معینیتونو وویشي او د افغان ویشنې لپاره یې وکاروي او په دې کې زیات بریالي هم وو چې تر اوسه یې تربیه شوي کسان ګورو.

ولې زموږ تش په نامه اسلامپالو په پاکستان او ایران دومره زیاته بروسه درلوده چې په ژینیوا کې یې د سولې مذاکرات په خپله نه بلکه پاکستان ته ورحواله کړل، ولې دوی نه پوهېدل چې د پيښور د ګونر هاوس حکومت د افغانستان د ځپلو او داخلي جنګونو تومنه کېدای شي. ولې به پاکستاني کرنیلانو هر قومندان ته ویل چې نوی تنظیم جوړ کړي، پلونه او بندونه تخریب کړي، خو دوی کومه سمه پرېکړه نشوای کولای. ولې دا پورته دواړې ډلې اوس راتلونکو نسلونو ته په ډاګه نه وایي چې دوی کومې تیروتنې وکړې. ولې د کرزي صاحب د وخت تېرونې، د ښې حکومتولۍ په ځای د زورواکانو پنځول نه یادوي بلکه بیا یې قدرت ته رسول غواړي.

ولې زموږ هر یو ګروپ دوکه شو، ایا دوی سیاسي پوهه درلوده، د نړۍ واقعیتونه ورته مالوم وو، د ملي نهادونو او ملي ارزښتونو اهمیت یې سم درک کړی و او که نه؟ اخر موږ افغانان هم انسان یو، که یې نه و درک کړی اصلي لامل یې څه و، د دوی ګناه به وه خو ریښه او تاریخي لامل او ټولنیز علتونه یې کوم وو. ایا دا زموږ د ټولنې او ملت تریخ واقعیت نه څرګندوي چې موږ د سیاست تجربه نه درلوده، سترو لوبو زموږ د سیاسي او ټولنیزې ویښتیا شعور منجمد ساتلی و، ټولنپوهنه او سیاست، دیپلوماسي او د نړیوالو اړیکو پوهه، د ملي ګټو ماهیت او اهمیت، ملي خپلواکي، ملي او دیني ارزښتونه او نور مو نه وو تعریف شوي او زموږ هر یوه سیاسي ګروپ ورنه خپل ایدیولوژيکي تعبیر درلوده. دا غمیزه اوس هم ښه په درز کې روانه ده. زموږ زیات ایدیولوژیکي لیونیان د خپلو اسلافو له تیروتنو نه یوازې درس نه اخلي بلکه په زور او زوږ یې ننګه هم کوي او که موکه ورته په لاس ورشي بیا بیا به همغه سیاسي تېروتنې تکرار کړي.  

زموږ اوسني اندونه او دریځونه

د پورته کمښتونو له کبله اوس موږ افغانان خپلې ننګونې، مسئلې او ناخوالې هره یوه په ځانګړي توګه حس کوو، ورسره غبرګون ښیو، ضد او نقیض دریځونه ورسره نیسو، ورته د یوې داسې لړۍ په سترګه نه ګورو چې ګډ او یا لږ تر لږه ورته ریښه ایز تاریخي لاملونه لري. د مختلفو پېچلو لاملونو له کبله چې دلته په دې لنډه لیکنه کې ورباندې د بحث ځای نشته زموږ ټولنیزه، ملي او تاریخي حافظه خورا کمزورې ده. له همدې کبله تاریخي ترخې تجربې بیا بیا تکراروو.

موږ سترو ملي پېښو ته د عیني ټولنیزو هغو پایلو په سترګه نه ګورو چې زموږ پخوانیو خپلو کمښتونو، تنبلیو، تیروتنو او ناپوهیو رامنځته کړې، د یوې اوږدې لړۍ او پروسې برخه ده، حل لارې یې زیات فکر، عقلاني چلند، صبر، یو والی، ښه ګړنلاره، ریښتینولي، ښه زعامت، کلک ملي هوډ… او تر ټولو مهم زیات وخت ته اړتیا لری. د داسې ننګونو څخه د نجات لاره دا نه ده چې موږ یوازې یو بل ملامت کړو، ویې وژنو، و یې رټو، ورنه پردو ته پناه یوسو، دوی اړ کړو چې پردو ته پناه یوسي، ځان تېر باسو او اغفال یې کړو، د خپل بام واورې په نورو افغانانو ورواچوو او ځانونه سپین چرګان وښیو.

کله چې زموږ په کلیو بمباري وشي، بېګناه خلک ووژني، یو شمېر ښه احساساتي او نور مو غلي شي. خو که په ښاري ګڼه ګوڼه کې چاودنه وشي، هغه مخکې احساسیاتیان بیا چوپ او د کلیوالو  مرګونو په وړاندې پټه خوله بیا دوه دوه ګزه ټوپونه وهي. دا ځکه چې موږ د دې دواړو تر منځ اړیکه نه ګورو، موږ قانع نه یو چې تر څو یو وي، بل به هم وي او د یوه درول به د بل مخه هم ونیسي. دواړه د پردۍ جګړې زېږنده دي او یو له بله توپیر یې سادګي ده. که هر افغان عقده اخیستې او جنګېږي ستونزه د ټولو ده، باید د حل عقلاني لاره ورته و مومو. خو دا عقلاني لاره موندل یوازې د ریښتینو مشرانو، دیني عالمانو، روڼ اندو او پخو تحلیلګرانو کار او مسؤلیت دی. هر څوک او په تېره هغه کسان چې سینې یې له عقدو ډکې دي په دې یې سرنه خلاصږي.

باید پوه شو چې موږ ته اړتیا ده هغه په سړه سینه، په مشارکتي توګه د یوې لړۍ په توګه له خپلو لاملونو سره وڅېړو، زموږ شنونکي او لیکوالان ورباندې بې پرې او د ټولنیزو واقعیتونو او لاملونو په څیر لیکنې او علمي بحثونه وکړي، ورنه درس واخلو، د اوس او راتلونکي وخت لپاره دا درسونه په کارواچوو، د هغو په رڼا کې فردي، ټولنیز او ملي ژوند ته سمون ورکړو.  

د دې کمښت مثالونه زموږ په تاریخ او په ورځني ژوند کې زیات لرو. د افغانانو په هکله ویل کېږي په جنګونو کې چې سرښندنې غواړي ښه یو خو په سیاست،  د مذاکراتو، سولې، اقتصاد او انکشاف کې چې خپله پوهه، کړنلاره، ټولنیز او ملي شعور غواړي له ټولو ملتونو وروسته پاته یو. له همدې کبله زموږ له سرښندنو د خپل سیاسي شعور د کمزورۍ له کبله سمه ګټه نشو اخیستلای او نور ورنه ستراتېژیکې ګټې اخلي. همدارنګه، سیاست د خپلو ملي ګټو، ملي او دیني ارزښتونو  تعریف، خپلې پرګنې ورباندې راټولول، د ملي مشارکت خوندیتوب، د سیاسي او اقتصادي بنسټونو ټولشموله کول او ټینګښت غواړي او دا په ثبات، ښو کادرونو، ښو رهبرانو، ویښ ملت، ښه اقتصاد او نورو ترلاسه کېږي. دا په احساساتو نه بلکه په عقلانیت سره بریا ته رسېږي. موږ سیاست ته ملي ارمانونو ته د ګډ نه ستړی کېدونکي کار کولو له دهلیزه نه دي کتلي، زموږ د ستراتیژیک موقعیت له کبله ملي مشرانو مو کله یوه نړیوال قدرت او کله بل ته پناه وړې او اوس مو هم همدا حال دی. نړیوالې اړیکې او دېپلوماسي به تر یوې کچې له اړوندو قدرتونو سره اړیکې ساتل غواړي خو په خواشینۍ سره د شاه زمان او شاه محمود له وخته دا بد عادت زموږ په سیاستوالو کې قدرت ته درسېدو لپاره مهمه وسیله ښکاري او دا کمښت په موږ کې په یوه غلط او له پښو غورځوونکي فرهنګ بدل شوی دی.

598 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸