Categories

اعلان

Loading…

رابطة العالم موسسې له زرګونو اړو کورنیو سره مرستې کړې دي

 د رابطة العالم الاسلامي موسسې اړوند د انكشاف او پرمختگ لپاره نړيوالې خيريه ټولنې (IORWD) په پروان او كابل ولایتونو كې په (۱۷۰۵) بې ځايه شوو او اړو كورنيو خوراكي توکي وېشلي، چې هرې كورنۍ ته یې (لس کیلو اوړه، پنځه كيلو وریجې، درې كيلو بوره، درې کیلو لوبيا او درې لېتره غوړي) ورکړي دي.

دغه خيريه ټولنه د نورو خيريه كارونو او پروژو تر څنگ هر كال په ژمي كې د (بېړنیو مرستو) په نوم په زرګونو اړو كورنيو خوراكي توکي وېشي، چې سږ كال د دې ټولنې د سرمنشي ډاكتر محمد عبدالكريم العیسي او ډاكتر عبدالعزيز احمد سرحان په سپارښتنه افغانستان په هغو هېوادونو كې شامل شوی چې پکې د دغه ډول مرستو وېش د ژمي په موسم كې ترسره شي.

 د دې ټولنې اړوند د افغانستان دفتر او د مركزي دفتر د استازي ماجد الغامدي له لوري د روان ۱۴۱۴۰ هـ ق کال مرستې په اړو کورنیو وېشل شوې دي.

د خوراكي توکو د وېش دغه بهير په كابل كې د نوموړې ټولنې د كابل دفتر له لوري له يو شمېر دولتي ادارو، په ځانګړي ډول د کډوالو چارو وزارت او د پروان ولايت له مقام سره په همغږۍ او همکارۍ تر سره شوی دی.

د پروان والي ښاغلي فضل الدين عيار، د جبل السراج ولسوال ښاغلي سيف الدين بيدار، د باګرام ولسوال ښاغلي عبدالشكور او د كډوالو چارو وزارت سلاکار حاجي حيات الله سباوون هم د مرستو د وېش په پيل كې برخه لرله او په خپلو لاسونو یې بېوزله خلكو ته دا مرستې وركړې دي. دوی ټولو له دې ټولنې مننه وکړه او تر څنګ یې ترې وغوښتل چې په مختلفو برخو كې له راستنېدونكو، بې ځايه شوو او اړو كورنيو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

د افغانستان لپاره د دغه دفتر او ټولنې تنظيموونكي ماجد سعيد حمود الغامدي ویلي: «دغه ټولنه په نظر كې لري چې په نږدې راتلونكي كې په يو شمېر نورو بې ځايه شوو كورنيو چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو ځایونو كې تر خېمو لاندې ژوند كوي، کمپلې او خوراكي توکي ووېشي او په نورو پرمختیایي برخو کې هم خپل فعالیتونه زيات كړي».

په پام كې ده چې دغه ټولنه به په نږدې راتلونكي كې د زيات شمېر څاگانو کیندولو او جماعتونو جوړولو پروگرامونه هم پيل كړي.

824 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸