Categories

اعلان

Loading…

د ګوانتانامو لومړی تم ځای؟ (لنډه کیسه) خالق رشید

 پرون مازدیګر پر کابل باندې سخته واوره اوریده، نرۍ سیلۍ پرې دپاسه زنګیده، له یوې خوا یې بلې او له بلې بلې ته وړه او راوړه، الکساندر چې دغه سړه ننداره ولیده، لاس یې سره ومښل خپل دنګرځنځیري سپي ته ځیرځیر شو، دهغه سترګو ته یې وکتل، زړه یې ورته راډک شو او درنه آه یې  له یوې لنډې جملې سره ترخوله ورته را ویسته:

–  دا دومره کاله خو زه درسره وم، ومې ساتلې، اوس چې  امریکا راته وایي زرله کابله راوځه، له تاسره څه وکړم؟ چا ته دې وسپارم … که زه نه وم ته به څه کوې … څه حال به دې وي ؟…

 خو سپي یې یوازې ظاهرآ پریشانه څیرې ته وکتل … ورته وسونګیده، داسې لکه چې دحال په ژبه ځواب ورکوي :

ـ ته روان یې، دخدای له پاره، دخدای په خاطرما دلته مه پریږده … ما مه پریږده، زه پوهیږم چې ما پرڅه راځي … اوس خو لاښه یم ټول راته سپي، سپي وايي، خوکله چې ته رانه ولاړشې، نوبیا به مې ټول دالکساندر سپي بولي … هو، دالکساندر بدنام نازولي سپی …

  کیسه داسې وه چې الکساندر نژدې لس کاله پرکابل کې د امریکا له پاره خورا خطرنا ک ماموریت ترسره کړ، دهغه نوم الکساندرو خو دلته ټولو په الکس سره پیژاند، اوس یې دوره نورد تل له پاره پای ته رسیدلې وه، نه یې غوښتل چې خپل دغه دنګرپه عمر زوړ او ناروغه سپی له ځان سره امریکا ته بوځي، داچې ډیره موده یې ورسره تیره کړې وه، ښکاریده چې زړه یې ورته خوږیده، ځکه خو په دې لټه کې و چې همدلته یوه لاره چاره ورته جوړه کړي، یوچا ته یې یوازې دومره چې دی خپل سرترې پنا کړي روغ رمټ وسپارې، بیا چې هرڅه پرې راځې، نوراځي به …

په الکس پسې درګرده تلګرامونه راتلل چې زر ترزره باید له کابله ځان وباسي،خوده به هرتلګرام ته په بیړه همدا یوځواب ورکاوه:

 –  نه غواړم سپی مې راسره درولم، همدلته ورته دیوې چارې په لټه کې یم… کله چې دده یوڅه غم وخورم … بس نورنوبه مې دوه پښې څلوراو په منډه منډه در روان یم …

 الکس هرچا پیژاند، هرچا ته معلوم و چې ده په دې دومره اوږده موده کې څومره بې ګناه خلک وځپل اوڅومره په وطن مین یې تراوسه په دغه اوهغه پلمه دمرګه پرپوله اړولي وو. دی هغه څوک وچې په همدغه سپي یې په سلګونو اوزرګونو کسان داړلی او ځورولی وو، ان داچې ده په کابل کې ځانګړی زندان درلود، خلکو به  له یوه اوبل سره په ډیر احتیاط داسره ویل چې، د الکس کور د ګوانتانامولومړی تم ځای دی …ځکه هرڅوک به چې دده ترکوره راوستل کیدل، دهغوی دویم تم ځای خامخا هم هلته و… هغه خپل زندان په خپلو سپیو ساته، مانا داچې هغه نورسپی هم درلودل چې له هغو ټولو اوس  همدغه وروستی  زوړ ورپاتې و … د الکس دغه سپي هغه ته لویې لویې ګټې اولوی لوی ویاړونه ورپه برخه کړي وو، یوځل یې ښځه چې له ده سره یې دده په نارواوو کې برخه اخیستی وه هم ورته وډاړله، غبرګ غاښونه یې دهغې په کوناټي کې ورننوتي وو، هغې دده په خاطر کابل پریښود، هم هغه یوځل چې راغله بیایی نه دالکس مخ ولید او نه یې پردعه لور رامخه شوه، چا به چې پوښتنه ترې وکړه چې میرمن دولي نه راځي ؟ ورته په خندا به شو… دخپل دغه لیوني سپي پرمخ به یې لاس راتیرکړاو وبه یې ویل:

ـ هغه زما د سپي له ډاره نه شي راتلای … دغه وداړله … دغه … هاهاها …

یوه اوونۍ لا نه وه تیره چې د کابل هوا نوره هم مخ په سړیدو شوه، د پنجشیر شیرین جان ماما چې له اوږدې مودې یې له الکساندر سره د پخوونکي په توګه کار کړی و، دهغه حالت هم اوس ترسپي بدترشوی و، څوڅوځلې الکساندر ورته ویلي وو چې سپي واخلي، اوله هغه سره دې تریوه کاله په همدغه کورکې و اوسي، کرایه اونورشیان به هم دي ورته برابرکړي، خو شیرین جان ماما ورته ویلي وو چې هغه داکارځکه نه شي کولای چې اوس دده سپي هرڅوک پیژني … دهغه ساتنه اوپالنه پرته له دې چې زما په مرګ تمامه شي بله څه نه شي کیدای …  بله چې شیرین جان ماما له هغه ترستونې راغلی و، داوه چې هغه ناروغه و…ځکه خویی الکس ته ویلي وو :

ـ له دغه دځان خلاصي یوازنۍ لاره داده چې بس نور یی تیروه …  وخت یې پوره دي، زوړشوی، او ناروغه هم دی … بله داچې دلته خو امریکا نه ده چې څوک به سزا درکړي اویا به دې زندان ته واستوي … دلته دسپیو وروستي برخلیک، دهغو تیرول دي .. اوځان ترې خلاصول … سپی خوار د لته بله چاره نه لري …

الکس له دغې خبرې سره سم بیا د سپي سترګو ته وکتل، بیا یې په ذهن هم خبره ورتیره شوه :

ـ ته روان یې، دخدای له پاره، دخدای په خاطرما دلته مه پریږده … ما مه پریږده، زه پوهیږم چې ما پرڅه راځي… اوس خو لاښه یم ټول راته سپي وايي، خوکله چې ته رانه ولاړشې، نو بیا به مې ټول دالکساندر سپي بولي … هو، د الکساندربدنام نازولي سپی…

شیرین جان ماما یوازې اشپزنه و، هغه د الکساندردټولو کړو وړو طراح اولارښود و، ځکه خو دده مشوره تل ورته دکاڼۍ کرښه ښکاریده، هغه هرڅه چې ناروا وو ورته کول…څه به چې هغه دهرچا اوهرڅه په باره کې ورته وویل الکس ددې توان نه درلود چې هغه دې ونه مني …  په دغه ورځ یې هم چې خپله وروستۍ خبره ورته وکړه، الکس سل زړونه سره یوکړل، د شیرین جان ماما خبره یې ومنله، ځکه خو یې ور غبرګه کړه :

–  واه واه، زه خو ایله نه درته وایم چې دسپی په ژبه دسپی نوکر ډیرښه پوهیږي …  سمه ده، بس یوه چاره یې وکړه …، که یې ماته ښه کارونه کړي، تا وان یې هم را رسیدلی دی … زما ښځه … هغه خو دده  په خاطربی طلاقه رانه ولاړه … نه پوهیږم چې اوس به دچا په غیږه کې پرته وي … اوس ناچارچې کله امریکا ته ورسیږم، بله ښځه راته پیداکړم … بس بس هرڅه چې پرې کوې ویې کړه …

په هغه شپه د جمعي مبارکه شپه وه، چې شیرین جان ماما د الکس سپي ته دزهرو میده کړې کوچوله دغوښې په پسته ټوټه کې په نازاونیاز سره ورکړه، دوی هم خپله ماښامني ورته خوړه، ترناوخته پورې یې ورته خندل، ورانتظارشول، خوپرسپي یې زر اثر ونه کړ… الکس اوشیرین جان ماما هم په خپله نشه کې ورو ورو دومره ډوب شوي ووچې سپی اودهغه د مرګ وروستۍ شیبه ترې پاتې شوې وه، ځکه، کوم زهرچې دوی سپي ته ورکړي وو، هغه د دوی په خوړو کې هم دماما له لاسه تویې شوي وو … شپه لا پرنیمایی نه وه دریدلی چې نه په الکس، نه په سپي اونه په شیرین جان ماما کې دم ودوک پاتې و، دری واړو پریوه ځای اویوه شیبه کې خپل سرونه دیوه اوبل پرغیږ وکې ایښې له دنیا نه تللي وو…

یوه دوې ورځې خو ټول د خدای دغه حکمت ته حیران وو، نه پوهیدل … چا وژلي هم نه وو، د دری واړو خبر او تصویر چې خپل سرونه یې د یوه او بل په غیږو کې ایښې وو، په اخبارو کې راووتل… هرچا ته یوه معما ښکاریده… خو یوه اوونۍ وروسته عدلي پایلو وښوده چې درې واړو په یوډول زهرو مړه شوي دي؟!؟

پای

د ۲۰۱۹ کال

 د فبروري دریمه

1,202 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2