Categories

اعلان

Loading…

تابو ادبيات| رپوټ: عبدالحق سلامزوی

د ادبکدې د اوولسمې غونډې رپوټ
د ادبکدې اوولسم ادبي بحث پر “تابو ادبيات”و و، چې محمدخالص اديب وړاندې کړ، ويې ويل په ټوله نړۍ کې د هر نژاد خلک خپل آداب لري، چې ځينې کلمې په خپل منځ کې نه کاروي او په ټولنپوهنه کې د «تابو» په نامه يادېږي، چې معنا يې منع کول يا حرامېدل او شرم ده. په نړۍ ډېرې ټولنې دي، چې پکې د تناسلي غړو نومونو په زغرده نه اخيستل کېږي، يا هغه کلمې دي چې د انسان پر طبيعت بدې لګېږي، تابو يې بولي. يوازې کلمې نه بلکې عددونه هم دي، چې خلک او ټولنه ورباندې بد وايي. لکه زموږ په ټولنه کې د ۳۹عدد او د ۴۲۰عدد چې د لوچک معنا يې ښندله يا به چې چا بد عمل وکړ نو چارصدو بيست يې باله. په اېران کې ۱۳عدد تابو شوی و او اېرانيانو به يې پر ځای دوازده و يک ويل. زموږ په ټولنه کې ګوډ ته ګوډ، ړانده ته ړوند او کاڼه ته کوڼ ويل هم تابو دي، چې پر ځای یې د معيوب او حافظ کلمې ورته کاروو. همدغسې موږ په متن يا کتاب کې د تناسلي غړو خپل نومونه (غ…ڼ، ک…س، ک… نه) نه راوړو او پر ځای يې «تناسلي غړی» وايو، يا ور ته ورته کلمه راوړ او اشاره کوو. اولاد په نس ښځې ته د «بلاربه/ ټنډه» کلمه، چې تابو ده، نه کاروو او د اميندواره يا حامله کلمه ورته راولو. دې ته ورته لسګونه کلمې دي، چې تابو دي.
د ده په وينا: ادبيات له يوه اړخه د يوه ولس د دودونو او سپېڅلو ارمانونو څخه بحث کوي، له بلې خوا پر هغو متلونو، ګړنو او نثرونو هم بحث کوي، چې د ټولنې له خوا د شرم نوم ورکړل شوی دی، چې همدې ته تابو ادبيات ويل کېږي او په پښتو کې لومړی سړی چې تابو کلمې يې زياتې کارولې خوشحال خټک دی.
ده دا زموږ د ټولنې ستونزه وبلله چې د شاعر يا ليکوال په ليکنه کې د دا ډول کلمو په ليدو سره لوستونکی د ده له نثر او شعره را لرې کېږي او د هغه پر شخصيت بريد کوي، په داسې حال کې چې بايد لوستونکی له ليکنې سره کار ولري او د پنځګر شخصيت ترې بېل کړي.
د ده په باور: پنځګر چې په خپله پنځونه کې دا ډول کلمې او ګړنې راوړي، دا د هغه پر ريالېستيکۍ دلالت کوي. او بې ريالېسته بل څوک د ستونزې د رابرسېره کولو جرأت نه کوي.
زياته یې کړه: لکه څرنګه چې د کور حال په صحرا نه وايو خو صفت يې کوو، مګر خوشحال خټک دا ښېګڼه لرله چې دا خبرې يې نه دي پټې کړې. بهرام چې د خوشحال له مخالفينو سره د خپل پلار (خوشحال) پر ضد ودرېد، خوشحال پر ځان لعنت ووايه:
په دا غ…ڼ باندې لعنت شه چې بهرام ځنې پيدا شو
او بل څوک دومره واقعيت ته اشاره نه کوي. خوشحال بل ځای وايي:
دی بخيل په کونه توی نه دی نو څه دی
کوناټي يې د اوګرې په اوبو ډک دي
د غوولي دنيادار په کونه کلک دی
د ښاغلي اديپ په خبره: که زموږ په ټولنه کې ډېر لوستي وګړي هم د خوشحال دا څو بيتونه ولولي، سمدواره د خوشحال پر شخصيت ګوزارونه پيلوي. ده اوسنۍ بېلګه د ممتاز اورکزي څو شعرونه وښودل، چې خلکو وسره تانده غبرګونونه وښودل او د دې کلمو کارول يې د پښتو فطرت نه باله. ممتاز وايي:
ما د خپل فکر په غ…ڼ دي دوی وهلي
ما پسې خو دې کونيانو لاس آزاد وي
د اديب په نظر: چې څوک په شاعر پسې غږېږي او ځوروي يې، همدا يې مناسب ځواب دی. زموږ پر لوستونکو هغه شعر يا ليکنه چې دا کلمې پکې راغلې وي، بده لګېږي، خو زما له نظره ښه خبره ځکه ده چې سپين ويل يې کړي دي او د ده پر ريالېستيک اړخ دلالت کوي. ممتاز بل ځای وايي:
يا وطن او يا کفن زما شعار دی
د نامردو خرکوسانو لاس آزاد دی
زما الفت کوس‎مادري ده ياره
دا ستا ادا کوس بازاري ده ياره
هر يو نصيحت پدرنالتی ښکاري
هره وينا کوس بازاري ده ياره
ښاغلي اديب دا هم وويل که د شاعر فطرت ده ته د دې کلمو د کارولو اجازه ور کوي، ويې دې کاروي او نقاد يا لوستونکی بايد د چا پر شخصيت ور ونه دانګي، بلکې د هغه پر نثر يا شعر نيوکه او نقد وکړي.
زياته يې کړه: سياسي اړخونه هم کله پر شاعراو ليکوال اغېز وکړي او دا ډول تابو کلمې وکاروي، چې په پښتو ادب کې يې په وروستيو وختو کې د سلېمان لايق شعرونه بېلګه ده، لکه غني خان ته په ليکل شوې قصيده  کې يې چې «لوی خېټی» او  «غټ ږيری» کلمې راوړې او حتی ښکنځلې يې پکې کړې دي.
هغه په ولسي ادب متلونو، لنډيو، غاړو، متلونو او نورو کې هم دا ډول موضوعاتو ته اشاره وکړه ويې ويل: که هغه شاعر يا ليکوال چې دا رنګ کلمې يا خبرې راوړي، بد وګڼو نو زموږ په ولسي ادب کې چې د دې مثالونو کچه زياته ده، بيا نو ګنې ټول پښتانه بداخلاقه دي. متل دی:
«پيوره غوا له ک…س څخه معلومېږي.» دلته تابو کلمه راغلې خو خلک يې بده نه بولي. بل متل دی:«د کوني قبر په جرګه (هديره) کې معلوم دی.» چې د لوچک او بې بندوباره لپاره استعمالېږي. يا: «پر پردی کونه لاس نه نيول کېږي.»  او «کوني به ودرېږي خو ک…نه يې نه.» او زموږ په کلي او کور کې خو عام ولس دا متلونه کاروي او عام دي. مګر که يو شاعر دا کلمې يا خبرې په شعر کې راوړي نيوکه پرې کېږي او ورباندې بد ويل کېږي، بيا خو د پښتو نيمايي ادب –  چې ولسي دی – تر نيوکې لاندې راځي. بګتۍ ده:
غ..ڼ لک خو..ټې چارک
 غاسي ځونډي پرې پورې
راشه که يې ګورې.
ښځې چې له وبله په لانجه شي او يا پېغورونه او ځوابونه سره ورکوي، تر دې لغړې خبرې کوي. خو زموږ د ټولنې د اصولو له مخې بايد ليکوال د داسې کلمو له رااخيستلو سره زيات پام وکړي؛ ځکه چې ډېر ژر يې شخصيت‎وژنه کېږي او د شخصيت نور اړخونه يې له پامه غورځول کېږي.
د ښاغلي اديب په باور: ښه ده چې په ټولنه کې آن سکسي ناولونه وليکل شي او د لوستو لپاره يې عمر وټاکل وشي. زياته یې کړه:
«ډمه او خبريال» ناول مې – چې محبوب شاه محبوب ليکلی دی – لوست، خلکو يې په اړه په فېسبوک کې تبصرې وکړې چې کوني ناول دی او خلک فحاشۍ ته هڅوي. خو چې ومې لوست نه دومره فحاش و او نه دومره بېلارې، بلکې له يوه ښه واقعيته پرده پورته شوې وه. همداسې د «زه د چا لور نه يم» ناول – چې نعمان فراست له اوردو پښتو کړی – کې هم له يوه ستر واقعيته پرده پورته شوې، چې له نجلۍ سره کومې پېښې شوې، ليکوال يې جرأت کړی، په ناول کې يې ځای پر ځای کړې دي.
د ده په وينا: ستونزه مو دا ده، چې تر لوستلو مخکې د بل له خولې د يوه شي يا چا په اړه قضاوت او پرېکړې کوو. په ډمه او خبريال کې په افغانه ټولنه کې چې خلک ځانونه ډېر مسلمان ګڼي، يو مذهبي مشر او پير نجلۍ په پيسو نڅوي او له مجبوريته يې ګټه اخلي. مګر پښتون قوم خو له نېستمن سره مرسته کوي، چنده ور ته کوي، د کور د اړتياو پوره کولو لپاره يې د بوټو يا فصلونو راټولولو لپاره اشر ور ته کوي. خو په دې ناول کې چې له واقعيته پرده پورته شوې، پر خلکو بد لګېږي. زموږ په ټولنه کې لا هم ليکوال او شاعر وېرېږي او ځينې پېښې نشي بيانولای، بلکې ليکوال او شاعر بايد دا پېښې کټ مټ راواخلي او کيسه يې کړي، چې د پېښېدو مخه يې ونيول شي او يوه سالمه ټولنه رامنځته شي.
هغه که له يوې خوا تابو ادبيات د ليکوال او شاعر پر رښتينوالي دلالت باله، خو له بلې خوا يې د ژبې عاطفي اړخ د کمزورۍ لامل هم ګاڼه.
زاهد کريمزي تابو او سکس ادبيات وبله بېل ګڼل چې سکس ته لغړ ادبيات ويل کېدای شي. خو تابو ( Taboo) کلمه د «ټونګا» ژبې ده، مطلب يې دا و چې له عالمانو، روحانيونو او مشرانو سره نږدې کېدل، اړيکه ټينګول او يا ورپسې خبرې کول، سړی له الهي عذاب سره مخوي. عام خلک چې يو شی ډېر مقدس يا ناپاک وګڼي، په دواړو صورتو کې که څوک لاس ور وړي، يا به دنيايي رټنې سره مخ کېږي او يا له اخروي عذاب سره. چې همدا تقدس ته ورننوتل او پښه ورباندې اېښودل تابو دی. فارسي ته دا کلمه په خپله بڼه راغلې، لکه: تابو شکني کرده. يانې چې حاکم کلتور يې مات کړي او له حاکم دوده يې سر غړولی.
زياته يې کړه: د ارايې طرز هم تابو کېدای شي. لکه چې وايو ړوند راغی، دا تابو دی؛ خو چې وايو ړوند بېچاره څه وکړي، دلته تابو نه دی او عاطفي اړخ خپلوي. شخص ته په کتو هم تابو کېږي، لکه ناپوه که تابو کلمې وکاروي، څه خبره نه ده، خو که د لوستو په ټولي کې يې څوک کاروي بيا تابو دي. همداسې د وګړيو د بېلابېلو ډلو ترمنځ ښايي ځينې خبرې يو ځای تابو وي، خو په بله ډله کې ونه ګڼل شي. مثلاً په ښار کې تابو وي خو په کلي کې نه يا يې برعکس. همداسې ځينې کېدای شي د ماشومانو لپاره تابو وي، خو د لويانو لپاره نه، چې بايد د ماشومانو په ادبياتو کې ونه کارول شي. زياته يې کړه: په تابو کې څه ويل يوازې مهم نه دي بلکې څرنګه ويل هم مهم دی. هنريت همدا دی چې يو شی په پرده کې وويل شي. د اجمل خټک شعر دی، «د لويو لويو قدرتونو ربه – يوه تمنا ده اورېدی شې که نه؟» دا په نثر کې ويل کېدای نشي چې خدايه ته دا کار کولی شې؟ مګر دا د هنر زور دی، چې څوک يې مخالفت نه کوي. او فولکلور هم زموږ هنر دی. هر څه په شعر، ناول او کيسه کې ځای پر ځايېدای شي، خو څرنګه ويل او ځايول يې مهم دي.
د ښاغلي کريمزي په باور: ټول واقعيتونه ليکل نه دي پکار، بلکې ځينې کلتوري تابو ګانې دي چې بايد پام ور ته وشي، ځینې عقيدوي تابوګان دي چې بايد وساتل شي. زېګمونډ فروېډ وايي تابو د پخوانيو ټولنو ناليکل شوي قوانين دي، چې په فردي ډول ماتول يې تابو دی او په فردي ډول مبارزه ورسره کېدای نشي بايد ټولنيزه ډغره ورسره ووهل شي.
محمدنواب خوښ هم د تابو په اړه د هرې ټولنې د ذهنيت د بېلوالي پخلی کاوه، ويې ويل: په اروپايي ټولنه کې سکس (لغړ) ادبيات لوستل کېږي، ناولونه يې ليکل کېږي او ماشومانو ته يې په ښوونځي کې زده‌کړه ورکول کېږي. فروېډ تابو د عرف په کچه بولي، چې له پخوا راپاتې دي او له اصولو ماورا دي، خلکو پر ځان منلي يا تپلي دي. خو ما ته په شاعرۍ کې سپين‌سترګي يا چا ته فحش خبره کول تابو ښکاري، لنډۍ ده:
لاس په لستوڼي کې راتېر کړه
په لاس به درشي سره انار سره يې سرونه
دلته هم د تابو نښه شته خو په پرده کې ويل شوې ده. همداسې متل دی:
ک…س چې ماشوم ته په لاس ورکړې له شګو يې ډکوي.
د ده په وينا:سکسي او تابو ادبيات سره جلا دي؛ په تابو کې ښايي يوه فحش کلمه کله راشي، خو سکسي ادبيات ځان ته معيار لري، چې د سکسولوژۍ اړوند مسايل او لارښوونې پکې کېدای شي. خو په تابو ادبياتو کې د ټولنې د دودونو، قوانينو او عرف خلاف کار ته چې که هغه د ټولنې له قوانيو يا عقيدې سره خلاف وي، راوړل يې تابو ګڼل کېږي.
داد محمدناوک بيا وويل چې دا مسايل په فولکلور کې هم شته. موږ په ديني کتابونو کې د جنسي غړو نومونه وايو خو په عربي ويل کېږي. اېراني ليکوال عاطف رحيمي چې «پر داستايوفسکي لعنت» په فرانسوي ليکلی دی، هغه ويلي وو چې هر انسان په ذهن کې کلتوري قيودات لري؛ ځکه څو کاله چې په ټولنه کې اوسېدلی دی، هغه قيودات اغېز پرې کوي. د دې خبرې معنی دا ده چې کوم څه ده په فرانسوي کې ويلای شول، هغه يې په فارسي نشو ويلای. بله خبره دا ده چې دا مسايل په فرانسوي ټولنه کې شته او آزاده ټولنه ده، خو فارسي ټولنه مذهبي ده، نو ځکه ده خپل مخاطبان پېژندلي وو، چې ليکوال ته مهمه خبره ده.
دی که څه هم په يو ځل د دې مسايلو د بشپړ خپراوي پلوی نه و، بلکې تدريجي راتګ يې اړين باله. ويې ويل: زموږ په ټولنه کې کتاب ډېره مقدسه معنی لري، چې آن د لوېدلو په صورت کې ښکل کېږي. که دا ډول خبرې پکې رانغښتل کېږي، نو بايد يا د کتاب حيثيت د دې مسايلو تر کچې راټيټ کړو يا د دې مسايلو ارزښت د کتاب تر کچې ور لوړ کړو، خو په دواړو کې زيان کوو. اخلاقي کره کتنه هم شته او جرړه يې اپلاتون ته رسېدلې ده او وايي چې د هنرمن لپاره اخلاق مهم دي، دی هوايي خبرې نشي کولای او بايد مخاطب ولري، نو د کره‌کتونکي په توګه که خبرې ورته کوو، څه به د ده منو او ځينې به خپلې ورباندې منو. او د آثارو مثالونه چې راوړل شول زموږ په ټولنه کې لوستونکي لري، خو چې موږ د دغو کتابونو لوستونکو ته د عمر قيودات ټاکو، معنی يې دا ده چې داسې مسايل پکې ارو مرو شته.
زياته یې کړه: د هنر کار لغړې خبرې کول نه دي، بلکې بايد نغښتې وي. خوشحال که دا کلمې کارولې دي، يوازې منظومې شوې خو هغه خوند نه لري، لکه په دې بيت کې:
زه که نه وای تا به ځان ته رابلل څوک؟
په پالنګ به دې دا هسې در ختل څوک؟
د ښاغلي ناوک په خبره: چې خوشحال دا خبرې کړې وې، نو ولې دا څلوېښت کاله مخکې يې په کتابونو کې دا برخې نه وې راغلې؟ او يا څنګزن ترې تېر شوي وو؟ معنا يې دا ده چې محيط او ذهنيت ور ته جوړ نه و. زياته يې کړه: که څوک دا ناولونه ولولي، له دې خبرو څخه چارچېږي، نو د اشباع لپاره به يا پر همداسې يوه چاره لاس پورې کوې يا به يوه همداسې صحنه ليکې چې لوږه يې اشباع شي. همدارنګه د ليکوال له آثارو د هغه شخصيت معلومولای شو او دا له شخصيت سره تړلې خبره ده، چې آثار يې د ده په پېژندنه کې مرسته راسره کوي. شپون صاحب سوله‌ مل شينواري ته ويلي وو، چې کومې کيسې ليکې پرنوګرافي کوې، ده ويلي وو، چې ته يې کوې دا څه دي؟ شپون صاحب ويلي وو: چې زه خو يې لېنس لرم.
د ده په نظر: شپون صاحب چې کومې کلمې کارولې دي، پښتنې کړې يې دي. خو موږ چې په کيسو کې دا خبرې راوړو، دا مو له نورو تقليد کړی. که وايو «د کوني قبر په هديره کې معلوم دی.» دا به په مجلس کې چاپېريال ور ته جوړ وي، ويناوال به درک کړې وي، چې د دې خبرې زغم شته. نو چې په کيسه کې هم دا خبرې راوړل کېږي، بايد په کيسه کې زمينه ور ته برابره وي.
ښاغلي ناوک دا خبره هم وکړه چې هنري نثر بايد يوازې خبرې سپړلو او پيغام يا پايلې ته رسېدلو لپاره ونه لوستل شي، بلکې بايد له هرې کلمې او کرښې يې خوند واخيستل شي. ټولنه له ځان سره تدريجي رالوړه شي، نه چې د خلکو سطحې ته ځان ورټيټ کړي. ځکه چې ټولنه د لا لوړ هنر تمه ترې کوي. ډېر شاعران مخ ته راغلل خو بېرته په شا ولاړل. ځکه خو زموږ زيات اوسني شاعران موسمي وو او دي.
هغه فولکلور ته هم مخ ورواړاوه، ويې ويل:زموږ په ټولنه کې چې آن د ښځو غږ اورېدل جرم دی، خو په ودونو کې چې ښځې ښکنځاکۍ وايي دا خبرې په جار کوي پېغورونه ورکوي او مېړه او ورور يې اوري، هلته دا دود را روان دی او هېڅ کيسه نشته، ځکه چې هلته په شفاهي ډول ويل کېږي، خو په لوی لاس د تصنع هڅه نه کېږی. د شپون صاحب په اړه کاروان صاحب وايي، چې شپون صاحب هغه خبرې کوي چې د نورو خوله پرې سوځي. د شپون صاحب په ليکنو کې د ده کيسه «بختوره غولانځوره» ده، چې کاروان صاحب يې خولې سوځېدو خبره بولي.
محمدنواب خوښ بيا وويل: تابو ادبيات تر اوسه په تاريخي لحاظ په پښتو کې نه دي څېړل شوي خو په انګرېزي کې شته. تابو ادبيات ډېر خوله په خوله نه انتقالېږي او موسمي شعرونه دي او اېډيال نه ګرځي. ريالېزم واقعيت خبرو ته وايي، نه سپينو خبرو ته. ريالېزم له عرف او عاداتو پښو اړولو ته نه بلکې د واقعيتونو بيانولو ته وايي. واقعيت هغه څه دي چې پېښ شوي وي او چې ثابت او کره وي هغه ته حقيقت وايي. زياته يې کړه:
موږ د لوستونکو د جذب لپاره په ناول يا کيسه کې د مينې صحنه د ننه کوو. د ګابرېل ګارسيا مارکزې په «سل کاله يوازېتوب» کې ډېرې خبرې کړې، د ناول د کرکټر زوی هډور وي، د ښځو خوښېږي، هلته له ښځې سره  د شپې تېرولو لپاره قمار وهل کېږي او چې څوک ډېرې پيسې ورکړي له هغه سره زيات وخت تېروي. خو ليکوال يې صحنه بربنډه کړې نه ده، بلکې خبرې يې محرمې کړې دي خو سړي ته د کيسې د وړاندې پېښېدو پيغام رسوي.
عبدالحق سلامزوی د فروېډ خبره راوړه چې پلار پر اولادونو ظلم کاوه، د دوی زړونه ورته راډک شول، ويې واژه، يو حيوان يې ور ته حلال کړ، ويې ويل چې څوک به يې غوښه نه خوري او څاروی مقدس وګڼل شو، چې بيا به يې چا غوښه وخوړه هغه به هم تابو شو او چا به کار ورسره نه لاره. فروېډ بيا دا خبره د ټولنې عرف ته راوړه، چې چا به کومه خبره کوله، د ټولنيزو قيوداتو له لاسه يې ويلای نه شوه، تابو يې وګڼله. زموږ يو ټولنيز تابو دا دی چې د مشرانو په مخ کې هم خبرې نه کوو، که واقعيت او حقيقت هم وي.
محمدخالص اديب يادونه وکړه چې هر ليکوال چې کومه موضوع وړاندې کوي، بايد د خپلې ټولنې دودونو او ذهنيت ته په پام يې وړاندې کړي.
د راتلونکې غونډې د بحث موضوع «عشق د جلال او جمال په رڼا کې» وټاکل شوه، چې عصمت الله صالح به يې وړاندې کوي.
دا د ادبکدې اوولسمه غونډه وه. چې د ۱۳۹۷ کال د مرغومي په لومړۍ، د جمعې ورځې په ۹نيمو بجو د ځوان غبرګون د غونډو په تالار کې وشوه. عبدالحق سلامزوی پکې د تېرې غونډې رپوټ ووايه او عصمت الله صالح پکې خپل دا شعر:
له ژوند خپه له ژوند جدا، ژوند نو همدغسې وي
د یار کنځا زما خندا، ژوند نو همدغسې وي
درد، تنهايي او له لېمو پر څڅېدلو څاڅکو
سګرېټ لانده، شبِ يلدا، ژوند نو همدغسې وي
شيدا ګدا شي معشوقه په شهزادګۍ مشهوره
عصمته حيف د دې دنيا، ژوند نو همدغسې وي
د ادبکدې غونډې هره دويمه جمعه د سهار نهه نيمې بجې، په دهمزنګ کې، برېښنا رياست ته مخامخ، د امېدسترګو روغتون ترڅنګ د ځوان غبرګون د غونډو په تالار کې کېږي او ادبي بحثونه کوي.
پای
رپورټر: عبدالحق سلامزوی

492 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸