Categories

اعلان

Loading…

شیرمحمد عباس ستانکزی: مونږ به د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه منحل کړو  

تاند – د طالبانو یوه وتلي مشر، شیرمحمد عباس ستانکزي، ویلي چې که هغوی واک ترلاسه کړي د افغانستان ۱۷ کلنه اردو، پولیس او ملي امنیت به منحل کړي.

ښاغلي ستانکزي دا خبرې د طالبانو یوه پلوي وېب سایټ، نن ټکی اسیا، سره د یوې ویډیوي مرکې په ترڅ کې کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو فعالو افغانانو د شېرمحمد ستانکزي دا خبرې پاروونکې بللي او ویلي یې دي چې نوموړي دا خبرې د پاکستان د پوځ او پوځي استخباراتو (آی اېس آی) د یوه غیر رسمي ویاند په توګه کړي دي.

ویل کیږي، چې د پاکستان پوځي ادارې د افغانستان ورځ په ورځ ځواکمنېدونکو ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو وارخطا کړي او په دې هکله یې هغو لوېدیځو مرستندویانو سره هم اندېښنې شریکې کړي چې د دغو ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه کې له افغانستان مرسته کوي.

په اسلام اباد کې د طالبانو د وخت پخواني سفیر، عبدالسلام ضعیف، هم په خپله فیسبوک پاڼه په یوه پست کې د شېرمحمد عباس ستانکزي خبرو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه ډول خبرې د افغانستان او د سولې د پروسې په خیر نه دي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو شېرمحمد ستانکزی له یوه انګلیس جاسوس، بغدادي پیر، سره تشبیه کړی چې ویل کیږي د امان الله خان د واکمنۍ د ړنګولو په پار یې له ځان نه پیر جوړ کړی وو. (بغدادي پیر)

تر دې مخکې، د پاکستان له خوا جوړو شویو افغان جهادي تنظیمونو په ۱۹۹۲ کال کې د افغانستان اردو چې د امیر عبدالرحمان خان له وخت نه پرې کار شوی وو، منحل کړه چې په افغانستان کې سختو او ویجاړونکیو کورنیو جګړو ته لاره هواره شوه.

6,575 total views, 5 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

18 comments

  1. احمد Reply

    دا سړی خو ډیره منحوسه څیره لري دا ریښتیا هم هماغه د بغدادي پیر کاپي ښکاري. بالکل د پنجابیانو سپی دی چی دی د افغانستان بربادي غواړي.

  2. عبدالله Reply

    د نړۍ په هرګوټ کې د دولتونو مشران او سیاستوال بدلیږي، سیاسي اجتماعي او اقتصادي نظامونه خپل ځای نویو سیستمونو ته پرېږدي ، خو د هغوي مسلحې قواوې او وسله وال پوځونه په خپل حال پاته کيږي. زمونږ تش په نامه جهادي مشرانو او ټالیبانو ته چې فکیستان هر ډول هدایت ورکړي ، دوي یې عملي کووي.
    دا اوسنۍ ملي اردو افغانستان ته د میلیاردونو دالرو په قیمت تمامه شوېده . د هر سرتېرې روزل یو اوږد وخت غواړي ، د افسرانو او مسلکې نظامي کدرونو روزل بلا مصارفات او وخت ایجابوي. خصوصا د هغوي روزل په ملي او اسلامي افغاني روحیې سره تر ټولو ستونزمن کار دی .
    پنجاب زمونږ د مېړنیو سربازانو او افسرانو له شهامت او زړورتیا نه ښه خبر دی .
    ټالیبانو د خپل « بغدادي پیر ملا شیر محمدعباس ستانیکزي » په وسیله چې خپله هم یو وخت په حربي پوهنتون کې د خلق دموکراتیک ګوند د اولیه سازمان منشي وو او دهمدې خلقیتوب له برکته هند ته واستول شو ، یوځل بیا په اثبات ورسوله چې د پنجاب د آی اس آی د منحوس سازمان غړي دي.
    متاسفانه بغدادي پیر به هم په افغانستان دومره بد نه وو لورېدلي لکه د دغه مالوم الحاله پنجابي جاسوس چې پر خپل ګران وطن مینو افغانانو او د دوي مسلحو قواوو ته یې چې زړه ډک دی.

  3. خان Reply

    هر سوک چه د افغانستان د زواکونو د منحل کولو خوب وینی ، د هغوی خزی په خره وغیم

  4. سلیم Reply

    شیر محمد ستانکزی ملامت ندی، ښه پوهیږي هغوی خوټو ته چاوکتل چې ۱۰۰ کلنه افغان اردو یې د پنجاب پښوته پاشانه بې نشانه کړه چې د نیمبندې ۱۷ کلنې پوښتنه به څوک وکړي. هغوی چې باید ټول په یوه عسکري کمربند په دار شوی وای دهماغه جنایت بدل کې د افغانستان مالکان شول د تاریخ د غاړې ګلان شول سره مخونه ګرځي خلک یې هم ستایي- اصلا تولانت زموږ په شعور زموږ په ځناورتوب زموږ په بې پایه لیونتوب…

  5. دورانی افغان Reply

    شیرمحمد عباس ستانکزی پدی خاطر دا خبری کوی چه د سولی خبری ګډی وډی شی، ځکه د یوی خوا دغه سړی د طالیبانو د قطر د سرپرستی څخه لری شویدی او پر ځای یی ملا برادر تعین شویدی. او دبلی خوا عباس ستانکزی په دی پوهیږی چه سوله وشی نو بیا به نه ځما د قطر، دوبی، سعودی او پاکستان چکرونه وی او نه به راته څوک اهمیت راکوی.
    عباس ستانکزی اوس هغه خبری کوی چه دافغانانو حساسیت راوپاروی ځکه ټوله دنیا پوهیږی چه دغه خبری هوایی، بی هوده او د لیونتوب خبری دی، او بل داچه دغه سړی دومره واک او اختیار هم نلری، فقط خپله مشهورتیا زیاتوی

  6. غمی،پښتین Reply

    یبلکل به یی منحل کوی.ځکه چه همدی لپاره روزل شوی.مصرف درباندی شوی.او همدی لپاره ډوډی درکړ شوی ده.
    مجاهدینو ټول کابل فابریکه کباړ کړلی.تاسو د چا څخه کم یی؟پاکستان اقتصادی حالت خراب دی.اوس کباړ ته سخت ضرورت لری ،چه خپل اقتصاد په ورغوی.چه ملې اردو منحل کوی،نو کباړ ته مو هم ملا تړلی ده،

  7. Mohammad Faek Reply

    دا د تور پنجابی اولاد دی او د ستانکزیو په قوم کې تو داغ دی، د ملی دفاعی قواوو منحلول دوی نه د پنجاب غوښتنه ده، دا د پنجابی اولاد بیا غواړی چې د تورمخی پنجابی د خوشحالولو لپاره خپله مور او خور خرڅه کړی ، لکه څنګه چي جهادی اشرارو د پنجاب د خوښۍ لپاره د شهید داکترنجیب د وخت پرمختللی ملی دفاعی قواوی منحل کړی او د څو کلونو لپاره یی د پنجاب کارخانی د کباړ په اوسپنو وچلولی،

  8. مجاهد Reply

    مردم مسلمان و مجاهد افغانستان بايد مقاومت ملى در مقابل اشغال گران و مزدوران ارتش باكستان تشكيل كنند

  9. سلیمان Reply

    مونږ اوریدلي و چې د غلام یانې مریي بې د بادار د اجازې لمونځ هم نه کیږي، نو دوی هم چې څه بادار وایي هماغه خبره له خولې وباسي. د افغان او افغانیت نوم او نشان خو تاسو وشرماوه، بې ایمانو او بېغیرتو په تاسو پنجابیانو کومې نخرې ونکړې، تاسود خپلو اهدافو لپاره جنګ ته ولیږي او میرمنو سره مو پنجابیان پراته وی د افغان نسل کې مو تور پوستکي ګډ کرل. یو ځلې خو ستاسو تور رژيم امریکا منحل کړ مګر اوس به ستاسو قوارې افغانان منحلوي انشاالله.

  10. zahra zafar Reply

    په اسلام اباد کې د طالبانو د وخت پخواني سفیر، عبدالسلام ضعیف، هم په خپله فیسبوک پاڼه په یوه پست کې د شېرمحمد عباس ستانکزي خبرو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه ډول خبرې د افغانستان او د سولې د پروسې په خیر نه دي.

  11. لونګ Reply

    تر طالب ﺫليل مخلوق نشته، دوى هم د خپلو سلفو پر پلونو روان دي. دا يو څرګند وقعيت دى چې په افغانستان کې سوله يو بې مانا شى دى، د هيواد د روانو ستونﺯو يواﺯينى حل يو قوي نظام دى، طالب مو د خاورې، ملي ارﺯښتونو او ملي ګټو دښمن دى، د طالب سﺯ ووهئ او خاوره ترې پاکه کړې

  12. Afghan Reply

    اظن هذا هو احد من کلاب الاجنبیه یتکلم عن تخریب و لم یتفکر فی التعمیر و هذه من مشخصات کلاب الاجنبیه واثبات فی شأنه
    اللهم شتت شملهم وخرب بنیانهم

  13. sabir Reply

    انشاءالله داسی یوسوله به له تاسو سره نه کیږی چی مکمل واک به ستاسو په لاس کی وی بلکی برحال حکومت سره به په ګډه کار کوۍ که نه دا ارمانونه به ځان سره ګور ته یوسۍ افغانان نور چاته اجازه نه ورکوی چی دومره لویه لاسته راوړنه چی دملی پوځ او امنیتی ځواکونو جوړول وو دچا دغلامۍ په سبب قربانی شی

  14. Motiullah Reply

    نه توان این کار را دارید و نه هم کسی اجازه این کار را برای خواهد داد. به گفته شهید داکتر نجیب الله شما غلام غلامان هستید.

  15. داود Reply

    د ټالبانو خدمت افغانستان ته!
    مکتبونه مو وسوزل
    اتلس دورې نسل مو بې سواده کړ
    جوماتونه پلونه سرکونه کلینیکونه مو په بمونو والوزل\
    ستاسو د بې امنۍ په وجه سرمایه تر ډېره فرار شوه
    ستاسو له کړنو خلک اروپاته مهاجر او د اوبو خوراک شول
    اوس غواړې بیا اردو منحل او بیا خپلمنځي جګړو ته لاره همواره کړي
    ډېر ډېر افسوس دی چې د شاروخان(ستانکزي ) له دغې مردارې خولې داسې خبرې را وزي

  16. Dr.Atal Reply

    الحمد لله زموږ مؤمن ملت اوس کافی تجربه لری او ټول ازمایل شوی او لازمی شناخت لری ټول یی دقیق تللی ،دهغه چا تایید او ملګری به ونکړی چی د پردیو اجیر او غلام وی،بلکی د هغه چا ملاتړ کوی چی ملی ګټو ته ژمن او په تنظیمی ،قومی ،سمتی، ژبنی او نورو جاهلی تعصباتو چی د ملت قوت او ګټی تهدیدوی ،ملوث او متعفن نه وی.
    نو زموږ ملی او دینی وجیبه ده چی د خپلو صادقو خادمانو ترڅنګ د غیرت ملا وتړو ،مرصوص نه ماتیدونکی صف جوړ او داخلی او خارجی دښمنانو او مجرمینو ناولو او پلیدو اهدافو مخه سد کړو ،او هغه مجرمین چی د ملت د وینی زبیښلو لپاره ،بیا موقت حکومت وسیله ګرځوی او د سولی نه ناوړه ګټه اخلی او بیا د دښمن تبر ته لاستی ورکوی له ټولو مشروع وسایلو نه په ګټی سره دا مرداری خولی ماتی او اهداف یی خاوری کړو ، موږ په حقه یو او لوی رب العزت مو مددګار دی ، هیڅوک مو نشی ماتولای ،ان شآءالله

  17. Sfh Reply

    دافغان یادانسان په حیث داخبره بعیده ده دیوکس نه او که ځان ته مسلمان وایي نو محال ده چې دا خبره وکړي۔

  18. Fahim Reply

    كبوتر با كبوتر زاغ با زاغ
    كند همجنس با همجنس پرواز
    له دي حرموني بله توقع مه لرئ. دا د قارغه زوى دى. دى او دده به رقم مردار او چتل حيوانات خو د خپلو وينه خوري دوى ته د آردو منحلول يو عادي كار دى

    له بلى خوا دوئ د پاكستان په انخور كى لوى شوي دي. ددوئ خاصيت او ذهن پاكستاني دى
    خو اوس افغانان هم بدل شوي. داسى سپيانو ته به موقع ور نه كري چي خپل شوم اهداف يؤ وار بيا تطبيق كري. الله دى دا تور مخئ حرمونى له دى نور هم ذليل كري. ان شاالله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2