Categories

اعلان

Loading…

مینه او شاعري| نورالله زهیر

افـلاطون ويلي:«مينـه او ميـنېدل لـه هر چا شاعر جوړوي.» اوشو وايي:«کـه ميني لـه تـا يــو شاعر جوړ نـه کړ نو بل هيڅ څيز نشي کولای چي تـا شاعر کړي.»    

اوشو او افـلاطـون د شاعر کېدو لپاره مينه شرط او ضروري ګڼلې ده  خو خبره سل په سلو کي داسي نه ده.
« څنګه چي هري ميني ته شعرنشو ويلای همداسي ضرور نـه ده چي هر مين شاعر وي.»

څو کالـه مـخکي مـي دا خبـره چـېرتــه لوستې وه چي:« هر شاعر مين دی خو هر مين شاعر نـه دی.»

زه نـور د شـاعر او مـيـن پـر هغـو توپيرونو نه ږغېږم چي ځيني ئې کوي، زه بـه داسي ووايـم چي يـو ميـن دی، يو شاعردی، يو مين شاعر دی. ډېرمينان شته خو شاعران نـه دي، ځيـني بـه شاعران وي خو مينـان نـه وي، ميــنه ئې  نـه وي کړې او ځيني هم مينان دي هم شاعران.

د محمد حجـازي پـه ويـنـا:«مينـه کـول پـه سيـنـد کي ډوبېدل او مينه لرل پـه سيند کي لامبل دي.» هـغه شاعران چي زړه ئې بايللی، پـه ريښتيا ئې مينه کړې او  زړه ئې ريبل شوی وي هغوی پـه سيند کي ډوب او هغوی چي مينه ئې نـه ده کړې، يوازي ئې د ميني نـوم اورېـدلی پـه سينـد کي لامبي يا د سيند پر غاړه ولاړ دي.

هغه شاعر چي ميـن نـه وي پـه شـعر کي حقیقي مخاطب نه لري، يوازي ادبي دودونـه او روايـتونه راوړي چي اورېدلي ئې دي، ليدلي ئې نه دي. د وصـال خواږه د هجران تراخه، دجدايۍ او بېلتانه لېونی درد، د انتظار زهر- زهر شېبې، د رقيب ظالمانه کردار او له ميني سره تړلي نور څه ريښتني نشي انـځورولای ځکـه دا څه پر دوی نـه راغلي او نـه ئې ليدلي دي. کـه ئې يــادوي هم هغه تـقلـيدي بڼـه لري يـا  دومره پـوه دي چي جانان څوک دی؟ وصال او هجران څه ته وايي؟ انتظار او د رقيب کردار څه دی؟ د يار انـکار او اقرار څنـګـه وي؟

هغه  ميـنان شاعران چي ريښتيا کړېدلي او زورېدلي دي، زړه ئې ريبـل شوی وي، ژوند ئې دردېدلی، ځواني ئې  ژړېدلې وي، د اوښکوپـه تسپو د يو حُسن ذکر کوي، ځان او جهــان په دوو سترګو کي ويني، د چاپر تصوير ئې تکيه کړې وي، د چا پـه يـادونو ژونـدی وي، د چا د نـامه له اورېدو سره ئې هم زړه درزيږي، د چا له قدمونو پاته پلونو ته هم اوښکي تويوي  او ديار ظلم ته هم د ناز و ادا نوم ورکوي. دوی چي څـه وايي پر دوی راغلي دي، ليدلي ئې دي يا پر تـېريږي. دوی پـه شعر کي حقيقي مخاطب لري او څــه چي وايي هغه هره صحنه زموږ مخ ته دروي، موږ ته ئې ريښتنی انـځور راکـوي او زموږ د زړه خبـري کـوي. اسـتـاد عبدالغفور لېوال وايي:« هغوی چي پـه شعر کي حقيقي مخاطب لري، هنري صميميت ئې له ورايه ښکاري، هنري صميميت د هنري صداقت مولود  دی.»

د دغي  شاعرۍ څو بېلګي:

چي ځان او جانان ورته وايي، د قدم خاوري ئې زرګڼي، سترګي او زړه ئې بولي ځان او جهان ئې د ده پـه  سترګو کي ابـاد کـړی  وي او پـه يوه نظر ئې ژونـدی پـه بـل نـظر ئې مـري. هـغـه چي بې پروا شي، پلمې جوړوي او لور پـه لوټـه تېره کوي  مين شاعر بـه همداسي وايي:

ته ئې زړګی ګڼې زړګی درسره ښـه نه کوي
سعوده ګوره دا سړی درسره ښـه نه کوي

 شاه سعود

چي پـه ريـښتـيا د ښايست په لمبو سوی وي، د يو حُسن په تماشه کي داسي ډوب وي چي لمر خاتـه او لـمر لــوېـده ترې ورک وي، نور ښايستونه ترې هېر وي، هغـه د ټول جهان ښايست پـه يوه خال کي ويني.                         
د جهان ښايست را غونډ دی  زما مخته په نقطـه کي
ستا د غونډي منډي زني شينکي خال تـه مخامخ يم

دروېش درانی

چي پـه تورو اوږدو زلفو کي ئې زړه او ژوند ورک کړی وي، دې مارانو چيچلی او تور خواره- واره اوربل خوړلی وي هغه وايي:

زړونـه لوټي ګوره چي څوک ستا پـه لېمو کي پټ دی
خلک تړي ګوره چي څوک ستا په اوربل کي ناست دی

 دروېش درانی

ان د زلفو او اوربل له نامـه هم ډار کوي (مار خوړلی له پړي هم ډاريـږي.)
زلفي دي يادي کړلې زړه مي وارخطـا غوندي شـو
ما  ادم زاد تـه بيـا ونـه کړې ادم خـوره کيـسـه

  نسيم ايـثار

چي د يار د ليدلو زورونکی ارمان، د جدايۍ لېونۍ څړيکي، د بېلتانه لېونی او ياغي درد ئې وزوروي، زړه ئې  ودردوي او ژوند ئې وژړوي هغه نو دومره وژاړي چي د سترګو له خلاصېدو او پټېدو سره ئې باڼه هم درد کوي.
دومره مي وژړل دا ستا د بېلتـانـه  لـه درده
سترګي چي پټي کړم  خوږيږي مي باڼـه لـه درده

جلال امرخېل

يو پښتون زلمی په مينه کي دومره مجبوره او بـېوسه شي چي ژاړي، اوښکو ته پنـاه راوړي، پښتون غرور ئې سر وخوري، مات شي، د چا له بې نيازۍ او بېوفايۍ نه چي لپي- لپي ژاړي او د ميني مجبوري وويني هغه خپله بېوسي او ماته داسي انـځوروي.

زما پښتون غرور بـه نور څومره پـه خاورو  لړې
ستا پـه يارۍ کي تر ژړا پـوري  راورسېدم

   دروېش درانی

چي انـتظار ئې ژوند زهر- زهر کړی وي، انتظار ئې ځواني ماته کړې وي، د قاتل انتظار زهر څښي او خپل مرګ د انـتظار په سترګو کي ويـنـي داسي وايي:
ستا انتظار، ستا انتظار، ستا انتظار- انـتظار
که مړ کېدم  زه بـه لـه دې رنځه دلبـره مرمـه

  ن. زهير

د لېونو غوندي مي تل د ګوتو شمار کړی دی
ته څه خبر يې ما دي څومره انتظار کړی دی

   اباسين يوسفزی

يوه سړي درتـه ټول عمر انـتظار کي تېر کړ
يوه سړي درپسي خاوري کړه ځواني لېونۍ

 ن. زهير

چي په ميـنه کي د رقيـب کــردار وويني، د يار له خاطره ټيټـه ورته راوړي او د رقيب له لاسه شـل قدمـه پر شا راشي هغه همدا وايي، رقيب همداسي له خدايـه غواړي.                                                                                                                  
رقيـبه تا لره له خدايـه مرګی نـه غواړو موږ
تا لره سر وکال  خواري د زنکدن پـکار ده

   دروېش درانی

نور څه مي رقيـب تـه پـه خولـه نـه راځي
ودي  چـوي   د دغي بــلا  زړه  اشـنـا

  ن. زهير

چي د تــللي يـار مينـه ئې پـه تـصويــر ماتــوي، د ژمي تــوري اوږدې شپې ئې تصوير ته په کتو او ژړا تېروي او کــله- کله چي د بېلتانه لېونی درد له حده واوړي او تصويرته پـه کتو سود نـه کيږي نـو بيا بـه وايي چي:
شـپه ده او مخ ته مي پراته ستا د البم تصويران
نن له کتلو کيسه تللې نن دي خورم تصويران

 نسيم ايثار

تـېروې د ژمي شپې راباندي ويښـي
نور دي نـه ګورم د تللي يــار تـصويره

   ن. زهير

د ميـني شاعري کـه ډېره سـاده هـم وي زړه تـه لاره کــوي. مــين شاعر کـه په شعر کي تر خپلي ميني ها خوا نور څه هم وايي، د ميني او عاطفې رنګ ورکوي. له بل چا اورېدلی يا ليدلی درد  هم د خپل درد غوندي بيـانولای شي.
بېلتانه دي د هر چا په غم شريـک کړم
يار  د بل  درومي او زه ورپسي  ژاړم

 دروېش درانی

بس دا چي ووينم د بل سړي شين شوی نوک هم
ايثـاره ټوله شپـه مي درد کوي دا خپلـه ګوتـه

   نسيم ايثـار

ميـنـان شـاعران لـه خپــل عاشقانـه ژونده دومره عاطفي او حساس شوي چي له ميني بـغير نورو مـــضامينـو تـه هم عاطفي رنګ او خونـد ورکوي او له هغو سره خپل عاطفي تړاو  ښيي.

عشق دي ابـاد او  زنـد ابـاد وي
تـه قـدردان شـوې زه شـاعـر درپسي شـومـه

خپلي خـبري  د ارنسټ همينګـوی پـه دې خبره را غونډوم چي وايي:
«… ، خو بهتـريـنـه ليـکـنـه هغه وخت ممکـنـه وي چي څوک مـيـن وي.»

460 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *