Categories

اعلان

Loading…

کراکر: له طالبانو سره د سولې معامله د تسلیمۍ نخښه ده

تاند- په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وايي، په افغانستان کې له طالبانو سره احتمالي سوله دې ډلې ته د امریکا د متحدو ایالتونو د تسلیمۍ معنا لري.

واشنګټن پوسټ او واشنګټن اګزامینر ورځپاڼې وايي چې د امریکا او طالبانو په موافقه کې د اوربند غوښتنه شوې او کېدای شي له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو لار هواره کړي، طالبان له دې راګرځوي چې د القاعده او اسلامي دولت ډلو ته پناه ورنه کړي او د افغانستان له خاورې پر نورو هیوادونو د حملو پلان جوړ نه کړي.

خو ښاغلی کراکر خبرداری ورکوي چې دا موافقه به یوه تېروتنه وي.

کراکر د ولسمشر اوباما د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په افغانستان کې سفیر و.

له ویتنام څخه ماتې خوړلي امریکايي پوځیان د وتلو په حال کې

کراکر په یوه لیکنه کې، چې د سې شنبې په ورځ /جنوري ۳۰/ په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپره شوې، لیکلي «روانه پروسه له بده مرغه د ویتنام د جګړې په ترڅ کې د پاریس د سولې له خبرو سره ورته والی لري. د اوس په شان ښکاره وه چې د خبرواترو مېز ته په کښېناستلو سره موږ تسلیمېږو؛ موږ له دوی سره یوازې د خپلې تسلیمۍ پر شرطونو خبرې کولې. طالبان به ډېرې ژمنې وکړي، ځکه پوهېږي چې موږ به لاړ شو او دوی به راشي او بیا به دا امکان نه لرو چې دوی د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ باسو.»

کراکر همداراز لیکلي«پر چوکاټ (د مسودې) بې له دې چې د افغانستان حکومت پکې وبرخه ولري، سلا شوې ده. طالبانو تل ویلي چې له حکومت سره خبرې نه کوي، دوی د افغانستان حکومت د امریکا د اشغال په نتیجه کې یو ګوډاګی او غیرمشروع بولي. د طالبانو د دې غوښتنې په منلو، موږ (د افغانستان) حکومت، چې ملاتړ یې کوو، نامشروع کړی دی.»

کراکر دا څرګندونې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هغو خبرو په غبرګون کې کښلي چې ویلي یې و له طالبانو سره یې ګټوري او رغنده خبرې کړي دي.

د سې شنبې په ورځ  د امریکا د سنا جرګې جمهوریپال مشر د جرګې له غړیو وغوښتل چې د متحدو ایالتونو له حکومته په کلکه وغواړي چې له سوریې او افغانستانه خپل ځواکونه ونه باسي.

2,276 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. احمد Reply

    زه نور نه پوهېږم خو دومره ویلی شم چې امریکایانو د ترمپ په څېر انسان په ولسمشر کولو د امریکا سپکاوی وکړ ځکه داسې ښکاري چې دا سړی ذهني توازن نه لري او هر څه چې خولې ته ورشي وایي یې، که نه د افغانستان له حکومت سره له سلا مشورې پرته له طالبانو سره داسې یوې شرموونکې نتیجې ته رسېدل چې د افغانستان د خلکو دومره قربانۍ ضایع شي به امریکا په نړۍ کې مخ تورې کړي او افغانستان به د لسګونو کالونو لپاره د ولسواکۍ له امتیاز نه بې برخې کړي. زه دا نه وایم چې طالبان دې بېخي هغسې په ډېران وغورځول شي لکه په ۲۰۰۱ کې چې وشول او هغه هم د امریکایانو غلطي وه لاکن داسې درجه ورکول چې د افغانستان اردو، پولیس او ملي امنیت دې چې مونږ د نړۍ والو په خیراتونو جوړ کړی دی د پاکستان په غوښتنه د طالبانو په لاس منحل کړای شي (د طالبانو د مرکچي شیرمحمد عباس ستانکزي په ویډیو کی چی نن په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده همداسې راغلي دي). امریکایانو ته زما مشوره دا ده چې پاکستان ته دې باج نه ورکوي بلکې فشار دې پرې راوړي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته هغسې کینوي لکه څنګه یې چی ګلبدین حکمتیار کیناوه او بیا د انتخاباتو له لارې د خپلې ډلې لپاره سیاست وکړي. د ولسمشر اشرف غني د تیر کال د سولې لار نقشه د سولې لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی. له شوروي اتحاد سره په جګړه کی پیسې د امریکایانو او عربانو مصرف شوی او سرونه په کې د افغانانو توی شول خو بله ورځ چې خبره د حساب راغله د پاکستان لومړۍ وزیرې بی نظیر بوټو په سعودي عربستان کی یوه کانفرانس ته وویل چی پاکستان هغه اسلامي قوت دی چې کمونیزم او بې دینۍ ته یې ماتې ورکړه. که دا کیسه همداسې روانه وي، تاسو به وګورئ چې بله ورځ د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه ووایي چی امریکا ته هغه ماتی ورکړه چی دا به د امریکا لپاره یو تاریخي شرم وګرځي او ټول غرور به یې له خاورو سره خاورې شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2