Categories

اعلان

Loading…

د رسمي نکاح ارزښت | ليکواله: نسیمه باري

کورنۍ د ټولني اساسي واحد دی چي د نر او ښځي د واده په وسیله جوړېږي. واده د دوو خواوو تر منځ عقد يا تړون دی چي د دې تړون له مخي دواړه خواوي يو شمېر حقوق او مسئوليتونه لري. په پرمختللو هيوادونو کي نکاح په ځانګړې دولتي اداره کي په رسمي ډول ثبت کېږي، خو په افغانستان کي اکثريت نکاح په شفاهي ډول وي چي د ګڼ شمېر ستونزو سبب کېږي.

د افغانستان په محکمو کي اکثريت دعوې کورنۍ وي چي يوه لويه برخه یې ميراث او طلاق دی. څرنګه چي د دعوې له دواړو خواوو سره نکاح خط نه وي، نو دغه ډول دعوې ډېري پېچلي او حل او فصل کېدل يې ډېر ګران کار وي، له همدې امله ډېر وخت نيسي او د دې تر څنګ فساد ته هم لاره اواروي.

که موږ نکاح په رسمي ډول ثبت کړو او نکاح خط ولرو، نو په راتلونکي کي به له ډېرو ستونزو څخه خوندي يو چي له دې جملې څخه يو يې هم جبري ودونه دي. په نکاح کي يو اساسي شرط ايجاب او قبول دی، که نکاح رسمي وي، نو قاضي هيڅکله جبري نکاح ته اجازه نه ورکوي او نه داسي نکاح رسمي کوي چي يو اړخ ناراضه وي، خو اوس چي نکاح شفاهي بڼه لري، نو موږ د زرګونو جبري ودونو شاهدان يو او په دې اړه په رسنيو کي هم ډېر راپورونه خپاره سوي دي.

  رسمي نکاح د جبري ودونو د مخنيوي تر څنګ د هغو طلاقونو مخه هم نيسي چي پر عدالت نه وي ولاړ او که ښځه له نارينه څخه طلاق (طلاق خلع) غواړي، نو د رسمي نکاح خط په صورت کي دا طلاق اسانه کېږي، خو د شفاهي نکاح په صورت کي د ښځي لاس او پښې تړلي او له خپل مېړه څخه طلاق اخيستل ورته ګران کار دی.

 دغه ډول که کوم نارینه يوه ښځه له کوم جرم او ګناه پرته طلاقوي او يا تور په پوري کوي، نو ښځه له خپل حق څخه دفاع نه سي کولای، آن دا چي دا هم نه سي ثابتولای چي دا یې مېرمن ده، همدا شفاهي نکاح ده چي پر ښځو باندي ډول ډول تاوتريخوالي ته يې لاره اواره کړې ده.

په افغانستان کي د ماشومانو ودونه يوه بله لویه ستونزه ده چي دا ستونزه هم له شفاهي نکاح څخه راپيدا سوې ده. موږ د داسي نجونو او هلکانو د نکاح شاهدان هم يو چي لا تر اوسه نه دي زېږېدلي، داسي ناوياني مو هم ليدلي چي واده نه پېژني، جنسي بلوغ ته نه وي رسېدلې او لا د نورو ماشومانو غوندي له ناوکيانو (نانځکو) سره لوبي کوي. څرنګه چي دغسي ماشومي نجونيخپل مېړه له جنسي پلوه نه سي راضي کولای او د کور په تنظيم او اداره هم نه پوهېږي، نو له همدې امله د مېړه او خسرګنۍ له خوا زور زياتی ورسره کېږي، خو که چېري د نکاح رسمي کېدل جبري سي، نو خلک مجبوره دي چي د نکاح لپاره محکمې ته ورسي او په محکمه کي قاضي هيڅکله هم د نابالغ هلک او نابالغي نجلۍ نکاح نه ورتړي.

له ښځو سره د تاوتريخوالي په لړ کي يو هم د نارينه وو څو ودونه دي. کله نارينه يوه يا څو ښځي لري، خو نجلۍ ته ځان مجرد معرفي کوي او هغه تېرباسي، ځينو نارينه وو  د هوس له مخي يوه يا څو ښځي طلاقي کړي او دا کار يې اوس په عادت بدل سوی وي. داسي مکرجني او فريبکاره ښځي هم سته چي له يوه هلک سره يې واده کړی، يوه اوونۍ وروسته له کوره تښتېدلې او د کور پيسې او سره زر يې له ځانه سره وړي دي، بيا يې په يوه بل ولايت کي له بل چا سره واده کړی او هغې کورنۍ ته یې هم دې ته ورته فریب ورکړی دی، په همدې ډول يې څو کورنۍ لوټ کړي دي، خو که چېري نکاح او طلاق رسمي وي، نو خلک به د نکاح لپاره محکمې ته ورځي، په محکمه کي قاضي اسانه پوهېدای سي چي دا سړی مجرد، متاهل، کونډ او  که طلاقي دی، په دې صورت کي دواړو خواوو ته يو د بل اصليت ورمعلومېږي او د فریب او تېر ايستلو مخه نيول کېږي.

رسمي نکاح دا ګټه هم لري چي ښځه له دې لاري خپل راتلونکی او حقوق تضمينوي، مثلا ښځه کولای سي پر مېړه دا شرط کښېږدي چي بل واده به نه کوي، ورته ووايي چي که یې بل واده وکړ او ما غوښتل، نو ما به طلاقوې. دغه ډول خپل مهر هم په نکاح خط کي ثبتولای سي، آن دا چي دا هم کولای سي چي د خپل مهر (کور، باغ، ځمکه) د ملکیت سند هم په نکاح خط کي درج کړي.

په افغانستان کي د ميراث له حق څخه د  ښځو محروميت يو عام ناوړه دود او يوه جدي ستونزه ده. کله چي يوه ښځه کونډه سي، نو د خپل مېړه ميراث نه سي تر لاسه کولای او که يې ترلاسه هم کړي، نو بايد کلونه کلونه منډي ووهي، د دې ستونزي دليل دا دی چي هغه هيڅ ډول سند په لاس کي نه لري، ډېري بېوزله کونډي سته چي خسرګنۍ يې جايداد لري، خو دوی ته د خپلو مېړونو د ميراث حقوق نه ورکوي، آن دا چي دوی يې له اولادونو سره یو ځای له کوره شړلي وي، خو که يوه ښځه رسمي نکاح خط ولري، نو د محکمې له لاري د خپل مېړه د ميراث حق اسانه ترلاسه کولای سي.

کله چي کوم سړی او مېرمن يې کومي خوا ته ګډ سفر کوي، نو يوازينی سند رسمي نکاح خط دی چي د دوی محرميت ثابتولای سي، که نکاح خط و نه لري، نو پوليس حق لري له هغوی څخه پوښتنه وکړي چي دوی يو د بل څه کېږي، که چېري موږ نکاح رسمي کړو، نو هلک او نجلۍ به د هوس او زنا لپاره له کوره نه تښتي او د زنا کولو مخه به ونيول سي، ځکه هلک او نجلۍ به وېرېږي چي پولیس خامخا نکاح خط ځني غواړي، خو اوس په سفر کي د مېړه او مېرمني او پرديو خلکو تر منځ توپير نه کېږي.

څرنګه چي په افغانستان کي له څو لسيزو راهيسي جګړه روانه ده، نو ډېری افغانان بهرنیو هيوادونو ته کډه سول او اوس هم دا بهير دوام لري، کله چي کوم افغان بهرني هيواد ته ځي، نو هغوی خامخا نکاح خط ځني غواړي او بيا وېزه ورکوي.

څرنګه چي له شفاهي نکاح څخه ګڼ شمېر ناخوالي سرچینه اخلي او پر ښځو باندي زورزياتي ته لاره اواروي، نو بايد د افغانستان دولت د نکاح رسمي کول جبري کړي او پخواني ودونه هم ثبت کړي. څرنګه چي عام خلک د رسمي نکاح په ارزښت نه پوهېږي، نو بايد حکومت خلکو ته پوهاوی ورکړي، په دې ډول به هغوی د رسمي نکاح په ګټو پوه سي او رسمي نکاح ته به په خپله خوښه غاړه کښېږي. بايد دولت د نکاح رسمي کولو شرايط اسانه کړي، کېدای سي چي د مسجدونو ملاامامانو ته جوازونه ورکړي چي د محکمې له شرایطو سره سم تحريري نکاح خطونه جوړ او بیا يې په محکمو کي ثبت کړي، خلک بايد د مسجدونو ملاامامانو ته د دې کار په مقابل کي يوه اندازه فیس ورکړي او ملاامامان به د زوجينو او محکمې تر منځ پل وي، ځکه ملامامانو به مخکي لا د رسمي نکاح شرايط پوره کړي او خلکو ته به يې په دې اړه پوهاوی ورکړی وي. څرنګه چي د افغانستان تقريبا ټول خلک مسلمانان دي، نو د مسجد له لاري خلکو ته د رسمي نکاح خط په اړه پوهاوی ورکول ډېره ښه نتيجه لري.

1,735 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

5 comments

  1. ع عبدالله Reply

    آغلی نسیمه باري خوری الله ج دیی آجرونه درکړی، ډیره پر ځای او آهمه لیکنه دي کړیده. بلی رسمی نکاح خط ډیر اړین دی.

    کله چه څوک واده کوی نو لمړی باید یوه رسمی پاڼه (د نکاح لپاره) د ولسوالی یا په بازار کی دعریظه لیکونکو څخه واخلی. کله چه د واده په شپه یا ورځ ملا صاحب نکاح تړی، نو په دغه رسمی نکاح خط پانه کی دي د ملا او شاهدانو نومونه ولیکی او وروسته دي دغه نکاح د ولسوالی په مربوطه کتاب کی درج کړی.

    که د واده په لمړی ورځ دغه کار ونکړی، نو شاید وروسته د دغه رسمی نکاح خط د ترلاسه کیدو په خاطر د ډیرو ستونزو سره مخامخ شی.
    مثلا تاسولس کاله پخوا په مهاجرت (پاکستان او ایران) کی واده کړیدی، یا تاسو په کوم بل ولایت کی واده کړیدی. خو اوس تاسو په مرکز یا کابل کی اوسی او سمدلاسه مو نکاح خط ته ضرورت پیداشو. نو تاسو اوس لمړی خپل اصلی نکاح خط نشی جوړولای ځکه نه به هغه ملا وی، نه به هغه د نکاح شاهدان وی او حتی د خپلی نکاح شرعی مهر به درته هم په یاد نه وی او داسی نور……

    نو اوس به د نکاح لپاره اقرار خط جوړوی. نو د نکاح اقرار خط لپاره به اوس په ډیرو پیسو د دروغو ملا او شاهدان پیدا کوی، بیا به وکیل د ګذر، بیا به ناحیی، بیا به محکمی او نورو ادارو ته مخه کوی تر څو دغه ټول خلک ووای چه بلی صاحب دا ښځه د ده ده. او داسی نور

    والسلام

  2. غلام حضرت Reply

    پر مدنی او دینی اصولو بناء یوه نېکه او ګټوره سپارښتنه ده
    آفرین د نسیمی جانی پر ظرافت او پوهی
    خو دا ډول سپارښتنی او توصئې او ګټور پیشنهادونه به فقط او فقط د یوه غښتلی مرکزی او یا حد اقل یوه صالح او وولسی او قانونمند حکومت تر سیوری لاندی عملی شی چي هیله ده زموږ ټولنه دا ډول صالح حکومت لمس او احساس کی

  3. هارون حسین خیل Reply

    اسلام علیکم ورحمته الله

    نسیمه باری صاحبی ډيری ښی موضوع ته مو په هر اړخیز ډول اشاره کړی او بشپړه مو څیړلی ده
    کور ودان مننه چه جامعی ته مو ستر خدمت کوۍ د لا بریا په هیله

  4. Zahra Zafar Reply

    څرنګه چي په افغانستان کي له څو لسيزو راهيسي جګړه روانه ده، نو ډېری افغانان بهرنیو هيوادونو ته کډه سول او اوس هم دا بهير دوام لري، کله چي کوم افغان بهرني هيواد ته ځي، نو هغوی خامخا نکاح خط ځني غواړي او بيا وېزه ورکوي.

  5. abdulwali Reply

    دیره مننه نسیمه جانی عالی دی لیکلی وو دیر عالی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2