Categories

اعلان

Loading…

ډاکټر غني او ډاکټر نجيب، طالبان او مجاهدين

د سولې نن او پرون

اجمل درمان

د شهيد ډاکټر نجيب الله د وخت سوله او د مجاهدينو سر زوري، او د ډاکټر غني سوله او د طالبانو سر زوري يو شان دي. دلته ما د ډاکټر نجيب او ډاکټر غني د سولې د هڅو او د مخالفينو پرتله کړې ده

  1. ډاکټر نجيب الله هم چپی و او د جهاديانو له ډلې نه و، او ډاکټر غني هم جهادي نه دی
  2. هغه ولسمشر هم پوه، د لوړو زده کړو خاوند او علمي څېره وه او اوسنی ولسمشر هم پوه، د لوړو زده کړو خاوند او علمي کدر دی
  3. ډاکټر نجيب د حکومت مخالفانو هم ځانونه مجاهدين بلل او د ډاکټر غني وسله وال مخالفان هم د جهاد نغاره ډنګوي
  4. د ډاکټر نجيب مخالفانو هم جهاد د وسيلې په توګه استفاده کړ، افغانستان يې لوټې لوټې او پاکستان ته محتاج کړ، او نن د ډاکټر غني مخالفانو هم د جهاد په نوم د پاکستان، روسيې، ايران او چين د ګټو جګړه روانه کړې چې حکومت يې پاکستان ته د سولې په نوم عذر او زارۍ ته مجبور کړی دی
  5. هغه مهال مجاهدينو ويل چې د ډاکټر نجيب حکومت ګوډاګی دی او اوس طالبان هم وايې چې ډاکټر غني ګوډاګی دی
  6. هغه مهال مجاهدينو ويل چې روسيه مو ماته کړې او په خپل زور فاتحانه کابل ته ننوځو، اوسمهال طالبان هم وايې چې امريکا مو ماته کړې او فاتحانه کابل نيسو
  7. هغه مهال د مجاهدينو د سرزورۍ له امله ولس په لسګونه زره شهيدان او معلولان ورکړل او نن ورځ د طالبانو د سرزورۍ له امله ولسونو په زرګونو شهيدان ورکړي او لا هم دا لړۍ روانه ده
  8. هغه مهال چې روسيه د ډاکټر نجيب الله په هڅو له افغانستانه ووته نو مجاهدينو ويل روسان مو مات کړل او نن که امريکا وځي نو طالب به وايې چې امريکا ته ماتې ورکړه
  9. هغه مهال چې روسان ووتل نو مجاهدين د خلکو په اوږو سپاره شول او تر ننه د جهاد په نوم امتیاز اخلي، او سبا چې امريکا ووتله نو طالبان به هم د خلکو په اوږو سپاره وي او دوی به هم څو نسلونه له خلکو او حکومته د جهاد په نوم امتياز اخلي
  10. مجاهدينو چې له نجيب سره سوله ونه کړه او روسان ووتل نو په خپل منځ کې ښکر په ښکر شول او د غني د حکومت وسله وال مخالفان هم غني سره سوله نه کوي او که امريکا ووځي نو په خپل منځونو کې به سره غوښه او چاړه شي.

 نکته: تحليل مې وکړ خو پام چې ټاپې راباندې ونه وهئ، کمونيست نه یم، خو حقيقت ته حقيقت وايم او تل به د ولس د ويښتيا لپاره مې هڅو دوام ورکړم.

1,390 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2