Categories

اعلان

Loading…

له چا وژاړم او چاته وژاړم ! لیکوال سیدرحمن فقیرزی

له چا وژاړم او چا ته وژاړم؛ دا خبره د مولوي احسان الله احسان په نوم د  یوه طالب چارواکي ده چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې  په کابل کې د مجاهدینو د بري د ورځې د نمانځلو پر مهال کړې وه  . د هغه دا وینا  په یوې کسټ کې ثبت شوې وه  او خدای زده څنګه دا کسټ تر ما هم رارسیدلی وه ؛ مابه  هر وخت به  دا کسټ اوریده ؛ خوند به مې ترې اخیست ؛ خوند یې په دې کې و چې  ښاغلي احسان الله  ډیر  ولولیز او احساساتي غږیده او له هرې خبرې سره به یې سړي داسې انګیرله چې که زه دومره په لوړ غږ  خبرې وکړم نو ښايې ستونی مې څو کوکه وخوري.

مولوي احسان الله احسان چې څومره ژبور و هومره پيژندل شوی طالب چاروکی هم و .

نوموړی هم په داسې یوه پېښه کې چې استاد سیاف یې غدر بولي په مزار شریف کې ووژل شو؛ او د وخت ګنګوسې خو دا وې چې  د عبدالعلي مزاري تر قبر یې اوه ځلي  تاو راتاو کړی و او بیا یې پر غاړه چاړه ورته را تیره کړې وه نور نو و الله اعلم .

زه  هغه وخت  ژڼی وم ما به داسې فکر کاوه چې یو ملا) د هغه وخت سیاستوال (باید همدومره په لوړ غږ خبرې وکړي  او د چا چې هر څومره غږ لوړ وي نو هغومره  پوخ سیاستوال دی .

خو اوس به مې  د سیاستوال په تړاو فکر بدل شوی وي خو د هغه دا خبره مې اوس هم پر زړه حک ده چې ویل یې له چا وژاړم او چاته وژاړم .

 مولوي صیب احسان دا خبره  هغو جهادي مشرانو ته په خطاب کې کوله  چې له خپل برې وروسته یې له هیڅ نادودې مخ وانه ړاوه .

هغو ی چې مجاهدین بلل کیده  ؛ یایې د مجاهد له نامه نه ګټه اخیسته کابل وران کړ ؛او ویل کیږي چې په خپل منځي نښتو کې یې  د شپیتو زرو کابلیانو ژوند واخیست ؛ او آن داسې فلمونه خو یې اوس هم په نړیوال جال کې موندل کیدای شي چې یوه میرمن  د مجاهدینو په نوم کسانو له خوا د خپلې خور د بې پته کیدو خبرې کوي او دهغې په وینا د کورنیو د غړو په مخ کې مجاهدینو  ورسره بې ناموسي کړي ده .

ښایې مولوي صیب احسان به له ټولو هغو نادودو خبرو و چې په پیښلیک کې د مجاهدینو په نوم کښل شوې دي.

ښاغلي مولوي احسان په خپلې دې وینا په یوې برخه کې په زوټه ویل:

ای  شهیده کاش  چې تا له قبر څخه سر راپورته کړي واي هغه نظام چې تا یې د ټینګښټ لپاره قرباني ورکړې وه لیدلي واي .

خو نن تاریخ بیرته تکراري نن مولوي احسان الله شهید بلل کیږي او زه د خپل بې وسه قلم له لارې  دی مخاطب کوم چې:

ای کاش چې تا خو له خپل  ورک قبر نه سر را اوچت کړی واي او پر هغو جوماتونو دې بریدونه لیدلي واي چې تا به د یوه چاروکي په توګه په کې په خورا ځواک سره خبرې کولې او داسې څوک نه و چې ستا د غږ ازانګي دې یې پر غوږ بدې  ولګیږي ځکه د خدای په کور کې کرکه ځای نه لري  او  هلته شیطان هم داسې وي لکه  دریمه کلیمه دې چې پر چوف کړې وي .

مولوي صیب احسانه !

تاخو شهید ته د خپل بري خبر درلود او  د سر د پورته کولو غوښتنه دې ترې کوله.

تا د اسلام نښه سپین بیرغ باله  او ویل دې چې تر دې لاندې به اسلامي نظام واکمن کیږي ؛ خو زه نن تاته زیری نه بلکې د غم خبر لرم او زه تا ته وایم چې :

ای  کاشکي  تا یو ځل سر را پورته کړی وای او پر هغه اسلام  چې تا یې ځان ارماني باله  د بې هویتو له خوا لوبې لیدلې وای چې نانځکه یې ترې جوړه کړې او هره ورځ ډول ډول جامي ور اغوندي .

 ای کاش چې تا خو دا هرڅه یوځل په خپلو سترګو لیدلي واي !

کاش چې تا  خو د ځان په څير هغه ژبور دیني عالم  پټه خوله او  ګونګی  لیدلي واي چې تر پرونه یې خبرې دومره  تیزې وي چې ته به وا  اور ترې بادیږي .

ای کاش تا خو هغه دیني عالمان لیدلي واي چې له فتواګانو یې  د شمالي ولایتونو  د قوماندنانو مهرونه جوړ کړي ؛  پښتون ته نا چلیدونکی کاروي او نورو ته چلیدونکی .

 کاش تاخو  د اسلام پالو په نوم کسانو له خوا  هغه میګروفون  ټوټه ټوټه  لیدلای واي چې د اسلام غږ یې تر لرې لرې ځایونه رساوه او د خلکو ته به یې د پنځو وختونو د لمانځو سپارستنه کوله .

او بالاخره  کاش تاخو  پر هغې ورځ  او هغه هم په جومات کې کرکه  او دښمني لیدلای وای چې خدای یې د پخلاینې ورځ بولي.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *