Categories

اعلان

Loading…

فلسطین، اسرائیل او په منځني ختیځ کي روان ناورین

سیف الله څرګند  

دا یو تریخ او منل سوی واقعیت دی چې د اسرائیلو منځ ته راتګ او توان مند کېدل د منځني ختیځ د هیوادونو خود غرضي، خپل مينځې دښمني، د ورور د ورور په مقابل کي د انرژي مصرف کولو، او اسلامي ارزښتونو څخه د شخصي ګټو د تر لاسه کولو د وسیلې په توګه استفادې نتیجه ده چي نننی ایران او عربستان یې ښکاره مثال کېدای شي چي د اسلام څخه د دفاع په ځای یې د سوني او شعیه په مرګ او ژوند پسې اخیستي لکه په سوریه او یمن کي په بل سوي اور تېل پاشل. اسرائیل به هیڅ کله هم ننني حالت ته نه وای رسېدلي که اسلامي هیوادونه یو د بل د بر بادي نه وای غوښتې؛ اسرائیل تقريباْ د فلسطین په خاوره د اسلامي هیوادونو او په تېره بیا د منځني ختیځ د هیوادونو د بې غوري او خپل منځي ستونزو له امله او په لومړي سر کي د برېتانیا او بیا ورسته د امریکا د ټینګ ملاتړ په نتیجه کي د (Zionism) صهیونیت د نظریې پر بنسټ په 1946م کال کي منځ ته راغی.

منځنی ختیځ او فلسطین تر رومي امپراتوري پوري

د منځني ختیځ پراخه تاریخي او کلتوري سیمه د اسیا د لویې وچې په سهیل لوېدیځ او د افریقا د لویې وچې په شمال ختیځ کي پرته ده.

د ننني منځني ختیځ هیوادونه عبارت دي له بحرین، ایران، عراق، فلسطین، اسرائیلو، اردون، کویټ، لبنان، عمان، قطر، سعودي عربستان، سوریه، ترکیه، متحده عرب امارت او یمن خو  کله، کله مصر چې افریقا یې هیواد ده د خپل جیوپولیټیک اهمیت له امله په منځني ختیځ کي شمېرل کېږي. د نړۍ په سلو کي پنځه شپېته (65%) د تېلو زېرمي په منځني ختیځ کي دي؛ د منځني ختیځ هیوادونه ښه اقتصاد، سوکاله او د لوړې سطحي ژوند لري خو ځینې هیوادونه لکه یمن پکې د غور بت او بېوسه ژوند لري.

منځنی ختیځ د تاریخ په اوږدو کي د خونړيو جګړو شاهد ده چې دا جګړې د عربو او اسرائیلو تر منځ، د فارسیانو او عربو تر منځ او خپله د فلسطین او اسرائیلو تر منځ پېښي شوي دي.

په منځني ختیځ کي د اختلاف اصلي ټکی د فلسطین د یو خپلواک دولت په رسمیت پېژندلو موضوع ده چې تر اوسه نه د حل شوي؛ د فلسطین او اسرائیلو تر منځ شخړه د ځمکي په سره د چې 10000 ml2پراخوالي لري او د مدیتراني سمندرګي په ختیځ لور کي پرته ده؛ د همدې ځمکي په سلو کي 78% برخه د اسرائیلو د دولت په مشخصو شو پولو په داخل کي راځي او پاتې 22% یې بیا په دوه برخو وېشل شوي ده چي نمیه برخه یې اسرائیلو په 1967م کال کي په شپږ ورځني جګړه کي لاندي کړي او پاتې نیمه برخه یې د فلسطین تر واک لاندي ده.

د غزې تراډه چي تر ډېره د ستونزو د را ولاړېدو مرکز ګرځېدلی ده په منځني ختیځ کي له اباد او مهمو سیمو څخه شمېرل کېږي، 141 ml2 پراخوالي لري‎ د اسرائیلو د سهیل لوري ته پرته ده او ډېره برخه یې د فلسطین تر واک لاندي ده او په ځینو برخو یي اسرائیلو حاکم دي.

په منځني ختیځ کي لومړی مدنیت د نیل سمندرګي او شاوخوا سیمو کي مېشت سوی وو چې له مذهبي اړخه لومړی د جودایزم چې له مېلاد څخه دیارلس پېړۍ مخکې خلکو د دین په توګه منلی وو، او له اولې تر څلورمې پېړۍ عیسویت او له اوومې پېړۍ را ورسته بیا د اسلام سپېڅلی دین ده.

د ځینو روایتونو په اساس د منځني ختیځ سیمو ته لومړی د (Phoenicians) قبیلې اړوند خلک راغلي او دا سیمه یې د (Canaa) په نوم نومولې ده او بیا دا سیمه اسرائیلو لاندي کړه؛ او له میلاد څخه زر کاله مخکې داوود (ع) راغي او بیت القدس یې فتح کړ؛ چې تر اوسني اردون پورې په ټول سیمه یې واک درلود. د داوود(ع) د زوی سلیمان (ع) تر مرګ ورسته بیت القدس د یهودو پلازمېنه سوه او دلته یې خپل عبادت ځایونه جوړ کړل او په همدې سیمه یې تر 133میلادي کال پوري واکمنې درلوده.

په 586م مېلادي کال کي بابیلونېانو (Babylonians)(له اوسني عراق څخه سر راپورته کړ) بیت القدس ونیو او د حضرت سلیمان (ع) معبد را ویجاړ کړ او یهودیان  یې له خپلو کورنو څخه پسې واخیستل خو په غالب ګومان سره پنځوس کاله ورسته د بابیلونیانو امپراتوري د پارسیانو له خوا له منځه ولاړه او بېرته یې یهودیانو ته اجازه ورکړه چي بیت القدس ته راشي او خپل کورونه له سره اباد کړي او یهودیانو همداسې وکړل؛ خو څه باندې دوه سوه کاله ورسته د پارسیانو امپراتوري د لوی سکندر له خوا ړنګه او سیمه یې تر خپل واک لاندي راوسته.

له میلاد څخه 323 کاله مخکې لوی سکندر مړ شو او امپراتوري یې د جنرالانو تر منځ سره تقسیم سوه چي د بیت المقدس اړوند سیمو باندې د (Seleucus) په نوم یو جنرال امپراتوري جوړه کړه چي تر راتلونکو دوه سوه کالو پورې یې دوام وکړ.

په ۱۶۷ قبل المیلاد کي یهودیانو د مکابین (Maccabean) تر مشري لاندي  پاڅون وکړ او پر فلسطین باندې یې د (Seleucus) په لاس جوړه شوې امپراتوري پای ته ورسوله؛ د نږدې سیمو واک یې په لاس کي واخیست؛ د رومي امپراتوري ملاتړ یې اعلان کړ  او بیت المقدس یې خپله پلازمېنه وټاکله چې تقریباْ تر 61م قبل المیلاد پورې یې دوام وکړ.

فلسطین له رومي امپراتوري څخه تر عثماني امپراتوري پوري

تر میلاد 61 کاله وړاندي روميانو په بیت المقدس او شاوخوا سیمو باندې حمله وکړه او تر خپل واک لاندي یې را وستې او د یهودو ډېر ځایونه یې وران کړل؛ د وخت په تېرېدو سره یهودیانو څو ځله پاڅونونه وکړل خو د رومي امپراتورۍ له خوا په شا وتمبول شول چې په نتیجه کي په 135م میلادي کال کي رومیانو یهودیان له بیت المقدس څخه وشړل او  دا سیمه یې د Palastina په نامه ونومول؛ Palastina کلمه چې له Herodotus له کلیمې څخه اخیستل شوی ده او سوریه جنوب برخې ته وایې.

رومیانو په فلسطین باندې تر څلورمې پېړۍ پوري کنټرول درلود چې په دې وخت کي د روم په مستعمرو کي د عیسویت دین مخ په خپرېدو و چې فلسطین او هلته مېشت یهودیان یې هم تر تاثیر لاندي راغلي وو؛ په فلسطین د رومي امپراتوري واک نور دوام پیدا نه کړ او د بیزانس امپراتوري یې ځای ونیو.

په اوومه میلادي پېړۍ کي له سعودي  عربستان څخه د اسلام د خپرېدو خوځښت پیل شو؛ چې په پایله کي یې بیت المقدس په 638م میلادي کال کي د اسلام د دوهم خلیفه حضرت عمر فاروق رض له لورې فتحه شو.

مسلمانانو دا سیمه تر 1900مو کلونو پوري وساتله؛ اکثریت وکړو یې د اسلام دین منلی و خو د نورو دینونو پېروانو ته هم د عبادت اجازه ورکول کېده.

دې ښاد ته مسلمانانو ځانګړی احترام درلود؛ ځکه حضرت محمد ﷺ له مدینې منورې څخه په براق باندې بیت المقدس (الاقصی مسجد) او بیا معراج ته ولاړ.

سبحان الری اسر بعبده الیلا من المسحد الحرام الی المسحد الاقصی. الذی برکنا حوله لنریه من ایاتنا انه سمیع بصیر. (الایه)

بیت المقدس تر اخیره د عربو په لاس کي نه وو؛ په 1071م میلادي کال کي ترکي سلجوقیانو ونیو خو 30 کاله ورسته اروپا عیسویانو د مصري فاطمېانو ( شیعه مذهب لاروۍ ډله وه) په مرسته د یو ائتلاف په ډول بیت القدس ونیو؛ خو اروپایی عیسویانو په کړو وعدو وفا ونه کړه او تړون یې مات کړ؛ د بیت المقدس واګي یې 1187م میلادي کال پوري په خپل لاس کې واخیستې.

اروپایي عیسویانو د مسلمان اتل صلاح الدین ایوبې څخه ماتې وخوړه او له بیت المقدس څخه و وتل؛ خو مسلمانو خپلې سیمي په سمه توګه ونه شو ساتلای او فلسطین ځینې برخې په مصر کي راپورته شوې پوځي ځواک ماملوکان په لاس کې ولیدې؛ خو ماملوکیانو په 1517م میلادي کال کي له عثماني امپراتوري له لوري د یو لړ جګړو په ترڅ کې مات شول او فلسطین د عثماني امپراتوري مستعمره و ګرځېده.

په 1798م کال کې د فرانسي پاچا ناپلیون بنابارت منځني ختیځ ته داخل شو او له مصري او عثماني امپراتوري له واکمنانو سره جګړې د دې سبب شوې چې ډېر فلسطیني وګړي خپلې سیمي پرېږدي او د فلسطین نفوس کم سې. فلسطینيانو د عثماني امپراتورۍ په ضد پاڅونونه او باغيتوب او نورو عربو او یهودیانو دعوت ورکول هم د فلسطینیانو په نفوس بده اغېزه وکړه؛ په 1880م کال کي په فلسطین کي د اوسېدونکو فلسطینیانو شمېره 24000 ته رسېده؛ په داسې حال کي چې د اصلې اوسېدونکو شمېره 400000 څلور سوه زره تنه ته رسېده.

د صهیونیزم منځ ته راتګ

نولسمه پېړۍ هغه وخت و چې د یهودانو ازادي منل سوې وه او یهودو د ملت پالني هڅې شروع کړي وي او پیل یې د صهیونیستانو لومړي لیکنه وه چي په 1840م میلادي کال کي خپره سوه؛ په 1897م میلادي کال کي صهیونیسټانو لومړۍ ټولنه جوړه کړه چې دا په حقیقت کي لومړي صهیونیسټي کانګرس وو چې مشري یې Theodo Re Herzl کوله.

لومړۍ نړیوالې جګړې د فلسطین په روانو او راتلونکي حالاتو ډېر منفي تاثیرات لرل. عثماني امپراتوري د جرمني په ملاتړ د اطریش او هنګري په خلاف په جنګ کي ګډون وکړ او د ترکي حاکم ترکي پوځي امر وکړ چي له ترکي به ټول بهرني اوسېدونکي شړي چې په دي وخت کي په ترکیه کي ډېر روسي یهودیان اوسېدل چې ډېره برخه یې فلسطین ته ولاړه. له بل پلوه د جنګ په جریان کي د برتاني له لوري د عثماني امپراتوري د کمزوري کولو او له منځه وړولو لپاره د هندوستان له مسلمانانو، په روسیه کي د اوسېدونکو مسلمانانو، د فلسطین له اوسېدونکو او په ټوله کي د ټولو عربو څخه په چل او فریب کي استفاده وشوه چې د سایکس پیکو Sykes-Picot Agreement یې لوی مثال ده. برتانې له ټولو عربو سره د فلسطین د ازادي وعدې تر پښو لاندي کولو تر څنګ د یهودو د ځای په ځای کېدو او هغوي ته د نړیوال شهرت او حیثیت په ورکولو کي له هیڅ ډول کومک او مرسته څخه ډډه ونه کړه؛ چې په دغه لار کي د شریف حسین چې د فلسطین اوسېدونکي و یادولی شو چې عثماني امپراتوري په خلاف یې حرکت وکړ چې ګوندي برتانیه به د منځني ختیځ د عربو خپلواکي ومني خو برتانیه لویه جفا ورسره کړه.

دوهم نړیوال جنګ د نورو تاثیراتو تر څنګ د منځني ختیځ په جغرافیه هم خپل تاثیرات لرل؛ د دوهم نړیوال جنګ له پای ته رسېدو سره سم (League of Nations) عثماني امپراتوري په برخو ووېشله په داسې حال کي چې دا وېش تر یو ډول فشارونه لاندي سرته ورسېده لکه برتانیا  کوښښ کوي چي فرانسه له فلسطین څخه لري وساتي او وېش د بالفر د تړون په اساس وشي. عرب بیا له دې وېش څخه ځکه نا خوښ وو چې فلسطین یې د عربو اصلي ملکیت ګاڼه دا خبره ورته د منلو وړ نه وه چي په یهود دي په فلسطین کي د یو ملت په توګه کور جوړ کړي؛ عربو غوښتل د فلسطین تر نامه لاندي سيمه  دي د سورئی تر ولکې لاندي راسي خو په هر حال د امریکا ولسمشر ویلسن بیا د سيمي د اوسېدونکو نظر ته اهمیت ورکولو غوښتونکی وو.

د شلمې پېړۍ په درېمه لسیزه کي د عربو ملیتونو په بیت المقدس، هبرون، حیفا او جفا ښارونو کي د یهودو په وړاندي څو ځلي پاڅو نونه وکړل  چې د بیت المقدس مفتي حاجي امین الحسیني او عارف العارف چې د فلسطین یو وتلی ژورنالیست و شامل وو. پاڅو نونه د بیت المقدس ازاد ساتلو او په اسلامي ځایونو د بریدونو د مخنیوي په نیت ترسره شول چې په نتیجه کي یې تقریبآ ۵۰ زره یهودیان له سېمې څخه کډه شول؛ خو له دې سره، سره له پولینډ او جرمني څخه ډېر یهودیان د سر پنا په نیت سېمې ته راتلل.

له دې څخه داسې معلومېږي چې یهودیانو په نوره نړۍ کي ريښتوني دوست نه درلود او د اسرائیلو  هیواد منځ ته راتګ د یهودیانو د ډېر مجبوریت او ځان ته د کور پیدا کولو لپاره د سختي مبارزې پایله وه خو اسرائیلو ته د کور په پیدا کولو کي د برتانیې او امریکا کومک د پام وړ ده.
د حسیني د کورنۍ تر مشري لاندي واړه پاڅونونو جریان درلود خو په مقابل کي یې اسرئیلو هم په ځوابي شکل ترورونه کول بمونه به یې پټول او په ښارونو او عوامو خلکو به یې بمونه غورځول.

د Peel کنفرانس چي په 1937 کي جوړ شو او Wood Head  کنفرانس چي په 1938 م کال کي جوړ شو یو طرحه وړاندي کړه چي فلسطین دي په دوه برخو ووېشل شي لویه برخه دي عربو او کوچني برخه دي یهودیانو ته ورکول شي؛ یهودیانو طرحه منله خو عربو رد کړه او په 1939 م کال کي سپینې ماڼۍ د White Paper په نامه یو فرمان صادر کړ هر کال به 15000  تنه یهودیان فلسطین ته راځي او دا لړې به تر پنځو کالو پوري ادامه پیدا کوي خو بل پلو د عربو مخالفتونو همداسې جریان درلود.

له برتانیې څخه د عربو د غوښتنې او فشار برتانیه مجبوره کړه ترڅو دا موضوع ملګرو ملتونو ته وړاندي کړي؛ ملګرو ملتونو د  فلسطین د ستونزې د حل لپاره د (UNSCOP) په نوم سیمې ته یو پلاوی ولېږه او سیمه یې په دوه برخو ووېشله او پرېکړه یې وکړه چي بیت المقدس به د نړیوالې اداري تر کنټرول لاندي پاتې کېږي. یهودو دا پرېکړه ومنله خو عربو د تېر په څېر د رد ځواب وکړ خو د عربو د منفي ځواب سره، سره دا طرحه د ملګرو ملتونو په قانون کي اضافه او عملي شوه. د یو سروي له مخي دا وخت په دي سیمه کي 2,1 ملیون عرب او شپږ سوه زر یهود اوسېدو.

دا هغه وخت دي چي د مظلومو فلسطینیانو په زړه کي خنجر لاري جوړې او اسرائیل د غربې نړۍ په مرسته خپل مقصد ته رسېږي د عربو مخالفتونو جریان درلود چې په پایله کي عربو سر مشرې زي د حاجي امین الحسیني په مشري یو اعلامیه خپره کړه چي د فلسطین د ازادېدو غږ یې اوچت کړو خو تور سیاست خپل کار کړی وو او هرڅه د پردې شاته حل او فصل شوي وي. د اردون مشر ملک عبدالله د ځینو امتیازونو په مقابل کي له اسرئیلو سره پټ تړون لاسلیک کړی وو چې اسرائیل برید چي په West Bank او  ځینو نورو سیمو یې کوي پټه خوله پاتې کېږي؛ بل لور ته سورئي خپلې پولي ته څېرمه د یهودو او فلسطینانو د ځینو سیمو په ځان پسې تړلو ته سترګي خیشتې کړي وې.

حالت همداسې پاتې نه شول د ملګرو ملتونو د 181 نمبر ماهدې له لاسلیک څخه ورسته د فلسطین د خپلواکې لپاره جګړې زور واخیست چې په دې وخت کي دوو جنګي ډلو یو د حاجي امین الحسیني او بل فوزی الکاکجی تر نامه لاندی فعالیت کاوو. یادو ډلو په مختلفو برخو د حملو تر څنګ په بیت القدس هم خپله محاصره وساتله خو د 1947م کال د نومبر په اخیره کي محاصره پای ته ورسېده. د جګړې سوړوالی د وسلو جنګي کسانو کمبود وو خو په عین وخت کي د اسرائیلو یو  سازمان د هګانا په نوم د وسلو په برابرولو او عسکرو به روزلو بوخت وو تر څو د بیت المقدس د محاصرې د پای ته رسولو او خپلو سیمو د ساتلو څخه باوري سي چې په پای کي یې لومړني عملیات د 1500 کسه په درلودو سره د قسطل او کلونیه ښارونو په نیولو سره چې بیت القدس ته د نښلوونکې سړک په څنډه کي پراته وو او الحسینی په شهید کولو سره پیل کړل.

په 1947م کال کي چي کله برتانیاوی عسکر له فلسطین څخه وو تل امریکا له موقع څخه استفاده وکړه او د سیمي په چارو کي یې نور هم ځان داخل کړ. د 1948م کال د می په 14 تاریخ یهودو خپلواک دولت اعلان کړ او امریکا اولس مشر هاری ایس ترومن  په لس دقیقې کي په رسمیت و پېژانده.
په رسمي توګه د یهودو د دولت اعلان کول او د امریکا له لوري د همدې دولت په رسمي توګه پېژندل په مسلمانه خو په خاص ډول په عربي نړۍ کي یو ډول غبرګونونه را وپارول چې په پایله کي یې مصر او سورئې  په ځینو سیمو د Negev په شمول چې د معاهدي له مخه یهودو ته ورکړل شوي وي بریدونه وکړل او تر خپل کنټرول لاندي را وستې. اردون له یهودو سره په کړي وعده وفا وکړه او د یهودو په سیمو یې بریدونه ونه کړل خو مصر او سورئیه په ارام پاتې نه شول او بریدونو ته یې ادامه ورکړه چې په تلابیت کي د مصر له لوري ترسره سوي بریدونه لا تراوسه د اسرائیلو په زړه دي. په دې وخت کي یوځل بیا په بیت المقدس محاصره سخته شوه او په بیت المقدس کي مېشت خلک او د یهودو دولت تر سخت فشار لاندي راغی خو د یهودو دولت د Burma Road په نامه د یو بلي لاري له پرانیستلو ورسته محاصره پای ته ورسېده.

د 1948م کال د جون په میاشت کي یو اوربند وسو؛ اسرائیلو له دې اوربند څخه خپله اعظمي ګټه پورته کړه د اوربند په جریان کي د مختلفو ډلو په یوځای کولو سره  د I.D.F (Israel Defense Force) تر نامه لاندي تقریبآ 60000 کسیزه جنګي ډله جوړه کړه او په وسلو بار کښتۍ یې سیمي ته داخلي کړي. د اوربند په اوږدو کي د عربي نړۍ د نا همغږي له کبله فلسطین ته هیڅ هم ونه رسېدل ان چي له وسلو یو بار کښتۍ چي د فلسطیانو  د مرستې لپاره لېږل سوي وه په لاره کي د اسرائیلو له لوري محاصره او سورئی ته نږدې په اوبو کي غرقه شوه.

د اوربند له پای ته رسېدو سره سم جګړه پیل شوه په لومړي سر کي مصري او بیا د سورئي ځواکونه د ډېرو سیمو پرېښودلو او شا تګ ته اړ شول چې رام الله او ځینې نوري سیمي چي خورا ستراتیژیک موقعیت یې درلود د اسرائیلو په لاس ور غلې. د رام الله له نیولو څخه ورسته اسرائیلي ځواکونو ډېر فلسطین یان په ډېره بې رحمانه توګه ووژل او نور  زیات شمېر فلسطین یان یې په ډېر ظلم له خپلو کورونو وشړل. بیت المقدس ته په څېرمه ښارونو کي د تلابیت په شمول د فلسطینیانو کورونه وران او اوسېدونکي یې وشړل شول ځکه اسرائیلو نه غوښتل چي بیت المقدس ته په څېرمه سیمو کي فلسطینیان و اوسي.

د عدل تر نوم لاندي لویه بې عدالتي

په 1949 م کال کي د عربو په ماتي او اسرائیلو په بریا سره جګړه پای ته ورسېده. څېړونکي د اسرائیلو بریا د دوې په اتفاق، همغږي،  له وخت څخه په سمه ګټه اخیسته او د امریکا له مرستو څخه په سمه توګه ګټه اخیسته پوري تړي. د ملګرو ملتونو له لوري په لیکل سوي راپور کي راځې چې اسرائیلو هغه سیمي نیولي چي د ملګرو ملتونو د طرحې په اساس فلسطین ته ور کول کېدې او تر 78% زیاته سیمه یې اشغال کړي. د نیول شوي سیمو د بېرته ورکول کېدو په اړه هیڅ هڅه ونه شوه او نه هم بیت المقدس نړیوال اعلان شو. نه تنها چي د اسرائیلو له لوري سیمي لاندي سوي بلکې د مصر او اردون له لوري هم د غزې تراډه او West Bank  په ګډون ځینې سیمي ونیول شوې. د 1949م او 1949م کال په اوږدو کي (762000) تنه فلسطینیان د اسرائیلو له لوري له سیمي څخه وشړل شول. اسرائیلو د یو لاسپوڅي کمیسون په مرسته خپلې پولي وټاکلې خو به نړیواله کچه نه دي منل شوي. په سیمه کي د ارامي راوستلو لپاره د ملګرو ملتونو له لوري د اوربند په شمول تش په نامه یوڅه هڅې و شوې خو د مهاجرو د بېرته ستنېدو په ګډون اساسي ستونزې هیڅکله په نظر کي ونه نیول شوې. په همدې وخت کي د نړۍ د دوه قطبي کېدو سره اسرائیلو د لوېديځي اروپا او امریکا ملاتړ له ځان سره لاره خو فلسطین بیا د ختیځې اروپا او روسي نسبي ملاتړ له ځان سره درلود. دو وخت په تېرېدو سره اسرائیلي ځواکونه د فرانسي او امریکا په وسلو سمبال خو فلسطیني ځواکونه همداسې پاتې شول.

اسرائیلو د مصر او امریکا د اړیکو د خرابولو په لټه کي وو ان تر دې چي د مصر په داخل کي یې په ځینې غربي تاسیساتو د حملو پلان جوړ کړی وو چې په دې لړ کي 1954م کال کي په مصر کي یو سازماني ډله ونیول شوه چې د امریکا په سفارت یې د حملې پلان درلود دا په داسې وخت کي و چې په مصر کي فاروق پاچا له منځه تللی وو او جمال ناصر واک ته رسېدلی وو. جمال ناصر د فشارونو د کمولو لپاره د وسلو د رانیولو په لټه کي شو؛ خو اسرائیلو د دې وېره لرله چې که جمال ناصر وسله تر لاسه کړي نو په اسرائیلو به حمله وکړي نو له فرانسي سره د وسلو په برخه کي د موجود تړون څخه په استفادې یې وسله و پېرله او د مصر د سویز کانال د ملي کولو د هڅو د پلان  په نوم یې میلتا او سینا سیمو حملې وکړې ترڅو له یو طرفه د مصر له لوري د کېدونکي حملې مخه ونیسي او له بل لوري د سویز کانال ملي کړي. په دې کړنو سره ملګرو ملتونو سر یو اندازه خفګان او قهر ښکاره کړ او له اسرائیلو څخه یې غوښتنه وکړه چې سیمه تخلیه کړي خو اسرائیل د فرانسي او بریتانیا په مرسته د سویز کانال د خلاصو د ضمانت د اخیستلو پوري ترڅو میاشتو پوري په سیمه کي پاتې شول. یاده جګړه د سینا کمپاین په نوم یادېږي او د اسرائیلو، بریتانیا او فرانسي د ګډ ماموریت وو.

د 1956 څخه تر 1967

اسرائلو په ډېره تیزي سره په جغرافیوی او اقتصادي خپلواکي کار کوه او همدې لړ کي یې د ګالیلې له سیند څخه د اسرائلو مرکزي سیمو ته د اوبو په رسولو هم کار شروع کړی وو، خو بل پلو بیا عربو په دې کار کي د خنډ اچولو کوشش کوو چې سورئې عملآ په کار لاس پوری کړ او د تراکتورو په مرسته یې د اوبو د هغو لارو په اړولو کار پیل کړ چې د ګالیلې د سیند څخه یې دغه سیمو ته اوبه رسولې. دا کار د اسرائلو له سخته غبرګون سره مخ شو؛ په تراکتورو له ډزو څخه نیولي بیا د تیارو تر بمباره خبره ورسېده. په همدې وخت کي سورئې خبر تر لاسه کړی وو چې اسرائیلو د سورئې سرحدونو سره پوځ ځای په ځای کړی او د لوی برید پلان لري. سورئې له مصر څخه د مرستې غوښتنه وکړه او همدا شان د مصر، عراق او اردون مشرانو د سورئې په ملاتړ اسرائیلو ته په سختو الفاظو د جګړې خبرداری ورکړ. عرب په روسي وسلو او ټکنالوجي سمبال وو خو له اسرائیلو سره د امریکا، فرانسي او بریتانیا همکاري همداسې روانه وه.

داسې باور کېده چې جګړه به عرب ګټي ان تر دې چې اسرائیلو هم په دې باور وو چې ممکن دوې به جګړه وبایلي او د تلابیت په سیمه کي یې وار له مخکې لا په سلګونو قبرونه کېندلي ول.

په دې سختو شرایطو کي اسرائیلو هغه څه وکړل چې تر ټولو ډېره اړتیا یې ورته لرله. د اسرائیلو حکومت په خپلو اپوزیسیونونو غږ وکړ چې له حکومت سره د یوځای د یهودو د حقونو د لاسته راوړو لپاره جګړه وکړي خو د عربو لپاره دا ډېره سخته ده چي تر یو مشري لاندي سره راټول شي او د ګډ هدف د لاسته راوړو لپاره کار وکړي.

جګړه د 1967م کال د جون په پنځه ویشتمه نېټه د اسرائیلو له لوري په مصر باندې پیل شوه چې په اولو څو ورځو کې یې د مصر 400 جنګي تیاري له منځه یو وړي او هم یې د پینینسولا او غزې تراډه کلابنده کړه. اردون جګړې ته را اوږد کړی لاس د اسرائیلو له خبردارې څخه ورسته بېرته ور ټول کړ.

جګړې اسرائیلو ته 1948م  کال کي د ور کړل شوي ځمکي په نسبت څو چنده ځمکه ور په برخه کړه او د فلسطین یانو لپاره په لویه بدمرغي پای ته ورسېده او د فلسطین د ازادي د سازمان مشري له احمد شکایري څخه خدای بخښلي او مېړني مشر یاسر عرفات ته انتقال شوه.

په دې وخت کي د سولې تر نامه لاندي د روغې لپاره ځینې غولوونکي  هڅې تر سره شوي خو کومه پایله یې نه لرله چې د اردون پلازمېنه خرطوم ناستې یې شه نمونه کېدای سي. اسرائیلو په فلسطیني سیمو کي د یهودو د مېشته کېدلو کوښښ کاوه چې په را ورستو کي یې رسمي بڼه غوره کړه او فلسطینیانو یې مخالفت کوو او د ځینو معلوماتو په اساس تر 2003م کال پوري د غزې په تراډه او غربي بانک کي د مېشته شویو یهودو شمېر تر 22000 تنو ډېر  وو.

ستونزو نه حل او دوام د سویز د کانال د جګړې سبب شو.  د مصر او اسرائيلو تر منځ د سویز کانال په سر یو بله خونړي جګړه هم شوي خو په اسرائیلو کي د ګلدا میر واک ته رسېدل او د مصر پاچا جمال ناصر مرګ او په ځای یې د انور سادات واک ته رسېدل په جګړې خپل تاثیرات لرل. جګړه سورئي ته د پینینسولا په لاس ورتګ، مصر ته د ګولان د لوړو او 200 اسرائیلو ټانګونو په لاس ورتلو، 8500 مصري او 2500 اسرائيلي پوځيانو په تلف کېدو، ګولدا میر په استعفا او اسحاق رابین واک ته په رسېدو سره پای ته ورسېده.

فلسطیني وکړو خپلې ډېري چاري له لبنان څخه کنټرول کولي. اسرائیلو د فلسطین د ازادي غورځنګ P.L.O د شنډولو په نیت په لبنان برید وکړو خو د فلسطین د ازادي سازمان ډېر غړي تونس ته ولاړل او د اسرائیلو په ضد په لبنان کي د حزب الله ډله جوړه شوه.

د فلسطیني وکړو او اسرائیلو تر منځ د ځینو سیمو څخه د اسرائیلو د وتلو او د اسرائیلو تر کنټرول لاندي سیمه ته د ګډه شوي فلسطیني وکړو د بېرته ورتګ په سره موضوع همداسې له ستونزو ډکه پاتې ده او تر نن ( د دې کرښې تر لیکلو پوري) پورې څو ځله د جګړو  سبب ګرځېدلې ده.

له اسرائیلو څخه غربي نړۍ د سیمې د کنټرول او په عربي هیوادونو د خپل تاثیراتو لرلو په موخه کار اخلي او همدا دلیل ده چې د فلسطیني مظلومو او بېچاره وکړو په حق کي تل یو طرفه تصمیمونه نیول کېږي او تر نن ورځي پوري یې همداسې بې برخلیکه پاتي دي.

اسرائیل په 20770 Km2 ځمکه کي 8712 ملیونه خلک ژوند کوي او فلسطین په 6,220 Km2ځمکه کي 4,817 ملیونه خلک ژوند کوي.

سیف الله څرګند
کابل ـ افغانستان

 

اخځلیکونه:

 

  1. لیکوال: روښان ولسمل؛ په منځني ختیځ کي ستر نړیوال ناورین.
  2. چګونه اسرائيل به وجود امد.
  3. 1948 Arab-Israeli War
  4. Suez Crisis
  5. Six-Days War
  6. War of Attrition
  7. Yom Kippur War
  8. 1978 South Lebanon Conflict

1,178 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. ن.دوست Reply

    خوندوره او له معلوماتو ډکه لیکنه وه. مننه

  2. حضرت سهاک Reply

    دسایکس او پیکو پټه او سري موافقتنامه
    دا توافقنامه د مارک سایکس بریتانیایی او فرانسوا ژرژ پیکو فرانسوي نومو له اختصاري شکل نه جوړه شوېده چې دوي دواړو چې له سمې سره پوره آشنایی درلوده په 1916 کال کې د عثماني امپراتوري د وېش او تقسیم او نویو هېوادونو د جوړېدو لپاره په لاندې مواردو کې توافق ته رسیدلي وو:
    د ترکیې د امپراتورۍ عربي خاوره د سیاسي او اداري نفوذ په اساس د الف اوب په لاندې دو منطقو ووېشل شي:
    د الف ګروپ سیمې لکه لبنان ، سوریه ، آدانا ، کیلیکیه ، دیاربکر په ترکیه کې او موصول د عراق په شمال کې د فرانسې تر نفوذ لاندې راوستل شي.
    د ب ګروپ سیمې د سوریې جنوبي سیمې ، اردن ، د بین النهرین مرکزي او جنوبي سیمې په عراق کې لکه بغداد او بصره د فارس ترخلیج پورې ، د حیفا او عکا بندرونه په مدیترانه کې د بریتانیا تر نفوذ لاندې راوستل شي.
    بیت المقدس تر بین المللي نظارت لاندې راوستل شي چې روسیه هم پکې شامله وي.
    استانبول ، د باسفورس او دردانیل تنګي او همدارنګه د ترکیې هغه شپږ ولایتونه چې ارمنيان او کردان پکې اوسي او د عراق شمالي کردي ولایتونه روسې ته ورکړل شي.
    البته د عثماني امپراتورۍ هغه سیمې چې د افریقا په شمال کې وي د سایکس – پیکو د توافقنامې وظیفه نه وه ، خو هغه هم په دو نفوذي حوزو وېشل کېده چې مصر د بریتانیا د نفوذ سیمه وه او د مغرب سیمې لکه تونس الجزایر او مراکش بیا د فرانسې د نفوذ سیمه بلل شوې وه.
    پاته د نه وي چې د روسیې د نفوذ ساحه د روسیې امپراتورۍ له اضمحلال سره له منځه لاړه .
    د روسیې له انقلاب نه وروسته روسي انقلابیونو له دغه پټ سازش نه پرده پورته کړه او د 1917 کال د نوامبر په 23 یې دا پټه توافقنامه د ازویستیا په ورځپاڼه کې نشر کړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2