Categories

اعلان

Loading…

د بادونو تنه | زکریا رحیمي

په هوا پېژندنه کې د باد لویه تنه ده د کومې چې د لوندوالي او تودوخې حالت تقریبا سره ورته وي په دې مانا چې د تنې په برخو کې لوندوالی او تودوخه لوی توپیر نلري. دا ډول بادونه پراخه پولې لري کومې چې په افقي توګه له سلګونه کیلو متر تر زرګونه کیلو متره پورې پراخې وي او ارتفاع یې تر ټروپوسفېر پورې امکان لري – ټروپوسفېر له ۱۰ تر ۱۸ کیلومتره پورته هوا ده.

د بادونو تنه هغه وخت رامنځته کیږي کله چې اتموسفیر د کافي اوږدې مودې لپاره له ځمکې یا سمندر سره اړیکه کې شي خو دا موده باید کافي اوږده وي چې د تودوخې او لوندوالي ځانګړنې ترلاسه کړای شي. د بادونو د تنو اصلي ځای قطب او نیمه ګرم عرض البلدونه دي. په منځنيو عرض البلدونه کې قطبي بادونه او نیمه د ګرمو عرض البلدونو بادونه سره یو ځای کیږي، فعل او انفعال کوي، بدلون پکې رامنځته کیږي.

بادونه د عرض البلدونو له مخې په څلور برخو وېشل شوي. قطبي باد ده کوم چې سوړ باد ګڼل کیږي، د شمالي قطب باد چې ډېر زیات سوړ باد ګڼل کیږي، استوایي باد ده کوم چې ګرم او لوند باد ګڼل کیږي، د ګرمو عرض البلدونو باد ده او ګرم باد ګڼل کیږي. په متحده ایالتونو کې عمده بادونه د سمندر قطبي باد، د لویې وچې قطبي باد، د لویې وچې ګرم باد او د سمندر قطبي ګرم بادونه لګیږي.

د لویې وچې قطبي باد (Continental Polar cP) معمولا د کال په سوړ موسم کې د ځمکې په پراخه سطحو کې لکه منځنۍ اسیا او کانډا کې رامنځته کیږي، له غلظت څخه ازاد وي او با ثباته وي. دا ډول باد چې کله د ځمکې له سطحې سره اړیکه کې شي او لوندوالی تر لاسه کړي نو ټیټه ورېز جوړوي کومه چې د کم باران یا ورېزې لامل ګرځي. په اوړي کې د لویو وچو تودوالی د دې باد سوړوالی ډېر ژر بدلوي او د لاندې عرض البلدونو په لور حرکت کوي.

سمندري قطبي باد (Maritime Polar mP) د دواړو نیمو کرو په قطب کې رامنځته کیږي. په دې باد کې د لویو وچو قطبي باد په پرتله لوندوالی زیات وي. کله چې دا باد له سمندر څخه د ځمکې لور ته حرکت وکړي نو کله چې د غرونو له پیچومو کوزیږي د دروند ورښت لامل ګرځي. او یا په سایکلونیک فعالیت کې ګیر کیږي.

د لویو وچو د ګرمو سیمو باد (continental Tropical cT) د منځنیو یا لاندینیو عرض البلدونو باد ده، د ګرمو او وچو سیمو باد ګڼل کیږي, اوړي کې رامنځته کیږي. ډېر بې کچې تود ده او له همدې کم لوندوالی یې د ورېزې په غلظت نه بدلیږي. په ټولو بادونو کې تر ټولو وچ باد ده.

سمندري د ګرمو سیمو باد (maritime Tropical mT) په ټول کال کې لوند او د ورښت لامل کېدونکی باد ده. په ژمي کې قطب لور ته حرکت کوي او د ځمکې سطحه یې سړوي. ډېر بې کچې لړه یا غبار لري.

530 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

4 comments

  1. غلام حضرت Reply

    ګرانه وروره رحیمی صاحب
    سلامونه می ومنی
    د خپلی مینی وړ اکاډمیکی پوهی په ډګر کی درته نور زیات بریالیتوب غواړم
    زه یوه پوښتنه لرم البته ظاهراً ډېره ساده پوښتنه ده خو ماته ئې درْک مشکل دی
    پوښتنه می داده چي
    د مځکی حرکت د لمر او ځان پر محور د مځکی او لمر د واټن یا فاصلې پر کمیت طبعاً هیڅ اغېز نلری
    زما پوښتنه داده چه د مځکی په مختلفو برخو کی په عین زمان کی د اقلیم د توپیر علت څه دی؟
    مثلاً اوس دلته په اروپا کی د ژمی توره څِله ده خو په جنوبی امریکا یا جنوبی افریقا یا استرالیا کی د دوبی د موسم وروستۍ ورځی یا د منی پیل دی
    که پدې باره کی څه راته ولیکې خوښ به شم

    1. Zakria Rahimi Reply

      هګۍ راواخله او په منځ کې یې یو ټکی کېږده. همدا لمر ده. اوس د هګۍ سر، پای او یو بل څنګ کې څلور ټکي کېده په همدې مدار کې ځمکه د لمر چار چاپېره خوځښت کوي. که چېرې د هګۍ یو بل څنګ کې وي نو د ځمکې په یوه قطب او یوې برخې په مستقیمه توګه وړانګې غورزیږي او که سر او پای کې وي په بل قطب او یوې برخې مستقمیا وړانګې غورزیږي. یو قطب یې استرالیا نیوزلنډ او د سمندر لویه برخه ده بل قطب کې کمه اندازه سمندر او زیات هیوادونه چې اسیا اروپا پکې پراته دي.

      که چېرې د ځمکې انځور وګورې سر کې او لاندې پای کې دوه میخ ته ورته سرې کرښې لري همدا یې قطبونه دي. قطبونه هم په څنګ دي (لمر ته په مستقیمه کرښه کې ندي) د مدار په یو ځای کې په یوه قطب په مستقیم ډوه د لمر وړانګې غورزیږ او په بل قطب داسې غورزیږي چې ډېری وړانګې په ځمکه نه غورزیږي بلکې په فضا کې خپریږي. چېرې چې په فضا کې ډېری وړانګې خپریږي هلته ژمی ده او چېرې چې په مستقیم ډول په ځمکه غورزیږ اوړی ده. په یوټیوب کې د سولیسټایس او ایکینوکس لټون وکړه ممکن مستند فلم یې ومومې لاندې د سولیسټایس او ویکنوکس انګرېزي املا وګوره که دې انځور یا ویډیو وکتله نو په یو قطب او بل قطب وړانګو ته سم پام وکړه
      (equinox and solstice)

  2. Zahra Zafar Reply

    سمندري قطبي باد (Maritime Polar mP) د دواړو نیمو کرو په قطب کې رامنځته کیږي. په دې باد کې د لویو وچو قطبي باد په پرتله لوندوالی زیات وي. کله چې دا باد له سمندر څخه د ځمکې لور ته حرکت وکړي نو کله چې د غرونو له پیچومو کوزیږي د دروند ورښت لامل ګرځي. او یا په سایکلونیک فعالیت کې ګیر کیږي.

  3. ع عبدالله Reply

    ډیر په زړه پوری ځواب او ښه روښانه مثال خیراوسی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸