Categories

اعلان

Loading…

اېروسول | زکریا رحیمي

اېروسول یوې داسې مادې ته وېل کیږي چې د فشار لاندې بنده وي او د سپرې یا شیندونکې په توګه د خپرېدو وړتیا لري. خپرېدنه یې معمولا د خوځښت وړ ګازد فشار په ذریعه کیږي. په هوا پېژندنه کې اېروسول د مایع یا جامدو ذرو سیستم ده چې دغه ذرې د ګاز د فشار په ذریعه په منظم ډول په برابره توګه خپروي. د اېروسول ذرې په ورښت کې اړین رول لري، کله چې هوا کې خپرې شي د تبخیر شوو اوبو لپاره هسته جوړوي، په دې هسته باندې د اوبو تبخیر ځای نیسي او له هغې وروسته کنګل کیږي. د اېروسول ذری په هوا باندې خپل اغیز لري یادې ذرې یا لمریزو وړانګو ته انعکاس ورکوي او یا یې جذب کوي کوم بهیر چې د هوا په سړېدو او تودېدو خپل اغیز لري. له دې پرته په کیمیاوي بهیرونو کې هم ونډه اخلي او یاد بهیرونه د اتموسفیر په برېښنایي ځانګړنه اغیز کوي.
 
د اېروسول رېښتینو ذرو قطر له څو ملي مایکرو متره تر یو مایکرو متر پورې وي کوم چې له (104) سانتي متره سره مساوي ده. کله چې د اېروسول وړې ذرې په هوا کې زوړند یا د تعلیق شکل کې وي نو سیستم یې د مایع شکل اختیار کوي، که چېرې یې ذرې غټې وي ډېر ژر بېرته ناسته کوي او په هوا کې زوړندې نه پاتې کیږي او دا ډول ذرې ریښتونې اېروسول ندي. د اېرو سول اصطلاح په هوا کې د لړې یا غبار، ورېځ او دوړو لپاره کاریږي. کومې ذرې چې له ۰.۱ مایکرو متره وړې وي د اېتکېن هستې (Aitken nuclei) په نامه هم یادیږي.

343 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. ع عبدالله Reply

    ښاغلی زکریا رحیمي صاحب ډیره مننه ښه نوی معلومات دی

    خو زه پوه نشوم چه د اېروسول ذری په خپل ترکیب کی کوم کیمیاوی عناصر لری

    مننه

  2. Zakria Rahimi Reply

    اېروسول د فزیک مضمون اصطلاح ده او یوې داسې مادې ته وېل کیږي چې د فشار لاندې بنده وي او د سپرې یا شیندونکې په توګه د خپرېدو وړتیا لري. خپرېدنه یې معمولا د خوځښت وړ ګازد فشار په ذریعه کیږي. دا ماده هر څه کېدلای شي د اور وژنې لپاره په ډبه کې بند ګاز، همداسې د خولې ضد سپرې یا شیندوکې او یا هم عطر او یا د رنګ سپرې او یا هر بل ډول ماده چې د فشار په ذریعه خپریږي فورمول یې په لیکنې کې شته او د ذرو په اړه مې هم یادونه کړې. که ستاسې مطلب په اتموسفیر کې ککړونکي وي نو د کاربن ډایوکسایډ ذرې، میتان ګاز او یا هم هر بل ډول ککړونکي امکان لري او که مو موخه ورېځ وي نو د ورېځ د جوړېدو بهیر لاندې ولولئ

    د اوبو ښکارېدونکی یا څرګند څاڅکي، د یخ کرسټال او یا د دواړو مخلوط ته ورېځ وایي. لړې یا غبار د ځمکې لاندینۍ د ځمکې سطحې ته نږې د ورېځ طبقه ده. کله چې لانده بادونه پورته هوا ته وخېژي له لاندې خوا فشار ېې خپروي او د خپرېدو پر وخت په ادیاباتیکه توګه سړیږي.
    ادیاباتیک — د یو سیستم هغه پروسه چې د تودوخې له تبادلې پرته ترسره کیږي.–
    د دې خپرې شوې هوا د تودوخې درجه چې کله د پرخې ټکي ته ورسیږي نو د اوبو د څاڅکو د یو ځای کېدو هسته جوړوي چې د یخ کرسټال یا ورېځ ورڅخه جوړیږي. د اوبو د څاڅکو د یوځای کېدو هسته په هوا کې له مایکروسکوپي ذرو څخه تشکیل شوې وي چې همدا پروسه ډېر ژر د اوبو ۰.۰۱ ملي متره (۰.۰۰۰۴ انچه) قطر لرونکي څاڅکي تولیدوي. په یو سانتي متر مکعب کې تقریبا څو سوه دا ډول څاڅکي موجود وي. ورېځ یوازې د اوبو څاڅکي وي، د یخ کرسټال وي یا د دواړو مخلوط وي. کومه ورېځ چې یوازې کرسټال وي د ټروپوسفېر په پاسنۍ سړه برخه کې وي. د دواړو مخلوط هغه وخت رامنځته کیږي چې تودوخه 0 °C وي. کله چې ورېځ خپله کې سره ونښلي او د هوا هغې طبقې ته راکوزه شي چې تودوخه ېې زېاته ده باران ورېږي.

  3. ع عبدالله Reply

    ښاغلی زکریا رحیمي صاحب ډیره مننه چه په ښه تفصیل سره مو لا ډیر معلومات راکړه، الله ج دی تاسو ته آجرونه او عزتونه درکړی چه په پښتو ژبه خپلو ورونو ته علمی معلومات برابروی

    ځما سوال هم همدغه وه، چه د ایروسول ذره به په خپل جوړښت یا ترکیب کی د کومو کیمیاوی عنصرونو څخه جوړه
    شوی وی، لکه کاربن، اکسیجن، نایتروجن، سلفر او داسی نور

    مننه ځواب می واخیست

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸