Categories

اعلان

Loading…

ژورنالیزم او ژورنالیستي ژبه | محمد تمیم رحیمزی

ژورنالیستي یا د رسنیو ژبه يوه ساده او روانه ژبه ده، دا ځکه چې ژورنالېزم یا رسنۍ د ټولنې له تله راپورته شوي. په ټولنه کې درې ډوله خلک ژوند کوي: لوستي، نالوستي او نيمه لوستي. د دغو دریو ډلو ترمنځ انډول ساتل اړين ګڼل کېږي. دا ځکه که چېرې یو پوړ په پام کې ونه نيول شي، د ژورنالېزم د اصلي موخو پر ځاى موږ د بل څه لپاره کار کړى دى.

د ژورنالېزم په لومړيو وختونو کې يوازينۍ ستونزه د ژبې په اړه وه، يعنې په ډېر پېچلي ډول يوازې د يوې ډلې لپاره به کارېده، چې د وخت په تېرېدو سره د ژورنالېزم په ژبه کې بدلونونه رامنځ ته شول او په داسې ډول وکارول شوه، چې عامو خلکو ته هم د پوهاوي وړ وګرځېده.

اوس مهال ټولنه د نویو مالوماتو او نويو غوښتنو په لټه کې ده؛ له دې امله عامو خلکو ته د نويو مالوماتو په رسولو کې ژورنالېزم داسې ژبه کاروي، چې عامو خلکو ته د پوهاوي وړ وي.

ژورنالېستي ژبه له نورو ژبو سره توپیر لري؛ په دې ژبه کې کره والی، ځیرتیا، ناپېیلتوب، د لقبونو او صفتونو سمه کارونه، د جملو لنډون او … ډېر مهم دي. په ژورنالېستي ژبه کې کارېدونکې هره کلیمه باید ځانګړی مطلب او ځانګړی ځای ولري، یوه ژورنالېستي جمله یوازې د کلیمو او تورو ټولګه (رنګین ترکیب) نه دی، چې لوستونکي او اورېدونکي پرې بوخت شي.

که د یوه مطلب لپاره څو کلیمې ولرو، نو له کلیمو هغه باید وټاکو چې لنډه او د مانا له مخې روښانه وي. د ژورنالېزم د ژبې بله ځانګړنه دا ده چې ټول لیدونکي، لوستونکي او اورېدونکي ترې یو مطلب واخلي؛ ځکه د رسنیو مخاطبان د پوهنتونونو له استادانو نیولې د اکاډمیو ترغړیو، ډاکټرانو، ښوونکو، بزګرانو او د کور تر مېرمنو ټول دي. له ادبي او هنري ژبې کېدای شي هر څوک د خپل دریځ او مالوماتو په کچه مفهوم واخلي او یا یې د خپلې مفکورې په کنډه وتلي، خو د ژورنالېزم ژبه داسې نه ده، د ژورنالېزم د ژبې څو مهمې ځانګړتیاوې داسې راټولوو.

په ژورنالېزم کې د لقبونو او صفتونو کارونه ډېره ځیرتیا غواړي، ځکه په ناسمه کارونه یې د ژورنالېست ناپېیلتوب (چې په ژورنالېزم کې بنسټيز اصل دی) زیانمندای شي، که په راپور کې دوه خواوې وي، یوه په بشپړه نامه او بله په یوازې تخلص یاده شي، که یو له رسمي او دولتي مقام سره او بله خوا چې پرهمغه کچه ده، یوازې په نامه یاده شي، نو پر ژورنالېست د خلکو باور راکمولی شي، که د جنګیالي (چې معمولآ مثبته مانا ښندي) او جګړه مار(چې په منفي مانا کارېږي) تر منځ توپیرونه وشي، نو د ژورنالېست لپاره ستونزه جوړېدی شي.

د ژورنالیستي ژبې ځانګړنې

١- ژورنالېستي ژبه ساده وي: څنګه چې ياده شوه چې يوه ټولنه د بېلابېلو پوړونو څخه جوړه وي ، نو له دې امله په کار ده، چې ژورنالېستي ژبه په داسې ډول وکارول شي چې د ټولنې د ټولو خلکو لپاره د پوهاوي وړ وي.

د سختو ادبي ترکيبونو، جوړښتونو او همدا شان د ډېرو سختو علمي اصطلاحاتو څخه پکې ډډه وشي، د ژورنالېزم اصلي موخه اغېزمنه رسونه ده، نو اغېزمنه رسونه د ژبې له روانۍ پرته ناشونې ښکاري.

استاندال د فرانسې مشهور خبریال وايي: زه يوازې يو قانون پېژنم، چې روښانه وليکم، که واضیح او روڼ ليکل او ليدل ونه کړم، نو زما په نظر دا ټوله نړۍ پوچه ښکاري.

ساده ليکلو ته په ژورنالېزم کې تر بل هر څه پاملرنه کيږي، دا ځکه چې ورځپاڼې سړى په هر ځاى کې کولاى شي لکه په ښار، موټر … او داسې نورو ځايونو کې ولولي، نو ساده ليکل د ژر مفهوم اخيستلو لپاره ډېر اړين برېښي.

٢- لنډون (اختصار):

اوس مهال انسان تر هر څه وخت ته زيات ارزښت ورکوي، نو د دې لپاره چې په لږ وخت کې لوستونکي د خپرونو يا پيغامونو په اصلي مفهوم باندې پوه شي نو اړينه ده چې په ژورنالېستي ژبه کې د لنډون څخه کار واخيستل شي.

که چېرې يو، دوه يا درې ساعته د يوې موضوع په اړه خبرې وکړي نو خبرې يې دوه ساعته، يا درې ساعته نه وي، بلکې خبرې يې په ډېرو جذابو کليمو کې په رانغاړلي ډول وړاندې کيږي؛ لکه د کومه ځايه چې په ژونالېزم کې اصلي موخه خلکو ته د مالوماتو رسول دي او په مفهوم يې پوهول دي نو بايد د مترادفو تکراري کليمو او د صنايعو، بدايعو څخه هم بايد ډډه وشي.

٣- صداقت (ريښتينولي):

ریښتینولي او صداقت د ورځپاڼه لیکنې یو مهم آر بلل کېږي، ځکه چې ژورنالېستي ژبه يوازې د هغو پېښو په اړه خپرونې کوي، چې له واقعیت سره سمون ولري؛ نو له دې امله په ژورنالېستي ژبه کې د خيالي او اټکلي مالوماتو خپرول منع دي، بايد د پېښې په اړه د پېښې نوم، شمېر، ډول او نور هغه څه چې په ريښتينولۍ دلالت کوي؛ وړاندې شي.

په دې اړه د وخت محدوديت، سرچینو ته نه لاسرسى او په لږ وخت کې د خبر ليکل يعنې د کار سرعت؛ دا ټول هغه عوامل دي چې د صداقت او ريښتينولۍ سره سيخه اړيکه لري. نو د دې لپاره چې خپله خبريال هم زيار باسي چې د ده ليکنه د واقعیت سره سمه وي نو بايد دغه محدوديتونه په لومړي سر کې په پام کې ونيسي.

٤- عام فهمه (محاوروي):

له يو خوا د ټولنې يوه برخه خلک نالوستي دي او بل دا چې په ژورنالېستي خبرونو يا د رسنيو له خوا په داسې ډول بايد خپرونې جوړې شي چې بې له زيات تأمله هر چاته د فهم وړ وي، نو له دې امله په ژورنالېستي ژبه کې زياتې عام فهمه محاورې کارول کيږي؛ يعنې موضوع په يوه داسې ډول ونه ليکل شي چې لوستونکي فکر وکړي چې موضوع د څه په اړه وه؟ او دې ته اړ شي چې يو ځل بيا خبر يا راپور د سره ولولي، ترڅو پرې پوه شي.

که خبريال په دې پوه شي چې ليکنه يې داسې ستونزه لري؛ نو هغه مطلب بايد له سره وليکي، د يوې موضوع ښه والى د متن يا د کليمو په ساختګي جوړښت کې نه ده، بلکې د هغه ښکلا بايد د خبر يا راپور په ذات يا په راپور کې په طبيعي ډول شتون ولري.

٥- بې پرې والى:

څرنګه چې وويل شول ژورنالېستي ژبه يوه عام فهمه ژبه وي، چې مسايل په دقيق او ناپېيلي ډول خپروي، په ژورنالېستي ژبه کې د چا د خوښې او نا خوښۍ لپاره په حقايقو سترګې نه پټېږي، څنګه چې پېښه شوې وي په هغه ډول يې لوستونکو او اورېدونکو ته وړاندې کوي، يعنې د يوې پېښې په بيانولو کې يوازې د پېښې ډول يا شمېرې وړاندې کېږي، همدې ته بې پرې والى ويل کيږي، چې د چا خيال، فکر او تأثیر پکې ځاى ونه لري.

په سرمقالو او تبصرو کې نظر ځاى لري خو په دې کې هم ناپېیلی والی خپل ځای له لاسه نه ورکوي، ځکه چې په هغه کې وړاندې شوى نظر د چا شخصي نظر نه، بلکې د يوې پېښې په اړه د ټولنيز اړخه د خپل نظر څرګندول دي، يعنې په هغه کې نظر ورکوونکى دا ګوري چې عمومي تاثیر يا نظر په دې اړه څه دى؟ او هغه وړاندې کوي؛ په دې کې بیا د رسنيو ځلا هم وي او له شخصي تأثیر او احساساتو څخه هم خوندي وي.

٦- په زړه پورې والى:

په يوه ژورنالیستي ليکنه کې او يا په ژورنالېستي ژبه کې يو داسې څه لوستونکو او يا اورېدونکو ته وړاندې شي چې هغوى ته په زړه پورې وي. هغه څه چې د لوستونکو او يا اوريدونکو د ستړيا لامل ګرځي: بیاځلي عبارتونه، اوږدې جملې، د زړو کلیمو ګټنه او داسې نور دي. په دې حالت کې شايد لوستونکي نوي مطالب يا د پېښو په اړه خپاره شوي مطالب داسې ولولي لکه کومه نوې پېښه چې رامنځته شوې نه وي.

ځکه عبارتونه او کليمې د خبرونو او مطالبو په زاړه قالب کې وي چې ښه بېلګه يې په رسنيو کې د ځينو کليشه يي کليمو ليکل دي.

د دې لپاره چې ژورنالېستي ژبه په زړه پورې وي، نو بايد له نوښت څخه کار واخيستل شي؛ بله خبره چې ژورنالېستي ژبه په زړه پورې کوي سرچپه والى دى، که چېرې بيان په سرچپه ډول ترتيب شي يعنې لومړى پايله بيان شي او بيا وروسته لږ مهم او ورپسې مالومات وړاندې شي نو دغه ليکنه به اورېدونکو ته په زړه پورې وي او په لومړي ځل د لوستونکو او اورېدونکو پام ځان ته اړوي.

٧- انګیرل:

له کومه ځايه چې په ژورنالېزم کې اصلي موخه يوازې رسونه ده نه د ژبې ښکلا؛ نو اړينه ده چې ژورنالېستي ژبه به په داسې ډول وکارول شي چې لوستونکي او اورېدونکي ژر تر ژره د مطلب مفهوم درک کړي.

په ژورنالېزم کې ژبه او د هغې ښکلا موخه نه ده بلکې ژبه يوازې د افادې د يوې وسيلې حیثیت لري او يوازې د مفهوم د رسولو کار تر سره کوي او مفهوم پکې له ورايه برېښي.

که چېرې په ژورنالېستي ليکنو کې د افادې اړخونه روښانه او په پام کې ونه نيول شي نو د لوستونکو پام رنګينۍ ته اړوي او مفهوم ورڅخه پاتې کېږي؛ له دې امله ژبه يوازې د بيان لپاره کارول کيږي.

٨- له مبالغې ډډه:

په ژورنالېستي ژبه کې احساساتي کېدل او مبالغه ځاى نه لري او پېښې د لوستونکو د کچې سره سمې برابروي، يعنې پېښه شوې بڼه يې خپروي او بيانولو کې يې مبالغې او اغراق ته ځاى نه ورکول کيږي.

مبالغه په يو خبر کې، خبر د عينيت او ريښتينولۍ څخه لرې کوي او اغراق په يوه خبر کې دا مفهوم لري چې يو خبريال يوه کليمه له خپل واقعیت څخه په يوه تمثيلي معنى او مفهوم بيانوي، ډېری وخت دغه اغراق ژورنالېست په ناڅاپي ډول ليکي او فکر کوي چې دا ډول به ليکنه په زړه پورې کړي چې دا کار خبري مضمون بې ځايه کوي او د ريښتينولۍ او عينيت څخه يې وباسي. لکه: (حيرانوونکي) که چېرې دا پېښه دا ډول حيرانوونکې نه وي؛ دغه پېښې ته د واقعیت څخه لرې اغراق وايي.

مبالغه په ژورنالېستي ژبه کې له يوې خوا د ژورنالېست په شخصي قضاوت دلالت کوي چې دا کار په ژورنالېزم کې جواز نه لري او له بلې خوا ژورنالېست بايد ليکنه يا د پېښې په اړه مطالب ليکي او قضاوت لوستونکو او اورېدونکو ته پرېږدي چې آيا پيښه زړه وړونکې او حيرانوونکې ده او که نه؟  

٩- ناڅاپي والى:

ژورنالېستي ژبه د يوې چټکې څرګندونې نوم ده، د پېښو او حالاتو تازګي هم په پام کې نيسي. د يوې پېښې چټک خبر او په هغه چټکه تبصره ليکنه؛ هغه ناڅاپي کوي.

که تبصره پر وخت ونه شي او خبر ژر رانشي نو ارزښت يې له منځه ځي. لکه څنګه چې ژورنالېستي ليکنه د پېښو يوه ناڅاپي څرګندونه کوي کېدای شي د هغه وروسته دغه څرګندونه نه يوازې يوه نظريه پاتې شي او خبر په اصل کې يو بل څه او په هغه اړه تبصره وروسته يوازې يو پروپاګند محسوس شي.

په دې کې د اوږده فلسفي او اوږده غور او فکر کولو شونتيا نه وي نه ليکنه ښکلې کوي او نه يې د ادبي ټوټې په بڼه وړاندې کوي.

ژورنالېزم په خپل وخت په مسايلو بحث کوي ځکه چې د ژورنالېستي ژبې اسلوب ناڅاپي ډوله دي.

933 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *