Categories

اعلان

Loading…

ځانمرګي ځان په روغتون کې والوزاوه

تاند- چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو نن یو ځانمرګی مخکې تر دې چې ځان والوزوي، په ټپي حالت کې ونیوه خو وروسته یې په روغتون کې ځان والوزاوه.

د کورنیو چارو وزارت چارواکو وویل چې په ګردېز کې ځانمرګی، چې د حملې لپاره په ځای پسې ګرځېده، د امنیتي ځواکونو په ډزو ژوبل شو.

د کورنیو چارو وزارت د ویندوی صدیق صدیقي په وینا کله چې امنیتي ځواکونو ټپي ځانمرګی د ګردېز روغتون ته د درملنې لپاره یووړ نو هلته یې ځان والوزاوه.

څرګنده نه ده چې امنیتي ځواکونو ولي ځانمرګی له چاودېدونکي موادو سره روغتون ته بېولی و.

د صدیقي په وینا ځانمرګی په خپله چاودنه کې ووژل شو خو بل چا ته زیان پېښ نه شو.

66 total views, 1 views today

8 comments

  1. Mullah Habibullah Reply

    Salam Alikum To All,
    It is very bad when people kill themselves and other individuals. It is not right to be suicide bomber… It serve no purpose in life. We want people to live in peace, justice and happiness. Hopefully, our brothers and sisters will work towards a better coexistence….

    Regards,

    Mullah Habibullah

  2. khalid Reply

    .فکر به یی کړی وی چی دا د لوی اختر شپه به د حورو سره تیره کړی

  3. Salam Reply

    زما فه اند تردي فوليسو جرمن شيفر شه دي ولي هغه داسي اشتباه نكوي له زياته درده داوايم هيس نه مسلكي كيزي زموز فوليس

  4. عبدالله Reply

    الله ج دي دده شهادت قبول كري
    كله به هم دالله ج دشمنان فه ارم خوب ونكري جكه داسي ديرجوانان لاشته جي دالله فه دين سرونه قربان كري

  5. mail Reply

    فکر کوم چی کوم خر و او نه پوهیده چی چیرته وڅری . خو کله چی شین رنګ عینکی یی ورپه سترګو کړی نو بیایی فکر وکړ چی په روغتون کی به شنه واښه ډیر وی او ځان یی د تل لپاره مردار او د بیګناه انسانانو د مرګ او ژوبلیدو باعث وګرځید. د دوزخ ټیټه کنده به یی انشا الله ځای وی

  6. Salahuddin Pakhtoon Reply

    دیو ملکی روغتون پر ځای یی چه کوم امریکایی بیس یا قطار پر نښه کړی وی نو شهادت کی یی څه شک به نه وو پاتی خو دا ناپوهه خلک چه مونږ روزمره وینو کله په چوک کله مارکیټ او کله یی جوماتونه په نښه کړی وی او دا وخشیانه عمل چه هیڅکله اسلام ورته جواز نشی ورکولای دوی یی سرته رسوی او بیګناه افغانان ددی هدف ګرځی.افغانان اوس هوښیار شوی دوی نور نه شی تیر اسیتدلی ځکه داد امریکایانو، برتانویانو او پنجابی اسراییلی پاکستان ګډه پروژه ده چه په افغانانو تطبقیږی. ی

  7. وچ ملا مچ اخوند Reply

    عبدالله خانه شهید خو نه شو خو مردار ضرور شو ځکه چی د کتاب العظیم الشان په هیڅ ځای کی ځان وژنی ته اجازه نه ده ورکړل شوی
    .‌

  8. sarwar sameem Reply

    او بیاپه شفاخانه کی چی هلته تول مریضان اوزخمیان وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *