Categories

اعلان

Loading…

د بشري حقونو د څار ډله پر اسدالله خالد د بندیزونه غوښتنه کوي، خو ګڼ شمېر افغانان د خالد ننګه کوي

تاند- په داسې حال کې چې ګڼ شمېر افغانانو د افغانستان د نوي دفاع وزیر په اړه د بشري حقونو د څارونکې ډلې پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی، دې ډلې یو وار بیا اسدالله خالد په بشري ضد اعمالو تورن کړ او د افغانستان له لویو مرسته کوونکو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې پر نوموړي د بشري حقونو د سرغړونو او د جنګي جرمونو د ادعاوو په خاطر بندیزونه ولګوي.

د بشري حقونو د څار ډلې د افغانستان د دفاع نوی وزیر اسدالله خالد، چې پر طالب دښمنۍ مشهور دی او د طالبانو د ترهګر برید ښکار شوی دی، تور پورې کړی چې په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۸ کلونو کې- چې کله په کندهار او غزني ولایتونو کې والي و- قتلونه کړي، بندیان شکنجه کړي او د مخدرو موادو په کاروبار کې یې لاس درلود.

دا په داسې حال کې ده چې خالد په ۲۰۱۲ م کال- چې د ملي امنیت عمومي رييس و- د یوه طالب ترهګر په انتحاري برید کې سخت ژوبل شو.

هماغه مهال اسدالله خالد د درملنې لپاره امریکا ته واستول شو او د امریکا د هماغه وخت ولسمشر بارک اوباما یې د لیدو لپاره روغتون ته ورغی خو هغه وخت د بشري حقونو ټولنو هیڅ راز عکس العمل ښکاره نه کړ.

داسې ښکاري چې پر خالد د بشري حقونو د څار ټولنې اعتراضونه له طالبانو سره د امریکا د سولې له خبرو سره تړاو ولري.

رویټرز خبري اژانس، د بشري حقونو د څارونکې ډلې د تورونو د توجیه کولو په لړ کې ویلي چې د خالد ټاکنه به یوازې د سولې هلې ځلې له ستونزو سره مخامخ کړي.

اژانس د دې لپاره چې د افغانستان پر حکومت د اسدالله خالد د ګومارلو پر سر فشار راوړی وي، ادعا کړې چې دې ټاکنې هغو تورونو ته قوت ورکړی چې وايي غني غواړي په دې توګه خپل مخالفان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې کمزوري کړي.

خو له بلې خوا ګڼ شمېر افغانانو له بېلابېلو رسنیو سره په مرکو او همداراز په ټولنیزو رسنیو کې د بشري حقونو د څار ډلې ادعاوې رد کړي دي.

د فېسبوک کاروونکي عزیز احمد تسل لیکلي «بشري حقونو د څار سازمان هسې د پنجاب د غلامانو اخور کې واښه اچوي، دوی په ډيرو مواردو کې هوايي ډزې کوي، خالد د وطن رښتینی بچی دی، او د هیواد د رښتینو خلکو ملاتړ په کار دی.

په تاسو کې وي ستر خلک سترې سرمايې.
په موږ کې خو د کار خلک د دار لپاره وي»

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلم یار ویلي چې «د ملي دفاع د سرپرست وزیر اسدالله خالد په اړه بې بنسټه او مغرضانه راپور غندم او له کړنو یې په کلکه ملاتړ کوم.»

د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون ريیس عبیدالله بارکزي پر ښاغلي خالد لګېدلي تورونه رد کړل او نوموړی یې پر هېواد یو میین ملي شخصیت وباله.

ښاغلی بارکزی وايي، د ملي وحدت په حکومت کې داسې څېرې ډېرې دي چې بشري ضد جرمونه یې ښکاره او ټولو ته معلوم دي، د بشري حقونو نړیوال سازمان ولې د هغوی په اړه دا خبره نه‌کوي؟

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی هم د بشري حقونو د سازمان دا پرېکړه له منطقه لېرې ګڼي:

دی وايي: «ویلي به‌ یې و، وخت یې دی چې د افغانستان ټول جنګي جنایتکاران یا د بشر د حقونو متخلفین محکمې ته سوق شي، کله چې دا نوی مقرر شو ویلي به یې و چې ولې مو یو جنګي جنایتکار وزیر مقرر کړو چې اوس دا خبره کوي، فکر کوم دا د خالد د شخصي یا سیاسي مخالفینو تر تأثیر لاندې دا خبره شوې او هلته څه وړاندې شوي دي، زه په ‌دې کې څه منطق نه وینم.»

تاند هڅه وکړه چې د بشري حقونو د څار ډلې د ادعاوو تاییدونکي پوسټونه یا څرګندونې هم ومومي خو بریالی نه شو. خو یوازې اجمل ستانکزي لیکلي«د اسدالله خالد د دوسیې لپاره بهرنیانو ته راپورونه هم همدې افغانانو ورکړي. له دغو افغانانو باید پوښتنه وشي چې په کوم اساس اسدالله خالد د بشر د حقوقو په نقض تورن دی خو خلیلي او محقق سپین بازان دي.

دا چې د بشر د حقوقو کمیسیون څه د پاسه یوه لسیزه د یوې جنګسالارې ډلې په لاس کې وي خامخا به یوازې د هغو خلکو په ضد دوسیې جوړوي کوم چې د دوی په ډله کې نه وي. پدې راپورو د پاکستان او ایران نفوذ هم راته ښکاري.
مونږ ته تل له خپلو مشکل راجوړ دی. که ټالیب دی که جنګسالار د بل لپاره خپل وطن ورانوي.»

2,645 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

6 comments

  1. خالد ولید Reply

    بشري حقونو د څار ډله چې پر اسد الله خالد باندې نیوکې کوي نو دا لاندې مطلب دې هم ولولي !

    محمد انورولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د مرغومي ۲۳ مه

    د بشري حقونوڅارډلې په خپل یوه نشرکړي راپورکې پراسد الله خالد باندې ددې له پاره نیوکې کړې چې ګواکي هغه ولې د دفاع د وزیبر په توګه ګومارل شوی . دې ډلې ویلي چې اسد الله خالد چې کله د کندهاراوغزني والي ؤ ، هلته پرجنسي ځورونو ، اوچې کله د ملي امنیت رئیس ؤ ، هلته پرفزیکي ځورونواو وژنو باندې تورن دی . خوپوښتنه داده چې په اصطلاح د بشري حقونو د څاردغه ډله ولې پرامریکایي تېري کوونکو نیوکه نه کوي ؟ دا ډله ولې پرهغو امریکایانو باندې نیوکه نه کوي چې په لکونو بېګناه افغانان یې د خپلو ناولیو اهدافو له پاره شهیدان کړل ؟ دا ډله ولې پر هغو انګرېزي پو ځیانو باندې نیوکه نه کوي چې د شپې له خوا به یې بسته کلي په هلمند کې محاصره کړ ، ځوا نان او سپین ږیري به یې شهیدان کړل ،او پرکورنیو باندې به یې دوې دری شپې ډله ییزجنسي تیري په زورسره کول ؟ که یې نه منۍ ، نو ورشي له کرزي څخه وپوښتۍ چې هلمندیان ولې څوڅو ځلې تاته راغلل او ولې یې درته ویل چې له دې نا بللیو مېلمنو څخه مو نورخلاص کړه ؟ دا ډله ولې پر انګرېزانو باندې نیوکه نه کوي چې د هلمند ددیشو ؤلسوالۍ څخه یې په ظرف ددوو میاشتو کې د ( ۲۵۰۰۰۰۰۰۰۰) ډالروپه ارزښت خام یو رانیم به شنو شېشه یي باډیو لرونکو چورلو کې غلا کول او بحري قرارګاه وو ته به یې انتقالول ؟ دا ډله ولې ولې پر عطا ، ظاهر قدیر ، همایون ، لالې ، حضرت علي ، دوستم ، قیصاري ، شجاعي ، عمران خان ، پاکستانې پنجابي پوځ ، ( آی اس آی ) ، (ساواک ) ، (موساد ) او (سي ای اې(باندې دا نیوکې نه کوي چې دوی په افغانستان ، عراق ، سوریه ، فلسطین او د پاکستان په سر حدي سیمو کې څه کړي دي ؟ ولې پر ایدیما باندې چوپه خوله وو ؟ ولې د کوانتانامو پر ظلمونو چې پر افغانانو او نورو مسلمانانو باندې یې وکړل ، چوپه خوله وو؟ ولې پر هغه امریکایي ښځینه پوځي باندې چوپه خوله وو چې په زور باندې یې افغان بندي پر خپل ځان باندې اچاوه او د جنسي اړیکو څو څو ځلې غوښتنه یې ترې کوله ، خو چې افغان بندي به انکار وکړ سختې سزا ګانې به یې ورکولې ؟ د بشري حقونو د څار ډلې ولې په هغوافغان پو ځیانو خوله پټه نیولې وه چې یوبندي افغان ډګر وال یې خبره افشا کړه چې سپي یې پر انسانانو باندې اچول ؟ ولې د څاردغې ډلې پرهغو لسګونو مړوشویو ښځو باندې خوله پټه نیولې وه چې د امریکایي قرار ګاه وو مخې ته به په تورو پلاستیکي کڅوړو کې مړې اجول شوې وې او د امریکایي بحري تږو ځناورو به په ډله ییز شکل څو څو ځلې جنسي تېري ور باندې کړي وو او آخر به یې مړي په تورو کڅوړو کې د کثافاتو په فلزي ټوکریوکې اچولي وې او افغان تنظیفاتو به را ټولولې ؟ دغې کثیفې ډلې په باګرام هوایي اډه کې ولې پرهغوسلګونو افغان ښځو باندې پټه خوله نیولې وه چې د طالب او ترورېست په نامه به یې لومړی قو ماندانانو ، بیا پوځیانو ، ور پسې عسکرو او ترهغې وروسته د سپیو په ذریعه حنسي تیرې ور باندې کول؟ دې مردارې ډلې ولې پر هغو ښځو خوله پټه نیولې وه چې د امریکې د سفارت ساتونکو او قوماندانانو به ير یو موټر ښځو د شپې تر سهار ، او د روځې تر بېګا پورې جنسي تېري کول ، په آيډز به یې و لړلې او په آخر کې به یې نه پا کېدونکې ټاپې ور باندې ووهلې چې ګواکي دا ( اېکس فایر دي ) یعنې د بیا ځلې استعمال وړ نه دي. چې په دې کې به کېدای شي د افغانستان د حرفوي بشري حقونو او د امن د خونو او ځینو نورو مرده ګاوانو لاس هم ؤ ؟ د څاردې ډلې ولې د افغانستان پر نا مقدسه او پردي را باندې تپل شوې جګړه باندې پټه خوله نیولې چې سوله یې هم ناشونې او برمته کړې ده ؟ اوس چې اسد الله خالد دغربیانو ددغه نا مقدسې جګړې د ډلګیو مخه ډپ کوي او دوی پو هېږي چې د خالد په شتون کې خپل ناولی هدف نه شي تر لاسه کولی ، نو او س پر اسد الله خالد باندې ټاپې ور لګوي ، او وایي چې داېې کړي او هغه یې کړي ، په داسې حال کې چې کله خالد د ملي امنیت رئیس ؤ هم دوی خپله تو طئیه ور ته جوړه کړه او هغه یې له منځه وړلو ، خو مړ نه شو ، چې کله په خپل هدف کې ناکام شول ، نو بیا یې ددرملنې له پاره ور وغوښت چې ګواکي دا سړی خو پر امریکط باندې دومره ګرا ن دۍ چې آن اوباما یې پو ښتنې ته ورغۍ ، خو په اصل کې دوی خپلو جنګې وته لاره پرې خلاصه کړه . اوس چې بیا وټاکل شو ،نو دوی خپلې پروژي پر مخ نه شي وړلای ، ځکه غواړي د نړیوالو فشارونو پر مټ هغه له دې دندې لیرې کړي . همدا یې هدف دي . نور هېڅ هم نه . ( محمد انور ولید(

  2. ع عبدالله Reply

    ښاغلی خالد ولید صاحب سلامونه

    تاسی لیکلی چه د هلمند په بسته کلی به انګریزانو پرکورنیو باندې به یې دوې دری شپې ډله ییزجنسي تیري په زورسره کول

    وروره کوشش وکړه دغه بی سنده، بی هوده او بی غیرته تهمتی خبری ځمونږ دهلمندیانو په تورسرو پسی مه تړه. باید ستا تبصره منطیقی او افغانی وی نه دغه د شرم ډکه خبره چه ځمونږ باعزته او باغروره خلکو پسی یی تړی

    د بشري حقونوڅارډلې ته وایم که چیرته د اسدالله خالد په باره کی پوره اسناد او شواهد لری نو ټول افغانان درسره هم ولاړ دی، راشی اسدالله خالید د هاګ محکمی ته کش کړی

    خو که اسناد او شواهد نلری نو بیا چا چه دغه راپور خپور کړی دی هغه باید اشد مجازات شی، او که دغه راپور ورکوونکی کس اشد مجارات نکړی نو بیا د بشري حقونوڅارډله باید نوره په کلی ډول له مینځه ولاړه شی

    د بشري حقونوڅارډلې پخوا څو ځل ویلی وه چه عبدالرشید دوستم چه یو پیژندل شوی جنایتکار دی، محکمی ته کش شی، مګر تر اوسه دغه رسمی او په مستندو شواهدو سره ثابت جنایتکار محاکمه نه شو.
    حتی د عبدالرشید دوستم دجنایت او جرمونو په لسهاوه اسناد د بشري حقونوڅارډلې سره موجود دی،

    زه د اسدالله خالید دفاع نه کووم خو کله چه هغه دافغانستان وزیر او ریس شی نو دغه دفتر دغه خبری راپورته کوی، مګر کله چه هغه وزیر نه وی نو بیا دغه دفتر چپه خوله ناست وی، نو ددی څخه معلومیږی چه دغه دفتر هم تر کاسی لاندی نیم کاسه دی

    په هره تبصره کی باید افغانی دود او کلتورته ډیر په دقت اوسو

  3. razmohammed mohmend Reply

    SALAM AW EKHTERAM; ASADULLAH KHALID IS ONE HONEST AFGHAN.
    HE LOVES THE COUNTRY&PEOPLES ,PEOPLES LOVE HIM ,
    IN AFGHANISTAN MANY MORE WARLOARDS/CORRUPTIONIST AND KILLER OF AFGHANS/
    HUMAN RIGHTS COMMUI.TY CAN ASK FOR THEM,
    THANK YOU

  4. Dr.Atal Reply

    ولیدصاحب !
    دا د بشری حقونو د څار ډله ؛ یوه نمونه یی موږ هم لرو چی په تیر ۱۸ کلونو کی مو نه د انسانی ارزښتونو پر بنا څه تری اوریدلی او اسلام خو هسی په توپ ولی او هویت یی آفتابی دی او فکر کوم چی د بهرنیو له خوا په بنوالو تحمیل شوی ځکه هغه ساختار ملی نه وو بلکی تنظیمی او انحصاری وو ..
    نو راځو چی اسدالله خالد ولی مقرر شو؟
    دا زموږ د دولت او ملت ضرورت دی چی کوم مسؤلیت چاته مناسب او چا ته یی سپاری. څار ډلی هغه څوک ندی چی انسانی ارزښتونه او معیارونه و پيژنی یا د انسانیت غم ورسره وی او تاسی هرڅه ورته بربنډ کړی خو د عبدالله صاحب خبره پر ځای او خپل دود او دستور او عزت خواوو سره محتاط اولازمی افادی په اشارو ،کنایو او نورو الفا ظو لکه چی قرانکریم ورته کالانعام بل هم اضل ویلی کارول یی ددوی حالت صحیح افاده کولی شی چی تاسی ورسره آشنا یاست .
    نو دا څار ډلی او دیته ورته اداری د نور و د ساز سره سم رقص کوی دا د اصلی دهلچی او نورو استخباراتی شر اچوونکو جفن دی چی غواړی خپل مخی ته خنډونه کم او کما فی السابق شر تشدید او جګړه توده وساتی
    لکه څنګه چی ښکاری اوسنی وزیران د داخلی او دفاع د ملی او اسلامی مسسؤلیت د اداء لپاره پدی حساسو شرایطو کی تن ورکړی او دا تجربه هم په کراتو ټول ملت ته تجربه شوی چی تنظیمی یاحزبی مروج انحصاری روشونه ؛ ایکسپایر شوی او ملت ته مفید نه بلکی مضر او مشروعیت یی د لاسه ورکړی او که مفیدیت څوک تری غواړی نو باید په بنیاد دی (فاستبقواالخیرات )کار وکړی ورنه د فساد مسابقی وی چی خبره یی( و تذهب ریحکم )ته ورسیده نور نو علما که غواړی چی عزت د ورثة الانبیاء ولری نو لکه مولویصاحب شهید عبدالرب احدی او نو رو باید اوله خبره وکړی او د نورو په تفاله خوشند ونه وهی

  5. غلام حضرت Reply

    سلام علیکم
    دې ته به اړه نه وی چي ووایم د طالب یا خالد طرفدار یم یا نه یا د بشری حقوقو د څار د ادارې د انګېزو او نیتونو په هکله وږغېږو خو زما فقیر خبره بله ده
    لومړی دا چي فقط په ځینو پر مخ تللی هیوادو کی د دفاع وزارت د غیر مسلکی کسانو لخوا اداره کیږی چي ددې کار علت د ادی چي پر هیوادونو ئې د مطلقی سولی او امنیت سایه غوړېدلې ده او د دفاع وزارتونه ئې فقط د بالقوه شرائطو په فضاء کی فعالیت کوی او وزیر ئې فقط د اداری چارو د سر ته رسولو مسئول دی او که چیرته مثلاً جنګی حالت هم رامنځته شی فقط لوی درستیز د جنګونو اداره مخته بیائي او غیر مسلکی وزیر ئې د نورو چارو د اجراء ماموریت پر غاړه لری
    خو زموږ غوندی جنګی هیواد کی د دفاع وزیر باید د جنګ وزیر هم وی یعنی یو مسلکی کس وی چي د ټولو عسکری چارو له څرنګوالی خبر وی البته زما دا خبره د به د حکومت او مخالفینو د حقانیت او عدم حقانیت د تائید یا نه تائید په معنا نه وی بلکه فقط یو اصولی او عمومی نظر دی
    بله خبره داده چي د خالد د تقرر څخه څو ورځی مخکی د طالبانو سره د سولی د آتش فشان غرونه فعّال شوه او د عمومی رُڼا هیلی او اُمیدونه را ژوندی سوه
    خو
    خالد ددې پر ځای چي نرم او پوست او هیله بخښونکی پیغام مخابره کی یو ډول د وچو احساساتو پېټی ئې د خلګو د هیلو پر آس وتاړه او کش ئې کړه آس ته یوه کلکه قمچین
    د قمچین تر څنګ ئې غوښتل چي د نجیب پنوم یوه سوځلې او له کاره لوېدلې دوپینګی پېچکاری د وسله وال پوځ په رګونو کی ور تزریق کاندی چي البته دا ډول څرګندونی به د جګړې د بل سوی اور هیڅ پلو ته ژغورنه ور په برخه نه کی
    تر دې ټولو خبرو چي تېر سو او اصلی ټکی ته پاملرنه باید وسی هغه دا چي
    موږ به همداسی د بریالیتوب د پولو څخه فاصله ولرو که پر دې اصل ونه توانېږو چي د افرادو او ګوندونو او افکارو او عقائدو دریځ د لومړیتوب له دریځ څخه دوهمتوب او دریمتوب ته را کوز نه کو
    یو وړوکی مثال چي هیله ده څوک را نه خپه نشی
    معلومه نده چي د خالد فکری پلویان چي پورته ئې د هغه په پلوی تبصره لیکلې ده آیا د خالد څخه دفاع ئې شخصی انګېزه او نیت دی او که وولسی او ملی؟”

  6. ع عبدالله Reply

    ښاغلی عزتمند ورور غلام حضرت صاحب

    السلام علیکم !
    لمړی زه لیکوال نه یم او په دغه کوچنیو تبصرو مو کله کله توان رسیږی چه خپل د زړه بړاس پری اوباسو، هغه هم پدی شرط چه د تاندوالو د تالاشی څخه په آمن تیره شی.

    وروره زه شخصآ د ښاغلی اسدالله خالد نه فکری پلوی یم او نه می دهغه څخه ستا په فکر شخصی دفاع کړیده.

    لمړی زه فقیر د خپل فقیرهیواد د عزت او افغانیت پلوی یم، هغه داچه ځما د هیواد والی، ریس او وزیر نه باید د سیما ثمر او یو څو تنو متعصبو اشخاصو د راپور او دسیسی ښکار شی.

    دوهم داچه زه دخپلو ولسونو او مشرانو شخصی دفاع کووم او دغه دفاع ځما شخصی حق دی.

    هغه داچه ځما مشران په وطن او بهر کی په یو نوم او بل نوم بدنامیږی، شکنجه کیږی، زندانی کیږی، ورکیږی او اخر مړه کیږی او پناه کیږی.

    نه په وطن کی خوندی یم او نه په بهر کی خوندی یم ، وطن کی هم راته ترهګر او بهر کی هم راته ترهګر وای.
    د حکومت په داخل کی راته پینځم ستون وای مشر کرزی او مشر ستانکزی ته مو طالیب وای اوکشر قاضی حقیار او نظرمحمد مطمین ته مو په دیی مړه دیموکراسی کی د زندان په داخل کی خولی بندوی.
    په بهر کی راڅخه د پاکستان، ایران او ګوانتانامو زندانونه ډک دی، دملا دادالله او استاد یاسر جسدونه یی په موټرو راښکل، او ملا برادر او ملا خیر خوا ته یی د مغزو د خرابوالی پیچکاری تیری کړی
    او همداسی نوری هدفی وژنی چه نه یی حکومت او نه یی طالیب مسولیت اخلی، او هم داسی نور په سل هاو مشران مو ورک او بی درکه دی

    اوس خبره داده چه ځمونږ مشران باید نه د بشری حقونو د دفتر لخوا په بد نوم یاد شی، او نه دبل دفتر لخوا په بد نوم یاد شی
    کله چه امریکا، پاکستان او ایران په ښکاره ورځ دافغانانو د وینو څخه ویالی او سیندونه روان کړل، نو ولی دبشری حقونو د څار دغه دفتر خاموشه دی؟

    والسلام

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸