Categories

اعلان

Loading…

په دې ورځ جنوبي ویتنام سقوط وکړ

تاند-  له نن څخه ۴۴ کاله پخوا د ۱۹۷۵ ع کال د اپریل په دېرشمه د جنوبي ویتنام پلازمېنه سایګون د شمالي ویتنام پوځیانو او ویت کینګ چریکانو ونیوه او د جنوبي ویتنام امریکا پلوه حکومت ونړېد.

د سایګون تر سقوط یوه اوونۍ دمخه د امریکا سمندري ځواکونو له جنوبي ویتنامه خپل وروستي پوځیان او له سایګونه اویا زره ویتنامیان وایستل او په دې ډول یې د ویتنام لس کلن نیواک پای ته ورساوه.

تر ټولو وروستي امریکایان هم په همدې ورځ (اپریل۲۹) په سایګون کې د امریکا د سفارت له بامه د هیلي کوپتر په وسیله لاړل.

د شمالي ویتنام د ځواکونو او ویت کینګي چریکانو له خوا د سایګون له نیولو وروسته د جنوبي ویتنام د پلازمېنې نوم د ویتنام د کمونست ګوند د فقید مشر په یاد په هوشي مین واوښت.

د شمالي ویتنام د کمونست رژیم له بري سره د دوو ویتنامونو جګړه پای ته ورسېدله خو ویتنام تراوسه پوري د کمونستي او سوسیالیستي سیستم له هغو منفي پایلو نه دی خلاص شوی چې د دغه هیواد اقتصاد زغملي دي.

د ویتنام شاوخوا هیوادونو خورا وده کړې خو دا هیواد ایله اوس بریالی شوی چې ځان څه نا څه له کمونستي اقتصادي سیستم څخه وژغوري او په ازاد بازار کې د ګډون له لارې د پرمختګ په لور ګامونه واخلي.

ویتنام د فرانسې د استعمار په دوره کې او د فرانسې پرضد د هند او چین د لومړۍ جګړې په مهال په شمالي او جنوبي ویتنامونو وېشل شوی وو.

705 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
605

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸