Categories

اعلان

Loading…

د وخت مدیریت (د ځوانانو لپاره) شمس الدین شمس

وخت هغه څه دی چې په دومداره توګه مصرف کیږي او د ذخیره کیدو وړ نه دی. الله تعالی ج انسانانو ته د ډیرو مهمو نعمتونو له جملې څخه وخت تر ټولو ستر نعمت ورکړی، له وخت څخه سمه ګټه اخیستنه د انسان په حال او راتلونکي ښه ژوند باندې خورا زیاته اغېز لري، هغوی چې له وخت څخه سمه ګټه اخیستې، خپلې موخې یې ترلاسه کړې. نبي ع هم وخت او روغتیا د خپل امت لپاره دوه ستر نعمتونه بللي او فرمايي چې زما امت د دې دوو سترو نعمتونو په هکله غافل دی. د دې مبارک ارشاد له نظره ډېری  مسلمانان په ځانګړي توګه افغان ځوانان د وخت په هکله ډیر غافله او بې پروا دي، زمونږ ډېر ځوانان له وخت څخه سمه ګټه نه اخلي، هغوی که د ښوونځي زده کوونکي دي، که محصلين او یا هم د چارو مسولین دي، وخت ورته ډیر ارزښت نه لري. همیشنۍ هيله یې داوي چې وخت څنګه تیر کړي(څنګه ساعتیری وکړي). کوم ته چې د فقهي ستر عالم ښاغلي یوسف قرضاوي د وخت وژنې اصطلاح کارولې، نوموړی وایې: څوک چې وايي، راځئ ساعت تېر کړو، په حقیقت کې وخت وژنه کوي. زما د دې لیکني موخه داده چې و پوهیږو ، آیا مونږ له وخت څخه اغیزناکه ګټه اخلو؟ ولې زمونږ په ټولنه کې ځوانان وخت ته اهمیت نه ورکوي؟ د وخت ضایع کولو لاملونه څه دي؟ او څنګه کولای شو له وخت څخه اغیزناکه ګټه واخلو؟.

شمس الدین شمس

څنګه پوه شو چې وخت ضایع کوو؟

د نړۍ ستر شخصیتونه چې نن ېې نومونه د اتلانو په حیث په تاریخ کې ثبت دي تر ډیره د دوی د ځیرکتیا یا سخت کار پایله نه وه، بلکې د وخت د ښه مدیریت او له وخت څخه اغیزناکه ګټه اخیستل د دې باعث شوه چې دوی د نړۍ اتلان شي، تقریبآ په نړۍ کې ډیر کم خلک د وخت د ښه مدیریت وړتیا لري او له وخت څخه اغیزناکه ګټه اخیستلای شي، د دې لپاره چې پوه شو آیا مونږ له وخت څخه اغیزناکه ګټه اخلو او کنه؟ نو لاندې دوه کارونه ترسره کوو:

  1. د راتلونکي لپاره مو پنځه موخې د یو کاغذ پرمخ لیست کړئ، هغه موخې چې رسېدل ورته ستاسې له نظره اړین او لومړیتوب وي لکه  لوړې زده کړې، د جایداد اخیستل یا داسې نور..
  2. اوس پنځه هغه موارد لیست کړي چې هره ورځ خپل ډیر وخت پرې ضایع کوئ( زده کړې ، لوبې….) که مو زیات وخت هغو کارونو ته ورکړی وو چې تاسو ته ډیر اړین دي او موخو ته مو رسوي نو د وخت په مدیریت کې ښه یاست او که زیات وخت مو نورو کارونو ته ورکړی وو نو د وخت مدیریت مو ضعیف دی، د وخت کامیابه مدیریت ستاسو سره مرسته کوي چې کړنې مو په اغیزناکه توګه ترسره کړئ او زیاته اندازه وخت به د اړینو کارونو د ترسره کولو لپاره ولرئ.

زمونږ په ټولنه کې د وخت د ضایع کولو لاملونه: زمونږ په ټولنه کې د وخت د ضایع کولو لاملونه مختلف دي خو ځيني مهم یې په لاندې توګه دي:

  1. د کورنۍ کلتوري جوړښت: په ډېری افغان کورنیو کې ماشومانو ته مشخص مسولیتونه نه ور له غاړې کیږي، د بیلګې په توګه  دوی ته خپل مسولیتونه نه ور مشخص کيږي چې ورته وویل شي: ته ښونځي ته ځه، د ورځني ضرورت وړ سودا راوړه، کورنۍ دنده دي ترسره کړه… بلکه ماشومان له یو نا معلوم سرنوشت سره مخامخ وي، مشران کولای شي هر وخت چې يې زړه وغواړي د دوی په کارونو کې مداخله کولای شي، او د ډیرو وړو کارونو د ترسره کولو غوښتنه هم ترې کوي، حتی د یوې پیاله چایو د اچولو لپاره یې له بل اطاق څخه راغواړي، چې دا کارونه ماشومان له ازادانه تصمیم نیونې څخه راګرځوي او نشي کولای چې د خپل ځان لپاره موخه وټاکي، وخت ورته بیل او ورته کار وکړي، ماشوم د دې په انتظار چې اوس به د کورنۍ د مشر له لورې ور څخه د کوم کار د تر سره کولو غوښته وشي، خپل ډیر وخت ضایع کوي، چې ورسته دا د دوی عادت ګرځي.
  2. ټولنیز کلتوري جوړښت: زمونږ په ټولنه کې هم ځیني داسې دودونه شته چې له کبله یې وخت ضایع کیږي، د بیلګې په توګه که کور ته میلمه راشي که څه هم ته اړين کار ولرې د دې لپاره چې  د میلمه عزت وشي او خفه نه شي باید یو دوه درې ساعته ورسره مجلس وکړې، یا په کلي کور کوڅه بازار کې که ته له ملګري او دوست سره مخامخ کيږي باید يو څه وخت ورسره خبري وکړې.
  3. په ژوند کې د روڼو موخو نه درلودل: زمونږ اکثره ځوانان بې هدفه ژوند کوي، د ځان لپاره يې موخې نه وي ټاکلې، نو نه پوهیږي چې څه وکړي او د څه شي د لاسته راوړلو هڅه وکړي، کله چې انسان په خپلو موخو پوه نشي یا یې ونلري له ژونده ستړی کیږي، هڅه کوي چې د سرګرمي لپاره په ځینو بیهوده کارونو خپل وخت تیر کړي.
  4. د (نه) ويلو جرائت: د وخت د ضایع کولو بل مهم لامل دادی چې زمونږ ځوانان د (نه ) ویلو جرائت نه لري، د بيلګې په توګه دی اړين کار لري چې باید ترسره یې کړي خو په دې وخت کې یې ملګري ورته راځي او د چکر  هيله ترې کوي، د دې لپاره چې دی د (نه) ویلو جرئت نلري یا په بل مفهوم موږ ویلی شو چې نه غواړي څوک خفه کړي او د هغه غوښتنه نشي رد کولاي او ورسره ځي، چې په دې توګه مونږ په ټولنه کې وینو چې ځوانان خپل قیمتي وخت ضایع کوي.
  5. لوبې: زمونږ د اکثره ځوانانو ډېر وخت په لوبو، تفریح او سرګرمي( فیس بوک ، تلویزون، ګیم…) تیریږي، ځوانان په ورځ کې تر مطالعې او رسمي کار په لوبو او سرګرمي ډېر وخت ضایع کوي.

څنګه له وخته اغیزمنه ګټه اخیستلای شو؟

د نړۍ د نامتو شخصیتونو د ژوند لیک له مطالعې څخه څرګنديږي چې د هغوی د کامیابي راز د وخت څخه سمه ګټه اخستل وو، د بیلګې په توګه، علامه عبدالشکور رشاد له ځانه څه باندې سل کتابونه په میراث پريښودل، دا په داسې حال کې ده چې ده ته هم الله ج په یوه شپه او ورځ کې ۲۴ ساعتونه ورکړي وو او مونږ ته هم، نوموړي سل کتابه ولیکل او مونږ یا بل هغه چاچې د ده د عمر په اندازه ژوند په دې نړۍ کړی دی او کوم د پام وړ کارنامه یې نده ترسره کړې، ولې؟ ځکه رشاد صاحب له وخت څخه اغیزمنه استفاده کړې وه، او مونږ نه ده کړې. راځئ چې د لیکنې اصلي پوښتنې (څنګه له وخته اغیزمنه ګټه اخیستلای شو؟) ته ځواب ووايو:

د دې لپاره چې له وخت څخه اغیزناکه ګټه واخلو لاندې کړنې اړينې دي، چې باید تر سره یې کړو:

  1. واضح موخې ټاکل: هر انسان باید په ژوند کې هدف ولري، پرته له هدفه ژوند بیخونده کیږي، هدف د انسان ژوند ته لوری ورکوي او په مشخص مسیر یې رهنمايي کوي، هدف دی چې د انسان په ژوند کې د وخت ارزښت زیاتوي، تاسوکولای شئ د یو کال، پنځه کاله یا د څوراتلونکو کلونو لپاره خپلې موخې تعین کړئ. موخه/موخې باید ډیر واضح، معقولې او په مشخص وخت کې د ترلاسه کیدو وړ وي.
  2. پلان جوړ کړئ: د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د کړنو لیست ترتیب کړئ، هرې کړنې لپاره وخت او منابع په نظر کې ونیسئ.
  3. کړنې د لومړیتوب له مخې ترسره کړئ: کله چې مو پلان جوړ کړ او د کار حجم مو معلوم کړ، نو د کړنو لیست د لومړي توب په اساس ترتیب کړئ، کومې کړنې چې ډیرې اړینې دي او تاسو خپلو موخو ته په رسولو کې ډیر اغیز لري، لومړی یې ترسره کړئ، په دې ترتیب ټولې کړنې لیست او ترسره یې کړئ.
  4. کړنې د ۲۰/۸۰ قانون له مخي ترسره کړئ: د ۲۰/۸۰ قانون وايې چې د هر کار په ترسره کولو کې ۲۰ فیصده کړنې د ټول کار ۸۰ فیصده نتیجه له ځان سره لري، نو تاسو د هر کار د ترسره کولو نه مخکې فکر وکړئ او هغه  شل فیصده کړنې په ګوته کړئ چې ۸۰ فیصده نتجه پرې ترلاسه کولای شي.
  5. په ځان کې د (نه) ويلو جرئت پیدا کړي: د خلکو هغه غوښتنو ته چې تاسو له خپل هدف څخه را ګرځوي یا په کاري وخت کې تاسو ته مزاحمت کوي په جرائت سره رد کړئ.
  6. د لوبو لپاره وخت و ټاکئ: په ورځ / ونۍ کې د لوبو، تفریح او سرګرمي (فیس بوک، ګیم..) لپاره ځانګړی وخت او ملګري و ټاکئ، که ډیره اړینه نه وي نو له یاد وخت څخه یواځې د تفریح په موخه استفاده وکړئ.
  7. د مزاحمت مخنیوی وکړئ: ټول هغه څیزونه چې تاسو ته د کار یا مطالعې پر مهال مزاحمت کوي له ځان څخه ېې لري یا خاموش کړئ لکه فیس بوک ، مبایل ، تلویزون …
  8. خپل ځانته پام وکړئ: باید په کافي اندازه خوب او استراحت وکړئ ځکه د انسان مغز تر ټولو مهمه دنده ترسره کوي که انسان بې خوبه وي موثریت یی هم کمیږي نو د دې لپاره  اړینه ده چې شپه وخته څملي او سهار وخت پورته شي.
  9. خپل ځان وپېژنئ: باید د ځان په هکله کافي معلومات ولرئ چې د ورځې په کومه برخه کې  ښه کار کولای شئ او موثریت او انرژي زیاته وي او په کومه برخه کې مو مولدیت کم دی، یا هم کیدای شي د ورځې په یوه برخه کې ستاسو د یو ډول فعالیت موثریت زیات وي ( په سهار کې مطالعه  په څاښت کې فزیکی یا دفتري کار) نو باید تاسو له خپلو عاداتو بشپړ خبر شئ او د هغه مطابق خپل کارونه ترتیب کړي.

د پورته کړنو په عملي کولو سره کولای شو د ځان د پرمختګ او له وخت څخه اغیزناکه ګټه واخلو.

805 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *