Categories

اعلان

Loading…

سیمه ییز اقتصاد، اړتیا او له دې پلوه په سیمه کې د افغانستان دریځ

پوهاند محمد بشیر دودیال

“  …اوس  افغانستان دمنځنۍ آسیا او جنوبی اسیا یوه مهمه برخه ګرځیدلی اوهیڅوک یې

له اهمیت څخه سترګی نشی پټولای…  دوکتورمحمد اشرف غنی”

سريزه

انسانان څه په فردي ډول او څه هم په ټولنيزډول يوبل سره راز راز روابط لري. دغه روابط دتاريخ په اوږدوکې پيچلی او هراړخيز شوي دي، له بلې خوا دټولنو، هيوادونو، سيمو او مناطقو ترمنځ اقتصادی معاملات، راکړې – ورکړې، کلتوری اړيکې، حقوقی اړيکې اويوبل سره تګ- راتګ هم په عرف کې  اوهم په مدونوقوانينو او اصولو کې منل شوي دي. په تيره بيا اقتصادی مناسبات او دمنا‌‌طقو او سيمو ترمنځ توليد، دخدماتو دعرضی او داقتصادی پوتانسيلونو توپير منطقوی تړلتيا رامنځته کړی ده. کله چې د اړتیاوو له مخې دغه ډول تړلتیا رامنځته شی، دې ته سیمه ییز اقتصاد ویل کیږی. سیمه ییز اقتصاد داقتصاد د علم يوه څانګه ده چې  ديواقتصاد جغرافیايي جوړښت تر څيړنې لاندې نيسي.  په تيره بيا په سيمه کې ترانسپورت، دصنعتي موقعيتونو امکانات ، اقتصادی پوتانسیلونه، د سیمې نسبی مزیتونه، منطقوی تحلیل او د صنایعو ځای پرځای کول (Industrial location)، سيمه یيزه پرمختيا، دتولید په داخلی مقیاس سپما، ښاري  کیدنه (urbanization )،مهاجرتونه (Migrations) او د ځمکي څخه ښه ګټه اخيستنه څیړي. یوه ځانګړی اقتصادی منطقه هغه ټاکلی بُعد یا دځمکي يا اوبو(سمندر) يوه په مقیاس سره په نښه شوې  ساحه ده چې د فزيکي،انساني، اداری او وظيفوي مشخصاتو پر بنياد سره بيليږي. د دې ډول منطقې په فزيکي مشخصاتو کې  یو شمیر فزیکی شاخصونه لکه ځنګلونه، هوارې سطحې، منرالي سرچینې، دمناقلاتو لپاره دلارو امکانات  او اقليمي فکتورونه شامل دي. حال دا چې په انساني مشخصاتو کې، دسیمی د کار ځواک مهارتونه، تجربه، تاريخي ،توريستي اومذهبي ارزښتونه او ځانګړتیاوی مطالعه کیږي.  په وظيفوي مشخصاتو کې دکاروبار جريانات ،لوایح او مقررات، ميډيا اوداسې نور فکتورونه په پام کې وي.  د ذکر شویو مشخصاتو او د اقتصادی پوتانسیلونو له مخې هره منطقه  بيله بيله ځانګړنه لري، نو دهرې منطقې اقتصادي او منطقه یی پرابلمونه هم سره توپير لري، نو له همدې امله منطقه یی اقتصاد ته اړتيا پیښیږی،  چې د نوموړي علم څخه په ګټه اخيستنې سره دهرې منطقې لپاره پلان جوړاو داسې نورې اړينې کړنې ترسره شي. د منطقه یی اقتصاد د ودې او پالیسی جوړولو موضوعات معمولاً د اقتصادی  اغیزمنتوب او د اقتصادی او ټولنیزی برابری له مخې تر کتنې لاندې نیول کیږی. په منطقه یی پالیسی جوړونه کې د اغیزمنتوب (موثریت) هدف مهم رول لری. له نیکه مرغه اوسنی وخت کې دافغانستان سیمه ییز دریځ له دې پلوه پوره پیاوړی شوی دی. د وچې پنځه بندرونه، د چابهار دبندر فعالیدل، په سیمه کې د یوې لار یو کمربند لویه پروژه او د لاجوردو دپروژې پرانیتسل کیدل ډیر نیک زیری دی. دلته به په همدې موضوع رڼا واچول شی.

سیمه ییز اقتصاد یعنی څه؟

سیمه ییز اقتصاد هغه علم دی چې د فضايي بُعد Spatial Dispersion او داقتصادی فعاليتونو Economic Activities اړيکې تحليل او مطالعه کوي او دسيمې داوسيدونکو داقتصاد دښه والی لارښود نه کوي.

یا: سیمه ییز اقتصاد داقتصاد دعلم يوه څانګه ده چې په يوه ځانګړې منطقه کې دمربوطه  سيمې د اوسيدونکو اقتصادی مسايل او ددوی ترمنځ اقتصادی اړيکی او راکړي- ورکړې او په مناطقو کې دتصدیو تاسیس  څيړي. دهمدې ضرورت له مخې سیمه ییز اقتصادی سازمانونه ، سیمه ییز بانکونه، سیمه ییز بازارونه ، سیمه ییز یامنطقوی ترانزيت او ترانسپورت او داسې نور مسايل رامنځته شوي دی. ددغې څانګې په مطالعې سره هره  منطقه خپل اقتصادی مزيت، رجحانات او دريځونه ټاکې او داقتصادی قوانينو له مخې دخپل مفاد اعظمی کولو او د اجناسو او خدماتو په مبادله لاس پورې کوي. دسیمه ییز اقتصاد له مخې، يوه ځانګړی سيمه او حوزه په ډير ښه ډول سره خپل نسبی مزيت سنجوی او دهغې له مخې يوې بلې سيمې، منطقې  ياحوزې سره دتبادلې انډول تامينوي. دمناطقو جغرافياوي خصوصيات او دکار ځواک اندازه او مهارت، طبیعی او اقليمی شرايط اومنابع، دترانسپورت سهولتونه اونورعوامل د دې لامل کيږي چې دمناطقو او سيمو ترمنځ دپوتانسيل او ظرفيت له مخې ژور توپير رامنځته شي. د دې موضوع داهميت له مخې دسيمه يیزو مطالعاتو مراکز او منطقوي سازمانونه رامنځته شوي دي. دآسيا په هغه برخه کې چې  زمونږ هیواد، افغانستان موقعيت لري،هم دغه موضوع صدق کوي. دغه سيمه دخپلو طبیعی اوجغرافياوي ځانګړتياوو له مخې يوخاص دريځ لري. افغانستان دجنوبی آسيا اومرکزی آسيا وصلوونکی نقطه ده، له ډيرو پخوا وختونو څخه افغانستان او دافغانستان تجارتی مسير دسيمې هيوادونو ته ډير اهميت درلود. په لرغونو وختونو کې د وريښمو سوداګريزه لاره له افغانستان څخه تيريدله او لرغونۍ آريانا د تمدنونو زانګو ، دکاروانسرايونو او تجارتی بهيرونو څلورلارې او د کلتوری او مذهبی مراکزو ټاټوبی و. اوسنۍ وخت کې  افغانستان ته دآسيا دزړه (Heart of Asia) په توګه کتل کيږي. اوس په سيمه کې ECO،SCO، SAARC او داسې نور سیمه ییز(منطقه یی) سازمانو رامنځته شوی چې افغانستان دهغو غړيتوب لري. ددغو سازمانو يوهدف يا اساسي هدف اقتصادي روابط او تجارت دی. نن ورځ په پراخه کچه د Eru- Asia منطقې څخه خبرې کيږي. چې په دې کې هم دافغانستان موقعيت او دريځ ډير مهم دی. له دې پرته اوس افغانستان په WTOکې غړيتوب ترلاسه کړي دی. په دغه سازمان کې به زمونږ دهيواد غړيتوب هغه وخت ډير ګټور وي چې له منطقوی پلوه خپل نسبی او مطلق مزيت وپيژنو او په منطقه کې  ديوفعال شريک په توګه يوه سنجول شوي پاليسی ولرو. د دغې پاليسي موخه بايد په همدغه ځانګړی جغرافياوي سيمه کې داقتصادي کړنو رونق اوزياتول وي. دې ډول سياست ته Regional policy ويل کيږي. ډ يره پرځای وه چې دافغانستان ولسمشر په خپله یوه وینا کی،دګاونډیو هیوادو مشرانو ته ویلی و:

(…راځئ چې خپله سیمه د تروریزم او مخدروه موادو د تولید له سیمی د تجارت اوتمدن په څلور لارې بدله کړو…)

په عمومي ډول دمنطقوي پاليسي موخي په بیلابیلو سطحو اوليولونو شرح کولاى شو. په لوړه کچه(دنړۍ مختلفو منطقوکې)، په متوسطه کچه(د براعظمونو او هیوادوترمنځ) او په محلی کچه(دهیواد دننه ولایاتو کې). دټولو موخي له عمومي پاليسيو سره يو ډول دي، لکه په وده ، ګټي ، برابري، ثبات ،دژوند څرنګوالى او مدنی چارو کې برخه اخیستنه.  له دې ټولوسره دبرابري او مناسبي پاليسي لارښوونه کيږي دا ډېره پراخه او ډېره عمومي ده. په نتيجه کي دا په زړه پوري ده چي دفرعي موخوشميره مشخصه شي،کومي چي له فضايي پاليسيوو سره نيغي اړيکي لري. دا داسي مطالب لري لکه دمحل کفايت ، دسيمو ترمنځ دسړي سر عوايد (PCI )، چي دملي او عمومي خدماتو اغیزمنتوب ښکاره کوی. په دې کې فرعی معيارونه هم شامل دي . په عمومی پالیسیو کې د یوې سیمی ټول وګړی شاملیږی، دې ته پاملرنه نه کيږي چي هغوى چيرته هستوګنه لري، په دې کي دسيمو ترمنځ دنقل مکان (مهاجرتونو) داندازې ستونزه هم حل کيږي. دکارګرانو کمبود هم  حل کيږي. دذخیري او غوښتني موجوده اجتماعي پانګې ارزونه کیږی او موثریت یې زياتيږي، دمحيط پاکوالى دټولو لپاره او نور. په همدې ډول دا فرعي اهداف نور هم دمشخصو اهدافو لپاره ارزښتمند کيږي، لکه دسيمو ترمنځ دعوايدو دنابرابري کميدل، له محلی سرچینو څخه ډیره ښه استفاده او نور مسایل. دا دوخت په ټاکلی دوره کي راځي. يا دانعطاف وړ موخي لکه د محل په تصدیو او د اقتصادی فعالیتونو په شمیرکې نور زياتوالى ،مثلاً ، داستخدام د کچې لوړول، يادسړي سر عوايد. دسیمه ییز اقتصاد او منطقه یی پالیسیو په بحث کې دهيوادونو اوسيمو روابط، جغرافياوي ځانګړتياوې، اقتصادي ريزرفونه،دخلکو کلتور پيژندنه او دترانزيت دمسايلو مطالعه  هم شامله ده.

سیمه ییز اقتصاد لکه له نوم څخه يې چې ښکارې، دسيمو او مناطقو په حدودو کې  اقتصادي مسايل څيړي. په دې توګه له اقتصاد څخه پرته دمناطقو جغرافياوي خصوصيات، دمناطقو پيداوار، خلک، اقليم، اړتياوی، سرچينې او نور هغه عوامل چې په اقتصاد کې مهم دي، را اخلی او پکې  شامل دي.

منطقوي  تحليلLocational Analysis او سیمه ییز اقتصاد

منطقوي تحليل په اصل کي دمنطقوي  اقتصاد مرکزي پوښتنه ده.د وان تونن “von thunen” ،ويبر “Weber” ،لوسچ “Losch” ،کريسټالر “Cristaller” او نورو دپخوانيو څیړنو په اساس ، سيمه یيز تحليل دهغو تيوريکي مشارکتونو او تجربوي څیړنو دموثرې لړۍ په انکشاف کي خورا برياليتوبونه ترلاسه کړل ، ددې لپاره چي هغو پوښتنو ته کافي ځوابونه ووايي چي په يو ورکړل شوي فضايي سيستم کي ځانګړي فضايي فعاليتونه چيري او ولي واقع کيږي ؟ نو ،  دسیمه ییز اقتصاد په مطالعه کې منطقه یی تحلیل مهم دی.په دې مضمون کي کيدلاى سي چي د تحلیل مختلف روشونه متمايز شي :

لومړى بايد ديوې ساحې په مفهوم او دفضا په عنصر باندې  غور او دقت وشي،دغبرګونونو يادونه وشي “دفعاليت، يو نواختي ،تجانس يا د ادارې اصولو په اساس” او داسې نور ټکی  باید روښانه شی.

په دې وروستيو کلونو کي په فضايي سيستمونو باندي درسمي روشونو لوري ته علاقه زياته شوه. “دبيلګي په ډول ، دملتونو په واسطه دسيستمونو له تيوري څخه استفاده ، منطقه یی مجموعې تيوري، توپولوژي او نور”.

د تل په شان ، زياتره انتزاعي مشارکتونه داندازه ګيري له تيوري څخه په پراخي استفادې سره جوړ شويدي او کيدلاى شي چي په دوو موازي سيستمونو کي ديوې مشابه لاري په توګه مشاهده شي. “لکه بيولوژي او ارواپوهنه” نو سیمه ییز اقتصاد او جغرافیه، سیمه ییز اقتصاد او حقوق، سیمه ییز اقتصاد او د طبیعی منابعو پیژندنه  همدومره یوبل سره نژدې دي.

دويم داچي د کاروباریانو(تشبث کوونکو) او کورنيو سيمه یيز تصميمونه بايد په نظر کي ونيول سي. تشبثي تصميمونه دمغلق صنعتي تحلیل  ، دودې دمرکز دتحلیل ، دثقل او آنټروپي ډيناميک سيستمونو د څېړني او تحليل په عملياتي چوکاټ کي اجرا اوعملی کيږي.

کله چي  د یوه نظري بنسټ له مخي دعملياتي ګټورتوب دموډلونو دوسايلو په واسطه دهستوګني دسيمو ستونزي دمفيدوالی له نظره څیړل کيږي، نودعامه هستوګنځايونو ستونزي هم ديوې متحدې فضا يا شبکي له نظره تر څیړني لاندي نيول کيږي.

علاوه پردې ، وروستی منطقه یی تحليل په زياتيدونکي ډول دانتخاب په تفصيلي موډلونو باندي استوارې دي. “لکه لوګارتيمي او احتمالاتي موډلونه”.  دغه موډلونه هغه زيات سنجول شوي تحليل ته ارزښت وربښي ، چي کيدلاى شي مختلف منطقه یی- فردي ټاکونکي عوامل “دکيفي فکتورونو په شمول” په نظر کې ونيول شي. وروسته ،دتشبث کوونکو او کورنيو مشترک تصميمونه ديو فضايي اقتصادي تعادل په موجوديت باندي موافقه کوي.

دکم موندل کيدونکو سرچينو او دهغوى دفضايي موقعيتونو تخصيص ،په عمومی ډول يوه مغلقه ستونزه ده چي کيدلاى شي مختلفو تعویضي امکاناتو ته شامله شي، په داسي ډول سره چي کيدلاى شي ديوه پيچلي تجارت پوښتني هم راولاړې کړي. وروستي مشکل هم په هغه صورت کي خورا شديد دى چي “Spatio” بُعد اوزماني ډيناميک کوم چي دجوړښتي تغيیراتو په واسطه منځته راځي ، په نظر کي ونيول سي.

دلته بايد دغير خطي ډيناميک پروسو وقوع په ځانګړي ډول په نظر کي ونيول سي. کيدلاى سي چي دغه پديده په يو څو بُعدي ډيناميک اقتصادي سيستم کي غير متوقع ناوړه نتایج رامنځته کړي. د دې د معقوله نتیجی لپاره پوره تحیل او دقت ته  اړتیاده.

منطقوی اقتصاد او سوداګري

سوداګري او تجارت له يوې سيمې بلې ته دخلکو داړتياوو دپوره کولو لپاره د اجناسو اوخدماتو ليږدول او عرضه کول دی. يعنی داجناسو اوخدماتو تبادله کول تجارت دی. دغه تبادله  دسيمو اومنطقو ترمنځ صورت نيسی ، نو کله چې د منطقو خبره راځي، خامخا منطقه یی اقتصاد ورسره علاقه لري. د منطقو ترمنځ د تجارت لپاره د ضرورت مهم لاملونه دادي:

لومړی) په زياته اندازه توليد:

ممکن يوه منطقه ياسيمه دځانګړی ظرفيت اوغوره امکاناتو له امله  ديو شمير اجناسو په توليد اوياهم ديو شمير خدماتو په عرضه کې غوره توب ولري،  دوی خپل اضافی توليد دنورو سيمو داړتيا وو دپوره کولو لپاره چې دغه ډول ظرفيت او وړتيا نه لري، ور استوي په دې توګه تجارت داجناسو تبادله بلل کيږي.

دوهم)  طبیعی منابع:

سيمې اومنطقې دخپلو شتمنيو او اقليم له پلوه يوبل سره توپير لري. د دغو شتمنيو څخه اضافه ترلاسه شوي توليد هغو سيمو اومنطقوته ورکول کیږي چې دغه ډول شتمنی نه لري. دبيلګې په توګه دخليج دمنطقې هيوادونه  کافی اندازه نفت لری، دوی خپل نفت نوروټولو هيوادونو ته صادروي چې کافی نفت نه لري. دغې سيمې ته د نفتو دتوليد ساحه،منطقه، حوزه ياسيمه ويل کيږي. همداسې هم دنړۍ بيلابيلو برخو اوځينې وخت ديوه هېواد دننه ، يوشمير ځانګړی مناطق ديوه ځانګړی صفت يابل  اقتصادی فعاليت لپاره جلاشوي وي .

درېیم)  په لګښتونو کې توپير:

که چيرې د يوې سيمې او منطقې ( د يوه هيواد دننه يا د څو هيوادونو په شمول) ترمنځ د اجناسو او خدماتو د توليد په لګښت کي توپير وليدل شي، نو د ټيټ لګښت لرونکي منطقه ځان  دسیمي په سوداګری کی داخلوي.

د منطقوی اقتصاد حدود

دمنطقو دحدودو ټاکل( تحديد) يو اسانه کار نه دى. که څه هم هره منطقه بيلابيلې اقتصادي، اداري، تاريخي او نوري ځانګړنې لري، خو بياهم په دې اړه کوم قناعت بخښونکي ضوابط وجود نلري. په دې برخه کي دنظرونو توافق هم حتمی شرط ندى ، مګر داقتصاد پوهانو او پلان جوړوونکو ترمنځ ځینی وخت په دې اړه چي ګواکي دغه ځانګړي حدود او سرحدات مناسب دي کنه ؟  اختلاف هم وجود لري، ځینی وخت بیا هیڅ اختلاف نه وی. په واقعيت کي، دمنطقو دقيق تعريف ديو داسي کابوس او د تشویش وړ ټکي په شان دى چي زياتره منطقه یی اقتصادپوهان ورڅخه دبې زړه توب لورته ميلان لري او په هغه صورت کي چي دوى مجبور وي چي په اداري سيمو باندې دپاليسي دملاحظاتو په اساس باندي کار وکړي او ياهم له نورو فضايي واحدونو څخه دهريو په اړه باندي معلومات او سوابق موجود نه وي، د دې ستونزمن کار له کولو څخه ډډه کوي. لنډه دا چې دمنطقوی اقتصاد حدود تر یوې اندازې د سیمو او هیوادونو په تصصمیم پورې اړه لري. په دې اړه يو واحد تعريف وجود نلري، دتعريف انتخاب بايد په لومړۍ درجه کي دڅیړني داهدافو پر بنسټ ترسره شي. دبيلګي په ډول که چيري سيمي په  يوه بين الساحوي پلان جوړونه کي دغير مترکزو ملي طرحو ديوې وسيلي په توګه مطلوبي وي،نو په دې صورت کي دسيمو لږ شمير “مثلاً پنځه يا شپږ” مناسب دى. په دې حالت کي ، دمجاورت معيار خورا مهم دى. داخبره ددې معني ورکوي چي دسيستم ساحې بايد يو له بل سره تداخل او ترکيب ونلري ،بلکي بايد له ملي قلمرو سره مجاورت ولري. په دې ډول ، يو بين الساحوي سسيتم په ساده ډول دامعنا لري چي ملي قلمرو په يو ټاکلي شمير مجاورو ساحوباندي وو يشل شي. دايو اسانه کار نه دى. دبيلګي په ډول دهسپانيې تجربه په نظر کي ونيسئ: دهسپانيې پنځوس ولايتونه دبين الساحوي پلان جوړوني لپاره زيات موثر دي. دغه ډول يوې تجمع ته اړتيا ده . بالاخره ،دتيرو دوو لسيزو يا له دې څخه په زياته موده کي هسپانوي اقتصاد پوهانو او پلان جوړونکو دحدودو دمتبادلو تحديدونو کره شميرې وړاندي کړي. البته دپنځو او شلو سيمو په منځ کي .

کله چې اقتصادی سیمی د یو هیواد دننه په نښه شوی وی،هغوته سیمه یا منطقه (region ) نه، بلکې دولایت (province) او ناحیې ( district ) اصطلاحات کاروی، حال داچې دڅوهیواد ترمنځ د یوی اقتصادی سیمی جوړول سیمه ییز اقتصاد بلل کیږي.

سيزا مانسکي Czamanski” “1973” ،دسيمې “Area” ،حوزې “Zone” او ناحيې “Region” د اصطلاحاتو ترمنځ يو ګټور توپير طرح کړ. سيمه “area” يوه عمومي اصطلاح ده چي ، ديوې دوه بُعدي فضا د يوې برخې معنا افاده کوي . او له همدې خاطره دفضايي اقتصادي څېړني لپاره زياته ګټوره ده. دبيلګي په ډول ديوې بازاري سيمي مفهوم دامعنى لري چي يوه جغرافيايي ساحه په کومه کي چي ديوې ځانګړي توليدوونکي منبع توليدات پلورل کيږي.

زون په اصل کي يوه فني اصطلاح ده چي دهغه عرضی کمربند معنی افاده کوي کوم چي له يوې کرې څخه غوڅ شوى وي.مګر اوس مهال دهغې سيمې دتعريف لپاره استعماليږي چي له هغې ساحې څخه بيلې ځانګړتياوي ولري، کومه چي همدا سيمه يې احاطه کړيده. منطقه “Region” يوه خورا دقيقه اصطلاح ده “دتعريف له اغماض سره –سره ” چي دملي اقتصاد په داخل کي په هغې سيمي باندي دلالت کوي چي کومه په خپل جوړښت کي خورا جامع ده او په مستقل ډول عمل کولاى شي اوزياتو عملي مواردو کي داقتصاد له ستونزو سره پياوړي اړيکي لري. تکراراً ويلاى شو چي منطقه”Region” داسي يو انسجام لري کوم چي په تاريخي ډول په يوه فضاباندي استوار دى، په داسي ډول سره چي کيدلاى شي دغه انسجام دزماني بُعد له نظره هم تعريف شي.

نتیجه:  سیمه ییز اقتصاد Regional Economic  د اقتصاد د علم د پراخه ډګر يوه هغه څانګه ده چي د منطقو اقتصاد، اقتصادی پوتانسيل،  له نورو سيمو سره يي د اقتصادی اړيکو ټينګول او د سيمې اوسيدونکو د اقتصادی اړتياوو پوره کول او په ځانګړو سيمو کی د ځانګړو منابعو تخصيص مطالعه کوي.

په بله وینا:

سیمه ییزاقتصاد په یوه ځانګړي فضایی بُعد کې اقتصادی فعالیتونه چې د اقتصادیت په موخه متمرکز شوی، څیړی. په دغه مطالعه کې ډير مسايل شريک دی لکه: جغرافيه او جغرافياوی خصوصيات، د پولو او سرحداتو پيژندنه، د منابعو دغوره تخصيص تخنيک، دعامل- حاصل تحلیل، د اقتصادي فعاليتونو ګاونډيتوب، ښاری او کليوالی تشبشات بيلول، د مناقلاتو د اقتصاد مطالعه، د بين الساحوی او ساحوي پلانونو جوړول، له سياسی واقعيتونو څخه خبرتيا او ناحيه بندی يا ناحيو باندې ويشنه.  په دی توګه دا علم د کمپوزیت composite يا مرکب دانش او تحقيق يو پايله ده، چې د سیمی د اوسیدونکو د ژوند د سټنډارډ د اوچتولو، د مفاد د اعظمی کولو او د لګښتونو د اصغری کولوپه موخه د يوی ټاکلی جغرافيايي ساحې او فضايي بُعد spatial dispersion تر چتر لاندی اقتصادي فعاليتونه څيړي.

د منطقوی اقتصاد اهميت او موقعیت

د ميلادي پنځلمسې اوشپاړلسمې پيړۍ په  ترڅ کې په اروپاکې ( په تيره بيا په انګلستان کې) داسې نظرياتوته وده ورکړل شوه چې هرڅه يې په ثروت کې لټول او د دولتونو قدرت يې هم د سروزرو په راټولو کې ښوده، دمادياتو راټولولو  د دوي د اقتصادی تفکر بنسټ جوړاو چې دوی ته د مرکانلستانو نوم او مکتب يانظرياتوته يې دMercantilism نوم ورکړل شو. دوی سوداګری هڅوله او له لری اونژدې سيمو څخه يې، د سوداګری په واسطه دثروت راجمع کول موخه وه.  اقتصادي چاروکې يې د دولت مداخله اعظمی حدته ورسوله . دوی په ناسيده توګه دولتونه دزياتو زيرمواو منابعو لرونکو سيموته ځير کړل. په پوهنتونو او علمی مراکزوکې داقتصادی پرمختګ په برخه کې علمی څيړنې پيل شوی او اقتصادي جغرافيې  ځانګړی ارزښت ترلاسه کړ. دعلمی څيړنو په پايله کې دسيمو نسبی مزيت او مطلق مزيت څرګنداو بيلابيل مناطق دخپلو ځانګړو مزيتونو له امله دځانګړو اجناسو او خدماتو توليد او عرضی ته بيل کړل شول، دسيمو ترمنځ دمناقلاتو په اقتصاد بحث وشو او مقايسوی لګښتونه  وسنجول شول. دلومړی ځل لپاره په ۱۹۱۰م. کال کې یو موډل وړاندې شو بیا د ۱۹۵۰ م. لسيزې په نيمايي کې منطقوی اقتصاد، ديوه تحليلی چوکاټ په توګه مطرح او دهغه په پايله کې دمحل دتخصيص اود محل داستقرار نظريه رواج شوه. دښاري اقتصاد او دفضايي اقتصاد سيستم رامنځته کيدل دهمدغو څيړنو پايله ده .

ترډير  وخت پورې دمنطقوی اقتصاد په ډګر کې  هم دعمومي اقتصاد په منطق باندې چلند روان  و. دتوليد، لګښتونه، عوايد او د نورو مسایلوسنجش لکه دعمومي اقتصاد په شان  ترسره کيد، خو وروسته داموضوع درک شوه چې په منطقوی اقتصاد کې دمحل اسقرار، دمناقلاتو  د دايرې محدوديت، دتمرکز نقاط ، دعامل – حاصل بين المنطقوی تحليل، دمزيتونو( Advantages) مقايسه او داسې نور ټکی هغه څه دي چې له عمومي اقتصاد سره يې  بايد توپير وشي. تجاربو ثابته کړه چې د منطقوی اقتصاد اهميت په دې کې دی چې داقتصاد دعلم دغه برخه خپلې درې مهمې ساحې لري چې لږ وروسته به يې ولولو.

د منطقوي اقتصاد پرمختیا

د منطقوی اقتصاد  تیوري او موډلونه او دهغو تطبیق  او ترلاسه شوی تجارب د اوږدې موې په ترڅ کې تر کتنی  او مطالعې لاندې ونیول شول، تر څو یې چې اوس د یوې نوې او پرمختللې څانګې په توګه تبارز وموند. د دغه  علم د پرمختګ لپاره بیلابیلو علماوو نه ستومانه کیدونکی زیار ګاللی دی. وان تونن(Johan Heinrich von Thunen)  یو آلمانی اقتصاد پوه و چې د اقتصادی فعاليتونو او د سيمو د ګټورتوبونو له مخې يې سيمې او مناطق جلا کړل. نوموړی د مارکيټ او مرکزی بازار څخه د لری والی يو موډل وښود چې له مرکزی بازار څخه د فاصلې په زياتېدو مفاد کميږی. نوموړي له ۱۷۸۴ څخه تر ۱۸۵۰ م. کال پورې ژوند کړی او د  کلاسيکو اقتصاد پوهانو په ډله کې نامتو اقتصاد پوه و. ده لومړی د يوې سيمې کرنيزې ځمکی د کمربندونو په واسطه په مناطقو وويشلي او له مرکزي مارکيټ څخه يي د فاصلی له مخی د هغو توليد او کرايه وسنجوله . ده په حقيقت کې مناطق د ځانګړو توليداتو لپاره وښودل ،

نيو کلاسيکانو ته هم د منطقی ټاکنه په زړه پورې وه. د بيلګې په توګه امريکايي اقتصاد پوه Robert Solow  په ۱۹۵۶ او ۱۹۵۷ م. کلونو کی د منطقويتوب نظريه خپره کړه او د يوې منطقې د عرضې اړوندو عوامل يې څرګند کړل او د عرضې د عواملو سره يو ځای يي د تخنيکی عواملو پرمختګ او د کار د مولدیت د زياتيدو نظر ورکړ. د کينز پيروانو په معاصروخت کې د تقاضا په عواملو ټينګار وکړ. دوی د توليدي نتايجو لپاره په منطقه (سيمه) کې رقابت د اهميت وړ وباله ا و Cumulative Causation  (مجموعی ټول دلايل) او demand-based explanation (د تقاضا پر بنسټ توضيحات) يي د منطقويتوب لپاره دلايل راوړل او دا يې د منطقوی پرمختګ لپاره يوه آنګيزه وبلله.

د وان تونن له مهال څخه وروسته بيا صنعت او خدمات هم په څيړنو کې شامل شول. د هغه په موډل کی ويل شوي چي هغه توليدات چي درانه او خرابيدونکی دی بايد مرکزی مارکيټ ته لنډ توليد شی چی په لږ مصرف  مارکيټ ته ورسيږی:

له وان تونن پرته، يو شمير نورو پوهانو لکه رالی بارلو، ویبرهWeber، لوشLosch، او کرستلرCristaller  هم د منطقه یی اقتصاد په هکله څيړنې او ليکنی کړی دی .

وان تونن دغه سيمی په A،B او C يا د اعدادو له مخي په 1،2،3… وښودې . د تونن برخلاف سيزا مانسکی (Czamanski) (1973) د سيمې (area)،حوزې (zone) او ناحيې (region) د اصطلاحاتو ترمنځ توپير څرګند کړ. سيمه يا area يوه عمومی اصطلاح ده چې د يوی دوه بُعدی فضا د يوې برخې معنا افاده کوي. دغه ډول ساحه او سيمه ټاکنه د ټاکلي او معين اقتصادي فعاليت د ښوونې لپاره استعماليږي.  لکه هغه سيمه چې هلته يواځی بریښنايي وسايل پلورل کيږی، هغه سیمه چې د ژمی له خوا واوره پکې وریږی او داسې نور. ددې سره په توپير کی زون Zone يوه فنی اصطلاح ده چې د کمربند او کرښو په واسطه تقسيم بندي شوی وي لکه د بيو زونونه چی لومړي زون کې بيي د دوهم او دريم په پرتله ارزانه وي. خو منطقه region بيا يوه کره او په نښه شوی پراخه ساحه ده چې هم په ملی پولو (سرحداتو) کی دننه او هم د څو هيوداونو څخه جوړه شوي وي. يعنی ملی او له ملي کچی پورته منطقی. دا یو فضایی بُعد دی چی اقتصادی فعالیتونه را نغاړی. دا هم باید ووایو چی د اقتصاد د علم له ډګر څخه بهر په عمومی خبرو کی  د دوی توپیر هیچاته مهم نه ښکاری او ورځنیو خبرو- اترو کی تل دا اصطلاحات یو د بل پرځای استعمالیږی.

د اقتصادی فعالیتونو منطقه یی تحلیل

دلته په منطقه یی اقتصاد کې اکثراً له منطقو څخه موخه د هيواد دننه هغه جغرافياوی ساحات دي چی د يوه ټاکلی جنس يا خدمت د توليد اوچت ظرفيت لری لکه د صنعتی خامو توکو منطقه، د ميوه جاتو د توليد منطقه، د تفريحی او توريزم د صنعت منطقه او داسي نور، خو ځينی وخت بيا د يو هيواد له ملی پولو بهر په بين المللی ډول د څو هيوادونو يو ګروپ، ډلې يا بلاک (block )  لپاره استعماليږی. د منطقو سره جلا کولو ته درې کلاسيک ډولونه موجود وو، چې اوس دغو ويشنو کی بدلون راغلی. دغه کلاسيک خصوصيات په لاندې ډول دي:

الف)  متجانسي منطقې: دغه سيمې يو شانته ځانګړتياوې لري، کوم داخلي توپيرونه که موجود وي، هغه ډير په پام کې نه نيول کيږی. دی ته homogeneous region  ويل کيږی.

ب) قطبی شوی منطقېNodal (polarized) region : دلته مشابهتونو او ورته والي ته اهميت نه ورکول کيږی. معمولاً د پام وړ د يوی ټاکلی غوټی (node) خواته قطبی شوی وي او سيمه د همدغې غوټی په محور ويشل شوی او نوم ورباندې ايښودل شوی وي. دغه محوری يا دپام وړ غوټه د اقتصاد لپاره مهم ( دمقصد ټکی یاadhoc) وي چې پلانونه او پروګرامونه ورته په پام کې نيول کيږي.

ج)  د پلان جوړونې يا برنامه ريزی (planning / programming region) له مخې منطقی: په دغه ډول ويشنه کې اداري يا سیاسي برنامې او تصاميم رول لري.

اقتصاد پوهان، اقتصادی پاليسی جوړوونکی او د توليد او مارکيټ متخصصين د پام وړ ناحيي په لاندی توګه ټاکي:

د لويو او عصري مارکيټونو سيمې

دا هغه سيمی دي چې ګرانبيه او لږ موندل کيدونکی او تجملی اجناس پکې زيات دی، نو ځکه دغه ډول سيمې ډيرې د پاملرنې وړ وي . البته د  Reilly له نظر سره سم دغو سيمو کې ممکن عادي او ادنی اجناس هم وی، خو د ادنی او اعلی اجناسو ترمنځ، په منځنی توګه توپير زيات وي. ادنی اجناس ټول هغه اجناس دي چې بله هره سيمه کی خامخا موندل کيږی، مګر اعلی او د لوړي بيې اجناس ممکن نورو سيمو کی ونه موندل شي لکه لبنیات، سابه، ډوډۍ، صابون، شکره او نور چې په هره سيمه کی شته، خو لوکس عطر، فيشنی نکتايي، يخچال سره زر، لاجبراو داسی نور ممکن هره بله سيمه کی نه وي. د لويو او عصری سيمو مارکيتونو کی بيه او لګښت دواړه لوړ وی

دلته مهمه داده چی بايد د تصديو محل تبديل شي. د لوکسو اجناسو توليدوونکی تصدی بايد لوړو بيو سيمو ته نژدې وې، خو د ارزانه اجناسو تصدی که اطرافونو ته نږدې وي بده نه ده. خو مشکل دادی چی د سيمو ويشل او ناحيه بندی يواځی د اقتصادی تصاميمو تابع نه ده، بلکی دلته حکومتی پولې(رسمی سرحدات)د اقتصاد پوه لپاره ستونزه پيداکوي. په تيره بيا که چيری اقتصاد پوهان له ملی پولو څخه پورته په اقتصادی منطقو فکر کوي، نو بايد د يوه معين فضايي بُعد Spatial dispersion په حدونو کې اقتصادی فعاليتونه و څيړلای شي. د يوه هيواد دننه اقتصادی منطقی ټاکل کوچنی فضايي بُعد احتوا کوي، خو له ملی پولو بهر د دوو يا څو هيوادونو ترمنځ اقتصادی منطقه جوړول بيا يو پراخه فضايي بُعد جوړوي. مهمه داده چی په دغو فضايي بُعدونو کی اقتصادي مسايل ښه رهبری او مديريت شي. د دی څانګی د ښه مديريت لپاره په هغو مسايلو پوهيدل ضرور دي، چې  راتلونکو څپرکیو کې ورباندی بحث کوو.

څرنګه چې سیمه ییز اقتصاد د فضایی بُعد او اقتصادی فعالیتونو اړیکی تحلیل او مطالعه کوي او هره سيمه او منطقه بيله بيله ځانګړنه لري، نو دهرې سيمې اقتصادي اوسيمه یيز پرابلمونه هم سره توپير لري ځکه نومنطقه یی اقتصاد ته اړتيا ليدل کيږی ترڅو چې د نوموړي علم څخه په ګټه اخيستنې سره دهرې منطقې لپاره پلان جوړاو داسې نورې اړينې کړنې ترسره شي. منطقوي اقتصاد دانان عمدتاً په لاندنیو برخو کی څيړنه او په هغو باندې بحثونه کوي : دصنعتي موقعيت مشخصات   (په ملي او له ملی پولو بهر په منطقوي کچه )،دتصديو د تمرکز او دهغو منطقه یی اقتصادي تاثيرات،د کورنيو مهاجرتونومشخصات اودځمکې په ګټه اخيستنه کې مثبت تغيیرا ت،منطقوی تخصص، په ځانګړو سیمو کی د اقتصادی فعالیتونو په تمرکز سره داقتصادي او ټولنيزو تغيیراتو محيطي تاثيرات، داقتصادي او اجتماعي شرايطوبرابری، په سيمه کې دسوداګريزو اړيکو پياوړتيا، د عامه او خصوصي سکتورونو دپراختيا لپاره دمناسب چاپيريال رامنځته کول، داقتصادي او سيمه ايز انضمام پر مټ دزيربنايي پروګرامونوپرمختيا، ددولتي سکتور د ادارو پرمختيا او ښه حکومتولي، هغه سیمې چې لا تر اوسه وروسته پاتې او انزوا کی دی د هغوتردټولنيزې انزوا راکمول ، په منطقوی  کچه دچاپيريال ساتنې پروګرامونو جوړول او دنړۍ له نوروسيمو سره د اړيکوپياوړي کول. دغه علم د تاریخ په اوږدو کې تکامل وکړ او په هغه کې بیلابیلو علماوو زیار ګاللی دی. په اقتصاد کی د بیلابیلو سیمو او هیوادو شریک کیدو او اقتصادی ګډو علایقو سیاسی ناملایمات او خوابدۍ اوسیالۍ په ملګرتوب  بدل کړی دی. نن ورځ د دغه علم له انکشاف څخه یوه نوی اصطلاح رامنځته شوی چی (freenemy ) ورته وایی. لومړۍ برخه ( freind) یعنی دوست یا ملګری څخه اخیستل شوی او دوهمه برخه ( enemy) یا دښمن ، یعنی دوست دښمنان ! هغه دسیاسی ډګر دښمنان چی په اقتصاد کی ډیر ښه دوستان او ملګری دی. موږ ته دا ډیره مهمه ده چې سیاسی سیالی په اقتصادی مرستو او پیوستون بدله شی او د دښمنۍ فضا په دوستانه فضا  واوړی.

د اقتصادی فعالیتونو منطقه یی تحلیل

  یو اقتصاد پوه د منطقو او سیمو د اقتصادی پوتانسیل، مناسب موقعیت، د مناقلاتو دلګښت، د بازارڅخه دفاصلی او نورو فکتورنو په تحلیل سره، د یوې منطقې لپاره فعالیت او دتصدیو تمرکز ټاکی. دځانګړې محل ټاکنې پريکړو څخه موخه داده،  چې څنګه دځانګړي محل ټاکنې واحدات (Location units) لکه کورنۍ (مستهلکین)،کاروباريان او دولتي دواير دخپلو اوسيدو او کړنوسرته رسولو لپاره محلات وټاکي او يا د ضرورت پرمهال محلات بدل کړي . ممکن په لومړي سر کې زمونږ تحليل دجزوي اقتصاد(تصدۍ) په کچه وي، بيا به وروسته دملي اقتصاد په کچه تحليل ترسره کړو يانې لومړی به په Micro level  چې دلويو واحدونو جوړوونکي دی، تحليل وکړو لکه يوه يا دوه کورنۍ، کاروبار او دولتي (عامه) فابریکه او کوم بل واحد، بيابه وروسته په Macro level يادلويو واحدونو لکه ښارونو ،صنعتونو ،سيموو او داسې نورو کچو تحليل وکړو.

منطقه يي والی(Regionalism)

منطقه ټاکنه دپولو په جلا کولو سره پيل کيږي چې هم په لويه کچه وي او هم په کوچني کچه. مناطقو اوسيمو ته ځانګړی نومونه هم غوره کيداي شي او د نقشې پرمخ  په ځانګړو جغرافياوی نښو او رنګونو هم ښودل کيږي. دنړۍ پرمخ هر هيواد ديوه سياسی واحد په توګه خپله ځانګړی خپلواکه فضالری ، چې د يوه دولت د قلمروپه توګه پيژندل کيږي.

عملاً ديو شمير مقاصدو دترلاسه کولو، د يو شمېر ګډوګټو څخه دکار اخيستلو ، يوبل سره دلاس ورکولو او دپياوړتيا د اوچتولو او نور و موضوعاتو لپاره څو منطقې يوبل ته لاس  ورکوي او يوه واحده منطقه ( region) جوړوي. يوشمیر سيمې مطلقاً دسياسی تصميم له مخې جوړيږی. يو شمېرنوري داقليمی خصوصياتو له مخې جلاکيږي. يو شمیر نورې سيمې داقتصادي ګډو ځانګړنو له مخې اوکيداي شي ځينې سيمې دکلتوری مشترکاتو له مخې  په نښه شی. په عمومي توګه دنړۍ پرمخ منطقې په څلورو ډولونو ويشل شوي دي:

  1. دټولې نړۍ په کچه  دځمکی پرمخ دسيمو ويش
  2. دڅو هيوادونو په کچه ويشنه
  3. دسيمې دڅو هيوادونو په کچه ګډه منطقه
  4. په ملي کچه په هيواد کې د منطقو ټاکنه
  5. ديوهيواد دننه دکوچنيو منطقو ټاکنه

اما zone له منطقې  سره توپير لری. زون يوه تخنيکی  اصطلاح ده چې هغې پلنې پټارې اوښودل ښوی جغرافيه يې مقطع ته ويل کیږي چې  دخپلو شاوخوا سيمو سره په توپير کې يوه يا څو ځانګړی ځانګړتياوې ولري. لکه په افغانستان کی د پستې د ځنګلونو زون چې له بدخشان څخه د هرات د سبزک تر کوتل پوری په نښه شوی دی  او دافغانستان د اقتصاد او د پستې په تولید کې مهم رول لری.

د منطقو د کچو (لیول) ډولونه


منطقه (region): دملی اقتصاد  به حدودوکې هغه په کره او دقيقه توګه ټاکل شوی  ساحه ده چې دخپل جوړښت او پوتانشيل له مخې ددې وړتيا لري  چې په خپلواکه توګه يويا څو فعاليتونه وکړی.

مثالونه:

  1. دټولې نړۍ په کچه دويشنې مثالونه دآسيا دجنوب دمنطقې پيژندنه ده چې دنفوسو يو ډير لوی اګلو مرشن دی. يا دنړي لوی صنعتی هيوادونه  چې دسوداګری او ملی عايد له پلوه په يوه جلاګروپ کې راځې.
  2. دڅو هيوادونو په کچه ديوې منطقې ښودل لکه لری ختيځ، منځنې ختيځ  او ياهم شمالي امريکا، جنوبی امريکا او داسې نور.
  3. دسيمې  دڅو هيوادونو  په کډه منطقه لکه د مرکزي  آسيا هيوادونه، دجنوبی آسيا هيوادونه، جنوبی افریقااو نور.
  4. په ملي کچه په هيواد کې منطقه ټاکنه لکه دافغانستان ختيځ  زون( ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان)
  5. دکوچنيو منطقو ټاکنه:لکه د پامير واخان چې ځانګړی طبیعت لري ، يا زمونږ هيوادکې د مديترانی اقليم لرونکی منطقه چې په ننګرهار کې يوڅو ولسوالی او دجلال آباد  ښار شاوخوا سيمه ده، دهيواد دجنوب شګې لرونکی دښتې او داسې نورمثالونه.

لومړنۍ درې  کتګوری مطلقاً  سياسی اړخ لري، خو دهيواد په کچه ياله هغه ټيټه کچه ديوه هيواد خپل واک او اختيار دی چې ددوی ملی تصاميمو پورې  اړه لری. هره کتګوری دحقوقی او ارګانيکی پلوه داړيکو او چلند له مخې توپير کوي. خوپه يوه کې سيمه ييزتوب ته علاقه موجوده وي. اقتصادي  اړتياوی دسيمه ييزتوب او منطقه پالنۍ (regionalism) مهم انګيزه ده. دغه انګيزه او اړتيا دومره مهمه ده چې ځينې وخت دوه دښمن هيوادونه داقتصادی ګټو لپاره ملګری کيږي چې دبازار په اقتصاد کې ورته Freenemies ياد ملګري او دښمن اړيکې ويل کيږي. داسې بيلګې  شته چې ديوې سيمې دوه ياله دوه څخه زيات هيوادونه ممکن له سياسی پلوه يوبل سره دوستان  نه وی، خو داقتصادی  اړتيا وو له مخې په يوه منطقه کې يو د بل همکار دی او دمجبوريت له  مخې يې اقتصادی ملګرتوب رامنځته کړی دی.

خو دخوشحالي خبره داده چې ډيرو هيوادونو  په خپله ملي کچه باندې اقتصادی مناطق ايجاد او ډير ښه  يې په نښه کړی دي. په ملی کچه داقتصادی منطقو ښه والی دادې چې دغه سيمې دهيواد دواحد سياسی  حاکميت لاندې وی او دقدرت له اصالت څخه برخمن وي. ملی حاکميت خپلو مناطقوته په ښه ډول رسيږي داځکه چې په  سيده توګه ورسره په تعامل کې وي. نورې دوه کچې په سيده توګه په ملی کچه د منطقو ويش تراغيزې لاندې نه راولي، بلکې د یو شمیر تعاملاتو او عقدونو تابع وی. په دې  ډول سره دمناطقو دغه ويش يوډول جوړښت دی. خو په حتمې توګه د مراتبو دسلسلې بڼه نه لري. ددې معنی داده چې ددغه جوړښت ځينې سطوح مستقل اوخپلواک دي، نو ځکه دتابع يافرعی نوم ورکول ناسم  کاردی. ځينې وخت يوشمیرتیټې کچې دټولې نړې دکچې څخه تابعيت کوي، خو نه دتل لپاره اونه هم هر وخت ! دبيلګې په توګه: افغانستان دملګروملتونو دمنطقه يې ويش په ESCAP () منطقه کېواقع دی او ددغې حوزې په پروګرام کې به کار کوي او ESCAP بيا د ملګرو ملتونو دټولې برنامې مطابق  کار کوي. بل مثال يې دسارک لخوا دباميان د فرهنګی مرکز ټاکنه ده چې افغانستان به دسارک دمنطقوي سازمان پريکړی په دې برخه کې عملي کوي. ددې بالمقابل که  دافغانستان دولت بغلان ديوی صنعتی منطقې په توګه ټاکې، ددې منطقې برنامی او ټول اجرات بيا هيچا پورې اړه نه لری، بلکی دافغانستان دولت، دسوداګری اوصنايعو وزارت واک لری چې رهبری يې کړي.

داقتصاد دمنطقه یی کيدو فلسفه په دې ټکې ولاړه ده چې داقتصادي انضمام اونړيوالتوب سره سره،  بياهم دټولې نړۍ اقتصادی وحدت ناممکن دی. نو دسيمو داقتصادی ځواکونو اوسرچينو سره متحدکول دغه آرمان تريوه بريد پورې پوره کولای شي .  دګلوبلستانو (دنړيوالتوب نظريه ورکوونکو)په فکر دمنطقه يې اقتصادونو دسازمانونو رامنځته کيدل داقتصادی، طبیعی اوجغرافياوی اړتياوو محصول اوپايله ده اوکيداي شي چه نړيوالتوب سره مرسته وکړي.

Ernest Hass چې دنړيوالو اړيکونامتو څيړونکی دی، په نړيوالو اړيکوکې يې  دمناطقو دسره يوځای کيدل، په اقتصادی پرمختګ او دوستانه اړيکو ټينګيدو کې اغيرمن بللی دی.  لکه هغسې چې يوهيواد دخپلو سياسی پولو دننه دجغرافيايي اوطبیعی ځانګړنو له مخې دولاياتو په کچه اقتصادی منطقه په نښه کوي، همداسې هم څوهيوادونه په لويه کچه دغه ډول منطقه جوړوي چې دپريکړو واک دسيمې په کچه يوسازمان  ياکوم بل مرکزی ارګان ته سپاری. لکه د سارک سازمان، ايکو اونور سازمانونه. دوي دلاسليک شوي تړون او د تړون سره مل دقوانينو او طرزالعملونو له مخې ددغې منطقې اقتصادی چارې په ګډه سمبالوی. يوشمير ګډاقتصادی اهداف اوتاريخي،جغرافيايی. کلتوری، سياسی اوټولنيز وجوهات دوی سره متحد کوي.

ځينې وخت دغه ډول منطقه یي سازمان له دوو، دريو ياڅو هيوادونو څخه هم پراخ او ديوه براعظم په کچه جوړيږي. د ANZCERTA, CAREC بنلوکس BENELUX دکارابين دحوزې دهيوادو CARICOM منطقوی سازمانونه يې غوره بيلګې دي. په منطقويتوب(Regionalism) کې دپام وړټکی دادی چې دسيمې په کچه ګډې  اړتياوې ترلاسه کيږي. د دغو اقتصادی ګټو په خاطر حتا خپل يوشمير صلاحيتونه دمنطقوی سازمان په واک کې ږدي‎. د Goldstein په وينا: په دې حالت کې اقتصادي اهداف دملی دولت له کچې پورته کيږي او په نړيوال ډګر کې ديوه سازمان کچې ته ر سيږی او دمنطقې په کچه يوه سياسی همغږی هم رامنځته کوي، يعنی منطقوی اقتصاد دسياسی تفاهم سره ډيره مرسته کوي او دسولې له سترارمان سره هم مرسته کوي.

منطقويتوب په تيره بيا هغو هيوادونو ته  ډیر ضروری ده چې لاتراوسه له اقتصادی پلوه خوار او له  سياسی پلوه په انزواکې دي. دوی به په انفرادي توګه ډيرخوار پاتې شي. خوپه يوه منطقوی سازمان کې يې  غړيتوب، دپرمختګ چانس زياتوي.دملی پولودننه دمنطقو په رامنځته کولو او له ملی پولوبهر دهيوادونو په کچه دمنطقوي سازمان جوړول دپوره دقت، دملی منافعو تضمین کولو، دوه اړخیزه یا څو اړخیزه عادلانه تړون، د اقتصادیت دسنجش او داسې نورو باریکو مسایلو د کره کتنې غوښتنه کوي.

د منطقوي اقتصاد حقوقی(قانوني) اړخ

ملی حاکميتونه دخپل هيواد دننه دخپلو ملکي تقسيماتو له مخې  اقتصادی منطقې د يوشمير اړتياوو، مشابهتونو، د لګښتونو دکمښت،  اقليمی توپيرونو ياورته والی، دخامو توکو دپيدايښت اونورو دلايلو له  مخې ټاکي. مخکې تر ۱۳۷۱ ل. کال څخه افغانستان صنعتی فعاليتونه په اوو منطقو کې په نښه کړي وو چې هرې منطقې يومرکز درلود. د دغو منطقو د استملاک په برخه کې ستونزه نه وه، د ځمکې هر استعمال (لکه زراعتی استعمال، صنعتی استعمال، رهایشی، تفریحی او خدماتی  او نور ) پکې رعایت شوی و. موږ دا حق نلرو چی زراعتی استعمال او شنه ساحه په تجارتی یا ترانسپورتی یا مسکونی ساحو بدلې کړو، بلکی د ځمکې د هر استعمال لپاره باید وړ او مناسب محلات و ټاکو. موږ پخوا ملی پارکونه هم په نښه کړي وو او توریستی سیمی هم ټاکل شوې وې.

له ملی پولو څخه بهر د دوو يا څوهيوادونو ترمنځ  داقتصادی منطقې جوړول چې ددوی دحکومت څخه جلا ديوه سازمان په بڼه فعاليت کوي، يوه قانوني کړنه ده چې دنړيوالو حقوقو سره سم جوړيدای شي. مونږ دلته دنظامی منطقوی سازمان او سياسی منطقوی سازمان سره کار نه  لرو. بلکی دبحث موضوع موصرف دمنطقوی اقتصاد دپرمختيا اومديريت لپاره اقتصادی منطقوی سازمانونه دي چې ټاکلی هيوادونه پکي غړيتوب ترلاسه کوي او مشخصي جغرافيايی سيمې پورې اړه لري چې دوی خپل منځ کې يوډول منطقوی اقتصاد يا منطقوی اقتصادي اړيکې رامنځته کوي. دغه ډول منطقوی جوړښت ديوې اساسنامې اوتوافق شوی قرارداد له  مخې جوړيږی او په هغه کې شامليدل اختياري بڼه لري اويومنطقوی اقتصادی ساختار د حقوقی اهليت لرونکی وي. خومعمولاً ديوه دولت په شان عمل نه کوي. بلکې دخپلې اساسنامې مطابق مشخصو برخو کې يوبل سره همکاری او تعاملات پرمخ بيايی. هرغړی خپلو حقوقی،سياسی او مالي چاروکې استقلاليت لري . د دوي حقوقی سرچينې ددوی ترمنځ لاسليک شوی توافقنامه، اساسنامه، د اسنادو دوه اړخيز  ياڅو اړخيز تړونونه او نړيواله قضايي رويه ده. دوی په شريکه ديپلوماتيک اساسات اواداب رعايتوي. يومنطقوی اقتصادی سازمان او تړون دمحصول اومالياتو، ګمرکی تعرفو، بيمه، شخصی خدمتونه او نور ټکي ډېرروښانه او په اسنادوکې درج کوي، حال داچې ديوه هيواد دننه داقتصادي منطقوجوړول ددې ډول ادابو اواسنادولپاره اړتيانه لري. بلکۍ دملی اقتصاد دپرمختيا دملی توليد او ودې اودسيمې دخلکو دهوساينې لپاره کار کوی اودسيمه ييزه اقتصادی سرچينو دښه  تخصيص اودخلکوهوساينه یې هدف وي. داوسنيو نړيوالو واقعيتونو څخه ښکاري چې منطقوی اقتصادی مرستې اومنطقوی اقتصادی سازمانونه دپراختياپه حال کې دی او ددغه ډول متقابلو، دوستانه او مساويانه اړيکو په رامنځته کيدوسره د سيمو اقتصادی وده پوره ښه شوی ده او ددوی واکونه او فعاليتونه ممکن تردې هم زيات اوپراخه شي.

د منطقوي اقتصاد دجوړيدو شاليد

منطقه یی اقصاد له هماغه پیل راهیسی داقتصادي فعاليتونو فضايي ويشنې سره کار درلود او له ډیره وخته د فضایی بُعد او اقتصادی فعالیت ارتباط تر څيړني لاندي نيسي. داقتصاد تاريخ دهغو راز –راز هڅو ښوونه کوي چي په ښکاره ډول سره دفضايي موضوع  دپه نښه کولو لپاره ترسره شويدي.لکه دمقايسوي ارزښت او دنړيوالي سوداګري په تيوريو کې .

علاوه پردې، دفضايي اقتصادي تحليلونو سره یو شمیرمرسته کوونکي لاري چاري کيدلاى شي چي داون تونن “Von thunen” ويبر “Weber” ،پلانډر “Palunder” ،هاټ لينګ “Hotelling” ،پري ډول “Predohl” ،کريسټالر “Chirstaller” ،لوسچ “Losch” او نورو په کارونو کي وموندل شي. همدوی ددغی څانګې نامتو پوهان وو  چې د منطقوی اقتصادی تاریخ جوړوی.مګر تر دويمي نړيوالي جګړې وړاندي منطقه یی اقتصاد ديو مستقل نظام په بڼه راڅرګند شوی نه واو نه هم دپنځوسمي لسيزي ترنيمايي پورې دجغرافيايي موقعيت په ستونزو پوري داړونده مفاهيمو دمطالعي لپاره ديو منل شوي تحليلي چوکاټ په بڼه منځ ته راغلى و. د دوهمې نړیوالې جګړې دپای ته رسیدو له مهاله وروسته ،منطقه یی اقتصادRegional Economics “او وروسته ښاري اقتصاد” Urban Economicsدفضايي اقتصادي سيستمونو دجوړښت او تکامل په اړه دزياتو معلوماتو دلاس ته راوړلو په برخه کي خورا دپام وړ پرمختګونه وکړل.له ډيرې مودې پخوا راهيسې هيوادونو دااړتيا احساس کړي وه چې ديوشمير مشترکو وجوهاتو، کډواړتياوو، دسرچينو سره شريک کولو اويودبل له مساعدو امکاناتو په استفادې ځانونه اقتصادي  ودې ته ورسوی او دلويو اوکوچنيو اقتصادي منطقوپه جوړولو دمنابعو دضايع کیدومخه ونيسی. دغې مفکورې ديوې جغرافيايی فضا درامنځته کولو اړتيا پيښه کړه. کيداي شي دغه فضا يواځی دوچې پرسروی ويا هم کيدای شي اوبه او سمندرونه هم پکې شامل شي. دولتونو ته داثابته شوه چې په يوه منطقه کې دسياسی اونظامې همکاريو په پرتله اقتصادي همکارې ډيره آسانه اوګټوره ده. داقتصادي همکاري په فضا کې ګډيدل دومره پيچلی نه دي لکه له نورو هيوادونو سره چې په نظامې ياسياسی فضا کې ګډيدل دومره پيچلی اوستونزمن دی. خو که دغه فضا ديوه هيواد دسياسی قلمرو دننه وي نوبيا بيخی ستونزه نشته حال داچې دمنابعو،بشری ځواک او وسايلو څخه ښه کار اخيستل کيږي او د ترانسپورت لګښت ډير کميږي، نو ځکه هيوادونو دې ته ملا و تړله چی د خپلو قلمرونو دننه منطقوی اقتصاد په شان، په لويه کچه منطقوی اقتصاد جوړ کړی. دغه مفکوره د لومړي ځل لپاره له ۱۹۴۵ م. کال څخه وروسته عملي شوه. او اقتصاد پوهانو د اقتصادی فعاليتونو فضايي بُعد او د هغه په دننه کې اقتصادی فعالیت (Spatial Dispersion and Coherence of Economic Activities ) ته پاملرنه واړوله. او د فضايي بُعد مسّله يي د منطقوی اقتصاد په تيوري سره حل کړه. د همدې اړتيا له مخې د اقتصاد د منطقوی فعاليتونو د آسانه ترسره کولو لپاره د BENELUX  اتحاديه جوړه شوه. ورپسي د اروپايي مرستو سازمان Organization for European Cooperation په ۱۹۴۸ م. کال کی او بيا په ۱۹۵۲ د ډبرو د سکرو او پولادو د اقتصادی فعاليت سيمه يا European Cool and Steel Community جوړه شوه. ورپسي په ۱۹۵۷ م. کال کې د شپږو هيوادونو په ګډون د اروپا اقتصادي ټولنه (European Economic Community) يا EECجوړه شوه. چی وروسته يي پوره پراختيا ومونده چي نن د اروپايي اتحاديي European Union په نوم فعاله ده. تر دغه منطقوی جوړښت لاندي د کرنی، کب نيولو او ترانسپورت د پاليسيو په هکله پريکړی کيږی او خپل اقتصادی فعاليتونه په همغږی سره تنظيموي. اوس منطقوی اقتصاد لاندنيو پوښتنو نه ځواب وايي:

– ولي وګړي په يوه سيمه کی تجمع کوی، ښارونه جوړوی او عرضه او تقاضا رامنځته کوی او تجارتي فعاليتونه دی ډول ځايو کې متمرکز کيږي؟

– ولی اقتصادی فعاليتونه په يوه ټاکلی څای کې وی؟

– منطقوی تحليل يعنی څه؟

– د اقتصاد منطقوی کول، دمناقلاتو په لګښت  څه اغیزه کوی؟

– یوه انحصاری تصدی او په منطقه  کې څو رقابت کوونکی تصدۍ به دګټوله پلوه څه وضعیت ولری؟

– ولی بايد تصدۍ ټاکلو ځايونو کې ځای پر ځای شي او دي ته ورته پوښتنی.

اوسني وخت کي په حقيقت کې نړيوال نظام د نړۍ د ګډو مسَئلو لکه چاپيريال ساتنی، د بيوزلي له منځه وړل، مهاجرتونو، نړيوال امنيت او داسي نورو مسَلو په هکله د پريکړو واک لري او منطقوی جوړښتونه د سيمی په کچه په يوه ټاکلي فضايي بُعد کی د اقتصادي مسّلو په هکله د پريکړو واک لري.

  1. د اقتصادي منطقو فعاليتونه او مناسبات ډير پيچلی نه دی، خو د سياسی سازمانونو مناسبات يو بل سره پيچلی دی. زياتره وخت منطقوی اقتصادی جوړښتونه ، سياسی مناطق او د هغو ممکنه مرکزونه او د رهبری مقر په لاندی ډول ترسترګو کيږی:

د منطقوي اقتصاد درې ټاکلی او مهمې ساحې

کله چې اقتصاد پوهان، پالیسی جوړونکی او متصديان  دې ته ځيرشول چې ټاکلی توليدات بايد ټاکلو منطقوکې وشی اودمفاد داعظمی کيدو لپاره، په یوه معين ځای کې  دتصديو په استقرار ټينګار وشو او په محل کې دتوليد تمام شد لګښت او دليږداو ترانسپورت مصارف مقايسه شول او د ويبر مطلوب محل (weber optimum location) تجربه مثبته ثابته شوه، نو د منطقوی اقتصاد ساحات د ټول عمومی اقتصاد له لويي ساحې څخه جلا شول چی هغه دادي:

۱. د کورنيو او صنايعو، دواړو لپاره منطقوی تحليل

په منطقوی تحليل کی کورنۍ مصرف کوونکی ده او تصدۍ تولید ترسره کوي. دا چې ددې دواړو په پام کې نيولو سره به مفاد څنګه اعظمی شي، همدا پوښتنه د منطقوی اقتصاد اساسی نقطه ده. دې ته د location analysis  نوم ورکړل شو.

۲. د ويبر مطلوب محل

ويبر په ۱۹۰۹ م. کال کې تصدۍ ، په فضا کی د يوې نقطی په توګه فرض کړه. تصدۍ په خپله د يوه توليدی واحد په توګه يو ساده جوړښت دی چی  د Micro economics د اصولو له مخی خپله ګټه زياتوی. دګټی زياتول د تصدۍ لپاره يو ډير معقول دليل دي. د همدې دليل له مخی تصدۍ يو داسې ځای غوره کوي چی د خامو او کار تمامو توکو ليږد ورته ارزانه تمام شي،  د کار ماهر ځواک موجود وی، د مارکيټ ستونزه نه وی او کافی انرژيکی مواد په لاس کې وي.

پورتنی دوه ټکی يعنی د محل تحليل او د تصدۍ استقرار ابتدايي ټکي وو.  په منطقوی اقتصاد کی وروسته تر ۱۹۵۰ م. کال ډير زيات پرمختګ راغی او د منطقو د حدودو د ټاکلو لپاره اساسي نظريات ورکړل شول.

د منطقوی اقتصاد ډيزاين او د تصديو استقرار

په يوه ټاکلې فضا کې د اقتصادی فعاليتځای (فابریکې او کارخانو)تمرکز او استقرار دمفاد د اعظمی کولو په موخه وي. ددې عمومي حکم له مخې به ډير غوره محل( ځای، مکان) هغه وي چې په ممکنه ‌‌طريقه سره دتصدۍ ګټه په اعظمی  نقطه کې او لګښتونه يې اصغری نقطه کې وي، خو په عمل کې داسقرار ددې ډول نقطې موندل ساده کارنه دی، نو دې موخې ته د رسيدلو لپاره بايد ډير اړخونه وکتل شي. دغو هڅو له ۱۹۰۱ کال څخه دوام درلود اوپه ۱۹۵۰ م. کال کې دتصديو او اقتصادی فعاليتونو داسقرار دمحل دتخصيص دجغرافيايي  حل لپاره تحليلی چوکاټ ومنل شو. وروسته له همدې کال څخه هم دمنطقوی اقتصاد او هم د ښاري اقتصاد هڅې د منطقوی اقتصاد، ډيزاين او دتصديو استقرار ته اړم شوې. په شروع کې دمنطقو ی اقتصاد ډيرساحات دعمومي اقتصاد پربنسټ جوړ شول. چې په دغه منطقه کې محل او جغرافيا يي فضانه تحليل کيده. په پيل کې دحمل او نقل داقتصادیتوب لپاره خطی موډلونو څخه کار اخيستل کيده،  خونسبی مزيت او نور سره تړلي عوامل او فکتورونه نه سنجول کيدل، خو اوسني وخت کې دترانسپورت دلګښت ترڅنګ طبيعی منابع، ښاری پرابلم او مهارتونه هم په پام کې نيول کيږي.

د منطقوی اقتصاد درې پوښتنې

په ټول اقتصاد کې مونږ دې پوښتنو ته ځواب وايوچې، چې څه توليد کړو، څومره يې  توليد کړو، څرنګه يې توليد کړو او چاته يې توليدکړو؟ منطقوی اقتصاد چې دعمومي اقتصاد په رڼا کې څيړل کيږي، درېو ځانګړو پوښتنوته بايد ځواب ووايي:

۱- څه اوچيرته بايد توليدشي؟

۲- ولی؟

۳- پايله به يې څه وي؟

د پورتنيو پوښتنو په  ځواب کولو سره به داقتصادي سيستمونو په فضايي بُعد او دفضايي بُعد په خصوصياتو وپوهيږو.يعنی مونږ به په فضا يي بُعد کې  هغه عوامل ډيرښه په کار واچوو چې اقتصادی فعاليت ورباندې ترسره کيږي او دمنطقه یې اقتصاد په اغيز منتوب سره به دټول اقتصاد د ودې سره مرسته وشي.

په پورتنيو پوښتنو کې بايد د(څه ؟) ځواب داوي چې په ټولو اقتصادې فعاليتونو بايد څارنه او نظارت وشي. دغو اقتصادی فعاليتونو  کې هم توليدی تصدۍ(فابريکې، کروندې، دڅارويو روزنې فارمونه، کانونه، دکبانو روزنه، حجاری او نجاری او نور) او هم خدمات ( لکه سوداګري، روغتيا، ښوونه اوروزنه، مخابرات اونور) شامل وي چې  هم دولتی او هم خصوصي سکتور پکې راځی، دهمدې لومړۍ پوښتنې( چيرته ؟) بايد ځواب داسې منطقی او معقول وې، چې داقتصادي فعاليتونو ځای ورباندې وښودلای شو.

د دوهمې او درېيمې پوښتنې ځوابونه په حقيقت  کې د اقتصاد پوه په خپل تحليل، تجربه او پوهې پورې اړه لري چې داقتصاد له آفاقی او عمومي پوهې څخه يې ځوابو لای شي.دپورتنيو درېو پوښتنو څخه ښکاري چې منطقوی اقتصاد، په اوسنۍ پرمحتللی او سنجول شوی بڼه باندې  داقتصاد دعلم يوه نوې څانګه ده او
په دې ورستيو کې يې درامينځته کيدو دليل دادې چې پخوا اقتصاد پوهانو داقتصاد دعلم په پوښتنو( څه؟. څومره ؟ څنګه؟ …) کې د (چيرته ؟) پوښتنه نه وه ور اضافه کړی او نه یې نتیجه مطرح کړې وه. يعنی داقتصاي فعاليتونو فضايي بُعديي، اقتصادی تحليلونو کې نه وشامل کړی. حال داچې اوس دمنطقوی اقتصاد په  رامنځته کيدوسره دغې پوښتنې هم ځواب وموند او ډېره ښه حل شوه.

سره له دې  چې داقتصادی جغرافيې علم څه ناڅه دسيمو اقتصادی خصوصيات، اقتصادی پوتانسيل،  دسرچينو اندازه او موقعيت ، مساعد اقليم اونور مسايل توضيح کول او اقتصاد پوهانو ته  يې بيلابيلو جغرافيا يي سيمو کې داقتصادی امکاناتو او ريزرفونو ښه معلومات ورکول،خو داقتصادی فعاليتونو په اسقرار او جغرافيايي سيمو کې  يې دانسانی چلند لپاره ځواب نه ورکاو. دښارونو پلان جوړونکو يواځی داسکان، لارو، ډګرونو، عامه خدماتی سيمو، تجارتی اوصنعتی مراکزو سيمو په  ښودلو کې کار کاو، خوپه جغرافيايی ساحه يافضايي بُعد کې يي اقتصادی فعاليت کې تخصص نه درلود، دپورتنيو نيمګړتياوو په درک سره داقتصادي جغرافيې، چاپيريال پوهنې (Enviornment Science) ښاري پلان جوړونکو او دسيموپيژندنې او دطبیعي منابعو داقتصاد (Natural Resources Economics) پوهانولاسونه سره ورکړل او دمنطقوی اقتصاد بنسټ يې کيښود چې د Chirstaller, Predoht, Weber,  Plaunder, Hotelling،Losch او Raleigh Barlewe نومونه ديادونې وړ دي.بايد هیره نشی چې ښاری اقتصاد او منطقوی اقتصاد سره جلادي او يوبل څخه بيل مسايل څيړی. خو د دواړو ترمنځ ورته والی او ګډه همکاری شته. دبيلګې په توګه د يوه ښار درامنځته کيدل په پيل کې ديوی کوچنی منطقې په توګه وي. همداسې هم دڅو صنعتی سيمويوځای کيدل او دڅو کوچنيو ښارونو يوځای کيدل يوه لويه منطقه جوړوي. ځينې اساسات هم شته مثلاً دتوريزم  دمنطقې معرفي کول.

دتوريزم ساحه ممکن ښاري نه وي. بلکې يابه تاريخي ارزښت  لری، يابه طبیعی جاذبه لری، يابه داوبو غاړې وی او داسې نور، خو داقتصادی عايد او اقتصادي منطقې  په توګه به ارزښت ولری، يعنی دښاری مطالعې اوتحليل په بحث کې به شامله نه وی، مګر داقتصادي مناطقو بحث کې  به ډيره مهمه وي. ممکن ښاري مطالعاتو کې دڅوپوړيزو ودانيو ډيزاين ‎،لمر اوسيوری اوداسې نور مسايل شامل وی، خو دمنطقوی اقتصاد په تحليل کې دې ډول ټکيوته اهميت نه ورکول کيږي. نوځکه دښاري  او منطقوی اقتصاد څانګې دنژديوالی او ورته والي سره سره توپيرونه هم لري.

د منطقو ډولونه

الف) مرکزی يا هسته يي منطقې: هغه ټاکلې منطقې چې د تجارتی او اقتصادی فعاليتونو مهمه او ډيره برخه هلته متمرکزه وي. په دغه ډول منطقو کی دننه د مراتبو سلسله موجوده وي، لويو تصديو او فعاليتځايونو سره نورې فرعی شبکې او کوچنۍ تصدۍ تړلې وي او تجارتی او اقتصادي روابط د مراتبو د سلسلې له مخی پر مخ روان وي. ځينی وخت په خپله مرکزی منطقه کې نورې اقتصادی منطقی فعاليت کوي. په دغه ډول منطقو کی د اقتصادی او تجاری مرکزونو شاوخوا د اوسيدو سيمی (مسکوني ساحات) هم وي چی د مسکوني او تجاری مراکزو ترمنځ متقابل ټينګ روابط موجود وی چی اوسنی وخت کی ورته د MSA يا Metropolitan Statistical Area  نوم ورکړل شوی دی.

ب) سره ورته homogeneous  منطقې: د فعاليتونو، اقليمي ځانګړتيا د او کلتوری بڼې له پلوه سره يو شانته سيمې دي. دغه ډول مناطق په ډيرو هيوادونو کی ليدل کيږی. دغه ډول منطقی مشابه اقتصادی فعاليتونه لري لکه په افغانستان کې مرکزی ولايتونه چی ډير سره ورته دي، په شمال کی څو ولايتونه چی د خپلو توليداتو، جامو، خوراک او نورو له پلوه سره ورته دی. دبیلګې په توګه د خټکیو د تولید منطقه. ممکن  ددې منطقو حدود ډیر څرګند نه وی ښودل شوی.

ج) اداري منطقې: دغه ډول سيمې د مديريتي موخو لپاره دي. ددغو سيمو حدود ډير څرګند ښودل شوی وي. ددغه ډول سيمو اهميت ددولت د پاليسيو د جوړولو او تطبيق له مخې دی.

د) ضعيفی منطتی:  د منطقوی اقتصاد ډيزاين کوونکی او اقتصادی پاليسی جوړوونکی زياتره هڅه کوي چې لومړی ضعيفه منطقه وپيژنی او دلته داقتصادی فعاليت  داسقرار څخه ځان وساتی. په ضعيفه منطقه کې يويا څو ټکی نه وي بلکی ډير عوامل پکی شته، نو ځکه پيژندنه او دهغې په نښه کول ستونزمن کار وي.  په دی تحليل کې هغه پخوانۍ تصدۍ چې اوس ناکامه پيژندل شوی، هم ضعيفه منطقه کې راځی او بايد ورڅخه صرف نظر وشی. داځکه چې دوی نور په موډرن  اقتصاد کې خپل رول نشي لوبولای. دبيلګې په توګه له نن څخه څلويښت کاله مخکې دمسي ديګونو اومسی لوښو محل ميوند واټ او د زاړه ښار تخته پل اوريکاخانی ته نژدی محل کې و. خو نن ورځ مسی لوښي مارکيټ نه لری. دلته د مارکيټ، عصری تکنالوژی، روغتيا، دخلکو روحی مطالعه اودې ته ورته ټکی مطالعه کېږي،نو په لنډيز سره ويلای شو چې منطقوی اقتصاد  اوسني وخت کې ديوې علمی څانګې حيثيت غوره کړی چې د درې ډوله منطقو په توپير کولو سره داقتصادی فعاليت دمحل په استقرار فکر کوي. دوې مرکزی، مشابه او ضيعفه منطقې تفکيک کوي. په مرکزی منطقه کې دبين المنطقوی متقابله تاثيراتو ترڅنګ له عمده اولويو مرکزونو سره داقتصادی فعاليت دجريان څرنګوالی په پام کې نيول کيږي. خومشابه مناطق دسره ورته والی له مخې جوړيږي.  ادارې منطقې صرف دسياسی تصاميمو او مديريت،پلان او اداري چاروله مخې اهميت لري چې ځينې وخت موقتي وي.

منطقې دکومو شرايطو له مخې رامنځته کیږي؟

ديوې اقتصادې منطقې دتشکيل لپاره درې دلايل ياعوامل موجود دي:

I . نسبی مزيت:

ځانګړې سيمې د ځانګړو ښېګڼو له مخې د يو شمېر اجناسو په توليد، يا د يو شمېر خدماتو په عرضه کې د نورو په پرتله  اوچتوالى لري ، دغه د يوې سيمې برتري نظر بلې ته نسبي مزيت بلل کېږي.

د بېلګې  په توګه د کرنې په سکتور کې د ننګرهار ولايت د خپل مديترانه يې اقليم له مخې  د ستر وسو کورنۍد ميوو په توليد کې د هېواد د نورو سيمو په پرتله برترى لري، حال دا چې پروان او کندهار د انګورو د کيفيت او کميت له پلوه، او کاپيسا د انارو په توليد کې اوکندز د خټکيو  په توليد کې اوچتوالى لري، همداسې هم د کانونو له مخې د يو شمېر طبيعي زيرمو او آن د کار ځواک د ځانګړې تجربې او مهارت له مخې دغه ډول برترى د پېژندلو وړ ده . نه يوازې د يو هېواد دننه بلکې په ټوله نړۍ کې همهېوادونه  په ځينو برخو کې د نسبي مزيت لرونکي دي.

همداسې هم په يو شمېر سيمو کې د يو شمېر اجناسو توليد نظر نورو ته ډېر ارزانه تمامېږي،  دې ته نسبي ټيټ لګښت هم ويل کېږي، په دې توګه د نسبي مرزيت او نسبي لګښت (Comparative cost)  په يوه معنا سره راتلاى شي، نسبي لګښت هم د سيمې او هم د هېوادونو په کچه مطرح کېداى شي، د بېلګې په توګه په يوه ټاکلي هېواد کې يو ټاکلى جنس د هغه د خامو توکيو د پريمان او ارزان له امله زيات توليديږي، نو ښکاره خبره ده چې دغه هېواد ته يې توليد ډېرګټور تمامېږي،  د ريکاردو په نظر يو شمېر سيمې يا هېوادونه د اجناسو په توليد کې د مطلق مزيت ترڅنګ نسبې مزيت يا ښېګڼه هم درلوداى شي. دا هغه حالت دى چې د دوو سيمويا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګټور توب پرتله اوتوضيح کوي. که چېرې A هېواد د B هېواد په پرتله يو يا څو اجناس په لږ لګښت توليد کړي او  ددغه جنس په توليد کې تخصص پيدا کړى، په دې توګه A هېواد کولاى شي همدغه جنس چې توليد يې ورته په لږ لګښت تمامېږي، او تخصص پکې لري توليد او B هېواد ته يې صادر کړي، نو ورته ګټور دى. په دې توګه A هېواد نوموړى جنس يا اجناسو يو بازار توليد لري او صاردوونکى هېواد دغه جنس ته اړتيا لري ځکه چې توليد يې ده ته ګران  پريوځي، نو په دې توګه دا د کار نړيوال وېش او تجارت ته يو اساس جوړ وى، چې د نسبي مزيت يا پرتله ييزې ښېګڼې د قانون په نوم نومول شوى دى. د مطلق مزيت نظريه Absolute Advantage Theoryوایی چې: که يو هېواد نظر بل هېواد يا نورو هېوادونو ته يا يوه سيمه نظر نورو سيمو ته د يوه جنس په توليد کې يو شمېر غوره توبونه لکه د خامو توکو کافي شتوالى، د کار ځواک لرل،  مهارت ، مساعد اقليم ، جغرافيايي ښېګڼې او داسې نور ولري او دغه مزيت د نسبې مزيت په پرتله هم اوچت او لا زيات غوره وي، مطلق مزيت بلل کېږي.

  1. د ترانسپورت لګښت

هغه مساعدې منطقې چې لويو ښارونو او مارکيټونو ته لنډې وی او دتوليدشويو اجناسو ليږد ارزانه تماميږي. يادخامو توکو سرچينوته نږدې واټن کې دمنطقې استقرار، چې دخامو توکو ليږد آسانه شی.لکه پخوا چې دتنګی غارو دمرمرو او رخامو معدن ته نژدې په پلچرخی کې د مرمرواو د رخامو فابريکه جوړه شوې وه يا په کندز کې  دلبلبو او مالوچودتوليداتو دپروسس په خاطر دشکرې او سپین زردفابريکې تأسيس او داسې نور مثالونه .

III. د مقا يسې له پلوه عوايد

هغه ساحات چې دانرژيکی منابعو (بريښنا، ډبرو سکرو اونورو) له مخې دا توانايي لری چې په عصری تکنالوژی توليد ترسره کړی، نو دلاس پرځای توليدپه پرمختللی تکنالوژی او ماشين باندې بدليږي.

  1. سره  تړلی توليدات اوخدمات

زياتره وخت يوشمير ماشينی صنايع له نوروسره تړلي وی.نوکه يوصنعت په يوه منطقه کې تأسيس او استقرار مومی، ورسره نور تړلي صنايع هم ورليږدي، دبيلګې په  توګه که دمالدارې په سيموکې دڅرمن توليد ترسره کيږي ياد ترانزستور راديو ګانو فابريکو سره دوچو بطريو دتوليد فابريکه، دبوټانو دتولید د فابریکې ترڅنګ د بوټانود بندوونو دجوړولو فابریکه، فابریکو ته نږدی د هوټلونو جوړیدل اوداسې نور. په دې توګه دمنابعو تحرک اقتصادی مناطق ايجادوي  او نور هم انکشاف ورکوي.

نيوکلاسيکان وايي چې يوه لوری ته دکار دمهارت، پانګې، دتوليدی سرچينو تجمع او ورټوليدل هم داقتصادي منطقې يامنطقوی اقتصاد داسقرار او ايجاد دلامل ګرځی. دوی وايې چې زيات شمير اوسنۍ پرمختللی مناطق د همداسې يوه حرکت زيږنده دي چې په يوه اوږده موده کې  ترسره شوی وي.

د اقتصادی فعالیتونو د موقعیت د تحلیل په برخه کی  هغه لومړنۍ پوښتنه چې مخې ته راځی، هغه داده چې په یوه منطقه کی  کوم شی یا کوم شیان او فکتورونه د په کار اچول شوی پانګې اندازه او ډول ټاکي؟

آلمانی  الفرد ویبر په ۱۹۰۹م. کال کې  د تولید د موقعیت موډل رامنځته   او هغه ته یې انکشاف ورکړ. په دغه  موډل کې داسی فرض کیږی چې تصدۍ په یوه جغرافیایی فضا کې یوه نقطه ده  او په عمومی توګه یوه تصدۍ د یوې منفردی یا ځانګړی دستګاه په توګه فرض کوی ( حال دا چې یوه منطقه کی ځینې وخت ډیرې تصدۍ وی).  تصدۍ ته د مفاد د معقولانه اعظمی کولو فرضیه دا پوښتنه را پیدا کوی چې آیا باید تصدۍ په کوم ځای (محل) باید موقعیت ولری؟ فرضیه دغه پوښتنه په دی بلې پوښتنې  رااړوی یا انکشاف ورته ورکوی چې آیا تصدۍ په کومه نقطه کې غواړی چی خپل مفاد اعظمی کړی؟ دلته نسبیی مزیتونه، د موادو بیې، د تولید مصرف، بازار سره فاصله او محلی پوتانسیل دغو پوښتنو ته خواب وایی.  د اوږدو مطالعاتو او څیړنو په ترڅ کې هم کلاسیکانو او هم نیوکلاسیکانو دی برخی کی کار وکړ او څو موډدلونه یی وړاندی کړل. نن ورځ هیوادونه دمنطقوی اقتصاد تیوری او موډلونو(دواړو) ته اهمیت ورکوی او هغه  عملاً تر کار لاندې نیسی.

د اقتصادی انضمام  او دنړیوالتوب (globalism )  په اوسنی دور کې نړیوالو لویو اقتصادی  سازمانونو ته د جوړیدو لاره هواره شوی ده  او په دې برخه کی نوری هڅې هم روانې دي. له همدې  فرصت څخه په استفادی سره د منطقوی مرستو لپاره هم موقع برابره شوه  او یو شمیر هیوادونو وکولای شول چې منطقوی تړونونه او منطقوی اقتصاد راجوړ کړی.په تیره بیا  په اروپا کې د تړونو او توافقاتو بنسټ د آلمان، فرانسی، ایټالیا، بلجیم، هالند او لوکزامبورګ د هیوادونو د توافق په پایله کې کیښودل  شو. دغه پيښه د ۱۹۵۷م. کال د مارچ په لومړۍ نیټه وشوه، چې پایله یې بیا په ۱۹۵۸م. کې د جنوری په لومړی نیټه د اروپا د اقتصادی ټولنې  رامنځته کیدل و. دغه تړون د دې لامل شو چې د لویدیزی اروپا هیوادونه وکولای شی چې د نړۍ په کچه د کورنیو تولیداتو تر ټولو یو لوی بازار  رامنځته کړی، له دی سره یوځای دوی خپل اقتصادی او سیاسی تړون او پیوستون او یووالی نور هم کلک کړ.

په شمالی امریکا کې لومړنۍ منطقوی موافقه او اقتصادی تړون په ۱۹۶۵م.  کال کې د متحده ایالاتو او د کاناډا ترمنځ لاسلیک شوه، چې مهمه برخه یې د موټرو او د موټرو دپرزو  د آزادې سوداګرۍ په هکله وه.

په آسیا کې یوه مهمه منطقوی موافقه د آسیا د جنوب ختیزو ملتونو ترمنځ وه چې په ۱۹۶۷م. کال کې د (Association of South east Asian Nations – ASEAN ) په نوم رامنځته شوه. دغه تړون و کولای شول چې د اندنیزیا، مالیزیا، فلپین، سینګاپور او ټایلینډ  د هیوادنو ترمنځ قوی خپل منځی اقتصادی ، کلتوری او ټولنیز روابط کلک او دوی ټول د سولی او ثبات خواته اوچت ګامونه واخلی چې اوس هر یو پیاوړی او پر مختللی اقتصاد لري. همداسې هم په افریقا کې ورته ګامونه اوچت شول.

افغانستان په سیمه کې ډیر یو پیاوړی او مساعد  ستراتیژیک ارزښت او خاص منطقوی دریځ لری ، که موږ غوره پالیسی  ولرو له دغه موقعیت څخه د سرو زرو په شان ګټه اوچتولای شو. زموږ موقعیت  هم زموږ لپاره او هم د ګاونډیو هیوادونو او د مرکزی آسیا، جنوبی آسیا او  د دوو نویو لویو اقتصادونو ( هند او چین) لپاره مهم دی. افغانستان کولای شی د تجارت او  تمدن په څلور لارې واوړی (لکه زرګونه کاله مخکی یی چې همداسې یو غوره درځ درلود) او د سالم رقابت له  لاری د سیمی هیواو ته په یوه غوره اقتصادی دهلیز بدل شی. افغانستان د سیمی د هیوادونو د اقتصادی زیربنا  ودې او د ترانزیت او لیږد امکان برابروی.

افغانستان او د منطقی اقتصاد

افغانستان له جغرافیاوی پلوه په سیمه کی فوق العاده اهمیت لری. افغانستان د منځنۍ آسیا، منځنۍ ختیځ او د جنوبی آسیا تر منځ د یوه پله حیثیت لری او د سیمی د لویو او نویو اقتصادونو (هندوستان او چین) لپاره نړیوالو بازارونو ته د لاری په توګه ارزښت لری. په سیمه کی د تاریخ په اوږدو کی داسی مدنیت نه و او نشته چی پرته د افغانستان له ګډون څخه رامنځته شوی وی. د تجارت لرغونی او ډیره مهمه لاره (د وریښمو لار) Silk Routh له افغانستان څخه تیریدله او په معاصر وخت کی یې یو ځل بیا خپل مهم ستراتیژیک اهمیت بیا وموند. په سیمه کی د نوی وضیعت راڅرګندیدو دا وښوده چی په سیمه کی منطقه یی اقتصاد ته اړتیا ده او د لاجبرو او وریښمو لاره باید بیا نوی شی. د روسیې، چین او هندوستان ورځ په ورځ پیاوړی کیدونکی اقتصاد په منطقه کې یو نوی وضعیت ایجاد کړی دی چې د افغانستان همکارۍ ته اړتیا لری. افغانستان همدا اوس د سیمی یو شمیر منطقه یی جوړښتونو لکه ECO, SCO  او SAARC کی فعال ګډون لری. په دې وروستیو کې د لاجوردو لار هم پرانیستل شوه. دلته به د دغو سازمانونو پيژندنه راسره مرسته وکړی چی د افغانستان دریځ جوت شی.د مالونو تبادله ترانزیت او بهرنۍ سوداګری د نن ورځی د اقتصاد یو مهم بحث دی. زیاترو هیوادونو خپل اقتصاد د ترانزیت او سوداګری له لاری ښه کړی دی. له نیکه مرغه افغانستان د خپل جغرافیاوی موقعیت له پلوه په یوه ډیرښه دريځ کی دی. ټاپي پروژه، کاسازر(د نوری فایبرپروژه) او د منطقې دریل پټلۍ پروژه د دې ډول منطوی همکارۍ ښه مثالونه دی. افغانستان کولای شی له خپل ستراتیژیک موقعیت څخه په استفادی د مرکزی آسیا او جنوبی آسیا ترمنځ د یوه پله حیثیت ترلاسه او د تجارت په څلورلاری بدل شی. افغانستان ډیر پخوا هم کله د وریښمو د لاری پر سر پروت و او کله یی د لاجوردو د لاره مهمه برخه جوړوله. اوس چی یو ځل دا امکان برابر شوی دی چی مرکزی آسیا له جنوبی آسیا سره وصل شی، د افغانستان لپاره یو ډیر مساعد فرصت دی. د افغانستان مهم دريځ ته په ترکیه کی (د آسیا زړه) په کنفرانس کی د شانګهای د سرمشریزی په غونډه کی او په ۲۰۱۶ م. کال کی د عشق آباد د نړیوال ترانزیت په غونډه کی دی مهمی موضوع ته اشاره وشوه او د سیمی هیوادونو په تیره بیا تاجکستان، چین، ترکمنستان، هند او ازبکستان کلک لیوال دی چی د افغانستان لاری خپل منځنی سوداګری پیاوړی کړی، د چین هیواد ته د افغانستان له اقتصادی او ترانزیتی پلوه ډیر اوچت ارزښت لری، له بلی خوا دا به افغانستان لپاره یو ډیر ښه فرصت وی چی د سیمی د هیوادو له علاقمندیو څخه او د ECO, SCO, WTO او SAARC په سازمانونو کی د غړیتوب په لرلو خپل اقتصاد ته پرمختیا ورکړی.

په نړیوال تجارت او اقتصاد کی ورګډیدل او د Globalism په اوسنی دوران کی خپل اقتصادی دريځ پیاوړی کول د اوسنی عصر یوه تازه او نوی غوښتنه ده. هیڅ هیواد له نړیوال اقتصادی کاروان څخه په انزوا کی نشی پاتی کیدای. له بده مرغه افغانستان له نن څخه ۱۳۰ کاله مخکی له خپلو طبیعی سرحداتو څخه محروم او د استعماری ځواک له استعماری تصمیم سره سم یی یوه برخه جلا او له نړیوالو اوبو سره یی رابطه پری او په وچه پوری یوه ایسار هیواد باندی بدل شو، دا هغه وخت و چی د نړۍ د تجارت مخه له وچی پوری ایسار او د نړیوال تجارت څخه ګوښه شوی دی، دا دی یو ځل بیا په سیمه کی داسی یوه اړتیا او تفکر رامنځته شوی چی د مرکزی آسیا هیوادونه له جنوبی آسیا سره تجارتی روابط ولری او د ترانزیت لاره به له ختیځ څخه تر لویدیځ پوری له شانګهای او قراقرم څخه تر ترکیی، ارمنستان او اروپایی هیوادو پوری ورسیږی. کله چی د Euro – Asia نظریه باندی کار کیده، افغانستان ورته مرکزی نقطه ټاکل شوی وه په دی کی یوه هم د وریښمو لروغونی لاره ده.

د شانګهای غړی د Euro Asia طراحان او د مرکزی آسیا هیوادونه په دی فکر کی دی چی د وریښموډیره لرغونی لاره وه، یو وخت د وریښمو اوولاجوردو تجارت له دی ځای څخه کیده، اوس به یو ځل بیا دسیمی تجارتی لارې له افغانستان څخه پیل تیریږی، د افغانستان له شمال څخه تر تیریدو وروسته به د دوست او ګاونډی هیواد ترکمنستان تر (ترکمن باشی) بندر پوری ورسول شی. وروسته به اروپا ته ډیر لنډ هیواد یعنی آذربایجان ته ځي. هلته به د باکو له تاریخی ښار څخه د ګرجستان تفلیسی ته او له تفلیسی څخه په ترکیی ته ورسیږی. د ترکیی د هیواد هغه ډیره مساعده بندری منطقه چی د اروپا خواته به د (مبدا بندر) حیثیت ولری. د (قارس) سیمه ده د قارس سیمی د ترکیی د ځمکنی ترانسپورت په واسطه له استانبول سره نښلی چی وروسته له هغه استانبول بیلابیلو اروپایی هیوادو ته لاره لری. په دغه ټول مسیر کی د وسپنی پټلی موجودی او فعاله دی، صرف په څو نقطو کی د هغو وصل کول په کار دی. اوس چی له آقینی څخه د ریل پټلی هیواد ته رارسیدلی او له هغه ځایه د حیرتان بندر ته غځول کیږی، داسی پلان هم موجود دی چی د آقینی څخه به د هرات خواته ځي او له هغه ځایه به تر زرنج پوری ورسول شی له زرنج څخه تر چابهار پوری د هندوستان هیواد مرستی ته تیار دی چی د وسپنی پټلی وغځوی په دی توګه به اروپا له ټولی آسیا او په آسیا کی تر ټولو لوی هیواد (هندوستان) سره وتړل شی چی افغانستان به پکی محوری نقطه وی. په دی کی پاکستان هم ډیر لیوال دی چی له باکو بندر سره ونښلی. د افغانستان او په دغه مسیر کی د پرتو هیوادو لپاره د دی لاری اهمیت یواځی په دی کی نه دی، چی ترانزیت به لنډ او ممکن او د وچی بندرونه به وصل شی، بلکی بل ارزښت یی دا دی چی یوه واحده تعرفه به وټاکل شی او ډیر بندیزونه به لری شی. افغانی محصولات (غالۍ، انار، انګور، خټګي، لاجورد او ډیر نور) به په ډیره ښه بیه بهر ته ورسولای شو.

د وریښمو(لاجوردو) د لاری پر سر د پرتو هیوادو تر ګټو به زمونږ ګټه زیاته وی. دا ځکه چی:

  • په فاریاب، بلخ، کابل، کندهار(که ممکنه وی هرات کی) به د تجارت دفترونه او د دغه مسیر د ترانزیت او د ګمرک تاسیسات جوړ او منطقوی اقتصاد به رونق پیدا کړی.
  • د ۲۵۰۰ تنو شاوخوا به افغانان پکی استخدام شی (د محلی کار کوونکو تر عنوان لاندی)
  • دانتقال لګښت به فوق العاده کم شی.
  • چین غواړی د خپلو توکو په صادرولو سره د دغی لاری په خاطر د افغانستان دولت ته ټاکلی ترانزیت ورکړی چی د دی ګټه د تجارت حجم پوری اړه لری او دا به د تجارت په پیل کیدو سره ثابته شی، خو خامخا به له دی مدرکه کافی اسعار د افغانستان په برخه شی.
  • مونږ به د تورغونډی او اقینی په شمول پنځه د وچی بندرونه ولرو چی نړیوال تجارت به ورباندی ترسره کیږی.
  • د افغانستان د محلی تولیداتو د پلورلو امکان به برابر شی.
  • د ترکمنستان، ترکیی، آذربایجان او ګرجستان هیوادو سره به نژدی اقتصادی – سیاسی او کلتوری اړیکی رامنځته او دغه تاریخی دوستان به نور هم په روابطو کی سره نژدی شی او ګمرکی مشترک (ګډ) عملیات به په ګډه پر مخ بوځي چی افغانستان ته ګټور دی.
  • د پورتنیو هیوادونو له ګمرکونو سره د افغانستان د ګمرک تړل کیدل به د افغانستان د ګمرک د کارکوونکو ظرفیت ته ډیره ګټه ورسوی.
  • افغانستان به د ایران او پاکستان له سیاسی فشارونو او ځينی وخت د تجارو د ځورولو او د لاریو له درولو خلاص او سوداګری به ګړندی شی او له تړلتیا څخه به د افغانستان ډیر ښه بدیل او ایلترناتیف وی.

له تیرو یونیم سلو کالو راهیسی افغانستان له تجارتی پلوه بد حالت کی دی، خو په له هغه څخه مخکی بیا ۲۰۰۰ کلونو وړاندی پوری افغانستان د مدنیتونو څلور لاری او د تجارتی کاروانسرایونو او تجارتی لاری (د وریښمو لار) مهمه کړۍ وه. دا دی اوس یو ځل بیا دا زمینه برابره شوی چی افغانستان له خپل جغرافیاوی مهم موقعیت څخه ګټه پورته کړی او له نړیوال اقتصادی بهیر او تجارتی کاروان سره ګام اوچت او خپل اقتصاد پیاوړی کړی خو مهمه دا ده چی د دی چاری او امکان لپاره په دقت سره د کار نقشه جوړه شی.

اخځ REFERENCES

  1. دودیال، محمد بشیر. (۱۳۸۶) د طبیعي منابعو اقتصاد. د پوهنتونونو لپاره درسي کتاب، د لوړو زده کړو وزارت چاپ: کابل- افغانستان
  2. دودیال، محمد بشیر.(۱۳۹۶)، منطقوی اقتصاد ، درسی کتاب .ختیځ خپرندویه ټولنه، جلال اباد- افغانستان.
  3. صباغ کرمانی، مجيد. (۱۳۸۰) اقتصاد منطقه ای.  سازمان مطالعه و تدوين کتب علوم انسانی دانشګاهي (سمت) : ايران –تهران
  4. حافظ نيا، محمد رضا. (۱۳۸۴)، افقهای جديد در جغرافيای سياسی، سازمان مطالعه و تدوين کتب علوم انسانی دانشګاهی (سمت) : ايران- تهران.
  5. Blair. P. J. (1991). Urban and Regional Economics, Richard Irwin Inc.
  6. Raleigh Barlewe (1980), Land Resources Economic (The Economics of Real property), Michigan state University
  7. Karl, Helmut. (2008) Economic Policy. Ruhr-University, Bochum – Economic Policy Department III
  8. Nijkaup, P. (1986): Handbook of Regional and Urban Economics, (Vol.1) Elsevier publshers
  9. Losch, A. (1964) Regional Development and Planning, MIT press.

2,221 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. raouf liwal Reply

    عالی ـ ګټوره اومستنده څیړنه اومضمون

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2