Categories

اعلان

Loading…

نومونه تخلصونه | استاد سعدالدین شپون

هر څه غټ مغه ټول شو. زموږ  وختونو کې نور نومونه باب وو، خیرنسا، ګل پري، خاتمه، مستوره. د مشرانو نومونه خو کشرانو نه یادول، بلکه، کوکو داد،  بیبي دادا، بیبي ترور، تروربیبي، ماني، کاني،ممانې ، ککانې. بیا د فارسي ماډل لقبونه راغلل، شیرین ګل، ماه ګل، ضیاګل، خان میرزا، ګل آغا(چې پښتانه یې، دواو په زور، ګول اغا تلفظ کوي)، قند آغا.

  دا چې اوس یې تخلص بولي، دا ښاغلی او آغلې ورکې نوې راوتلې. په لیکوالو کې بیا نورې هم راغلې، استاد، علا مه، بابا. زموږ په وختونو کې استاد د کسبګر مانا ورکوله، لکه هغه چې سر خرېيي، یا غاښ باسي. بابا هم زیاتره د بزرګانو او اولیاوو زیارت ته راته لکه دور بابا، بابا ولی، ډولکی بابا، شینکي بابا. بیا به هغه چا ته اشاره وکړم چې لا جولا نه وی، نېچې پټوي. دا تالان په تخلصونو ډېر ګډ دی. د نورو حساب خو مې نه دی نیولی خو دا بنده د خدای اته بغرۍ دی، که یې بدلوم نو بیا مې څوک ضمانت کوي چې هغه به هم کوم د نر زوی رانه دعوه ګیر نه کړي.دا ټول زما ګناه ده چې مې هسې هېڅ بې هېڅه لکه د بیتونو قافیې له اوږده لست نه یوه ورته خوښوله چې مازې شاعرانه او پښتني وي.هغه سم او اسم بامسما تخلصونه چې دي، هغه په ولس کې لا هم شته، لکه پېڅې مامد نور، انور چنغړک، یا موږ چۍ به په قطغن کې یوه اوزبک ته قربان سګله لک ویل، مانا سپۍ مه قربان، چې نرښځې ته یې نه کتل، هر چا پسې به روان و. عثمان لنډی، شوړمیرزا کیشته او داسې نور. اوس هسې چوټ انداز تخلصونه ټاکي، یو وخت چا زما تصویر لېدلی وو تبصره یې کړې وه چې ما فکر کاوه چې شپون به په ونه اته متره، په اوږو یو متر وی.

 نن ورځ چې زه  د ځینو پښتوشاعرانو تخلصونو ته ګورم تر شعر نه یې تخلصونه شاعرانه وي. سعدي یوه قاري ته ویلي و: ګر تو قرآن بدین نمت خوانی، ببري رونق مسلماني. زیاتره بیا له تخلص نه د خپلې کمبودۍ د ډکولو کار اخلي. لایق، ذکي، خالص، مخکښ، وطنپال، مظلومیار……. .  دې ته به پښتو کې نیخه څه وايي، د تصور پاچايي!،  یره که داسې وای!

 انګرېزۍ کې یې /وېشفول تېنکنګ/ بولي.خو په دوی پسې بلا، خپل ځان یې دی چې هر شی پرې تپي. مګر پښتانه لیکوالان په خپل هغه څه چې دوی یې شعر بولي یا داستان، کې هم همدا نخرې کوي. د دوی اتلان، چې ښه وي نو تر ټولو ښه وي او چې بد وي، د بدو بسنده وي. نومونه یې همداسې. چې د دوی نه خوښېږي نو سودخور خېټور خان شي او که خوښېږي یې نو زمری، ښایسته خان. تر دې به هم لوستونکی ورتېر وای خو غم دلته دی دی چې دا شاعرانه نومونه په رښتیانو ژوند کې خال خال موندل کېږي، زیاتره د تخیل دا سر باري نه لري. نصرالله، عبدالرشید، داد محمد. عزیزالله…… دا د خاموش اکثریت نومونه په داستان او شعر کې کم وینو.

دلته امریکا کې د بېکسۍ له شامته، پښتنو له ما نه هم یو قسم د نوم ښودنې ډم جوړ کړی. د نجونو یا هلکانو نومونه غواړي. خو بیا تر افغانستانه ښه دي. هلته بس ډز الله اکبر، ماشوم سور ککړ پروت، د نو کولمه یې زانګي، ملا کتاب په ترخ ور روان دی چې هم یې غوږ کې آذان وکړي، هم له کتاب نه یو اسلامي نوم پرې کېږدي. خو شکر دلته ما ته میاشت نیمه وخت راکوي، نر ښځه یې هم لا د وخته، د مور په نس کې ډاکټرانو معلوم کړی وي.  ما سره یکي یو کتاب دی، د لطیف جان بابي، څه په پښتو سایټونو کې د لته هلته لستونه، هغه ورپسې راواخلم. که په دغو کې مې هم خپل آیډیال نوم ونه موند بیا د استاد زیار، نږه پښتو، کره پښتو، شیشته پښتو ور ایله کړم.د خندا او خوشالۍ ځای دا دی چې یوه پښتون پلار د پتاسو پتنوس را پارسل کړی و، پر باندې د ګوتلکې په نامه د واپسۍ آدرس و چې دا هماغه نوم و چې ما وراستولی و.

ګوتلکه، مانا داسې ښایسته نجلۍ چې دا تېرېږي ټول یې یو بل ته ښیي. یو بل ښځینه نوم چې ګوره په کومې نېکبختې به یې ولوروم، د استاد زیار برېتڅنډه دی.مانا هغه نامي پېغله چې دا دېره کې تېرېږي، څادر کې پېچلي مشران، له چیلم نه لوخړې باسي، په یوه سترګه ورته ګوري، د موږک په شان برېت ورته وهي دا سوچه پښتو ویی دی، ټول اصیل، زږه اجزا، څ ، ډ لري، د غیر پښتون د پاره یې هم تلفظ ګران دی، لکه هڅوب، هغه څه چې ولسونه بېلوي.

842 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *