Categories

اعلان

Loading…

ما نه مه مرورېږه | استاد سعدالدین شپون

تاند کې کله نا کله په خپل لارښود او د خپلې ژبې په سرلاري، ډاکټر مجاوراحمد زیار کله نا کله لګېږم. په دې باندې له استاد نه بښنه غواړم. ټول پوهېږي چې زما مطلب دا وي چې د ژبپوهنې جدي موضوع لږه غوندې را نرمه کړم چې خلک ترې ټپرا نشي. د هغې سرلارې زما د لسیزو، د هغو کالونو یار پاتې شوی چې دواړو د افغانستان په لېرو کلو کېږدیو کې ریسرچ کاوه، ما د خپل ډنمارکي یار کلاوس فردیناند سره په کوچیانو کې د انترو پولوجي او زیار صیب د ناروېژي او نورو اروپايي استادانو سره د ژبپوهنې څېړنې کولې. د زیار صیب بول په موږ(امین، شجاعي، تڼیوال) په دې لوړ و چې اکثر سفرونه یې په موټر سایکل کول. زب زب، ستړي ستومانه به له خپلو سفرونو کابل ته راستانه شوو، یو بل ته مو د خپلو سفرونو ترخې او خوږې خاطرې تېرولې، قسم قسم روا او ناروا ټوکې مو کولې. زموږ ترمینځ په دې

حرفوي تړاو سر بېره د پوهنځي د بلا پسې وختونو ټوکې ټکالې هم ډېرې وې.

خو بیا ورکې دا ناولی شی راغی، دا مترقي غوایمنډ، زیار صیب ورکې جېل ته لاړ او شجاعي سر وخوړ. زموږ د نیاګۍ یې را له نچوړ کړه.

اوس زموږ د کول څوک پاتې نه دي، یو مجروح و، بل امین، بل تڼیوال، هغه هم ولاړل. هلته د پوهنتون په ګوټ کې یو حمیدالله امین  لا لر بر کېږي، د ما شومانو خبره، میني میني خلاص. زه د هماغه پخوا وخت په یاد ځای بېځایه د زیار پورې لګېږم. هغه د سلېمانخېل کیسه ده چې د غزني په بازار کې په خټو ککړو څپلیو سره د اندړ په لیمڅې تېرېده راتېرېده. اندړ ورته ویل چې اې بسلمانه، لاره خو هولته ده، ولې زما لیمڅی په خټو لړې؟ سلېمانخېل ورته ویلي وو چې زه پوهېږم چې لاره هورې ده خو  زه هسې ځان در پورې سولوم. نو ما هم ځای بېځایه ځان زیارصیب پورې سولاوه. اوس پوه شوم چې د وزیر صیب خرم  په وینا چې ما پورې یې کړې وه، سړی نور ښه دیه خو  ډېر بوډا دیه! نو نور به دا نازونه نه پرې کوم. د تڼیوال خبره، زیار په ژبپوهنه کې ستره بلو ده!

1,742 total views, 6 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸