Categories

اعلان

Loading…

د سمایار تجربه | استاد سعد الدین شپون

یوخت د طالب سره، جان، ښه لګېده، خو زموږ ملا منع کړو، ویل یې جان مانا جن یا پېری. بل  ورکې د قلم الدین په نامه یو څوک پیدا شو چې خلکو به نکیرمنکر باله، بیا یې غونډه ډله ورسره په همدې اسم مسمی شوه. البته دوی په ژوندوني درنه اقرار اخیسته په دې فرق چې اول یې د وردګ خبره په لښتې په کونېټی ګوزارونه درکول، بیا به یې درنه تحقیقات کول.نو بیا خلکو طالبجان نه بلل.

 د جان آباد ملک الشعرا، سمایار کاپرکونجي چې تل به مات ګوډ را روان و، خپله تجربه راته تېروله خو ویل یې چې تر اصلي نکیرمنکر نه د قلم دین بړېڅي ښه دي، لږ تر لږه د وسپنې په ګرز خو دې نه وهی، هسې نرۍ لښته یا پټکی یا تسمه  درباندې چلوي چې د شرم ځای دې سور ککړ کړي خو هډوکی دی نه درماتوي.هغه نورغبرګوني نکیرمنکر خو دې  په ګرز رسا په کوپړی په داسې زرپ وهی چې چخپیت شې.

یومنی یې د جومات پیتاوي ته خپل کونغپي د زرڼو په تېلو غوړاوه. زه یې څنګ ته ناست وم هندواڼه مې خوړله. د خپل مرګ کیسه یې را ته وکړه. ویل یې چې زما تل سودا وه چې پس له مرګه به د نکیر متکر سره څه کوم؟ خدای برابره کړه، یوسهارمې کندوز کې د برښنا مزي ته لاس وروړ، ایسته یې ونیولم، نور مې یاد نه دي، لاړم چې لاړم. یواځې وم، کوټه کې. چې سترګې مې پرانستلې په مدار مدار مې ځانته پام شو چې ژوندی یم. چې سات ته مې کتل مازیګر و. ګویا دوه – درې ساته مړ وم. خو نور مې هېڅ نه دي یاد چې په مرګ  کې په ما څه راغلي وي. نو اوس وایم چې مرګ خو لکۍ ښکر نه لري، همداسې به وي، لکه هېڅ کې چې ډوب شې.

شعرونه یې بد نه و، ډېرکله یې سازیان هلته له دمبورې او غیچکې سره وايي، هم تاجکي او هم پښتو. حتی په یوټیوب کې هم محلي سندرغاړي د ده قطغنۍ پښتو بدلې بولي، ما اورېدلی، کسېټې یې هم ثبت دي.

سمایارته مې ویل چې ولې خپل اشعار په اخبارونو او کمپیوټربابو کې نه خپروي. هغه وویل څه فایده؟ ما وویل په ژوندوني او پس له مرګه به مشهور شې. هغه وویل دا د ژوندوني شهرت مې خوښ دی خو مرګ ما پخلو سترګو ولېد، ما ته څه ګټه؟ ما وویل، ښه په ژوندوني خو دې شهرت خوښېږي! هغه وویل، هو، په دې شهرت کې پیسې هم شته او یو بل قسم نشه هم. چې ته تېرېږې، خلک دې نورو ته ښیي، چې  هغه دی ملک الشعرا راغی، د بجازۍ له دوکانونو او سماورونو چایخانو خلک په بیړه پڼې پښو کوي، درځغلي چې لاس در کړي، دې ته وايي عیش. زه وایم  ټول پخواني او او اوسني شاعران به ما غوندې کدو سري وي، هسې به په خپل صفت من غوښې اخلي. خپل شعر ته به خامتما وي، چې یره ! دا ما کړي. اوس نو خوشالخان او رحمان بابا ته څه فایده چې موږیې ستایو؟ چې په سمایار شي دنیا تېره، خدای دې نه کړي دنیا ډېره.

سمایار چې د ځان له غوړولو لیه شو نو پاڅېد، ما ته یې کړه،« که خان آبادیان نران دي، همدا اوس مې دې پالي، قیماق چای دې راکوي، لاندی دې راکوي، کوښې دې را ته سموي، لږ تر لږه دې یوه ښایسته نجلۍ را واده کړي. چې مړ شم بیا مې دې ایسته بې شناختې قبر کې واچوي، هېر مې دې کړي، له تجربې وایم چې زما تش کالبوت به رای پرې ونه هي.


د استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۲ م کال د جنورۍ په ۲ مه نېټه په تاند کې خپره شوې وه.

594 total views, 10 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *