Categories

اعلان

Loading…

اتمرقانوني‘ دوه سياسي ياران؛ که دوه سيا سي ځانمرګي؛!؟

استا د شهسوار سنګروال  

په دې وروستيوکې د ولسمشريزو ټاکنو په تړا و يوشمېرتودې خبرې د ژبې په سردي اولا کله، چې يونس قا نوني ؛په اصطلاح ؛ د جمېعت ګوند په استازيتوب غږيزپيغام خپورکړچې ولسمشريزوټا کنوته ولاړحنيف اتمرددوئ ټولې غوښتنې منلې دي . . .لاپه دې سره د سيا ست لوبه ګرمه شوه .

د يونس قانوني دغږيزپيغام د انګېرنوغټ ټکي دا دي :

– لومړی لما نه وغوښتل شول چې دلومړي مرستيال په توګه د حنيف اتمر دټا کنيزټکت برخه شم …

– اتمرورسره منلې ده چې دولسمشرواک به کموي،ولسمشربه درې مرستيالان لري اود صدارت چوکۍ به هم ددولت په تشکيل کې ځاې پيدا کوي …

– قيادي شورا به را مينځته کوي اوواليان به نيم انتخا بي وي ،له رياستي نظامه به نيمه ريا ستي نظا م ته لاره پرا نيزي …

-که بد لون را نشي ما ته مرستيا لي هيڅ اهمېيت نه لري…دولسمشرئ چوکۍ خوهغسې هم تا جکانوته نه رسېږي …

يونس قا نوني په داسې حال کې ،چې په شونډويې زرزرژبه تېروله خبرې کولې اوداسې يې ښودله چې ګنې زه خودچوکۍ ليونی نه يمه لومړی لماسره دجمېعت غم دی اوبيا په ټوله کې دتا جکانو!؟

کله کله دا غټ نومونه دومره غټ وي،چې دشخصېيت وړتيا ترې په اسا نه نشي څرګندېدلی،خوکله چې خپله خوله په خبروپرا نيزي نوبيا ترې دشخصي اوټولنيزوګټوپربنسټ، دشخصېيت څرک ښه لګېدلی شي …

وګورئ هغه يونس قا نوني،چې دجمېعت اوپه ځا نګړي ډول د؛نظا رشورا مغزمتفکر؛ وو ،په خپلوڅرګند ونويې دخپلې وړتيا اندازوټاکله .

همدا رنګه راځودحنيف اتمرڅرګندونوته،چې په خپلوژمنتيا وويې اسما ن په لوټوويشتلی دی…دا هغه اتمروو،چې يووخت دی هم داشرف غني ددولت ؛مغزمتفکر؛ وو…دی ووچې ټولې ټا کنې دده په سلااومشوره کېدې .

له بده مرغه چې په وروسته پاتې ټولنوکې داشخاصوستا ينې اوغندنې ديوه معيارپر بنسټ نه وي اوپه افغانستان کې هم موږدځنوکسانوپه ستاينه کې دومره وړاندې ځو،چې بيرته نشورا ګرځېدی اوکه راګرځونوملاموما تېږي .همدارنګه يوڅوک دومره غندو،چې خبرې مواغراق اوغلوته رسېږي .

موږولېدل،چې قا نوني لاپې وکړې،چې ګنې ما سره دتا جکانوغم دی،ولې هغه تا جکان چې له غريبي اوبېوځلۍ سره لاس اوګريوان دي اوتا سوقا نوني صاحب،چې په ميلونونوډ ا لروجايداد موترلاسه کړيدی له دې بېوسوتا جکانوسره دې څومره مرسته کړېده ؟

دپا م وړخبره خوداده،چې دقانوني صا حب مېرمنه پښتنه ده دننګرهاردکامې اوسېدونکې ده،ولې اولادونه يې په پښتونپوهېږي .

داچې اتمرصېب له ده سره ژمنه کړېده،چې نيمه رياستي نظام به پلې کوي اوصدا رتي نظا م ته به لارپرا نيزي،واليان به نيمه انتخا بي کوي …ايا دا ټولې لاپې دفدرا ليزم لپاره يوه سريزه نشوګڼلی ؟

ښه اتمرصېب که چېرې تا سودا واک ترلاسه کړی،چې دقا نوني صېب پرمټ خداي مکړه ولسمشرشوی…ايا تا سوځا ن ددې جوګه ګڼئ چې له اساسي قانون پرته روانه معا مله سرته ورسوئ ؟

د خواشنئ خبره خوداده،چې ولې موږ دتا ريخ پاڼوته سرنه ورښکاره کوو؟ په تېره دتاريخ هغه وروستئ پېښې اوغمېزې،چې دهېواد کنډوالې لاتر اوسه هم نه دي رغول شوي…دهغوشهيدانواولادونه لاتراوسه په تن پټ شوي نه دي،چې دتېرولسېزوغملړلی ميراث دی اويا دهغو غمېزوپېټی،چې اوس هم دولس په اوږوباردی…دا دهغونا وړوپېښواومعا ملوپا يله ده چې دقا نوني صيب اواتمرصيب سياسي مشرانودغه ډول معا ملې پيل کړې وې ،چې څوبېلګې يې دساري په توګه

يا دوو:

– دوخت د بهرنېيوچارووزيرعبدالوکيل،دګونددسياسي بېروغړو،کاوياني،فريدمزدک محمودبريالي…پرېکړه وکړه،چې دځا ن سا تنې په موخه دخپلوشخصي ګټوپر بنسټ ولسمشرنجيب وګواښي،نوځکه يې ددوستم ملېشا يي ځواکونه کا بل ته را وبلل اوله جميعت ګوند سره يې يوه نوې معا مله پيل کړه .

– نجيب اله چې تردې دمه دوسله والوځوا کونوسراعلی قومندان وو،له دې څخه نه ووخبرچې ددوستم وسله وال کا بل ته را بلل.

په دې تړاو د جمهور ريس سلاکار محمد اسحق توخي ليکلي دي چې: «د حمل په ۲۶ نېټې(۱۳۷۱ کال) په هماغه ګړۍ چې د دوستم ياغي ملېشاوې کابل ته ولېږدول شوې زه حاضر وم چې د کورنيو چارو وزير راز محمد پکتين د تلېفون په کرښه ورته خبر ورکړ. جمهور ريس، جنرال عبدالفتاح ته چې د هوايي او مدافع هوايي قومندان وه تليفون وکړ چې راغلي ځواکونه له هوايي ډګره وباسي او د نورو د راتګ مخه ډب کړي…»([1])

د جنرال دوستم د ځواکونو مخه ځکه و نه نيول شوه چې پخپله د دولت پوځي او ګوندي چارواکي لکه جنرال عظيمي او کاوياني… په دې کودتا کې ښکېل ول، دوی په دې لټه کې شول چې د شمالي ټلوالې پنوم يوه شورا جوړه کړي. که څه هم محقق په ډېرې چټکۍ ځان مسعود ته ورسوه. په سر کې دغه شورا چې پايته و نه رسېده جوړه شوه چې ريس يې احمدشاه مسعود، مرستيال يې محقق او پوځي مشر جنرال عبدالرشيد دوستم ټاکل شوی وو، دا چې ولې وروسته مسعود له دېنه سرغړونه وکړه ښايي يو لامل به يې دا وو، ده کوښښ کا وه چې په سر کې دوستم د خپلو سياسي او پوځي موخو لپاره و کاروي په ځانګړي ډول د حکمتيار په وړاندې. ولې وروسته پېښو وښوده چې د هغه ترشا د ببرک کارمل ډلې شتون درلود او هغه ته يې داسې سلا ورکوله چې دی د يوه سياسي او پوځي مشر په توګه وځلېږي.

کله چې نجيب الله په دې پوه شو چې د هېواد واک يې نور له ګروت نه وتلی دی، په دې لټه کې شو چې له هېواد نه پښې سپکې کړي.

که څه هم ده تر پايه داسې ښوده چې د افغانستان واک لا اوس هم د ده په لاس کې دی. په ځانګړي ډول د مزار پېښې ته يې هم داسې رنګ ورکوه چې د ده استازی جنرال عظيمي اوس هم د ده د واک سمبول دی.

نوموړي د خپلو پلويانو پر مټ او د کابل په ډله يیزو رسانيو، مهالنيو او ورځپاڼو کې داسې ښودله چې د مزارشريف مبارکه جنډه به د ده د لېږل شوي پلاوي له خوا (په سر کې عظيمي)جګېږي.

که څه هم عظيمي د مزارشريف د دوديزو مراسمو په تړاو د ځان ستاينې په ترڅ کې د نجيب الله په اړه کاږلي دي چې: «ماته دوکتور نجيب الله تلېفون وکړ چې زما راديو يې وينا دې واورېده؟ مهمې خبرې مې وکړې او ومې ويل څومره چې زر سوله راشي، د ملګرو ملتو د طرحې پر بنسټ به له دندې استعفا وکړم.ولې واک ته به تر هغې دوام ورکړم تر هغې چې لنډ مهاله حکومت جوړېږي. (موخه يې ١٥ کسيزه شورا وه)

ملګری عظيمي، ته غم مه خوره، تا او جنرال دوستم ته څوک څه نشي ويلی. د هغوی موخه زه وم چې پخپله خوښه مې استعفاوکړه. من برايش ګفتم ډاکتر صاحب استعفا شما قبل از وقت است…»

که حقيقت همداسې وي چې ده رښتيا ورته ويلي وي چې استعفا مخکې له وخته ده… خو دا حقيقت دی، ولې دا هم حقيقت دی چې عظيمي پخپله ليکنه کې ډېره مبالغه کړېده، او دا چې څومره د استعفا خبره ده، دا د نجيب الله لويه تاريخي تېروتنه ځکه وه چې د دولت په پوځي او ملکي چارواکو يې ناوړه اغېزه وکړه او د تنظيمونو لوټ او چور ته يې لاره اواره کړه.

دا ځکه چې کابل له جنوب ختيځ او شمال له خوا کلابند شو او د مسعود وسلوالو د مزار له سکوت نه ۲۴ ورځې وروسته د حمل وري په ۲۲نېتې (۱۳۷۱ کال) سالنګونه او جبل سراج لاندې کړ او دوه ورځې وروسته په ۲۵ نېټې د چاريکار او ښار تر بګرامه پورې د شورای نظار په ولکه کې پرېووت.

نجيب الله چې وليدل د مسعود ځواکونه (د حمل ۲۵) بګرام ته ورسېدل او د دوستم ځواکونو (۲۶ نېټه) د کابل هوايي ډګر کې ځای پر ځای شول. نو يوه ورځ وروسته د حمل وري په ۲۷ نېټې نجيب الله وپتېله چې له بنين سيوان سره اړيکه ونيسي، چې له کابل نه د ډيلي په نيت هېواد پرېږدي. جنرال مجيد روزي او جنرال عبدالرازق چې د مخې د محمود بريالي، کاوياني فريد مزدک او د بهرنيو چارو وزير عبدالوکيل له خوا خبرتيا ترلاسه کړې وه چې نجيب الله د بنين سيوان په ځانګړې الوتکه کې نن له افغانستان نه اوځي.

بنين سيوان هم نجيب ته دا خبره کړې وه چې د لنډ مهال حکومت د پنځلس (۱۵) کسيزې شورا وړانديز هم دا دی چې دی له افغانستان نه ووځي نو دوی به کابل ته ننوځي.

ولې ولسمشر په خپلو يادښتونو کې دې مسالې ته داسې ګوته نيولې ده: زه په پرلپسې توګه له کابل نه پاکستان ته له بنين سيوان سره په اړيکه کې وم، هغه ماته ډاډ راکړ چې د«کمېټې» کار بشپړ شوی دی او په دې ترڅ کې غوښتنه کړې ده چې د جمعې په ورځ نجيب الله بايد له کابل نه بهر شي، او اوس چې پنجشنبې شپه وه يانې د پنجشنبې ورځ دغه کار ترسره شي…

وه مې ليده چې د شپې دوه بجې دي د بنين سيوان درې مرستيالان او دوه سياسي او يو تن پوځي «لمبريک قصر» ته راغلل او وې ويل چې بنين سيوان د کابل هوايي ډګر کې کلابند دی، نه يې پرېږدي چې ښکته شي، ورته وايي بېرته والوځه.

تلېفون ته لاړم، ومې ليده چې تلېفون پرې شوی دی او کار نه کوي.

پرته له دې چې خپل موټر ته تم شم، د ملګرو ملتو په موټر کې، زه، جفسر، احمدزی او توخی سپاره شووچې ګارنيزيون ته لاړ شو تر څو معلوم کړو چې ولې بنين سيوان ته اجازه نه ورکوي. موږ يې په څلورلارو کې ودرولو، شپې نوم مو ورکړ، ځان مې ور وپېژند، راته ويې ويل ومې پېژندلې، ريس صاحب يې، خو اجازه نشته… ناڅاپي د ملګرو ملتو دفتر ته لاړم، ګارنيزيون ته مې ټلېفون وکړ چې غظيمي د تلېفون غوږی پورته کړ، ورته مې ويل: هرڅه چې کوې وې کړی خو بنين سيوان ته اجازه ورکړئ، کنه مسؤليت به يې د تاسو په غاړه وي. عظيمي راته وويل: صاحب! هوايي ډګر د لوچکانو په لاس کې دی، نپوهېږو چې څه کوي. دا دی زه او دلاور هوايي ډګر ته ځو، بنين سيوان راولو…

څلور بجې وې چې عظيمي راغی رسم و تعظيم يې وکړ او بنين سيوان هم ورسره وه، راته وې ويل: څو زره پوش او ځواکونه به ستا امنيت ساتي خو پام چې د ملګرو ملتو له دفتر نه ونه اوځې، پدې بنسټ زه په «اسګاپ»کې پاتې شوم([2])

د دې ليکنې له مخې ټولې پوښتنې ځواب شوې نه دي بلکې يو شمېر پوښتنې په خپل ځای دي، د ساري په توګه:

۱ – نجيب الله ولې خپل موټر ته تم نشو؟، دا چې تليفون قطع شوی وه، پکار وو چې يوازې د ده ساتونکي جفسر ګارنيزيون ته تللی وی او يا د ده سلاکار توخي… غوره به وه چې ده د جمهوري رياست درنښت ساتلی وی.

۲ – دا د پوښتنې وړ دی چې د بنين سيوان مرستيالان راتللی شول او پخپله بنين سيوان ته اجازه نه وه، بله دا چې عظيمي په ډېرې اسانۍ سره ځي او بنين سيوان د ملګرو ملتو دفتر ته راولي.

۳ – هغه مهال چې عظيمي او پيګير له مزار نه شبرغان ته او له هغه ځايه پرته د نجيب الله له اجازې نه کابل ته راځي او بيا په ګارنيزيون کې د نوکريوال په ډول دنده اجرا کوي پخپله د پوښتنې وړ ده! ولې دا خبره ښکاره ده چې د پوځي کودتا اصلي لوبغاړی عظيمي او سياسي کودتا چيان محمود بريالی، کاوياني، مزدک، کشتمند، وکيل… ول، دا څنګه شونې وه چې عظيمي، ولسمشر نجيب ته وايي چې ستا امنيت لپاره مې زره پوښ د ملګرو ملتو دفتر ته څېرمه درولی دی…؟

له دې څرګندونو نه برېښي چې کودتا له مخه تنظيم شوې وه، ولې د ډاکتر نجيب الله، وتل هم چې بنين سيوان به راځي او دی به له کابله باسي او ډيلي ته به يې رسوي يو پلان شوی کار وه.

په دا سبا بنين سيوان په انترکانتيننتال هوټل کې خبريالانو ته د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: دا چې نجيب الله چېرته دی؟ څه نشم ويلی، دا ځکه چې مساله ډېره پېچلې ده، خو دومره ويلی شم چې له افغانستان نه د هغه ايستل د ملګرو ملتو پلان دی.

جهادي تنظيمونه چې له شمال نه د خيرخانې تر پولو شمال لوېديځ نه پغمان، جنوب ختيځ نه د چار اسياب تر پولو پورې رسېدلي ول، احمدشاه مسعود، د ګلبدين حکمتيار له وېرې غوره و ګڼله چې د کارمل له ډلې او په ځانګړي ډول له جنرال دوستم سره يوځای د هغه مقابله وکړي.

نو په همدې بنسټ د بېلابېلو وسلوالو تنظيمونو استازي پدې نيت چې د افغانستان د اسلامي جهاد يوه عالي شورا را مينځته کړي، د دوی او د دولتي متحدينو په ګډون جبل السراج ته راغلل چې د کابل د ادارې د واک چارې د يوه لنډ مهاله تشکيل له مخې ترلاسه کړي .

دادی اوس هم يونس قا نوني په خپلووړا نديزونوکې په قيا دي شورا ټينګارکوي اوله حنيف اتمرنه غوا ړي،چې د ده شرطونوته غا ړه کېږدي …حا ل داچې ديونس قا نوني اواتمرفکري لارې سره بېلې دي،خود واک ګټلولپا ره د واړوله يوه ګريوانه سررا ووېست …ولې هغه په سيا سي معا ملوولاړيووالی ،چې په شخصي ګټوولاړوي اوټوليزې ګټې ګوا ښې،نودا به هغوسيا سي معا ملوته ورته وي،لکه څرنګه چې دمخه يې يا دونه وشوه .

حنيف اتمرته هم دا موهمه نه ده،چې په راتلونکې کې څه پېښېږي ،بلکې دی په دې اندوفکر کې دی،چې څرنګه واک ته ورسېږي ؟ يونس قانوني هم په داډول سياسي لوبوکې داسې لوبېدلی دی،چې ښا يي حنيف اتمرفکرهم نه وي کړی .

699 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. ع عبدالله Reply

    ښاغلی سنګروال صاحب ډیره مننه ښه معلومات وه ، ځمونږ ځوانان باید په دغه تیرو تاریخی واقیعاتو وپوهیږی. اوښاغلی اتمر هم باید هغه ښاخ ته لاس وانه چوی چه هغه وروست اوکوږ وی

    شاید د یونس قانونی دغه تلیفونی او بیا وروسته ویدیوی خبری مخکی له مخکی تنظیم شوی خبری وی

    په هر صورت زه دغه یوه لویه دسیسه بولم باید ښاغلی اتمر او ښاغلی غنی نن سبا ډیر زیرکه او هوښیار اوسی

  2. KAMAWALL Reply

    SANGARWALSAHIB SALM AW EKHTERAM ME QABOOL KA.
    DEARS/HANIF ATMER&YONESS QANOONEE ARE UNTRUSTED PERSONS.
    THEY BOOTH CAN SALE AFGHANISTAN FOR ONE DOLLER.
    BOOTH ARE MEMBER FOR BRITISH INTELLIGENCE SERVICE.
    MY WISH FROM ALL AFGHANS DO NOT SUPPORT THIS TWO.
    ASHRAFGHANI IS BEST CHOICE FOR PRESIDENT.
    THANKS FROM TAAND

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *