Categories

اعلان

Loading…

د رهبر ځانګړتیاوي | سیدالرحمان نیازی

که د نړۍ او خپل هیواد تاریخ وګورو، ستر بدلونونه له قربانیو او زخمت ویستلو پرته نه دي راغلي او نه شوني دي. د خدای ج پیغمبر حضرت محمد ص چې کله خلک د یو الله ج عبادت ته بلل په لومړي ځل څومره ورته سخته وه، څومره له سختو ستونزو سره مخ شو او څومره يوازې و.

مګر باور يې درلود چې یوه ورځ به دا صفونه قوي کیږي، د جهالت شپه به لمن ټولوي او رڼا به راځي.

همداسې که د هند ستر مشر ګاندي جي مبارزه وګورو په لومړیو کې دا سخته معلومیده چې له وسلې پرته دې انګریز له هیواده وشړي خو دې ټولو ستونزو ته يې اوږه ورکړه، یوازې يې د وسلې پرته ازادي وانه خیسته بلکه هند يې د پرمختګ په لاره روان کړ. له ځانه وروسته يې داسې روزلي مشران او مدیران پريښودل چې دده ارمانونو د پوره کیدو توان يې درلود.

باچا خان هم په داسې قوم کې مبارزه پيل کړه چې دهغوی عامه ذهنیت او عنعنه د پرمختګ لاره بنده کړې وه. ښوونځی او پوهنځی يې نه درلود، سړک يې نه مانه او خپل تولید يې نه درلود. د کار او کسب شوقي خو نه و بلکه شرم يې هم ګاڼه .

نیلسن منډیلا د خپل ولس په منځ کې داسې ستر کار ته غیږه ورکړه چې ارمان ته د رسیدو لپاره يې   د ژوند درییمه برخه يې په بند کې تیره کړه.

زه باور لرم چې هماغه وخت چې دوی او یا نورو مشرانو په یو ځای کې د ستر بدلون لپاره د مبارزې غږ کاوه نو ډیرو به له ځانو سره خندل، دا به يې ساعت تیري او ناشوني کارونه بلل.

مګر دوی باور درلود، دوی پوهیدل چې دا هر څه ممکن دي خو کار او قرباني غواړي. حوصله يې لرله چې دا خبرې وزغمي، کارونه مخته یوسي او ددې خبرو پروا ونه کړي.

همدا باور، کلکه اراده، خودجوشي او قرباني دوی له نورو عادي وګړو بیلوي.

د سترو مشرانو په هوډ، حوصله، تدبیر او هڅو کې حتما له عامو خلکو توپير وي. نیلسن مندیلا، مهاتما ګاندي، باچاخان او نورو توپير له عامو خلکو سره همدا دی چې دوی هغه څه وکړل چې عامو خلکو د ناممکن په سترګه ورته کتل.دوی چې د خپل ملت د ښه ژوند لپاره مبارزه پيلوله نو هلته هم همداسې ذهنیت و خو دوی دهغې پروا ونه کړه.

رښتیني رهبران له خلکو د پيروي غوښتنه نه کوي بلکه ددوی کارونه د پيروي بلنه ورکوي. په ټولنه کې چې هر ټولنیز اویا شخصي کارونه کوي د عقل په تله يې تلي، په کورکرانه ډول مخته نه ځي د پلار نیکه په عنعناتو پسې نه ګرځي مګر په اوس وخت کې يې د عمل ساحه ګوري. که پخواني رواجونو او عنعناتو يې د ټولنې د خلکو د ژوند سوکالي مخه نیولې وه ترټولو دمخه په خپله ددې ناوړه عنعنې په مرۍ چاړه ږدې او د خلکو د خبرو پروا نه کوي. کله يې چې عملا په دې لاره تګ پیل کړ ترشا پسې کارون ځکه جوړیږي چې نور خلک د یوازیتوب احساس نه کوي او فکر کوي چې له ما مخکې یا زما تر څنګ یو بل چا هم ددې عنعنې د له مینځه وړلو جرات کړی دی دا کاروان همداسې لویږي او ټولنه د سمون په لور ځي.

رهبر په ټولنه کې ارزښتونه رامنځته کوي، د خلکو او عامه ذهنیت پروا نه ساتي. د خلکو خوښې ته نه ګوري مګر دا د فکر په تله تلي چې څه خلکو ته ګټه لري، نه دا چې څه د خلکو خوښ دي.

د مسؤلیت اخیستلو کې تر ټولو ړومبی وي او په امتیاز اخیستلو کې غیرحاضر وي. څه چې ځانته خوښوي نورو ته يې هم خوښوي. په زور په چا خپل فکر او ځان نه مني. د خپلې مبارزې نتیجه زر هم نه غواړي مګر د صبر کاسه يې لویوي.

د رښتینو مشرانو ستره ځانګړنه دا ده چې مدیران او نور مشران روزي تر څو دده په وجودې فنا يې د فکر ډیوه مړه نه شي که د یو چا د فکر ډیوه دهغه د وجودې فنا سره یو ځای لاړه باید ومنو چې په خپل فکر يې باور نه درلود او مشر نه و.

خلکو ته د خیر رسولو په برخه کې د سیمې، نژاد، قوم، ژبې او . . . خیال نه ساتي. د مخالف فکرونو زغمل يې د مبارزې لومړۍ اصل وي او باور لري چې که زما مخالف فکر نه وي نو زه باید په خپل فکر شک وکړم او د مخکې تګ له مدعا تیر شم.

خپلو فکري مخالفینو ته د مکمل او متمد په سترګه ګوري او فکر کوي که دوی نه وای نو غلطي به يې زیاتې وې.

رهبر باور لري چې دا ناشوني ده/وه چې د خپل فکر مخالف ونه لرم او نه ورته دا پوښتنه پيداکیږي مګر پوښتنه ورسره دا وي چې څنګه له خپلو فکري مخالفینو سره تعامل او چلند وکړي.

همدا د رهبر ځانګړنې دي، که يې ونه لري خلک به يې د خپلې قافلې سالار ونه ګڼي او که يې ګڼلی وي یا به خلکو اشتباه کړې وي او یا به ده له ناسمو لارو کار اخیستی وي.

840 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *