Categories

اعلان

Loading…

د ټولنیزو رسنیو ډولونه او خواږه ترخه

ولي الله ملکزی  

په ۱۷۰۲م کال کې په جرمني کې د اړیکې په نوم د لومړنۍ ورځپاڼې خپرول، په ۱۹۰۶ کې په امریکا کې په منظم ډول د راډیویي خپرونو پیل او په ۱۹۲۸ کې د تور او سپین او بیا په ۱۹۵۴ کال کې د ټلویزیون د پردې رنګه کیدل، په ورستیو دری سوو کلونو کې د ډیرو حیرانونکو نوښتونو د کتار په سر کې ځای لري .‌ خو د ژورنالیزم او ټولنیزو رسنیو په ډګر کې د یویشتمې پیړۍ رینسانس هلته خپلې وزرې وغوړولې کله چې د ۱۹۹۸ کال په سپټمبر کې د ګوګل نړیوالې شبکې او بیا څو کاله وروسته د مای سپیس،‌ یوټیوب او فیسبوک انټرنیټي ویبپاڼې جوړې او د نړۍ له ۱۹۵ هیوادونو څخه یی وړوکې کلی جوړکړ. د انټرنیټ‌ د همدې موډرنې ټکنالوژۍ له برکته، نن څه باندی دری ملیارده انسانان په ۷۶ مختلفو ژبو هره ورځ یو بل سره اړیکې نیسي. او هره ورځ د نړۍ د نفوسو ۴۰ سلنه خلک په متوسط ډول، له دې رسنیو سره دوه ګړۍ وخت تیروي او په لیکلی، انځور شوی او لیدلی بڼه یو بل ته معلومات او خبرونه استوي.

لکه د پخوا په څیر،‌ د رسمي ورځپاڼو،‌ مجلو،‌ ټلویزیوني چینلونو او راډیویي سټیشنونو پالیسۍ اوسیاستونه اوس هم د حکومتونو لخوا ټاکل کیږی. خو بالعکس دا ټولنیزې رسنۍ وړیا، لاسرسی ورته آسانه، معلومات یی تازه، چټک او له یو څوهیوادو پرته، د سانسور له پنجرې څخه بهر دي. له بلې خوا د ټولنیزو رسنیو محتوی ساده، لنډه او د ولس په ژبه وي. بله ځانګرتیا یی داده چې رسمي رسنۍ هغه څه وایی او لیکي چې واکمنان او زور واکان یی غواړي خو دا رسنۍ هغه څه وړاندی کوي چې عام او بی وسه خلک یی تنده لري.

تیره ورځ زه د سانفرانسیسکو د ښار په جنوب کې  سیلکن ویلی سیمې  ته ورغلم چیرته چې د ګوګل، ‌ایپل او ‌فیسبوک د پرمختللې ټکنالوژۍ د سترو مرکزنو ورځنۍ چارې د زرګونو انجینرانو او تخنیکي پرسونل لخوا پرمخ بیول کیږي. ما په دې اړه څه معلومات برابر کړل چې ستاسو درنو لوستونکو په چوپړ کی یی ږدم.

یوټیوب (You Tube) داسی یوه انټرنیټي پاڼه ده چې د هغه له لارې د ویډیو مینه وال کولای شي سینمایي فلمونه، ډرامې او یا هم پخپل لاس ترتیب شوي لنډ بصري کلیپونه په وړیا توګه وګوري او له خپلو دوستانو سره یی شریکې کړي. دغه سایټ د ۲۰۰۵ کال د فبرورۍ په ۱۴مه د دری ځوانانو لخوا چې یی یو د بنګله دیش جاوید کریم وو، د کالیفورنیا د سان برنو په ښار کې د انټرنبټ له لارې رامنځته کړ چې بیا یو کال وروسته یی د څه باندی یونیم ملیاردو ډالرو په بیه د ګوګل په نړیواله شبکه وپلورله. په ۷۶ ‌‌ژبو خپرونې کوي، نژدی یونیم زر تنه عمله لري او هره ورځ له یو ملیارد څخه زیات خلک یی ګوري.

فیسبوک (Facebook) دغه انټرنیټي ويبپاڼه چې د مارک زوکربرګ او د هغه د دری تنو همکارانو لخوا په ۲۰۰۴ کال کې رامنځ ته شوه، نن د نړۍ په کچه د ټولنیزو رسنیو د پټکي شمله ګڼل کیږي. په پیل کې یواځې د هارورډ د پوهنتون د محصلینو د درسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډیزاین شوی وه، خو ورو ورو یی نورو پوهنتونونو ته هم لاره پیدا کړه. ولی له شمالی کوریا پرته، نن د نړۍ په هره هغه سیمه کې چې انټرنیټ شتون لري،‌ هلته به د فیسبوک مینه وال او کاروونکي په سترګو کیږي. مرکزي دفتر یی د کلیفورنیا په سانفرانسیسکو کې موقعیت لري او د رسمي او قراردادي مامورینو شمیر یی له شلو زروڅخه اوړي.

ټویټر (Twitter) ‌د ټولنیزو رسنیو له مهمو څانګو څخه ګڼل کیږي چې د ۲۰۰۶ کال د مارچ په میاشت کې د سان فرانسیسکو په ښار کې د جک ډورسي او د هغه د دری تنو همکارانو په مټ د انټرنیټ له لارې خپل فعالیت پیل او په ډیر لږ وخت کې یی د مینه والو شمیر له دوه سوه ملیونه څخه واوښت. نن په ۲۵ هیوادونو کې څانګې لري او ټول هغه معلومات یا پیغام چې د ټکو شمیر یی له ۲۸۰ څخه زیات نشي، په وړیا ډول خپروي. ټویټر یو له هغو مهمو رسنیو څخه ده چې د نړۍ ځواکمن سیاسي مشران او هنري څیرې د هغه له لارې خپلې پالیسۍ او پرمختګونه اعلانوي.

لنکد ان (LinkedIn) بله هغه ټولنیزه رسنۍ ده چې د مایکروسافټ لخوا ۲۰۰۳ کال  کې په کالیفورنیا کې په کار واچول شوه. معمولا تعلیم یافته او مسلکي خلک خپلې کاري سابقې، سوانح او د خپل شخصیت ځنی ځانګړتیاوې له سترو کمپنیو سره شریکوي ترڅو د مسلکي مهارتونو په چوکاټ‌ کې د ځان لپاره مناسب کار پیدا کړي. د نړۍ۵۹۰ ملیونه خلک یی استعمالوي چې یواځی ۱۵۴ ملیونه یی امریکایان دي.

انسټګرام (Instagram) د ۲۰۱۰ کال په اکتوبر کې د فیسبوک لخوا دوه تنه تکړه انجنیران وګمارل شول چې دهوښیار ټلیفون له لارې دعکسونو او ویډیوګانو د شریکولو او خپرولو یوه نوې ویپاڼه جوړه کړي. په لږ وخت کې دغه سیستم جوړ او په تیرو اتو کلونو کې ددی رسنۍ له لارې د استول شوو انځورونو مجموعي شمیر له یو ملیاردو څخه اوښتی او هره ورځ نژدی ۱۱۰ ملیونه ګډون وال یو بل ته شخصي انځورونه او لنډ فلمونه استوي.

پینټرسټ (Pinterest) دا انځوریزه رسنۍ د یوې خیالی لوحې په ډول ډیزاین شوې چې مینه وال یی پخپلو منځنو کې تصویرونه او ویډیوګانې شریکوي خو شرط یی دادی چې ګډون وال باید ځان مخکې له مخکې ثبت او غړیتوب ولري. دا ویبپاڼه له ۲۰۱۰ کال راپدیخوا په کالیفورنیا کې فعالیت لري،‌ هره ورځ په متوسط ډول یو اعشاریه دری ملیونه خلک ورته سر ورښکاره کوي چې په حیرانیتا سره اویا سلنه یی میرمنې او دیرش سلنه یی سړي دي.

سنپ چیټ (Snapchat) اوه کاله وړاندی د سانفرانسیسکو د سیمې د سټینفرډ د پوهنتون دری تنو محصلینو دغه ويبپاڼه جوړه او په ډیر لږ وخت کې یی په مفته توګه د انټرنیټ له لارې د نړۍ په ۲۲ ژبو خپلې غزونې وکړې.  دغه پروګرام دوه ځانګړتیاوې لري،‌ لمړی دا چې د پیغام ترلاسه کوونکي یی د لیدلو او ملاحظه کولو لپاره یواځی شپیته ثانیې وخت لري او بیا په اتومات ډول ګل یا له صحنې پټیږي او بله یی دا چې دا سایټ همیشه ژیړ رنګ استعمالوي.

فلیکر (Flicker) د انټرنیټ له لارې د ګډو انځورونو، ویډیوګانو او تصویري پیغامونو پروګرام او ویبپاڼه ده چې ازمیښتي دوره یی په ۲۰۰۴ کې د کاناډا په وینکوور او په منظم ډول فعالیت یی بیا د ۲۰۰۸ کال په مارچ کې د سانفرانسیسکو په ښار کې پیل کړ. نن ددی سایټ په ارشیف کې څه باندی پنځه ملیارده عکسونه او لنډې ویډیوګانې خوندي او په لږه موده کې یی د نړۍ سور او ساره سره وتړل. ولی باید وویل شي چې یواځی د هوښیار ټلیفون، بلاک بیری او وینډوز له لارې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي.

ټمبلر (Tumblr) هم د نورو په څیر د ټولنیزو رسنیو یوه موډرنه ویبپاڼه ده چې یولس کاله وړاندی د یو امریکایي ځوان لخوا د نیویارک په ښار کې فعالیت شروع کړ چې یواځی تیره میاشت د هغه په واسطه ۴۱۷ ملیونه بلاګونه یو بل ته استول شوي او د مینه والو شمیره یی د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په بره روانه ده. البته د ویډیویي پروګرامونو ځانګړې ویپاڼه (وایمو Vimo) او په روسیې او اروپا کې د تصویري پیغامونو(وي کې VK) سایټونه هم د یادولو وړ دي چې ورته فعالیتونه لري.

د دغو رسنیو خواږه یا ګټې:

د ټولنیزو رسنیو له لارې هرڅوک بالخصوص ژورنالستان او د خبري سرچینو نمایندګان کولای شي د سترګو په رپ کې خپلو اړونده چینلونو ته تازه او د لمړي لاس خبرونه او انځورونه واستوي. دوستان او خپلوان په آسانۍ او وړیا توګه کولای شي یو له بل سره اړیکې ونیسي، وګوري او د زړه خواله وکړي. سوادګریزې کمپنۍ او حتی افراد کولای شي په وړیا ډول خپل مالونه عرضه او وپلوري. هغه کسان چې د خپلو مسلکونو په چوکاټ کې د کار لټون کوي، کار پیدا او د وظیفې خاوندان شي. د لوړو زده کړو محصلین کولای شي لدې لارې خپلې علمي او اکاډمیکې سرچینې پیدا او پخپلو څیړنو او مونوګرافونو کې له هغو څخه ګټه واخلي.

د دې رسنیو زیانونه:

د خوب وخت کموي، ‌نا امیدی زیاتوي، ‌اندیښنې زیږوي،‌ په ځان باورکموي او د کورنۍ د غړو،‌ خپلوانو او دوستانو ترمنځ واټن پراخوي. سوکه سوکه روږدي خلک د انزوا او ګوښه نیشنۍ خواته بیایي او له رڼا څخه ترږمۍ ته ترجیح ورکوي. کینه زیږوي،‌ بی ضرورته سیالۍ ته وده ورکوي او اخلاقي ارزښتونه زیانمنوي. د ماشومانو د سترګو دید کمزوری کوي، ‌د مکتب له کورنۍ وظیفې سره یی علاقه کمیږي، د مثبتې سیالۍ په ځای لټ اموخته او په کارټون او ویډیو ګیم بوختیږي. د مور او پلار په وړاندی د اطاعت په ځای ډیر کله د بغاوت او سرتمبګۍ څخه کار اخلي او په تنکیو ماشومانو کې د خبرو چټکه او حتی نورماله وده سستوي.

د خطرناکو او ترهګرو شبکو سره اړیکې نیول او دهغوئ له منفي پروپاګنډې څخه اغیزمن کیدل، بربنډو او غیراخلاقي مفتو فلمونو ته د وزګارو ځوانانو او نجونو لاسرسی او روږدي کیدل، ددی رسنیو ناوړې  اغیزې په ګوته کوي. شخصیت وژنه، ‌دعاطفې کمزوري، ‌د درواغو اوجعلي خبرونو خپرول، د ژبې د عفت نه مراعت کول، ‌نور هغه منفي اړخونه دي چې د دی موډرنې تکنالوژۍ په رامنځ ته کیدو سره عام شویدي. خو ددی رسنیو ترټولو ناخوالی اړخ دادی چې د شخصي معلوماتو خوندیتوب او محرمیت په کې له ګواښ سره مخ او په ډیرې آسانۍ سره یی هرڅوک ترلاسه کولای شي.

پایله: ددغو رسنیو په جوړولو او اداره کولو کې د مسلمانانو ونډه په خروار کې خورد هم نده، ‌ولی یوه وروستې احصائیه څرګندوي چې تر ټولو زیات د پورن (لغړ) او فحش فلمونه په اسلامی هیوادونو کې لیدل کیږي او د فیسبوک تر ټولو ډیر مینه وال په عربي نړۍ کې دي. شک نشته چې دغه ډله ایزې رسنۍ د دوه مخې تورې حیثیت لري که په سمه ونه چلول شي نو د دښمن په ځای خاوند ورباندی خپل ځان ډیر بد بد ژوبلوي. نو څومره به ښه وي چې ځمونږ ځوان نسل یو بل ته د سپکو او سپورو په ځای، ‌لدی رسنیو څخه د سولې او سوکالۍ لپاره او د افراط او تفریط  په ځای د اعتدال څخه کار واخلي ځکه چې خیرالامور اوسطها- تر ټولو غوره  چاره او لاره، منځنۍ لاره ده.

سرچینې او ماخذونه:

د یوې مسلکي او اخلاقي دندې په توګه، په مننې سره باید ووایم چې ما په پورتنۍ څیړنه کې د ویکیپیډیا، ‌د الجزیرې ټلویزیون، ‌سکای نیوز، سکرمنټو بي، اکسفورډ سروې، العربیه ټلویزیون، ‌ګوګل،‌ المنجد او د سانفرانسیسکو د کرانیکل د ورځپاڼې په څیر د معتبرو سرچینو څخه استفاده کړېده.

892 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *