Categories

اعلان

Loading…

ابو مسلم خراساني څوک و؟ پيدایښت، نومونه او د ژوند لومړي پړاونه

د ابو مسلم خراساني په اړه تاریخ کې خورا ضد و نقیض روایات راغلي دي. د کورنۍ نسبت يې هم کله عباسیانو، کله علویانو، کله کردانو او کله هم د فارس اکاسره وو ته سوی دی. مګر زما په نظر د هغه له کړنو او ځینو تاریخونو څخه مالومېږي چې ابو مسلم عرب نه و، بلکي د یوه غیر عرب پلار او مور زوی و چې د ژوند په لومړیو پړاونو کې يې خورا ډېري خوارۍ لیدلې دي.

د ابو مسلم د نوم په اړه هم اختلاف موجود دی. په دانشنامه ازاد کې يې درې نومونه یاد کړي دي: ابراهیم بن عثمان، بهزاد او ابو اسحاق ابراهیم بن حیکان.

اما د هغه په ژوند کې يې نوم د عباسي کورنۍ د یوه کس په امر بدل سوی دی چې دا کس ته به هغه مهال دوی امام وایه، د هغه نوم هم ابراهیم وو، کله چې ابو مسلم هغه ته ورځي او هغه پکې هوښیاري، علم او له سیاسي حالاتو خبرتیا ويني، نو کنیه يې ابو مسلم، نوم يې عبد الرحمن او لقب يې خراساني ږدي.

ابو مسلم خراساني احتمالا په (۱۰۰) هجري قمري کې اصفهان، یا مرو یا هم کوفې ته نژدې پيدا سوی دی، په دې اړه ځيني نور روایات هم سته چې اصل ځای په ګوته کول يې مشکل کړي دي. د ځينو مورخانو دا نظر دی چې د ابو مسلم د ځای، کورنۍ او نوم په اړه دا مجهولتیا عباسي حکومت په لوی لاس رامنځته کړه چې یو لور ته يې په اخیر کې له ابو مسلم سره ښې اړیکې نه وې او بل يې نه غوښتل چې د دوی د خلافت په قایمولو او د امویانو په پرزولو کې دې نور غیر عرب قومونه هم یاد سي. په هر حال د ابو مسلم د پيدايښت ځای، نوم او نسب يې خورا سره ګډوډ دي.

په ویکيپډیا المعرفه کې يې د ده په اړه ویلي چې د بصرې په ماه نومي ځای کې پيدا سوی دی چې اصفهان ته نژدې دی. وړاندي وايي د ده پلار عجمی مسلمان او مور يې مینځه وه. پلار يې د زیاتې ماليې له امله اړ سو چې خپله مینځه خرڅه کړي او هغه په دې وخت کې حامله هم وه، مینځه عیسی العِجلي واخیسته چې په اصفهان او کوفه کې يې ځمکې در لودې. هلته ابو مسلم پيدا سو چې د ابراهیم نوم ورته غوره سو. د عجلي له اولاد سره يې لومړي وختونه تیر کړل او وروسته يې د هغه لپاره د کوفې او اصفهان په ځمکو کې کار کاوه.

کوفه د امویانو لپاره هر وخت د سیاسي مخالفت یو غښتلی مرکز وو، ابو مسلم لومړی وار دلته له علویانو سره شناخته سو چې د اهل بیتو لپاره به يې بلنه کوله او د هغوی خلافت يې غوښت. همدلته په کوفه کې يې له ابو موسی السرَاج سره د ځین جوړولو کار پيل کړ. دا مهال بیا ابو موسی ته د عباسیانو ځيني داعیان تلل راتلل چې ابو مسلم هم په (۱۲۴) کې له هغوی سره بلد سو. عباسي داعیانو پکې پوهه او سیاسي درایت ولید او خپل امام محمد ته يې ور سره بوتلی.

په خراسان کې د عباسي داعیانو مشري کول:

عباسیان په دې پوهېدل چې خراسان د امویانو له مرکزه لیرې دی، له دې امله هغه ځمکه د دوی د دیني سیاسي دعوت لپاره مناسبه ده، له دې امله يې خپله فعالیتونه له دې سیمې پيل کړل، هلته عرب هم کم ول او د هغوی ترمنځ د یمني او تمیمي په نوم خپل منځي شخړې هم را پارېدلې وې.

د عباسیانو مشر  ابو مسلم له ځان سره وساته او پر ابو مسلم يې خورا زیات باور کاوه. د کوفې او خراسان ترمنځ لیکونه به يې هم ده ته ور کول. د ۱۲۸ چې له ۷۴۵م سره سمون لري پر مهال يې ابو مسلم هغه وخت خراسان ته ولېږه چې هلته د امویانو واک کمزوری سوی وو او د خراسان داعیانو له ابراهیم څخه غوښتل چې د خپل اهل یو څوک هلته ور ولېږې چې دوی ورته بیعت واخلي. ابراهیم ابو مسلم خراساني ور ولېږه او له دې کار سره يې هم د کورنۍ کسانو او هم په خراسان کې داعیانو مخالفت کاوه، خو هغه پر دې ټاکنه ټينګ ولاړ وو. ځکه ابو مسلم د خراسان په حالاتو او جغرافیه ښه خبر وو او هلته يې تګ راتګ ډېر کړی وو، د لیږلو مهال امام ابراهیم ورته وویل چې(انت رجل منا اهل البیت) ته زموږ د اهل بیت څخه يې.

په خراسان کې د سلیمان بن کثیر په نوم یوه عرب د ابو مسلم له مشري انکار وکړ او هغه يې سخت ورټی، خو د عباسي مشر لیک د ابو مسلم لپاره لویه تکیه وه او له مخالفت سره- سره نورو قبول کړ او بیا سلیمان بن کثیر هم ابو مسلم ومانه او له هغه سره يې د دعوت په کار کې همکاري پيل کړه.

ابو مسلم چې کوم وخت په خراسان کې عباسیانو ته دعوت کاوه دا مهال د امویانو د وروستي خلیفه محمد بن مروان زمانه وه چې یو لور ته اختلافات زیات ول او بل لور ته ظلم او ستم بیخي ډېر سوي وو، په خراسان کې بیا د یمنیانو او بني تمیم عربي قبایلو ترمنځ شخړې ډېري وې چې عرب يې دلته کمزوري کړي وو. په دې وخت کې ابو مسلم خپل داعیانو هر لور ته ولېږل، له ظلمه د خلاصون لپاره خلګو دې بلنې ته مثبت ځواب ور کاوه او په ۱۲۹ کې عباسي مشر ابو مسلم ته د ښکاره بلنې او پر یوه ځای د را غونډېدو اجازه ور کړه. ابو مسلم له خپلو کسانو سره تر مشورې وروسته مرو د تجمع ځای تعین کړ چې د کوچني اختر په ورخ به دلته ټول خلګ راسي او له دې ځایه به خپل حرکت پيلوي.

د امویانو والي نصر بن سیار په دې موضوع خبر سو او غوښتل يې چې پر ټاکلي وخت هغوی ټول ونیسي مګر دا خبره د ابو مسلم کسانو ته هم ورسېده او هغوی تر ټاکلي وخت مخکي سره را یوځای او خپل ظهور يې اعلان کړ. توري جامې يې واخوستې او د هغو احادیثو له بیانه يې ګټه اخیسته چې له خراسانه به تورو جنډو والا امام مهدي راځي او خلګو ته به له ظلمه نجات ور کوي. له دې کبله يې بیرغ هم تور وو او جامې يې هم توري کړې.

په لنډ وخت کې ابو مسلم د خراسان چارې په لاس کې واخیستې او د امویانو والي نصر بن سیار يې د ۱۳۱ هق پر مهال مات کړ او عباسي لښکر هغه له شا تعقیب کړ چې د رې ښار سره څيرمه د ساوه په کلي کې هغه مړ سو. ما یادونه وکړه چې دا مهال د خلافت په نورو برخو کې هم شخړې وې او اموي خلیفه هلته مصروف وو، له دې امله چې نصر د خلافت له درباره هر څونه په اصرار مرسته وغوښته هغوی کومک ور نه کړ، نصر له یمني عربو سره د اتحاد هوډ وکړ خو ابو مسلم يې مانع سو، په خراسان کې د خوارجو یوه قوي ډله هم وه چې شیبان بن سلمه يې مشري کوله.

ابو مسلم یوازینی کس وو چې له دې اختلافاتو يې د ځان په ګټه کار اخیسته او کله به يې یوه ډله ورنژدې کړه بله به يې وټکوله، په همدې چل ول کې يې عرب کمزوري کړل او ګڼ ځایونه يې د نصر له لښکرو ونیول. د ابو مسلم یوه قومندان قحطبه بن شبیب طايي هم په یوه جګړه کې د نصر ښه غټ لښکر ته ماته ور کړه او په دې ستره جګړه کې د نصر بن سیار زوی تمیم هم مړ سو. ابن شیب نیشاپور ونیوی. دوې میاشتې وروسته د عراق اموي والي یو کومکې لښکر را لېږلی وو چې ابن شیب له هغه سره مخ سو، تر لیږ مقاومت وروسته هغوی تيښته وکړه. د قحطبه زوی حسن رې، همدان ونیول او نهاوند يې محاصره کړ، قحطبه خپله په اصفهان کې د یوه ستر لښکر په ماتولو ډېر غنایم هم ولیدل او یو غټ جشن يې هم ونیوی. دا د ۱۳۱ هق کال وو.

د عراق په شمال کې د ابو مسلم یوه قومندان ابو اون عبد الملک بن یزید خراساني د عبد الله بن مروان په نوم یوه اموي قومندان ته شکست ور کړ او په ذی الحجه ۱۳۱ هق کال کې مروان خپله له یوه لوی لښکر سره موصل او شاوخوا سیمو ته راغی. قحطبه هم عراق ته راغی او د یزید بن هبیره سره په یوه جګړه کې مړ سو او حسن بن قحطبه د لښکر مشرۍ ته اوږه ور کړه. په کوفه کې د خالد بن عبد الله القصر په نوم یوه کس د عباسیانو بیرغ پورته کړ او هلته پاته اموي لښکر يې محاصره کړ، د ښار نیولو لپاره يې حسن بن قحطبه وغوښتی او هغه هم کوفې ته ورسېد او د ابو سلمه خلال په نوم عباسي داعي چې د ابو مسلم له نژدو ملګرو څخه وو، هم هلته ځان را ښکاره کړ او د کوفې حکومت د ابو مسلم کسانو ته په لاس ورغی.

د کوفې تر نیولو وروسته د ابو مسلم خراساني یو استازی امویانو ونیوه او له هغه څخه يې د عباسي مشر ځای مالوم کړ او هغه يې قتل کړ، تر دې وروسته ابو العباس عبد الله چې وروسته په سفاح (وینې تویونکی) مشهور سو امام سو او کوفې ته وتښېد. دلته د ابو سلمه خلال له لوري تر میاشت زیات پټ وساتل سو او هغه کوښښ کاوه چې کوم علوي خلیفه کړي خو هغوی منفي ځواب ور کړ او اخیر ابو العباس د (جمعې ۱۲ ربیع الثاني ۱۳۲/ ۲۸ نومبر ۷۴۹م) مهال خلیفه سو. د امویانو خلیفه مروان بن محمد تر سختې ماتې خوړلو وروسته مصر ته وتښتېد او هلته د عباسیانو له لوري ووژل سو.

د امویانو تر خلافت وروسته اوس د عباسیانو په لار کې لوی خنډ څوک نه وو، نو ابو مسلم خراساني يې د خراسان والي وټاکه او په دې سیمه کې هغه امن راوست. د عباسیانو لومړي خلیفه د امویانو ټول کسان وژل او حتا هغه کسان يې هم ووژل چې لومړی به يې د امان وعده ور کړې وه. د هشام په نوم یو ۱۳ هلک چې له عبد الرحمن بن معاویه بن هشام سره د مغرب لور ته په تيښته وو، په همدې غولونکو وعدو هغه مهال را وګرزاوه چې هغوی په لامبو له سینده اوښتل، هلک چې له سینده ډارېده د اوبو له منځه بیرته ورغی او هغوی د عبد الرحمن بن معاویه مخته حلال کړ. د عباسیانو دا ظلم هم تاریخ ثبت کړ او د هغوی لومړی خلیفه د سفاع ډېرې وینې تویونکي په نوم موږ ته را پېژني.

عربي تاریخونو لیکلي دي چې ابو مسلم خراساني خورا متکبر انسان وو، په خراسان کې يې بیخي زیات عربان ووژل او د یوه ازمویښت لپاره خلیفه خپل ورور ابو جعفر منصور د هغه لور ته ولېږه. ابو مسلم د هغه هيڅ ډول احترام ونه کړ او په خراسان کې موجود یو عرب عباسي داعي سلیمان بن کثیر يې په همدې ورځو کې مړ کړ او په دې اړه يې د خلیفه له ورور سره مشوره هم ونه کړه. په دې کار د هغه ډېره خوا بده سوه او له ابو مسلمه خپه د خلیفه لور ته راغی.

خلیفه ته يې ورور وویل چې ابو مسلم تکبر کوي او زما يې اهانت وکړ، عربان وژني او پر خلګو يې ظلم شروع کړی دی. خلیفه ته يې وویل: که ته ابو مسلم ونه وژنې نو ته حقیقي خلیفه نه يې! خو ابو العباس د هغه خبرې ته توجو ونه کړه او د ابو مسلم پخوانیو خدمتونو ته په پام يې هغه وبخښی.

د ولایت مهال ابو مسلم د یوه لیک په توسط له خلیفه غوښتنه وکړه چې د دوی خور هغه ته په نکاح ور کړي خو پر دې خبره خلیفه او ورور يې ابو جعفر منصور زیات خپه سول. هغوی ده ته هيڅ ځواب ور نه کړ او په دې سره يې د هغه اهانت هدف وو چې ګواکې ته په ځواب هم نه ارزي.

ابو مسلم په خراسان کې خپل خدمت ته دوام ور کړ او تر ماورا النهر پوري يې خپل نفوذ وغزاوه، کله ناکله هلته شخړې هم کېدې خو ده په خپل تدبیر د هغو مخه نیوله. ابو مسلم ته د صاحب الدعوه، صاحب الدوله او امین آل محمد لقبونه هم له دې امله ور کول سوي دي چې د عباسیانو دولت يې جوړ کړ او که دی نه وای نو عباسي دولت به هم نه وو.

د ۱۳۶ هق مهال ابو مسلم له خلیفه اجازه وغوښته چې ده ته د حج اجازه وکړي، د اجازې تر کولو وروسته ابو مسلم له خراسانه ۸۰۰۰ کسان له ځان سره روان کړل او د خلافت دربار ته په نژدو کېدو يې له ځان سره ۱۰۰۰ کسان واخیستل او د خلیفه د لیدو اجازه يې طلب کړه. د خلیفه ورور ابو جعفر خلیفه ته ډېر وویل چې همدلته يې په دوکه او چم مړ کړي خو ابو العباس داسي اقدام نه کاوه. ابو مسلم  ته يې یادونه وکړه چې ولې دې دومره زیاتر لښکر له ځان سره راوستی دی؟ هغه ځواب ور کړ چې لار باندي ډارېدم له دې امله مې د امنیت په خاطر راوستی. ده له خلیفه غوښتنه وکړه چې دا کال دې د حج امیر ابو مسلم وټاکې خو خلیفه ورته وویل چې زما ورور ابو جعفر هم دا کال حج ته ځي نو د حج امارت به له هغه سره وي. په دې خبره ابو مسلم خپه سو او د خلیفه د لاس تر ښکلولو وروسته له درباره د وتلو په حال کې وو چې خلیفه پرې ږغ کړل د ابو جعفر لاس دې ښکل نه کړ؟

ده ورته وویل: ستا په وجود کې د بل کس لاس مچول ستا له مقام سره مناسب کار نه دی او په دې ځواب يې ځان تېر کړ او لاړ. ابو حعفر هم له هغه سره ولاړ او د بیرته راتلو مهال خبر سو چې خلیفه مړ سوی دی. ابو جعفر هغه ته په یوه لیک کې ځان خلیفه ور معرفي کړ او ابو مسلم هم هغه ته مبارکي ور کړه. دا مهال د خلیفه اکا عبد الله بن علي د خلافت دعوه وکړه او د ابو جعفر د خلافت له منلو يې انکار وکړ. خلیفه د هغه د ټکولو لپاره ابو مسلم ور ولېږه، ابو مسلم تر شپږو میاشتو له هغه سره په اخ و ډب اخته وو او اخیر کې يې هغه مات کړ او زیات غنایم يې ونیول.

خلیفه د مالونو د تسلیمولو لپاره یو کس ور ولېږه خو دا کار پر ابو مسلم خورا دروند تمام سو، هغه استازی رد کړ او مالونه يې هغه ته ور نه کړل. له همدې ځایه د خلیفه له اجازې پرته خراسان ته روان سو او دا مهال خلیفه هم خپله غلطي درک کړه.

یو په بل پسي يې اسازي ور ولېږل او هغه يې په نرمه پوه کړ چې یوځل خلافت دربار ته ورسي او له خلیفه اجازه واخلي. خلیفه هغه ته یوه لیکل کې دا هم نوشته کړي وو چې ته د شام او مصر والي يې هغه تر خراسان ښه دي، خو ابو مسلم نه منله هغه پوهېده چې خلیفه يې په چم وژل غواړي. اخیر خلیفه په خراسان کې د ابو مسلم ځای ناستي ته تمه ور کړه چې موږ تا د هغه پر ځای والي کوو ته ابو مسلم خراسان ته مه ایله کوه. د خراسان له لوري ابو مسلم ته لیک راغی چې تاسو خلیفه مه خپه کوئ او د هغه اجازې ته حتما ور سئ، دلته د معاملې په عمق ابو مسلم پوه سو او مجبور سو چې د خلیفه دربار ته ورسي.

عباسي خلیفه وختي لا هلته وسله وال کسان پټ کړي وو چې د هغه د وژلو کار ترې واخلي. دربار ته د ننوتو مهال له ابو مسلم څخه توره واخیستل سوه او خالي لاس دربار ته ورغی. له خلیفه سره په مجلس کې هغه یادونه وکړه چې دا زما بې احترامي ده او ګیله يې ورته وکړه. خلیفه د هغه د تسلیت لپاره وویل چې ما دا امر کړی دی او ته ترې مستثنا يې اما هغوی دا تفکیک نه دی درک کړی، زه به ستا په اړه هغوی ته حتما یادونه کوم.

په دې وخت کې ابو مسلم له ځان سره یوه برچه ډول توره هم لرله، له خپل تشي سره يې تړلې وه او د خلیفه ورته پام نه وو، ابو مسلم خپله جامه چې د پټو یا څادر په شان يې هغوی له لوړې خوا پر ځان را ایله کوي هغه لیږ ایسته کړه او خلیفه ته يې ور ښکاره کړه چې زه یو مخیز بې وسلې نه یم پام دې کوه.

خلیفه وډار سو او له ابو مسلمه يې یوه پوښتنه وکړه چې زما اکا دې په کومو تورو مات کړ؟ ابو مسلم همدا برچه ور ښکاره کړه چې له هغو یوه دا ده! خلیفه ورته وايي: ته يې ماته راکړه چې وې ګورم؟ ابو مسلم زړه نازړه ور کړه. خلیفه هغه له ځان سره کښېښوده او د ابو مسلم په ترټلو يې شروع وکړه، تر ښې زیاتې غوسې وروسته يې د لاسونو په پړک خپل پټ کسان را وغوښتل او په خپل دربادر کې يې د عباسي خلافت هغه ستن ماته کړه چې که هغه نه وای نو دا خلافت به هم نه وای، هغه ته ور کړې وعدې يې دلته ټولي هیري کړې او د یوه مسلمان وینه يې داسي وبیوله لکه هغه چې هيڅ انسان نه وي.

ابو مسلم د مرګ مهال ۳۷ کلن وو، په ۱۳۷ هق چې له ۷۵۵ م سره يې سمون در لود هغه قتل کړل سو. تاریخونو کې د هغه د یوه وررور یاسر بن عثمان نوم هم راغلی دی او د فاطمه و اسماء په نوم دوې خوندې يې هم در لودې. ابو مسلم زوی نه در لود او پنځه لوڼې يې شاته پاته سوې. د هغه مړی يې مثلت کړ او د دجلې سیند ته يې واچاوه، خلیفه خلګو ته په خطبه کې وویل چې که څوک له خلیفه سره کړی عهد مات کړي نو د هغه سزا مرګ ده لکه ابو مسلم او په دې ډول يې د هغه د خلګو په منځ کې بدناماوه. له دې څخه مالومېږي چې د هغو تاریخ پوهانو خبره سمه ده چې د ابو مسلم د نوم، ځای ځیګي او نسب په اړه ګډوډي خپله عباسیانو جوړه کړه چې د دوی د خلافت په سهم کې تاریخ کوم غیر عربي قوم یا قبیله یاده نه کړي. دانش نامه يې ازاد د ده په اړه وايي چې عربي او فارسي ژبو باندي پوهېده، لیک لوست يې هم زده ول او پوره سیاسي درایت يې در لود، له دې امله يې ژر پرمختګ هم وکړ او د همدې پوهي له کبله عباسي خلفاؤ له هغه څخه ویره در لوده چې ایینده خلافت ته مشکلات جوړ نه کړي نو يې له منځه وایستی.

همدلته له ابومسلمه دا قول هم د تاریخي کتابونو په حواله نقل سوی چې عباسیانو ته د مبارزې او د ولایت پر مهال يې تر یو لک زیات کسان وژلي دي چې دا په خپل وار د هغه سخت زړي هم ثابتوي او له داسي بې زړ سوي انسانه خپل ملګري هم ډارېږي چې یوه ورځ زما وار نه سي، له دې امله عباسي خلیفه له هغه ډارېده او کله چې د مرګ مهال ابو مسلم ورته وویل: ما د خپلو دښمنانو لپاره وساته، نو خیلفه ورته وویل: خو ته مې تر بل هر دښمن لوی دښمن يې او زه به احمق يم که مې ته ژوندی ایله کړې.

ابو مسلم د امویانو تر واک لاندي سیمو کې ژوند کړی وو او هغه مهال عربو له عجمو سره بد سلوک کاوه، بیا عباسیانو هغه ته د خور نه ور کولو لامل هم دا وو چې عجم يې د خپلې خیښي وړ نه بلل، همدا لاملونه وو چې ابو مسلم عربو ته په غوسه وو او خورا زیات عرب يې وژلي هم دي. د ده په اړه چې کله هم ما عربي تاريخي کتابونه کتل نو پخوانیو مورخانو يې له ده ښه خوله نه وهله او خورا بد انسان يې معرفي کړی دی، حقیقت دادی چې د سیاسي واک په لار کي مړي کېږي او که هر څوک ددې لارې خنډ جوړ سي نو هغه به وژل کېږي، د همدې لپاره نه یوازي ابو مسلم مړي کړي دي بلکي خپله عربو هم کړي دي، لنډ مثال يې همدا لومړی عباسي خلیفه وو چې د امویانو ټول نسل يې تبا کړ، د هارون رشید دوه زامن ول چې له یوه بل سره يې د قدرت لپاره جنګ وکړ او مامون امین قتل کړ، د امویانو د وخت ظالم والي حجاج بن یوسف هم د تاریخ په پاڼو کې ثبت دی او په لکونو کسان د هغه په امر وژل سوي دي. خو عربي مورخانو ابو مسلم ځکه زیات غندلی دی چې هغه عجم دی او د عجمو لپاره يې په خپل وخت کې کار هم کړی او د مغرور عرب يې په خراسان کې ښه ټکولي دي، د همدې تعصب په وجه ابو مسلم بد وو خو عربانو چې تر اوسه د نورو په وړاندي له تعصبه کار اخلي هغوی ته يې همدا ګوته نه ده نیولې چې ابو مسلم ته يې نیولې ده.

سیر اعلام نبلاء کې د هغه په اړه ځيني مهم ټکي یاد سوي دي:

دی د مسلمانانو له سترو پاچاهانو څخه وو، خراسان ته تش لاس ولاړ خو په نهه کال کې يې د غرونو په شان لښکرې راوستې، یو دولت يې چپه او بل يې پر ځای ودراوه.

قاضي شمس الدین بن خلکان ویلي دي: قد يې لنډ وو، رنګ يې ژړ ښایسته وو، پوست يې پاک وو، سترګې يې چپه وي، تندی يې پراخ وو، ږیره يې برابره وه، ویښته يې لوی ول، ملا يې غټه وه، اواز يې لوی وو، په عربي او فارسي ژبو يې روانې خبرې کولې، منطق يې خوندور وو، په اشعارو هم پوهېده، د حکومت او سیاست په چارو کي يې لوی لاس در لود، کم يې خندل او وخت ناوخته به يې بیخي کمې ګپې کولې. ستر فتوحات يې وکړل، په دې ټولو کارونو يې د خوښۍ اثار نه ښکارول، خورا بد به غوسه کېده. میرمنو ته به يې پام کم کاوه او زیات وخت به د حکومت په کارونو مصروف وو.

۲۰۱۸/‍۱۲/۲۲

سرچينې:

الاخبار الطوال، د دینوري، د قاهرې چاپ ۱۹۶۰

تاریخ الیعقوبي، د یعقوبي د ۱۸۸۳ چاپ

الطبري، تاریخ الرسل و الملوک، د محمد ابو الفضل ابراهیم په تحقیق، قاهره ۱۹۶۶ چاپ

مروج الذهب، د مسعودي، دار الاندلس بیروت چاپ ۱۹۶۶

تاریخ البغداد د خطیب بغدادي، قاهره ۱۹۳۱

الکامل في التاریخ، د ابن اثیر، دار الکتاب العربي، بیروت ۱۹۸۳

سیر اعلام النبلاء، د ذهبي، موسسة الرساله ۲۰۰۱

البدایه والنهایه، د ابن کثیر، لسم ټوک د ابو مسلم خراساني پېژندنه

907 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸