Categories

اعلان

Loading…

ټرمپ څه وايي؟ / د مجید قرار لیکنه

د ولسمشر ټرمپ د تېرې ورځې څرګندونو د ځینو افغانانو احساسات را پارولي او اکثرو د نظر خاوندانو د تحلیل پر مهال د دې خبرو عمومیت او تر شا پروت استدلال په پام کې نه دی نیولی.

د ټرمپ خبرې په اصل کې په امریکا کې د بهرنۍ تګلارې په اړه یو عمومي لیدلوری دی چې هغه یې د کاندیداتورۍ له وخته دفاع کوي. د ده د لیدلوري مطابق امریکا باید تر نړیوالې جګړې مخکې مرحلې ته ستنه شي چې پر چا کار ونه لري، او څوک کار پرې ونه لري. د دې لیدلوري پر اساس، د امریکا هغه مرستې چې پر نړۍ او ملاتړو هېوادونو یې لګولي، که پر ځان ولګول شي نو ستونزې به یې هوارې شي. د ټرمپ د امریکا فرسټ، یا سب سی پهلې امریکا شعار هم له همدې لیدلوري سرچینه اخلي. دا بحث یواځې د افغانستان په اړه نه دی، د اروپا په اړه هم دی. ټرمپ تل د جرمني، او نورو ملاتړو هېوادونو په اړه همدا یوه ترانه غږوي چې ګواکې دوی دې خپل دفاعي مصارف خپله ولګوي، او دا چې پر هغوی لګښت ډېر کېږي او ګټه نه ورڅخه راځي. د ولسمشر ټرمپ خبرې له یوه لحاظه سمې دي، خو له بل لحاظه، لکه چې جیمز مټیس په خپل استعفاء لیک کې لیکلي، بچې امریکا ده، د خپلو ملاتړو په مټ ده. امریکا له هغو اروپایي هېوادونو څخه چې د مارشل پلان برخه و او تر دوهمې نړیوالې جګړې را وروسته یې قرضونه ورکړل، د سوداګرۍ، صنعت، او طبیعي سرچینو په بڼه پراخه ګټه ترلاسه کړې. دغه راز یې په منځني ختیځ کې د خپلو ملاتړو په مټ د هغه ځای له تېلو، او سوداګریز موقعیت څخه پراخه استفاده کړې او د دې سیمو خلک او د هغوی منابع یې د خپلو نورو حریفانو پر خلاف کارولي دي. په دې اعتبار د متېس خبره سمه ده چې وایي: امریکا چې امریکا ده، د ملاتړو په مټ ده. یا په اصطلاح، چې خان یې په یاران یې، چې یاران درسره نه وي، تورې خاورې د بیابان یې.

البته مشخصاُ زموږ د سیمې په اړه د ټرمپ نظر دا دی چې هلته باید د قوې له توازن څخه ګټه واخیستل شي او امریکا مستقیمه مداخله ونکړي. د دې خبرې معنا یې دا ده چې که امریکا په دې سیمه کې نه وي، د امریکا حریف ځواکونه په خپلو کې نشي سره جوړېدای. مثلا، روس او پاکستان سره ورانېږي، روس او چین سره ورانېږي، پاکستان او ايران سره ورانېږي، پاکستان او هند سره ورانېږي. حریفان په خپلو کې سره خوري او امریکا به د خیر په غونډۍ ورته ناسته وي یا به خپلې وسلې پکې پلوري، او که بیا مداخله هم کوي، لکه د تېر ځل، چې امریکا او ایران یې هرکلی وکړ، حریفان به یې خپله هرکلی ورته کوي او همکاري به ورسره کوي. دا خبره یې سمه ده. که زموږ له سیمې د امریکا پښه ووته نو دا نسبي بېلانس له منځه ځي او ټول ځواکونه یو له بله ښکېلېږي. البته په هغه صورت کېو لکه د عراق حکومت چې د امریکا له وتلو سمدستي وروسته د امریکا د بل حریف، یعنې ایران ملاتړ ترلاسه کړ او داعش عملا ایران ورته مات کړ، د افغانستان حکومت ته هم د امریکا له وتلو سره سم د سیمې د ګڼو هېوادونو د مرستې لاس را غځېږي او هر هېواد به هڅه کوي چې د حکومت جوړه دستګاه د خپلو ګټو د تأمین لپاره وکاروي. په مقابل کې به یې نور هېوادونه د وحشي افراطي ډلو ملاتړ ته لاس را غځوي. دا سمه ده چې هیڅوک د امریکا په اندازه سخي او خوندي انتخاب نه شي کېدای. سخي په دې معنا چې د امریکا بشري مرستې د نړۍ په تاریخ کې بې سارې دي او خوندي په دې معنا چې امریکا لږ تر لږه په افغانستان کې ځمکېنۍ طمع نه لري، او د افغانستان بل هر حریف او ګاونډی د افغانستان د ځمکې د لاندې کولو تکل او د تجزیې پلان لري. په دې اعتبار، امریکا که څه هم تر ټولو خوندي او تر ټولو سخي انتخاب دی خو یواځېنی انتخاب نه دی او د افغانستان حکومت به دا ځل هیڅکله سقوط ته پرېنښودل شي.

زموږ ډانګیان دې د ټرمپ اعلان د خپلو جهادي وحشتونو د توجیه لپاره نه کاروي. د هغه مثالونه که څه هم پر افغانستان و، خو نظریات یې عمومي دي او تر شا یې د امریکا د ټولې بهرنۍ تګلارې بحث پروت دی چې یو طرفه کول یې په امریکا کې دننه هم اسانه کار نه دی. موږ باید دا درک کړو چې زموږ حریفان او حلیفان دواړه خپلې ګټې ته ګوري، او تر خپلو ګټو هیڅه زیات ارزښت نه ورته لري. دا یواځې موږ یو چې خپلې ملي ګټې د عرب او عجم لپاره قربانوو.
د روس د لاس اخیستلو په صورت کې روسیه، هند، ایران او ځینې نور هېوادونه ښایي ډېره ژر د افغانستان د امنیتي ځواک د بودیجې څلور بلیونه ډالره لګښت برابر کړای شي او ښایي تر امریکا په مؤثرانه شکل رول ولوبو.

د امریکا د ټرمپ د ملاتړو د لیدلوري له مخې، د افغانستان او منځنۍ آسیا سیمه داسې ده چې کله امریکا پښه پکښې کېږدي بیا روس، چین، پاکستان، ایران او حتی د خلیج عربان ټول ورته یوه خوا کېږي خو کله چې امریکا پښې ورڅخه را سپکې کړي نو دا ټول بیا یو له بله خوري او داړي، ځکه نو د امریکا لپاره لازمه ده چې خپل حریفان په خپلو کې سره پرېږدي. دوی دا هم وایي چې د امریکا امنیتي سیسټمونه په تېرو اتلسو نولسو کلونو کې ډېر پر مخ تللي او د ۹/۱۱ پېښې پیا تکرار ډېر جدي ګواښ نه دی.

د مخالفینو نظر یې بیا دا دی چې جنوبي او منځنۍ آسیا یو په په چټکۍ وده کوونکې اقتصادي پټاره ده، او راتلونکی یې د نړۍ راتلونکی دی. امریکا له سیمې په را وتلو یواځې د سیمې له شره نه، بلکې د سیمې له خیره هم لاس وینځي. مانا دا چې که هر څومره په سیمه کې ټکرونه کېږي خو هغه حالت به بیا هم یو نه یو بریالی ولري او هغه بریالی به د امریکا لپاره په سیمه کې ګواښ وي.
دوی دا هم وایي چې امریکا د سیمې له تهديدونو څخه ځان نشي ژغورلای، او د سپټمبر یوولسمه بیا هم تکرارېدای شي.

7,188 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. ډ۰ حميدالله زړور ساپی Dr.Hamidullah Zlrraver Safpi Reply

    سلامونه،
    قرار جانه! ته هم ښه واېې .
    خو زما په شخصي نظر، د ۹/۱۱ ډرامه ، ټالیپان او غیر مستقیم تمویلول ېې، بن-لندن ،
    آیسیس ، او حتی له اوبو او بوریا لاندې آخوندي رژیم،
    د منځنۍ آسیا (له تزارآنو او بولشویکانو ) نوي آزاد سوي جمبوریتونه البته د افغان جهاد له برکته!؛
    او تر ټولو مهم د یونایټد سټیټس ! خودسرانه او ظالمانه تجاوز پر ګران افغانستان او تر اوسه ېې بی مانا امنیتی تړون ( او په زرهاوو اجیرو سرتیرو شتون سره د وطن د امنیتی وضعیت لا پسې خرابیدل ، د لڼډه غرو ، اليچور+شجاعي+کیساري +شنسب … او د دوی تر شا رابران!..) ،او ۸-۹ مفتې اډې او داسې نور…
    پخپله د امریکونیانو بې-عقل توب ، لاوبالیتوب، او سره د استرلیایانو ېې دا ښيي چې آن د دوی پلرونه، نیکونه هشت عیب شرعي ،زیر دار ګریختګان او ډیر بی بند و باره منافقین او اسفل-سافلین وو او دي. د سبایی خبره ېې د ماخام سره یوه نه وي او د ابلیس انګریز بچیان دي.
    نوټ: البته هغو افغانانو یا د نورو ملیتونو علماوو، دینی عالمانو او عوامو ته چې نوکی انسان دوستي او اسلام دوستی په کښې پاتې و ي دوه لاسي سلام دی. و السلام علیکم و رحمت اله و برکاتهُ .

  2. Dr Rahman Reply

    If all afghan are united there is no need of foreigon forces.

  3. zahra zafar Reply

    دوی دا هم وایي چې امریکا د سیمې له تهديدونو څخه ځان نشي ژغورلای، او د سپټمبر یوولسمه بیا هم تکرارېدای شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2