Categories

اعلان

Loading…

طالبانو له ایرانیانو سره د خبرو لپاره یو موټرچلوونکی تهران ته استولی

په نړۍ کې ديپلوماسي ځانگړې زده کړې لري او ديپلوماتان د ځانگړو معيارونو له مخې ټاکل کيږي. خو افغان طالبان چې يو وخت يې پر افغانستان واکمني لرله؛ په دريو هيوادونو کې يې پرانيستې سفارتونه هم لرل او په يو لوى شمېر هېوادونو کې يې نا رسمي نمايندگان هم لرل، ډيرى افغانان يې په اړه فکر کوي چې د کمونستانو او تنظيي واکمنو په پرتله طالبانو غوره واکمني وکړه او په ډيرو تنگو شرايطو کي يې هيواد ته د قانون واکمني او امن راوستل ورسره يې واکمني ولسي بڼه هم لرله.

خو بل پلو ته د طالبانو په شته کميو کې يوه هم له مسلکي پوسټونو سره بې پروايي او مسلکي کادرونو ته بي اعتنايي وه. هغوي د حکومت په وخت کې هم په مسلکي وزارتونو لکه فوايد عامه، عامې روغتیا او معادن اوصنايع باندي ملايان وزيران کړي وو او حتى تر دې چې د عامې روغتیا د نسايي او ولادي څانگې مشر هم ملا گلرنگ او يا ملا بيدار اخوند و!

او س هم د طالبانو په ديپلوماتيکو کړيو کې له يو څو موزونو اشخاصو پرته همدا حال دى. همدا اوس يوې سرچينې تاند ته ويلي چې طالبانو د قطر له دفتر نه د ياد دفتر د خريداري مآمور او د گونتانامو نه د راخلاص شوي يوه طالب مشر د موټر چلوونکى حاجي عابد د دفتر په استازيتوب د ايران په سفر دى.

نوموړى له ايراني مامورانو سره د ترجمان په توسط خبري کوي او هغه پښتون چې د ده خبرې ژباړې هغه هم د ده په ژبه سم نه پوهيږي، ځکه چې عابد د ژبې د لکنت په وجه پخپله مورنۍ ژبه هم سمې خبرې نشواى کولى.

2,879 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

4 comments

  1. bashir sultan Reply

    د طالبانو پټه لوبه د بل چا په لاس کې ده او هغوی نه غواړي چې په طالبانوکې پوه او متخصص کسان پیدا شي. له معارف سره د طالبانو مخالفت، هم د دې لړۍ یوه کړۍ ده. که عابد ډریور و نو ملا عمر څه و؟ د ملا سلام ضعیف کتاب وګورئ، هره کرښه کې یې درې غلطۍ دي.

  2. ع عبدالله Reply

    ځکه چې عابد د ژبې د لکنت په وجه پخپله مورنۍ ژبه هم سمې خبرې نشواى کولى.

    تاندوالو ورونو سلامونه او احترامات

    زه د لکنت په معنی پوه نه شوم او بل داچه دغه لغت په کومی ژبی پوری اړه لری؟

    په درناوی

  3. ازاد خیال Reply

    نو چی طالبانو کې هوښیار او مسلکې خلک موجود وای جنګ به يی ولې کاوه. هغوی د کلي ساده او بیسواده ملایان دي چې نه په اقتصاد پوهیږي، نه په سیاست او نه په بل څه

  4. Akiln Jan Reply

    هغوی به په وزارت کی په بړستن نه کیښناستل
    بړستن کور کی او یا د ویده کیدو ځای کی د توشک ضمیمه وی او باید واغوستل شی خو دی جاهل قشر به په وزارتونو کی هم اوری کړی وی دوی د پاکستان په امر افغانستان د مغارو دور ته ودی وه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸