Categories

اعلان

Loading…

صنوبر حسین مومند، د خپلواکۍ د لارې اتل | ولي محمد عليزی

صنوبر حسین مومند د براعظمګي د خپلواکۍ د بهیر د لومړي کتار  مشرانو څخه هغه مشر دی چا چې نه يوازې د سیاسي، ادبي او صحافتي لارې د پښتانه قام او وطن د خپلواکۍ مبارزه کوله بلکې د تورې د لارې یې هم د پرنګيانو د وطن څخه د شړلو مبارزه کړې ده. بد بدبختانه پښتون قام د خپلواکۍ د لارې د دغه اتل د سیاسي، ادبي، صحافتي او وسلواله مبارزې څخه ناخبره دی.

کاکاجي صنوبر حسین د پښتون افغان وطن په تاريخي ښار پېښور کې په یو داسې وخت کې وزيږدی چې یوې خوا ته انګليسي ښکیلاک د هند د مستعمره کیدو سره یې پښتونخوا وطن د افغانستان څخه بېل کړی او په هند یې ورګډ کړی وو او بلې خوا ته د پښتونخوا وطن پلورنکي خانانو د پرنګيانو په مرسته د خوارو او رټلو پښتنو استحصال روان کړی وو. پښتنو خپلواکي غوښتونکو مشران خو د بهرني استعمار په ضد مبارزه کوله خو د دننه استثمار په ضد یې مبارزه نه کوله، کوم چې د پیرنګیانو د واک د مستحکمه کیدو سبب ګرزيدلی وو. کاکاجي د دغو خانانو او جاګیردارانو د استحصال انځورګري په ډېر هنر سره په خپل شعر کې داسې کړیده

خدايه دا بازار تالا کړي په مغلو
د مفلس حسن په يو موټي چڼو ځي

کاکاجي صنوبر حسین د انګليسي استعمار د تشدد په ځواب کې د کانګريس او خدایي خدمتګار تحریک د عدم تشدد د پالیسي کلک مخالفت کوی. نوموړي د عدم تشدد د پالیسي د لامله د يادشوي ګوندونو څخه د خپل سیاسي یون د پېل کولو پر ځائ  یې په کال ۱۹۲۴ کې خپل تنظیم د “انجمن زمینداران” په نامه جوړ کړی. کاکاجي دا محسوسه کړه چې ځوانان د خپلواکۍ په مبارزه کې اړین رول لوبولی سي. د ځوانانو د منظم کولو دپاره نوموړي د “نوجوانانِ سرحد” په نامه یې بېل تنظیم جوړ کړی چې وروسته یې د نیتاجي سبهاش چندر بوس په تنظیم “نوجوان بهارت سبها” یې ګډ کړی.

کاکاجي عدم تشدد د پرنګيانو د واک د نور مضبوطه کولو یو سازش ګڼی. نوموړي د انګریز استعمار څخه د خپلواکۍ او د دننه استثمار څخه د خلاسون لاره د سیاسي مبارزې سره سره وسلواله مبارزه هم اړینه ګڼل. کاکا صنوبر حسین مومند تر اتلس کاله پورې په قبايلي سیمو کې د پرنګي استعمار د تسلط په ضد وسلواله مبارزه وکړه او په هره مخامخ نښته کې یې انګریزانو ته تاریخي ماته ورکړه.

د هند د ویش وروسته کاکا صنوبر حسین بیا پېښور ته ستون سو. کاکاجي د ستونېدو څخه مخکې د وسلوالې مبارزه په اوږدو کې د خوراک د کمې او په غرنۍ منطقه کې د آکسيجن د کمې په سبب د سالنډی په ناروغي اخته شوی وو. د ستونېدو وروسته یې د ناروغۍ له کبله يې نشوه کولای چې د خپلواکۍ دپاره په عملي توګه خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، خو د ژوند تر وروستي ساعت پورې یې قلمي او نظریاتي مبارزه یې دوامداره وساتل. د مبارزې په پايله کې  په کال ۱۹۵۶ کې د پاکستان حکومت کاکا صنوبر د ډېره اسماعیل خان په زندان کې زنداني کړ او بیا یې د لاهور شاهي کلا کې بندیوان کړ. کله چې د بند په اوږدو کې د کاکاجي د سالنډۍ ناروغي نوره زیاته سوه نو یې کاکاجي د بند څخه یې ایله کړی. د خلاسون لږ موده پس کاکاجي په ۳م جنوري ۱۹۶۳ عیسوي کال کې ومړ او په خپل پلارني کلي کږه واله کې و خاورو ته و سپارل سو.

کاکاجي صنوبر حسین مومند یو بین المللي شخصیت وو. هغه یوې خوا ته د هند او پښتونخوا د ټولو خپلواکۍ خوښونکي مشرانو بهګت سنګھ، سبهاش چندر بوس، رام تلواړ، مفتي عبدالرحیم پوپلزی، حاجي صاحب د ترنګزو او نورو خپلواکۍ خوښونکي مشرانو سره اړيکې درلودې او بلې خواته یې د جرمني د ایډولف هیټلر څخه نیولې تر شوروي اتحاد د مشر جوزیف سټالن او بیا تر کابل د استقلال ګټونکي غازي امان الله خان سره اړيکې  درلودې.

کاکاجي چې په بنیادي توګه یو سياستمدار وو خو د پښتو په ادبي پانګه کې د هغه یوه ستره برخه ده. هغه د پښتونخوا اولنۍ ټولنه د “پښتو ادبي جرګې ” په نامه د امیر حمزه شينواری او د دوست محمد خان کامل په مرسته جوړه کړه. د کابل د علمو اکيډمۍ او د پېښور پښتو اکيډمۍ د دې ټولنې وروسته جوړ سوي دي. د ټولنې پښتو ادب ته د افضل خان بنګش، اجمل خټک، مهدي شاه مهدي او د قلندر مومند رنګه ادیبان، شاعران او دانشوران ورکړي دي.

کاکا صنوبر حسین د خپلې انقلابي شاعري د لارې د قام د ویښولو هڅې کړي دي او په شاعري کې یې د وطن او قام سره سره د مظلومي طبقې ترجماني کړي ده. یو ځائ کاکا د شعر په ژبه قام خپلواکۍ ته داسې هڅه وي.

وطن برباد کړو سپینو پګړو، که سپينو خلګو، که دواړو؟

دې کور ته اور ورته کړو خپلو، که پردو، که دواړو؟

ته خو زمری وې، ورته ولې غروریدلی نه شي؟

وطن تباه شو، ته د غاره راوتلی نه شي؟

څه درنه يوړو همت چې پاڅیدلی نه شي؟

کاکا صنوبر ۱۳ کتابونه لیکلي، تالیف کړي  او ژباړلي دي

۱: د عمر خیام د څلوريځو ژباړه

۲: مقالات صنوبر

۳: سوانح عمري حضرت ابو زر غفاري رح

۴: حضرت عمر فاروق، سوانح او کارنامې

۵: د ابن بطوطه د سفرنامې ژباړه

۶: د ګور غریبان

۷: فتنه الکبری ژباړه

۸: مضمون و انشانیه

۹: پښتو صرف ونجول

۱۰: تاریخ اسلام

۱۱: د شاه ولي الله د عمرانیات او معاشیات ژباړه

۱۲: پشتو ادبیات کي تاریخ

۱۳: شعري ټولګه

د کاکا صنوبر حسین دغه کتابونو اکثره ناچاپه دي او یوازې یو څو کتابونه د عمر خیام د څلوريځو ژباړه، د شاه ولي الله د عمرانیات او معاشیات ژباړه، د ابن بطوطه د سفرنامې ژباړه او د طه یسین د فتنه الکبری ژباړه چاپ سوي دي.

کاکاجي صنوبر حسین مومند د سیاسي او علمي مبارزې پر څنګ د ژورناليزم په ډګر کې هم نه ستړې کیدونکې مبارزه کړې ده. د سیاسي ژوند په لومړۍ ورځو کې یې د سیلاب په نامه مجله پېل کړه. څه موده وروسته انګریز سرکار بندیز پر ولګاوه، د وسلوالې مبارزه په وخت کې یې د “شغله” په نامه مجله پیل کړه چې په لاس به لیکل کیده او بیا به چاپیده. د دې وروسته یې د “سرفروش” په نامه مجله پیل کړه چې د هند تر وېش پورې خپرېده. د هند د وېش وروسته یې په پېښور کې د خپل شهید ملګري صاحبزاده اسلم په نامه “اسلم ” مجله پيل کړه چې څه موده خپرې ده خو وروسته پاکستان حکومت بندیز پر ولګاوه.

کاکاجي صنوبر حسین مومند چې د ژوند تر وروستۍ ساه پورې یې د قام د سیالۍ او د وطن د خپلواکۍ دپاره یې نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه او خپل واده یې هم د خپلې مبارزه په خاطر و نه کړ، خو بیا هم د قام ځوان کهول د نوموړي  د نظریې او مبارزې څخه ناآشنا دی او د ده کتابونه، خطونه او ليکونه ناچاپه دي. پکار ده چې د دغه ملي اتل پر سیاسي، علمي او ژورنالیستي مبارزې باندې اکاډميسين څېړنې وکړي او په کابل، کندهار، کوټه او پېښور کې ورباندې څېړنیز سيمنارونو جوړ سي، چې لروبر افغان او نړۍ د کاکاجي صنوبر حسین په نه ستړې کېدونکې مبارزه باندې خبره سي.

1,007 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *