Categories

اعلان

Loading…

د تیزس خاکه جوړونه |  سید اصغر هاشمي

(څلورمه برخه)  

د تیزس لیکلو مخکې د منظمې او ترتیب شوې خاکې جوړول د علمي کار اسانتیا او د ښه پرمخ وړلو لپاره مهمه ده. خاکه د څېړونکي د څېړنې لپاره اړینه ده او څېړونکی کولى شي، چې د خاکې په مرسته په مستقيم ډول د خپل کار پلان رهبري کړي، دا يو اساسي او بنيادي پړاو دی، دې مرحلې ته د بحث او پلټنې ساختماني جوړښت هم ويل کېږي.

د خاکې په جوړولو کې څېړونکى د ډېر قوت، مهارت، فکر، سوچ او دقت سره د کاغذ پر مخ جوړوي، په خاص ډول په اړوند موضوع او په عام ډول د نورو څېړونکيو خاکې بايد مطالعه او د نظره تېرې شي، ځکه چې د نورو څېړونکیو د خاکو په مطالعې د څېړونکي خاکه نوې او د نورو څېړونکیو له خاکو جوړولو، طرز او طريقې نه یې مثبته استفاده کړې وي.

(تحقیق کا فن)کې راغلې دي: (د کور جوړولو مخکې د نقشې جوړول مهم اصل دی، کله چې د اینجینر له خوا نقشه جوړه او پرنټ شي، د څېړنې خاکه همدا مانا لري.)، یعنې د موضوع د لیکلو مخکې د کاغذ پر مخ خاکه په مستقیمه لاره برابروي او له بې لارۍ یې ساتي.يوه ډېره ښه خاکه هغه ده، چې د ژورې مطالعې او له فکر کولو وروسته رامنځته شي. په خاکه کې د سرلیکونو ځای د ضرورت پر اساس بدلولی شو او یا ورته تغیر ورکولای شو، د خاکې ګټه دا ده، که چېرې محقق ته کوم نوی عنوان ذهن ته راشي، نو کولای شي چې پکې ځای پر ځای یې کړي. ډېرو علمي رتبو او تحصیلي اسنادو د لاس ته راوړلو لپاره اثار لیکل کېږي، چې خاکې ورته مخکې له مخکې جوړېږي او مربوطه ادارو ته ورکول کېږي، چې د دې کار یوه نیمګړتیا دا ده، چې خاکې په ډېرې عجلې جوړې شوې وي او څېړونکی د خاکې په اړه ډېره مطالعه کړې نه وي. د خاکې جوړولو لپاره له ټولو مهمه مسله د موضوع اړوند زیاته مطالعه ده.

په خاکه کې د څپرکیو وېشنه

ډېرې علمي او څېړنیزې لیکنې د دې لپاره په برخو او څپرکیو ویشل کېږي، چې د کار ساحه او برخې یې څرګندې شي.که چېرې څېړونکي ته کوم نوی سرلیک مخې ته راشي، نو کولای شي، چې په خپل ځای کې یې ذکر کړي او همدارنګه کولای شي، چې که کوم سرلیک یې خوښ نه وي ختم یې کړي. د موضوع غوراوی او همدغې موضوع ته خاکه جوړول او په برخو ویشل یې د نیم کار پوره کول دي. د تیزس د خاکې څپرکي بايد معلوم وي، چې لومړی، دویم او په همدې ترتيب د څپرکيو راوړل په خپل ځاى د څېړنې خاصه تجربه غواړي. د څېړنې د اصلي موضوع، د څپرکیو سره معنوي رابطه او د سرلیک د اصلي متن سره رابطه ضروري ده، چې د موضوع د عنوان په لوستلو د څېړنې اصلي روح سره لوستونکى اشنا شي، دغه شان د څپرکيو تر مینځ معنوي رابطه هم مهمه ده، د هر څپرکي لوی سرليک د عنوانونو سره د مانا له مخې رابطه ولري. د خاکې ترتيب او جوړول، د څپرکيو په خپل ځاى راوړل او د عنوانونو ترتيب او تنظيم په څېړنه کې مهم دى.

د څېړنیزې موضوع څپرکي، لوى او واړه سرليکونه، ترتيب او تنظيم او اشارې له دې امله اړين دي، چې څېړونکى د هغې له مخې د منابعو په لټه کې کېږي، عبارتونه لټوي او اقتباسونه نقلوي، له دغسې ترتيب او تنظيم پرته د اړوندو عباراتو تلاش زښت زيات ستونزمن دى. په خاکه کې د ځاى د موقيعت له مخې هر فصل(څپرکى)پر خپل ځاى راغلی وي او په هر څپرکي کې هر لوى او وړوکى سرليک پر خپلو ځايونو کې راغلې وي.

د څپرکیو اوډون

څېړونکی باید په دې پوه شي، چې لومړی څپرکی کوم او همدارنګه په ترتیب سره تر پایه پورې څپرکي یو د بل پسې څنګه راوړي.دا علمي صلاحیت ولري، چې په هر څپرکي کې کوم سرلیکونه راوړي. هر څپرکی له بل څپرکي سره معنوي رابطه ولري او په څپرکیو کې تر پایه دغه رابطه موجوده وي.

د لویو سرلیکونو اړیکه

که خاکه څپرکي ولري او هر څپرکی بېلابېل لوی مانا لرونکي سرلیکونه ولري، نو باید د څپرکیو پر معنوي اړیکو سربیره هرلوی سرلیک د بل لوی سرلیک سره محتوايي اړیکه ولري. په تیزس لیکنه کې د لوی عنوان، څپرکیو، د څپرکیو د لویو سرلیکونو، د کوچنیو سرلیکونو او همدارنګه له پیله تر پایه د زنځیر په شکل علمي اړیکه ضروري ده.

د کوچنیو سرلیکونو اړیکه

د تیزس په خاکه کې د څپرکیو سربیره د لویو سرلیکونو تر مینځ محتواییزه رابطه هم اړینه ده او همدارنګه د کوچنیو سرلیکونو اړیکه له لویو سرلیکونو سره او همدارنګه له کوچنیو سرلیکونو سره.

د لوی عنوان له موضوع سره اړیکه

د غوره شوي تیزس عنوان بايد د ټولې څېړنې نماينده ګي وکړي او د منځپانګې له مخې له ټول متن سره معنوي تړاو ولري. د سرليک الفاظ بايد کم وي او که د عنوان د الفاظو په کمولو د عنوان مانا ته زيان پيداکېږي، نو ښه دا ده، چې الفاظ کم نه شي، د عنوان له الفاظو څخه د موضوع محتوا څرګندیداى شي. د څېړنيزو موضوعګانو سرليکونه د تخليقي موضوعګانو له سرليکونو سره توپير لري.ځینې داسې شعري ټولګې او يا منثورې مجموعې شته، چې د سرليک په لوستلو يې نه شو څرګندولى، چې شعري ټولګه ده او که نثري. په نثري ټولګو کې داسې نمونې هم شته، چې له سرليکونو يې دا نه شو ثابتولى، چې ناول، رومان او که لنډه کيسه ده، خو د پنځونو برعکس د څېړنې سرليکونه ښکاره، واضح، څرګند او د اصلي متن سره يې معنوي اړیکه ضروري ده. د څومره والي په لحاظ د څېړنې کالبونو ته بايد بېلابېل سرليکونه ورکړل شي.

د څېړنیزې مقالې لپاره محدود سرليک غوره کول په کار دی، خو د تیزس لپاره لوى او پراخ سرليک غوره کول مهمه خبره ده. د ښه څېړونکي د څېړنې سرليک باید د اصلي متن نماينده ګي وکړي او د سرليک په لوستلو کې د اثر تصوير مخې ته راشي.

په پای کې د دې خبرې یادونه اړینه بولم، چې د موضوع خاکه باید د لوی سرلیک سره، له څپرکیو سره، له لویو سرلیکونو سره، له کوچنیو سرلیکونو سره، هر څپرکی د بل څپرکي سره، لوی سرلیک له ټولو لویو سرلیکونو سره، هر لوی سرلیک له ټولو کوچنیو سرلیکونو سره، کوچني سرلیکونه یو د بل سره د زنځیر په شکل معنوي رابطه ولري. د څېړنې فزیکي او معنوي جوړښت پلي کول په څېړنه کې خپل ارزښت لري، ځينې لیکوال په شکلي خوا او ځینې بیا په محتوا تاکیدکوي.خاکه د څېړنې په پيل کې د دې لپاره جوړيږي، چې په څېړنه کې د څېړونکي سره په عملي کار کې مرسته کوي او څېړونکي ته د څراغ حیثیت لري. د څېړنې په کارونو کې خاکه ډېر ارزښت لري، د څېړنې څپرکي، لویي او وړې برخې او همدارنګه اصلي او فرعي سرلیکونه پکې موجود وي. په څېړنه کې مخکې له مخکې مواد او مراجع پیدا کول، د هغو لیکلړنو کتل او د نویو عنوانونو د پیدا کولو په اړه کوښښ کول د دې لامل کېږي، چې څېړونکی د څېړنې لپاره نوې او په زړه پورې خاکه جوړه کړي.

د ښې خاکې لپاره نوي سرلیکونه مهم دي او نوې فرضيي پکې اثبات ته رسېدلې وي، څېړونکی مجبور دی، چې د ځانګړې موضوع په اړه اثار مطالعه او موادو ته په انتقادي نظر او د شک په نظر وګوري، چې د نويو سرلیکونو د پيدا کېدو په کار کې کامیاب شي. د ښې خاکې په جوړولو کې د غوره شوې موضوع په اړه لیکل شویو اثارو خاکو مطالعه ضروري ده او همدارنګه ښه تیزس خاکې جوړولو لپاره لاندې لارښوونو ته اړتیا ده:

– د تیزس په خاکه کې د څپرکیو، لویو او وړو سرلیکونو تر منځ منطقي تسلسل مهمه ده، د هر څپرکي لویو او وړو سرلیکونو لپاره په زړه پورې او جذاب عنوانونه غوره شي. ښه به دا وي، چې هر څپرکی او یا د موضوع هره لویه برخه په ځانګړي مخ کې پیل شي.

ـ په خاکه کې د اصلي موضوع لوی سرلیک د څپرکیو له سرلیکونو سره معنوي اړیکه ولري، د ټولو لویو او وړو سرلیکونو سره معنوي تړاو یې اړین دی.

ـ د هر څپرکي منځپانګه د بل څپرکي له منځپانګې سره، د هرڅپرکي لوی عنوان د خپلو لویو او وړو سرلیکونو سره، ټول څپرکي له ټولو سرلیکونو سره او ټول سرلیکونه له ټولو څپرکیو سره د زنځیر په شکل رابطه ولري.

ـ د هر څپرکي لوی عنوان د محتوا سره او هر لوی او وړوکی سرلیک د موضوع د منځپانګې سره متناسبه او علمي اړیکه ولري. (د تحقیق اصول، ۵۶ـ ۵۹)

ـ د لړلیک په لوستلو سره لوستونکی د اصلي موضوع محتوا انځوروي او په دې پوه شي، چې موضوع د څه شي په اړه لیکل شوې ده.

د تیزس معیاري جوړښت

په ټولیز ډول ټول څېړنیز جوړښتونه او همدارنګه تیزس لیکنه ساختماني او معنوي جوړښت لري، دواړه جوړښتونه(جولیز او منځپانګیز)په تیزس لیکنه کې مهم دي. په سیستماتیک ډول له پیله تر پایه هر لوی سرلیک په خپل ځای راوړول د فزیکي جوړښت له مخې د ښه تیزس نماینده ګي کوي.

د یو ښه تیزس لپاره په زیات و کم توپير لاندې موضوعګانو راوړل اړین دي،لکه:

ـ یو ښه مناسب، واضح او څرګند لوی سرلیک.

ـ مناسب کره پیلېزه.

ـ واضح لنډیز.

ـ د موضوع اړوند کلیدي کلمو راوړل.

ـ د څېړنې د اصولو په نظر کې نیولو سره معیاري فهرست.

ـ پیلېزه.

ـ د څېړنې اړوند اصلي او فرعي پوښتنې.

ـ د څېړنې په تړاو عامې او خاصې ستونزې.

ـ معیاري سریزه او توکي.

ـ معیاري محتواییزه(اصلي موضوع او متن).

ـ مناسبه پایله.

ـ کره وروستۍ نتیجه اخېستنه.

ـ علمي مناقشه.

ـ وړانديزونه.

ـ ماخذونه

ـ او نور…

د ښه تیزس معیاري ساختماني جوړښت د پورته ځينو سرلیکنو په ښکته پورته کولو او د ځینو سرلیکنو په زیاتولو او کمولو د کره څېړنې(تیزس) لپاره اړین دي.

د تیزس غیر معیاري جوړښت

د ښه تیزس لپاره محتواييز او بڼه ییز جوړښت مهم دی، د ساختماني جوړښت له مخې د معیاري تیزس ښودنه وشوه، که چیرې یادو سرلیکنو د ځینو مهمو یادونه شوې نه وي، نو د داسې تیزس ساختمان به نیمګړی وي. د مثال په ډول که یو تیزس(پایله) ونه لري او یا(سریزه) ونه لري، نو د داسې تیزس جوړښت نیمګړی دی.   

513 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2