Categories

اعلان

Loading…

خواږه نثرونه، ترخې خبرې | ډاکتر محب زغم

۲۰۱۱ جون

كله كله سړى په انټرنټ كې داسې مقالې هم لولي، چې نثر يې خوږ؛ خو خبرې يې ترخې وي. قلم يې د پاخه ليكوال؛ خو مضمون يې د خام سړي وي. داسې مقالې چې ليكوال يې په  بل پسې بد رد وايي، نور په كې ښكنځي او د ځينو ادبي ټولنو په بيابۍ پسې وي. د داسې مقالو له لاسه د چا د شخصي ژوندانه حريم هم نه وي خوندي. ډېرى وخت ليكوال په مستعارو نومونو ليكنې كوي؛ چې دا په خپله د هغوى شوم نيت جوتوي. كه سړى په كوم زورور پسې څه وايي، د ځواكمنو چارواكو خيانتونه په ډاګه كوي او له دې وېرېږي، چې ژوند ته به  يې خطر پېښ شي؛ نو حق لري چې په مستعار نامه ليكنه وكړي، هغه هم په دې شرط چې مستند واقعيتونه وليكي، نه درواغ. خو كه څوك د يوه شاعر يا ليكوال پر ضد خبرې كوي، هغه به له څه شي ډارېږي، چې مستعار نوم غوره كوي. شاعر نه توپ لري، نه توپك؛ نو ولې بايد ځنې وډارېږو. ښكاره خبره ده چې د خپلو خبرو سپيناوى به راته ګرانه وي؛ ځكه خو ځان نه ښييو.

د ازادۍ راديويي مجلې په يوه خپرونه كې مې دغه حكايت واورېد: ((وايي يو سړى يوه حكيم ته ورغى، ويې ويل: يوه خبره لرم؛ خو نه پوهېږم چې ويې كړم كه نه؟

حكيم وويل: خبره ريښتيا ده كه نه؟

سړي وويل: نه پوهېږم.

حكيم بيا وپوښتل: د خير خبره ده كه د شر؟

سړي ځواب وركړ: د خير خبره خو نه ده.

حكيم پوښتنه وكړه: ګټه لري كه نه؟

سړي وويل: نه، ګټه خو نه لري.

حكيم وويل: نو داسې خبره ولې وكړو، چې په ريښتينولي يې باور نه لرو، د خير خبره نه ده او ګټه هم نه لري.))

د څه ليكلو پر وخت ليكوال ته بويه چې دغو پوښتنو ته ځواب ووايي: د چا لپاره ليكنه كوم؟ ولې يې كوم؟ ايا د دې ليكنې له لوستلو به لوستونكي ته ګټه ورسېږي كه نه؟

پر دې مهال چې زموږ ټولنه له ګڼو ستونزو سره مخ ده، هره ورځ لسګونه تنه هېوادوال مو وژل كېږي، خويندې ميندې مو د زېږون پر مهال مري، ډېرى ماشومان مو د پنځه كلنۍ عمر ته تر رسېدو د مخه خپل ژوند له لاسه وركوي، يو نيم ميليون په ترياكو او هيرويينو معتاد ژڼي لرو، اداري فساد مو د بهرنيو فرياد پورته كړى، ښارونه مو له چټليو ډك دي… ايا دا به بې انصافي نه وي، چې خپله انرژي په داسې مقالو ولګوو چې هېچا ته يې خير نه رسېږي؟

كه زموږ ليكوال وايي چې موږ اديبان يو، موږ دغه نورې ستونزې نه شو هوارولاى؛ نو بايد پر ادبياتو د كار خبرې وكړي. استاد اسدالله غضنفر د سيمينارونو په اړه داسې نظر لري، چې بايد پر موضوعاتو سيمينار جوړ كړو، نه پر اشخاصو.  د مقالو په برخه كې هم موږ كولاى شو، د اديبانو پر اثارو او ليكنو نقد وكړو، نه د هغوى پر شخصيت او شخصي چارو. نن سبا هر كال د بېلابېلو ژانرونو ګڼ كتابونه چاپېږي، موږ بايد دا وځيرو چې دغه اثار څومره ښېګڼې، كوم نوښت او څه نيمګړتياوې لري؟  په دې توګه به مو هم د اثر څښتن ته او هم نورو ليكوالو ته ګټه رسولاى وي.

خوا مه بدوئ، كلانكاري (سترچاري) زما عادت دى.

محب الله زغم

۲۲.۱.۱۳۸۹

1,469 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸