Categories

اعلان

Loading…

موقت حکومت د چا غوښتنه؟| صابر عزیز

د ولسمشرۍ ټاکنو له رانږدې کیدو او ټاکنو ته د حکومت او ټاکنیزو کمیسیونونو د جدې ارادې سره مهاله د ځينو لورو لخوا د موقت حکومت د غوښتنې غږونه راپورته کیږي.

ځيني لوري له فرصته په ګټنې د سولې په تړاو روانې هڅې هم له موقت حکومت سره غوټه کوي چې ګواکي د مخالفو وسله والو او پاتې نورو سیاسي اړخونو ترمینځ د یوه پراخ بنسټه حکومت د رامینځته کیدو لپاره باید موقته اداره رامینځته شي ، ترڅو بیا هغه اداره سراسري او ټولو ته د منلو وړ ټاکنو ته لاره هواره کړي.

له هر څه د مخه لوموړی باید دا واضح شي چې حکومت موقت حکومت څه ، او څوک د دا ډول حکومت د رامینځته کیدو غوښتنه کوي.

موقت حکومت هغه وخت رامینځته کیږي چې په یوه هیواد کې ټول بنسټونه نړیدلي وي او ښکیل اړخونه د باور فضا د رامینځته کولو لپاره د ټولو په غوښتنه او ګډون یوه لنډمهاله اداره رامینځته کوي ترڅو ډیموکراتیکو پروسو ته لاره هواره کړي او وروسته ټاکنو ته لاړ شي چې پکې د رایې کارونې او نوماندۍ حق ولري او د خلکو په اراده یو منل شوی نظام رامینځته شي او هغه اړخونه چې په ټاکنو کې ماته خورې پرته له جنجاله یې پایلي ومني او له نظام سره د سیاسي مخالف یا همکار په توګه پاتې شي چې دا حالت د افغانستان د اوسني وضعیت سره په ټولو مانا په ټکر کې دی.

اوس په افغانستان کې د موقت حکومت غوښتنه یعنې بیرته  ۲۰۰۲ کال ته ستیندل ، بیا هغه وخت ته ورګرځيدل چې باید شته بنسټونه په هیڅ حساب شي او د مشخصو لورو په غوښتنه نوي بنسټونه رامینځته شي ترڅو دویته دا فرصت په لاس ورکړي چې بیرته واک ته راګرځي. موقت حکومت د ټولو هغو مبارزو پرخلاف او لاسته راوړنو د شاته غورځولو په مانا دی چې افغانانو په تیرو اولسو کلونو کې ترسره کړې او د افغانستان نظام یې یوه ولسواک مسیر ته برابر کړی دی.

دا وخت چې د افغانستان نظام په پښو ولاړ دی ، ټاکنیز بنسټونه ، عدلي او قضایې ادارې ، مدني ټولنې ، مقننه قوه ،  نړیوال ملاتړي او اجراییه قوه په خپل ځای دی نو د موقت حکومت د غوښتلو منطق ترکومه د منلو دی.

بل دا چې څوک د داسې یوې ادارې د جوړښت غوښته کوي.

انګیرنې دادي چې یو شمیر مشخص لوري او شخصیتونه چې خپله راتلونکې د اوسني نظام په دوام کې تیاره ویني د موقت حکومت غوښتنه کوي ، په عامه اصطلاح اوبه خړوي ترڅو پکې کبان ونیسي.

داسې نظرونه هم موجود دي چې یو شمیر کسان په راتلونکو ټاکنو کې سر اوسه خپله ماتې حتمي ګڼې نو ځکه موقته ادارې ته لومړیتوب ورکوي.

دارنګه دا هم ویل کیږي چې که د ولسمشرغني په مشرۍ راتلونکې حکومت د پنځو نورو کلونو لپاره دوام کوي ښایې ورسره حساب او کتاب وشي او ولسمشر خپل نیمګړی کارونه بشپړ کړي.

له لوري چې اوس مهال د پارلماني ټاکنو پایلې د ډیرو د تمې خلاف راوتلې او افغانانو په خپلو رایو ډير نوي او وړ کسان د سیاست ډګر ته رامخکې کړې ، یو شمیر پخواني سیاستوال خپل زوال د راتلونکو ولسمشریزو  ټاکنو په آینه کې ویني نو ځکه خو د موقت حکومت غوښتنه کوي.

په هر صورت دا ټول هغه هغه نظرونه دي چې په سیاسي مجالسو کې لاس په لاس کیږي خو اصلي خبره داده چې موقت حکومت د افغانستان په خیر ندی او هغه لوري چې د افغانستان او افغانانو خیر د اوسنۍ ولسواکې پروسې او  نظام په دوام کې ویني جداُ له دا ډول طرحو سره مخالفت ښيې او ټینګار یې پر دې چې قانون ته باید لومړیتوب ورکړل شي او د نظام د دوام لپاره باید ټاکنو ته مخه شي ترڅو په افغانستان کې دا ځوانه ډيموکراسي پخوالي ته ورسي او افغانان بیرته هغه وخت ته ستانه نشي چې هر څه د کتاب له لومړي فصل شروع کړي.

1,330 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2