Categories

اعلان

Loading…

اماراتي رسنۍ: د ابوظبي خبرې درې ورځینۍ دي

تاند- د متحده عربي اماراتو رسنۍ وايي چې په ابوظبی کې به د امریکا، امارات، سعودي عربستان او پاکستان خبرې درې ورځې دوام وکړي.

مخکې ویل شوي و چې دا خبرې یو ورځینۍ دي.

د متحده عربي اماراتو (دي نشنل) ورځپاڼې ویلي چې دې خبرو ته د طالبانو د موسس زوی ملا یعقوب هم دوه استازي لېږي چې یو د نوموړي اخښی ملا صدیق الله دی او بل ملا امیرخان متقي.

تر دې وړاندې د طالبانو سرچینو تاند ته ویلي و چې د طالبانو مشر ملا هبة الله له کوټې څخه د طالبانو د شورا څلور مهم غړي ابوطهبي ته لېږلي دي.

سرچینې د قطر د نن ورخې په غونډه کې د طالبانو د دغو کسانو ګډون تایید کړ: د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزی، د طالبانو د رهبري شورا غړی او د دفتر ريیس امیرخان متقي، د رهبري شورا غړی او د سیاسي دفتر مشر محمد زاهد احمدزی، د روغتیا د کمیسیون مرستیال ډاکتر فقیر، د پاکستان لپاره استازی (رابط) ملا عباس، د نظامي کمیسیون غړی مولوي محب الله حماس، د حقاني شبکې غړی قاري یحیي

دي نشنل ورځپاڼه وايي، د افغانستان حکومت په دې خبرو کې په مستقیم ډول برخه نه لري؛ خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې د حکومت یوه پلاوي د یکشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې د امریکا او سعودي عربستان له استازو سره وکتل.

د باختر دولتي خبري اژانس ريیس خلیل معنوي هم پر ټویټر لیکلي چې د افغانستان، امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو استازو د یکشنبې په ورځ د پاکستان په منځګړتوب له طالبانو سره د درو هیوادونو (امریکا، سعودي او امارات) تر خبرو مخکې په خپل منځ کې خبرې وکړې.

په دې اړه نور تفصیل

2,422 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

7 comments

  1. شاهین افغان Reply

    ویل کيږي چې د انسانانو له ورتګ نه مخکې دلته « ظباء » یا هوسۍ اوسېدلې . کله چې د بني یاس قبیله په 1761 زېږدیز کال کې هلته ځاي پرځای شوه د دې سیمې نوم یې ظباء یا ابوظبی کیښود.
    هیله ده د ابوظهبي پرځای ابوظبی ولیکي.

    1. تاند Reply

      ډېره مننه
      ستاسو خبره سمه ده
      تاند

  2. احمد Reply

    یعنې طالب له پاکستاني سره کېني، له امریکایي سره کېني له هر چا سره کېني خو له افغان سره نه کېني! معنی دا چې د دې خلکو مغزونه آی ایس آی داسې د سپي په میتیازو وینځلي چې له هر چا سره جوړه کولی شي خو له افغانانو سره نه. لعنت شه او په دغه فکر شه.

  3. razmohammed mohmend Reply

    dear afghans we have to know/these countries was supporter of the
    past 40 years afghan war/we have to know/do not kill each other.
    please for god recognize yours&ours enemy.and become UNITED.
    YOU SEE UNDER MASK OF ISLAM THOUSANDS OF OUR BROTHERS,SISTERS&PARENTS LOST THEIR SWEET LIFE.
    we have to be smart against pakistan.pakistan is our enemy.
    always be united great afghanistan.
    thanks from taand

  4. ببرک Reply

    په دغه عکس کی ماته طالب ښکاری خو هغه .یره یې نه شته چې له خلکو به یې غو ښتله! ولی؟

  5. zahra zafar Reply

    تر دې وړاندې د طالبانو سرچینو تاند ته ویلي و چې د طالبانو مشر ملا هبة الله له کوټې څخه د طالبانو د شورا څلور مهم غړي ابوطهبي ته لېږلي دي.

  6. Ahmed saeed Reply

    بی اساسه خبرې او تهمتونه سولې ته زېان رسوی
    حقائق باېد قبول کړو ده افغانستان حکومت بی واکه او بی باکه هم ده
    الله دی ګران هېواد ته سوله راولی له حق سره
    امېن

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸