Categories

اعلان

Loading…

د ابتدايي پایلو پر اساس ولسي جرګې ته د کندهار، هرات، کندوز او هلمند بریالي کاندیدان

تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ۴ سترو ولایتونو کندهار، هلمند، هرات او کندوز د ولسي جرګې ابتدايي پایلې اعلان کړې.

دې کمیسیون تر دې وړاندې د ۲۰ نورو ولایتونو ابتدايي پایلې اعلان کړې وې.

کندهار:

دا ولایت په ولسي جرګه کې ۱۱ چوکۍ لري او دا کاندیدان د ابتدايي پایلو پر اساس بریالي شوي دي:

حاجي سید احمد خادم (۸۱۸۶ رایې)، سید مقتدا میران (۷۴۱۹ رایې)، محمود خان نصرت (۷۰۴۱ رایې)، روح الله خان زاده (۶۴۷۱ رایې)، ګل احمد کمین (۵۰۸۳ رایې)، محمد شېرزاد، سیداحمد سیلاب 4143 رایې، عارف نورزي 3976 رایې، فریبا احمدي کاکړ 4965 رایې، «ملالۍ اسحاقزۍ 2900 رایې او آرزو صافۍ 1848 رایې

هرات:

هرات له کابله وروسته په ولسي جرګه کې تر ټولو زیاتې چوکۍ لري. د دې ولایت د ۱۷ چوکیو ګټونکي دا دي:

حبیب الرحمن پدرام (۱۶۷۹۶ رایې)، محمد رضا خوشک وطندوست (۱۶۱۴۰ رایې)، عمر نصیر مجددي (۱۰۹۲۹ رایې)، محمد صادق قادري ۱۰۱۷۱ رایې)، منورشاه بهادري (۸۳۲۴ رایې)، نثار احمد فیضي غوریاني (۷۶۱۲ رایې)، نقیب‌الله آروین (۷۳۰۶ رایې)، غلام فاروق مجروح (۷۰۰۴ رایې)، حمیدالله حنیف (۶۹۴۶ رایې)، شاپور پوپل (۶۹۲۰ رایې)، عظیم کبرزاني (۶۵۸۲ رایې)، او غلام فاروق نظري ۶۲۶۳ رایې)، رحیمه جامیي 3686 رایې، مسعوده کروخي 2822 رایې، سیمین بارکزۍ 2323 رایې، ناهید احمدي فرید 1959 رایې او شیرین شهابي 1773 رایې ګټلي دي.

هلمند

هلمند، چې د مساحت له نظره د افغانستان تر ټولو ستر ولایت دی، په ولسي جرګه کې یوازې ۸ چوکۍ لري.

محمد ظفر صادقي (4041 رایې)، میرویس پوپل 3573 رایې، غلام ولي افغان 3341 رایې، میرویس خادم 3164 رایې، محمدکریم اتل 2797 رایې، عبدالرشید عزیزي 2580 رایې، نسیمه نیازۍ 1463 رایې او حبیبه سادات 818 رایې ګټلي دي.

کندوز

دا ولایت په ولسي جرګه کې ۹ چوکۍ لري.

عبدالروف ابراهیمي 2986 رایې، کمال صافی 2276 رایې، شاه خان شیرزاد 1996 رایې، محمدالدین همدرد 1905 رایې، محمدالله بتاش 1699 رایې، محمدعمرخان 1631، فضل کریم ایماق 1،586 رایې، نیلوفر جلالي کوفي 1،257 رایې او «فاطمه عزیز 1،042 رایې ګټلي دي.

1,664 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *