Categories

اعلان

Loading…

عمران خان وايي، طالبان یې له امریکایانو سره خبرو ته چمتو کړي

تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان د جمعې په ورځ /دسمبر۱۴/ افشا کړه چې دغه هیواد وسله وال طالبان د امریکا له متحدو ایالتونو سره خبرو ته حاضر کړل.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، عمران خان وايي چې له امریکا سره یې وروسته له دې طالبان خبرو ته حاضر کړل چې متحدو ایالتونو له پاکستان څخه د طالبانو د مخنیوي لپاره د نورو اقدامات غوښتنه بس کړه او د خبرو له لارې یې د افغانستان د مسلې له حل سره موافقه وکړه.

عمران خان ویلي چې پاکستان د دسمبر په اوولسمه /راتلونکې دوشنبه/ د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرواترو تر دوهم پړاو وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو امکان برابر کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د سولې او پخلاینې د پروسې په اړه د افغانستان، چین او پاکستان دوهمه درې اړخیزه غونډه د شنبې په ورځ /دسمبر ۱۵/ په کابل کې جوړه شي.

ښاغلي عمران خان د خیبرپښتونخوا د صوبايي حکومت د سلمې ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل«هماغه امریکا چې له موږ څخه یې غوښتل چې نور اقدامات وکړو، اوس له پاکستان څخه غواړي چې له طالبانو سره د دوی د خبرو زمینه برابره کړو.»

عمران خان دې ته په اشاره چې د دسمبر په ۱۷ مه یې له امریکایانو سره د طالبانو د خبرو امکان برابر کړی، وویل«کله چې به ما ویل چې دا مسله له خبراترو پرته نه شي حل کېدای، دوی به زه طالبان بللم.»

عمران خان وايي چې وروسته له دې یې د طالبانو او امریکایانو د خبرو امکان برابر کړ چې ولسمشر ټرمپ په یوه لیک کې ورڅخه مرسته وغوښته.

د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس ولسمشر ټرمپ له عمران خان څخه غوښتي چې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویلي چې ولسمشر ټرمپ له صدراعظم عمران خان څخه په لیک کې غوښتي چې د طالبانو او امریکایانو د خبرو ملاتړ وکړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویندوی وویل «ولسمشر ټرمپ په خپل لیک کې منلې چې پاکستان دا توان لري چې په خپله خاوره کې د طالبانو پناهځایونه بند کړي. په لیک کې همداراز دا روښانه شوې چې د افغانستان د سولې له پروسې سره د پاکستان مرسته د امریکا او پاکستان د اړیکو د ټینګښت لپاره اساسي دي.

د عمران خان تر څرګندونو لږ وروسته طالب سرچینو د تاند په شمول ځینو نورو رسنیو ته وویل چې په کوټه کې د دوی د مشرتابه شورا پرېکړه وکړه چې له امریکایانو سره پر یوې نوې طرحې او نوې اجنډا خبرو ته سلا شوي دي.

2,840 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. احمد Reply

    خو بس لنډ به ووایو چې طالب یعنې پرونی مجاهد او پرونی مجاهد یعنې د آی ایس آی او پنجاب خړ سپی چې هرې خواته یې ورکیش کوي هغې خواته غاپي. دغو پلیدو طالبانو هم د اسلام نوم بد کړ او هم د افغانیت او پښتو، هسې مونږ له تاجکانو او هزاره ګانو سره ګرېوان په ګرېوان نیسو چې هغوی وایي طالب د پاکستان سپی دی. دا د بې غیرته زامن په دې شرم ونه شرمېدل چې ملا ضعیف یې لوڅه کونه په امریکایانو خرڅ کړ نو نور به په څه وشرمیږي؟

  2. عبدالله Reply

    په رښتیا چې مداریان یاستئ . ټول ټالیبان ستاسو له منتر او اودې لاندې دي.
    که ورته ووایی چې خپل وطن وران کړه ، ټالیبان یې ورانوي ، که ورته ووایی چې سوله وکړئ ، سوله کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2