Categories

اعلان

Loading…

په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۱۹ مليون افغانيو په ارزښت سړک جوړيږي

د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت له لوري د ۱۱۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د اته کيلو متره سړک جوړونې چارې پېل شوې.

هغه مراسم چې په همدې موخه د ارګون ولسوالۍ د غونډو په تالار کې نيول شوې ؤ پکتيکا مرستيال والي انجينر شېرباد شاه ارګوني، امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليوني، د ملکي او نظامي ادارو مسؤلينو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، د رسنيو استازو او د سيمې اوسيدونکو پکې ګډون کړی ؤ.

پکتيکا مرستيال والي انجينر شېرباد شاه ارګوني مراسمو ته په خبرو کې وويل چې د ياد سړک په جوړولو سره به د ارګون او سروبي ولسواليو اوسيدونکو ډېرې ستونزې هوارې شي.

ښاغلي ارګوني له ولسونو غوښتنه وکړه چې د ياد سړک له چارو وخت په وخت ليدنه وکړي که ستونزې يې لرلې له ولايتي ادارې سره يې شريکې کړې تر څو په لوړ کيفيت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د کلیو پراختیا او بیا رغونې سرپرست رئیس مومن افغان وایي دغه سړک چې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي د منده  اوعباسخېلو کلي به سره ونښلوي او د جوړيدو چارې به يې د يو کال په جريان کې بشپړې شي.

د سيمې قومي مشرانو له ولايتي ادارې مننه وکړه چې داسې يو مهم سړک ورته جوړيږي چې  هره ورځې پرې د سيمې نږدې دوه زره کسان تګ او راتګ کوي دوی زياته کړه چې د ارګون ولسونه د ولايتي ادارې د هر ډول بيا رغونې پروژو سره همکاره دي.


د يادونې وړ ده چې  څو ورځې وړاندې په پکتيکا کې ولايت کې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت په چوکاټ کې د شپږ سوه دولس ميليونه افغانيو په ارزښت ۱۸۰ ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو چارې پېل شوې.

د پکتيکا ولايت رسنيز دفتر

394 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2