Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان پوځ وايي، امریکا دې د سیمې د یوه دوست په توګه له افغانستانه ووځي

تاند- پاکستان نن /پنجشنبه/ په زغرده له امریکا وغوښتل چې د یوه ماتې خوړلي هیواد پر ځای د سیمې د یوه دوست هیواد په توګه له افغانستانه ووځي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ ویندوی ډګرجنرال اصف غفور له اسلام اباد څخه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد له روانېدو څو ساعته وروسته له افغان طالبانو سره د سیاسي حللارې لپاره د امریکا د وروستیو هڅو ملاتړ وکړ، خو له امریکا یې وغوښتل چې د یوه ماتې خوړلي هیواد پر ځای د سیمې د یوه دوست هیواد په توګه له کابله ووځي.

غفور په راولپنډۍ کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان له طالبانو سره د سیاسي حللارې په برخه کې له امریکا سره څه مرسته کولی شي، وویل«موږ به تر خپله وسه د اسانتیا راوستلو هڅه وکړو.»

ده همداراز وویل«څه چې امریکا زموږ څخه تمه لري او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ورسره همکاري کوي هغه دا دي چې په یو نه یو ډول له طالبانو سره دوی خبرې وکړای شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ وویل، پاکستان به د افغانستان د سولې لپاره هماغسي چې د امریکا  ولسمشر ډانلډ ټرمپ وړاندیز کړی، د امریکا غوښتنې ته تسلیم نه شي.

1,455 total views, 8 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. احمد Reply

    زه فکر کوم امریکایان باید د پاکستان وهل په خپلو لومړیتوبونو کې ونیسي. که د دغه غوایي ښکر په وخت مات نه کړای شي دا به په نړۍ کې همداسې د یوه لوی سرطان په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

  2. A. Halim Hakimi Reply

    “تاند- پاکستان نن /پنجشنبه/ په زغرده له امریکا وغوښتل چې د یوه ماتې خوړلي هیواد پر ځای د سیمې د یوه دوست هیواد په توګه له افغانستانه ووځي.”

    It sound like spread shaking a lot salt on deep wounds. Is anybody home?

  3. zahra zafar Reply

    he is amazing and they are trying their best to make better for our country thats awesome

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *