Categories

اعلان

Loading…

پوهنتوني پښتو متن| هارون سمون

یو تدریسي کتاب لولم(نوم یې ځکه نه اخلم، چې یو ملګری اجازه نه راکوي، وایي اوس د دې خبرو وخت نه دی😱) يوه جمله پکې ده، یو پراګراف. څلور پنځه ځله یې، چې ولولې هم، سم مفهوم نشې ورنه اخیستی. یا خو دلته ځینې استادان عمداً کوښښ کوي چې آسانه څه سخت تشریح کړي؛ چې ځان لوړ او پوه وښيي، خپل لوستونکي د علمي اغېز لاندې راولي یا خو د تشریح او سپړنې ښه وړتیا نه لري.

ډېر پوهنتوني متون دي، چې باید سرې کرښې ورباندې کېکاږل شي او سم منظم له سره ښه لوکس آسانه تشریح او توضیح شي، چې دلته هم علمیت له ستونزو راووځي او هر څه آسانه شي. هغوی چې د پوهې دومره دعوا کوي، چې هومره ندي راج به یې هم ختم شي، ډیکټاټوري به یې هم. هر څه به له دودیز سیسټم همداسې راووځي.

د تخنیک برخه کې، چې پښتو متن ولولې ګنګس به دې کړي، داسې متن، متن کې نه دی حساب. دومره به ګډوډ وي، چې لومړی به ته دا مالوموې چې اوس دا وایې څه؟ مانا جمله به مانا نه ښندي، بیا به یې وروسته زده کوې هم. تر زدهکولو دا لومړی غم غټ دی. داسې متن پښتانه زدهکونکي ته سخت او تاواني دی؛ نو یو دريژبی چې آسانه پښتو یې نده زده بېچاره څنګه ډبرو غوندې متن ولولي او برداشت ورنه واخلي؟

پوهنتون کې پښتو نصاب ته باید جدي کار وشي، متن آسانه شي، طبعاً چې پښتو به هم د علم ژبه شي او نور به هم زړه ښه کړي، چې په پښتو زده کړې وکړي. د ښوونځیو د نصاب بیا تر ډېره ستونزه حل ده.

کنه کېږي تر دې چې له سره په انګلېش تشریح شي ښه ده، حد اقل زدهکونکي خو به له ځینو اصطلاحاتو سره بلد شي. زه ورته طرحه لرم: یو مثال یې وړاندې کوم ټوله دا نده، پوهنتون کې باید د متن د ایډټ(سمونې) بورډ وي، د استاد په موجودیت کې پر متن باید خواري وشي، سم ایډیت شي، جذاب شي، چې زدهکونکی یې کله لولي، خوند ورکړي. د عجایبو وطن کې یې چاته وایې، دا ادبیاتو واله خواران چې وزګار ګرځي، خو دوي دي د همدې لپاره.

دلته محصل مکمل تباه دی.

696 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2