Categories

اعلان

Loading…

د یوټیوب له لارې یوه ماشوم ۲۲ ملیون ډالره ګټلي

تاند- د فوربس مجلې د راپور له مخې، یوه ماشوم، چې رایان نومېږي، د یوټیوب د چاینل له لارې په ۴ کلونو کې ۲۲ ملیون ډالره ګټلي دي.

د ده په یوټیوب چاینل کې، چې له ۲۰۱۵ م کال څخه یې پیل کړی، په درسته نړۍ کې څه باندې ۱۷ ملیون تنو ګډون (سبسکرایب) کړی دی.

د ۷ کلن رایان ویدیوګانې په ملیاردونو ځله کتل شوي دي او مخکې تر دې چې څوک ویدیو کلیک کړي، اعلان ویني؛ همدا اعلان رایان ته په عاید بدلېږي.

له رایان سره په ویدیوګانو کې ځینې وخت د ده غبرګولې خویندې هم لیدل کېږي.

ویل کېږي، د لوبو هغه وسایل، چې رایان یې په خپل چاینل کې ښيي، ژر او زیات پلورل کېږي.

د سږ کال په اګست کې د امریکا تر ټولو لوی زنځیري پلورنځي وال مارت د (رایان نړۍ) په نوم د لوبو وسایل او کالي خرڅلاو ته وړاندې کړل.

د رایان یوه ویدیو نژدې ۲۶ ملیون ځلې کتل شوې ده.

دا هم د رایان یوه بله ویدیو:

1,876 total views, 6 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *