Categories

اعلان

Loading…

د غزني چارواکي د شپې په عملیاتو کې د ۷۲ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

تاند- د غزني ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د شپې په عملیاتو کې د ۷۲ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي. طالبان د خپلو یو شمېر کسانو مرګ ژوبله تاییدوي.

بېلابېلو خبري سرچینو د غزني د والي د ویندوی او امنیتي چارواکو په قول ویلي چې د غزني په ۳ ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد ځپونکي عملیات شوي چې په نتیجه کې یې تر بل هر وخت دې ډلې ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي ویندوی محمد عارف نوري وویل، افغان او بهرنیو پوځیانو په ناوې، ګیلان او خوږیاڼي ولسوالیو کې تېره شپه او نن سهار هوايي او مځکني عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې واوښتې.

ده وویل، په دې عملیاتو کې د طالبانو ۳ موټرونه، ۵ موټرسایکلونه او ګڼ شمېر وسلې ویجاړې ک شوي دي.

د ښاغلي نوري په وینا ۲۰ تنه وسله وال طالبان په ناوه ولسوالي کې، ۴۰ په ګیلان او ۱۲ په خوږیاڼي ولسوالۍ کې ووژل شول.

نوري دا هم وویل چې ۱۲ طالبان د خوږیاڼي ولسوالي په کډی سیمه کې نن سهار وختي د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.

طالبانو په غزني کې پر خپلو مورچو هوايي حملې تایید کړي او ویلي یې دي چې یوازې یې ۹ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

وروسته له دې چې په قطر کې له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې پرمختګ ونه شو، افغان او بهرنیو پوځیانو پر طالبانو د فشار د ډېرولو لپاره عملیات زیات کړي دي.

1,245 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. razmohammed mohmend Reply

    pakistani madaress is the factory for produce more terrorist talibs

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *